انا فرويډ

انا فرويډ
(الماني: Anna Freud د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
انا فرويډ
انا فرويډ

د شخص معلومات
پيدايښت۳ ډيسمبر ۱۸۹۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸] او ۱۸۹۶[۹]
وين[۱۰][۸]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه9 اکتوبر 1982 (87 کاله)[۱][۲][۴][۵][۶][۸][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن[۱۱][۱۰][۸]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتبرېتانيا (۱۹۴۶–۱۹۸۲)
اتريش (۱۸۹۵–۱۹۴۶)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلارسېګمونډ فرايډ[۱۲]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي[۱۳][۱۴]
آلماني ژبه[۱۵][۱۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼهد تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

انا فرویډ (د ۱۸۹۵ز کال د ډسمبر له ۳مې- د ۱۹۸۲ز کال د اکټوبر تر ۹مې)  یوه یهودۍ اطریشي توکمه برتانوۍ ارواپوهه وه. هغه په ویانا کې زېږېدلې او د زیګونډ فرویډ او مارتا برنیز شپږم او تر ټولو کشری لور وه. هغې د خپل پلار لاره تعقیب کړه او د روحي شننې په برخه کې یې مرسته وکړه. د هرمین هوګ هلموت او ملاني کلاین ترڅنګ کولای شو انا فرویډ د ماشومانو د ارواپوهنې بنسټ اېښودونکې وګڼو.  [۱۶][۱۷]

د پلار په پرتله، د هغې کار د خپل ځان او د عادي «تکاملي کرښو» ارزښت او همدارنګه په شننیزو او مشاهده یي لویو برخو کې یې د ګډ کار پر ترکیب ټینګار کاوه. [۱۸]

تر هغه وروسته، چې په ۱۹۳۸ز کال کې په اطریش کې د نازي رژیم راڅرګند شو؛ نو د فرویډ کورنۍ اړه شوه، چې ویانا پرېږدي. هغې په لندن کې د ماشوم د ارواپوهنې په اړه خپلې ارواپوهنیزې چارې او مخکښ کار بېرته له سره پیل کړ او په ۱۹۵۲ز کال کې یې د همپسټد (اوس د ماشومانو او کورنیو لپاره د انا فرویډ ملي مرکز) د ماشوم د درملنې لپاره کورس او کلینیک جوړ کړ، چې د درملنې، ښوونیزو او څېړنیزو چارو مرکز دی.

د ویانا کلونه

انا فرویډ د ۱۸۹۵ز کال د ډسمبر په ۳مه د اطریش-هنګري په ویانا کې زېږېدلې ده. هغه د زیګمونډ فروید او مارتا برنیز کشرۍ لور وه، هغه په «هوسا بورژوایي شرایطو» کې لویه شوه. داسې ښکاري، چې د انا فرویډ د ماشومتوب دوره خواشینونکې وه او په دې دوره کې یې له خپلې مور سره د خوښۍ اړیکې ټینګې نه کړې او پر ځای یې د یوې کاتولیکې پرستارې له خوا وروزل شوه. هغې له خپلې مشرې خور صوفي سره یو ځای کېدل ستونزمن ګڼل. دوو ځوانو فرویډو د ګډو قلمرونو د خورګلوۍ له وېشه یوه نسخه جوړه کړه، چې د «ښکلا» او «ماغزو» په نامه وه او یو مهال یې پلار د صوفي لپاره د هغې د پخواني حسادت په اړه خبرې وکړې. د دغو دوو خویانادو پر سیالۍ سربېره، انا یوه خپه او پرېښانه ځوانه شوه، چې په ښکاره لیکونو کې به یې خپل پلار ته شکایت کاوه، چې څه ډول نامعقوله احساسات او فکرونه یې ځوروي. هغه ښایي خپګان ولري، چې د خوړو د اختلالاتو لامل یې شوی دی. «هغه څو ځلې د پوره استراحت، ګټور پلي تګ او له څوو اضافي پونډه سره روغتیایي کمپونو ته واستول شوه، ترڅو خپل کمزوری ځان جوړ کړي».[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

لومړی ارواپوهنیز کار: د ماشوم وده، نفس او دفاعي میکانیزمونه

په ۱۹۲۲ز کال کې انا فرویډ د ویانا د ارواپوهنې ټولنې ته د «ورځینیو خوبونو او خیالونو ته ماتې ورکول» په نامه یوه مقاله ولیکله، چې له دې سره د دغې ټولنې غړې شوه. په ۱۹۲۳ز کال کې هغې خپل ارواپوهنیز تمرینات له ماشومانو سره پیل کړل او تر ۱۹۲۵ز کال پورې یې د ویانا په ښوونیزه ارواپوهنیزه موسسه کې د ماشوم د شننې تخنیک په اړه تدریس کاوه. د ماشوم د شننې د تخنیک طرز او طریقه یې د یوې سریزې په توګه په خپل لومړي کتاب کې بیان کړې، چې په ۱۹۲۷ز کال کې خپور شوی دی.

