ويکيپېډيا:ويکيپېډيا سره مرسته

دا چې زه څنګه په ويکيپېډيا کې ونډه واخلم؟ يا ويکيپېډيا سره څنګه مرسته وکړم؟د دې پوښتنې په ځواب کې:

لومړی ګام:

  • تاسو کولی شئ چې پرته ځان ثبتولو هم د ويکيپېډيا ليکنې سمې کړئ، خو د سمونونو د خپرولو د اعتبار لپاره دا غوره ده چې تاسو ګڼون جوړ کړئ!
  • که نورو ژبو څخه په ژباړلو کې ښه تجربه لرئ، نو مونږ د منځپانګې د ژباړې وسيله لرو چې دلته يې کتلی شئ!
  • که غواړئ نوې ليکنه وکړئ، نو دلته نوې ليکنه کولی شئ!

د ونډې ډولونه څه دي؟

  1. د ليکنو املايي او ليکدودي توپيرونه سمول د لا زياتو مالوماتو لپاره لارښود:سمون يا ويکيپېډيا:چټکه زده کړه وګورئ!.
  2. په ليکنه کې د اړوند او اړينو انځورونو او ويډيوګانو، تانبو او کينډيو زياتول د لا زياتو مالوماتو لپاره ويکيپېډيا:دوتنې، ويکيپېډيا:تانبې، ويکيپېډيا:کينډۍ وګورئ!.
  3. په ليکنه کې نوي مالومات زياتول.
  4. په ليکنه کې معتبرې سرچينې ورزياتول.ويکيپېډيا:سرچينې
  5. د هغو ليکنو تازه کول او بيا ځلي ليکل چې تازه کولو ته اړتيا لري د لا زياتو مالوماتو لپاره .

ايا ويکيپېډيا اصول، قواعد او تګلار لري؟

هو ويکيپېډيا يو لړ قواعد او تګلارې لري چې د ويکيپېډيا په ټولو کارنانو يو شان پلي کيږي او ټول مجبور او مکلف دي چې يادو اصولو او قواعد ته غاړه کيږدي.
د پښتو ويکيپېډيا د تګلارې کتلو لپاره ويکيپېډيا:د پښتو ويکيپېډيا تګلار وګورئ!

څنګه د ويکيپېډيا غړي شو؟

تاسو کولی شئ چې په ويکيپېډيا کې ګڼون جوړ کړئ! او په دې توګه د ويکيپېډيا غړي شئ.