د افغانستان اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت ( د ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱ کال پوري) د یو اسلامي هېواد بنسټ و چې په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو لخوا سختو کورنيو جګړو چې د بهرنیو هيوادونو بلخصوص پاکستان او ايران په ملاتړ د مجاهدينو د اووه او اتو يا هم نهو ډلو او ډلگيو لخوا لومړی د صبغت الله مجددي او بيا وروسته د برهان الدين رباني او مسعود لخوا تودې روانې وې په مقابل د ملا محمد عمر اخوند په مشرۍ د طالبانو غورځنگ راپاڅېده او د همدې څخه د خلاصون په موخه ېې په افغانستان کې د امارت پخوانی بنسټ په نوې ډول خو سخت دريځۍ سره کېښود. په دی وخت کې د افغانستان اسلامی امارت د کندهار څخه تر بدخشان ولایته پورې پروت وو او دفاکتو پلازمېنه یی کندهار وو. ددې حکومت مشر ملا محمد عمر مجاهد ته خلګو د أمير المؤمنين لقب هم ورکړ.

Lua error in Module:Lang at line 805: attempt to call method 'find' (a nil value).

امارات اسلامی افغانستان (دری)


١٩۹۶[۱]–٢٠٠١

بیرغ

شعار
Lua error in Module:Lang at line 988: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value).
"نسته بل څښتن پرته د الله او محمد د هغه پيغمبر دی."
سرود
هیڅ نه (موسيقۍ غیر قانوني وه)
Location of Afghanistan
د افغانستان سیاسي وضعیت د ٢٠٠٠ کال په پسرلي کې
پلازمینه
ژبه(ی)

او د افغانستان نورې ژبې

دینسني اسلام
دولتدفاکتو متحد اسلامي دولت.
اميرالمومنين (د مؤمنانو خواخوږۍ)[۴][۵][۶]
د عالي شورا رئیس[۷][۸][۹]
 - ١٩٩۶–٢٠٠١ملا محمد عمر
لومړی وزیر
 - ١٩٩۶–٢٠٠١محمد رباني
 - ۲۰۰۱عبدالکبير (لنډ مهاله؛ لانجه ييز)
قانون جوړوونکيجرګه
تاریخي دورهد افغانستان کورنۍ جګړه/ د امریکا يرغل
 - واک ته رسېدنه۲۷ سپټمبر ١٩۹۶[۱]
 - د تورې بورې جګړه١٧ ډسمبر ٢٠٠١
مساحت
 - ٢٠٠٠۵۸۷٬۵۷۸کیلومتره مربع (۲۲۶٬۸۶۵میل مربع)
وګړي
 -  حدود ٢٠٠١۲۶,۸۱۳,۰۵۷ 
پيسیافغانۍ
طالبانو د افغانستان ٩٠٪ سيمه ترواک لاندې لرله

د طالبانو غورځنگ

د طالبانو اسلامي غورځنگ په ۹۴مو کلونو کې د اسلامي مدرسو او ښوونځيو د زده کوونکو او عامو طالبانو لخوا جوړ سو. د طالبانو لومړي غړي د کندهار او هلمند ولایتونو لوستي مذهبي مشران او غړي و، کوم چې د ملاعمر په مشرۍ رامخته سول، خو وروسته بياد نورو هېوادونو نورو مذهبی زده کوونکي لکه د پاکستان، سوماليا، اوزبکستان، تاجکستان، چيچنيا، مصر، سعودي عرب او تورکمنستان ، او پخپله د افغانستان دننه نورو لږه کيو قومونو لکه هزاره گان، تاجکان، اوزبک او نورو څخه د طالبانو حرکت ته ور زیات سول. د طالبانو حرکت د پاکستان په مرسته نور هم پرمخ ولاړ او په ۱۹۹۴ زکال کې د طالبانو ځواکونه چی تقریبًا ۱۰۰،۰۰۰ تنو ته ورسېده او په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو وسله والی ډلی کابل ته ورسېدلي. کله چې طالبانو کابل ونیو نو وروستی کمونستی ولسمشر ډاکټر نجيب الله یی د پاکستان په هدایت وواژه. په دی کال کې هم د طالبانو مشر ملا محمد عمر په افغانستان کې د افغانستان اسلامي امارت اعلان کړ او شریعت د ملا عمر لخوا اعلان سو . مگر د افغانستان اسلامی امارت تر تاسیسولو وروسته یوازې د پاکستان، سعودی عربستان او د عربی متحده امارات لخوا په افغانستان کې سفارت خانې پرانستل سوې. په ۱۹۹۸ کال کې طالبانو مزار شريف ونیو او ۱۰ ایراني دیپلوماتان یی ووژل. د طالبانو مشرانو د القاعدي د مشرانو په مرسته په اسلامي امارت کې د مجاهدینو لپاره د تمريناتو اډې جوړې کړې. سخت دريځه مسلمانان د نړۍ د بیلو بیلو د سیمو څخه د نظامي تمریناتو لپاره د افغانستان اسلامی امارت ته ورتلل. دغه سخت دريځه مسلمانان تر تمریناتو وروسته خپل وطن ته استول او یا د طالبانو د ځواک سره یوځای کېدل.