له ۱۹۲۵ز کال نه تر ۱۹۳۴ز کال پورې هغه د نړیوالې ارواپوهنیزې ټولنې سکرټره وه او په هممهاله توګه یې د ماشوم د شننې تمرین ته هم دوام ورکاوه او په دې برخه کې یې په ځينو سیمینارونو او کنفرانسونو کې ګډون هم کړی دی. په ۱۹۳۵ز کال کې هغه د ویانا د ښوونیزې ارواپوهنیزې موسسې مشره شوه. راتلونکی کال یې خپله اغېزمنه مطالعه د «هغه لارې، چې د هغوی په واسطه خپګان، ناخوښي او اضطراب له منځه وړل کېږي» پیل کړه، دا د نفس د ارواپوهنې لپاره اغېزناک بنسټ اېښودونکی کار شو او د فرویډ شهرت یې د یوه مخکښ نظریه ورکوونکي په توګه ثابت کړ.

انا فرویډ په لومړي ځل د خپلې شننې لپاره د دوروتي برلینګهام ماشومان ونیول. په ۱۹۲۵ز کال کې برلینګهام، چې د ټيفاني لوکسو جواهراتو د پرچون پلورونکي وارثه وه، له څلورو ماشومانو سره یې له نیویارک نه ویانا ته راغله، چې لومړی له ټیوډر ریک او بیا د ماشوم د شننې د تعلیم لپاره یې له فرویډ سره تحلیل ته را ودانګل. انا او دوروتي ډېر ژر نږدې اړیکې جوړې کړې، چې له لیزبین سره ورته والی لري، خو انا په قاطعانه ډول جنسي اړیکه رد کړه. کله چې د برلینګهام کورنۍ په ۱۹۲۹ز کال کې د فرویډز اپارتماني بلاک ته کډه وکړه؛ نو په واقعیت کې هغه د ماشومانو میرنۍ مور شوه. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د لندن کلونه

په ۱۹۳۸ز کال کې تر انشلوس وروسته، چې په کې اطریش د المان د نازیانو له خوا ونیول شو؛ نو انا په ویانا کې ګشتاپو مرکز ته د نړیوالې ارواپوهنیزې ټولنې په اړه د پوښتنو لپاره یوړل شوه. پلار ته یې نامعلومه وه، چې هغې او ورور یې مارتین له خپل کورني ډاکټر مکس شور نه د خوب درمل اخیستي، تر څو کله چې له شکنجې یا نیولو سره مخ کېږي نو ځان وژنه به پرې کوي. په هر حال هغه له پوښتنو نه وژغورل شوه او خپلې کورنۍ ته ستنه شوه. تر هغه وروسته، چې پلار یې په بې میلۍ سره د ویانا د پرېښودو بېړنۍ اړتیا ولیدله؛ نو د نړیوالې ارواپوهنیزې ټولنې له مشر ارنست جونز سره یې د کورنۍ د کډوالۍ د پېچلي بهیر د تضمین لپاره اړیکه ټینګه کړه. هغه خپل نوی کور په لندن کې د هیمپسټډ په ۲۰م ماریسفیلډ ګارډنز کې جوړ کړ. [۳۰]

له رواني شننې سره مرسته

انا فرویډ یوه فعاله لیکواله وه، چې د خپل ژوند په لړ کې یې بېلابېلو خپرونو ته د رواني شننې په اړه لیکنې کړې دي او مرسته یې کړې ده. د هغې لومړۍ نشریه د ارواپوهنې د سریزې په توګه وه، چې هغه په ۱۹۲۲ز-۱۹۳۵ز کال کې د ماشومان د ښوونکو او شنونکو لپاره ویناووې وې. دا ویناووې یې د څلورو بېلابېلو ویناوو پایله وه چې هغه مهال یې د کوچنیو ماشومانو د څارونکو او ښوونکو لپاره بیان کړې وې. [۳۱][۳۲]

د انا فروید لومړۍ لیکنه «ورځنیو خوبونو او خیالونو ته ماتې ورکول» وه، چې تر یوه بریده یې له خپل داخلي ژوند سره مرسته وکړه، خو د «هغې ونډه یې لږ علمي کړه». [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

په عامه کلتور کې

په عامه کلتور کې، فرویډ د انګریزې میراث له خوا په لندن کې د همپسټډ په ۲۰م مارسفیلد ګارډنز کې، چې د ۱۹۳۸ز کال او ۱۹۸۲ز کال ترمنځ یې هلته کور و، په نیلي لوحې سره ونمانځل شوه.

انا فرویډ د ۲۰۱۴ز کال د ډسمبر په ۳مه د ګوګل ډوډل (Google Doodle) موضوع وه.[۳۷][۳۸]

په ۲۰۰۱ز کال کې د همنامه البوم وروستۍ سندره د اینډي راک بانډ له خواThe National  په نامه د انا فرویډ په نامه ده.[۳۹]

هیسټریکل ناول: د انا فرویډ داستان د ربکا کافي اثر دی، چې په ۲۰۱۴ز کال کې د She Writes Press له خوا خپور شو. [۴۰]

په ۲۰۰۲ز کال کې د هغې له چارو او تاثیر نه د خپلې پېړۍ په مستند کې یادونه شوې ده.

سرچينې