د طالبانو سخت دريځه قوانين

د طالبانو عدالت د سخت دريځۍ په دود واوښت، که څه هم چې په لومړي سر کې د غورځنگ ملاتړ د ټول افغانستان خلکو د ۱۹۹۲ز کال د شر او پساد د خلاصون په نيت کاوه، خو وروسته وروسته چې د نورو پرديو وگړو پکې ځای جوړ کړ نو د طالبانو سياسي دريځ ېې له افغاني دريخ څخه سخت دريځۍ ته وروگرځاوه او دغو څخه هم لکه د مجاهدينو خلکو ډډه وکړه . دا چې طالبانو په خپل وخت کې په مطبوعاتو او ټلويزيون بندیز لگولی و ، په ښارونو کې ېې په ځوانانو باندې په زور گیرې پرېښوولې ، وېښتان ېې خرېيل او غټې څڼې ېې يوازې طالبانو او دیني زده کړو ملايانو سره پرېښودلې ، خلک ترې په تنگ سول.هر نارینه باید ږیره درلودلای. چاته اجازه نه وه چې وگډېږي او سندرې ووایی. خلکو اجازه نه درلوده چې تلویزیون، فلم یا سندرې واوري. ښځو باید برقه (چادري) اغوستی وای. ښځو ته اجازه نه وه چې د بهرني نارینه سره دباندې وگرځي . د شريعت په مطابق ېې د کور يو نارينه ښځو سره پرېښوده غیر له هغه ېې نورو خپلوانو ته چې جره به و اجازه ېې د ځوانو ښځينه و سره نه ورکووله چې وگرځي . کوڅه ډبو ځوانانو باندې ېې پابنديانې راوستلي وې تر څو خلک په لارو کوڅو کې تنگ نه کړي . ښځينه و ته دباندې يوازې د کار اجازه نه وه ، د طېالبانو د دلايلو په اساس د نا امنيو او گډوډيو له کبله . خلک به یې څارل چې د ورځې پینځه وخته لمونځ کوي او که نه، دا کار به ېې د ځانگړې ډلې په مرسته سر ته رساوه چې ډېری ېې بهرني مسلمانان و او ډېره برخه ېې اعرابو جوړوله. همدا رنگه ېې هندي او غیر مسلمان وگړو ته د هغوی ديني رنگونو په اساس د سمبالو جامو ټينگار کاوه . د طالبانو ډېری کارونه د شعيت سره مطابقت نه درلود خود فتواؤ پر سر ېې شرعي احکام د ټولنې لپاره په بېړه ترسره کول. طالبانو کې د اسلام نوم ډېر معتبر و نو ځکه ېې پرته د کس د اسلامي وړتيا او پوهې ېې افغانان او غیر افغانان يوازې د مسلمان په نوم له ځان سره ډلې کې راغونډ کړي و ، ډېری روڼ اندي همدا عمل د طالبانو د دوی تر نوم د گډوډۍ لامل گڼي .

کورنۍ جگړې او د طالبانو اړتيا

د طالبانو حکومت او ورته اسلامي شريعيت

د اسلامي شريعيت قوانين

  • د موسيقۍ اوريدل سخت منع وه
  • په کورونو کې هر ډول تلویزیون منع وو.

سرچینې

  • MAREK, Jan. Dějiny Afghánistánu. Praha : Nakladatelství Lidové noviny, 2006. ISBN 80-7106-445-9.
  • MAREK, Jan. Afhánistán. Praha : Nakladatelství Libri, 2003. ISBN 8072771280.