زده کړه

ذده کره

زده کړه (په انگرېزي: Education)دزکړې پړاوونه او پر هغې اغیزمن لاملونهلیکوال :مامون درانی .زده کړه د تربیتی ارواپوهنې په برخه کې یوه مهمه موضوع ده،

په ټولګي کې اشغال ، د مطالعې موادو کې د سیاسي مینځپانګې شاملول یا ښوونکي چې د دوی د رول څخه ناوړه ګټه پورته کوي زده کونکي هڅوي د زده کړې د اهدافو خلاف دي چې د فکر او انتقاد فکر غواړي.



چې په ورځني ژوند په ځانگړې توگه د ښوونې او روزنې په برخه کې ډیره مهمه او له ارزښت څخه ډکه ونډه لري.د ارواپوهنې اونورو پوهانود نظرونو په پام کې نیولو سره هرهغه کړنه چې د انسان څخه صادریږی دهغې لامل زدکړه گنل کیږي. انسان د زده کړې په مرسته کولی شي په خپل ژوند کې ستر بدلونونه رامینځ ته کړي. انسانان دزده کړې پرمټ توانیدلي دي، چې د بشرد ودی اوپر مختگ د لارې خنډونه له خپلې لارې څخه لرې کړی او دا نړۍ په یوه پرمختللې نړۍ بدله کاندي، چې داړیکو او لیږد رالیږد ډیر پرمختللي وسایل یې ښه بیلگه گڼل کیدای شي.ددې له پاره چې پوه شو چې زده کړه څه ده او څه ته ویل کیږي په لنډه توگه څو شيبې دلته ورته تم کیږو.زده کړ ه هغه بدلون ته وایي چې په یو ژوندی موجود کې رامینځ ته کیږي اونیغ په نیغه دلیدلواو اندازه کولو نه دی، خو په کړنه کې له بدلون څخه معلومیږی او کیدای شي چې دهغې اټکل وشي . بدلون په دی مانا دی چې یو کس کوم شي زده کړی نه وي اودهغه دمخکینۍ پوهې سره توپیر ونه لری نو زده کړه نه ترسره کیږي.زدگړې ته دبیلابیلو کارپوهانو او دنظر دخاوندانو له خوا بیلابیل تعریفونه او پیژندنې وړاندې شوی دي، چې له دې ډلې څخه یو څو یې په لاندې ډول وړاندې کیږي :• زده کړه په کړنه کې بدلون دي.• زده کړه داسی یوشی ده چې دکړنې لامل گرځي چې نیغ په نیغه دلیدلو او اندازه کولو نده خو دکړنی دبدلون څخه څرگندیږي.• زده کړه له یو کس څخه بل کس ته د علمي مفاهیمو لیږدیدل دي.• زده کړه داسی یوه پوهه ده چې هغه دانسان په کړنه کې څرگندیږي.• زده کړه یو کلک بدلون دی چې له تجربې څخه ترلاسه کیږي.• زده کړه د اطلاعاتو،معلوماتو او مهارتونو ترلاسه کول دي.او یا هم زده کړه = پوهیدل+ذهن ته سپارل+کار اخیستل (۱)زده کړه یواځې د ښوونځې په چاپیریال پورې تړلې نده بلکې زدکړه تل او په هر ځای کې ترلاسه او رامینځ ته کیدای شي. دبیلگی په توگه : کله چې یو څوک بایسکل اویا هم موټر چلوی ،نو ویلی شو چې په پورتنیو حالتونوکې زده کړه رامینځ ته شوی ده.که څه هم ځینې خلک دا راز کړنو ته چه نیغ په نیغه د لوست او ښوونځی سره اړیکه نلري، زده کړه نه وایي ، حال دا چې زده کړه ډیر پراخ مفهوم لري او یواځي د ښوونځي په چاپیریال پورې منحصره نده. دیادولو وړ ده برسیره پر دې چې رشد او زده کړه له یو بل څخه اغیزمن دي، زده کړه هم په بیلابیلو لارو چارو سره ترسره کیږي او د انسان د ژوند له نورو اړخونو سره تړاوو لري. کله زدکړه عمدی ده مثلاً په یوه موضوع کې مطالعه کول، ځینې وخت زده کړه غیر عمدی ده لکه د ډاکتر له ستنې څخه د ماشوم ډار،ځینې وخت زده کړه د همغه کس له مینې او علاقې څخه اغیزمنه کیږي لکه له شعر سره دیو پیغلې دمینې پیدا کیدل، کله هم زده کړه د تفکر زیږنده ده لکه یو کس چې د یوې ریاضی موضوع له پاره د حل یوه ځانگړې لاره پیدا کوی او کله هم زده کړه له ډیر پخوالی او په ژوره توگه دموضوع له ستونزمنو برخو سره د آشنایی له کبله رامینځ ته کیږي لکه په دې باندې پوهیدل چې د روان پوهنې په برخه کې نظریه ورکول کلونو کلونو علمی کارونو او د ښوونې او روزنې په برخه کې تجربې ته اړتیا لري(۲).

دزده کړی پړاوونه :

که څه هم د هر ډول مهارت، پوهې او لنډه دا چې د زدکړې زدکړه په بیلابیلو پړاوونو کې تر سره کیدای شي خو موږ دلته د درس د زده کړې په پړاوونو باندې غږیږو او هغه په څلورو پړاونو ویشو:- ادراک او پیژندل- پوهه او تحدید- حفظ او یادول- تکرار او بیا راگرځول (مراجعه)۱- ادراک او پیژندل :که څه هم حسي ادراک او پوهه د معرفت او پیژندنې بنسټ جوړوی او ټول معلومات د حواسو له لارې ترلاسه کیږي ،خو ټول انسان په دې کې سره برابر نه دي او د شيانو په معرفت او ادراک کې یو له بله سره ځینې توپیرونه لري. ځینې معلومات د سترگو له لارې، ځینې یې د غوږونو له لارې تر لاسه کوي او ځینې یې هم د پیژندنې له پاره له خپلو څو حواسونو څخه کار اخلي.

۲- پوهه او تحدید:

کله چې یو زدکوونکی په بشپړه توگه په یوه موضوع باندې پوه شي،دهغې په تحدید باندې پیل کوی، د هغې غټ غټ ټکی او عنوانونه سره جلا کوی او غواړی چې حافظې ته یې وسپاري.خو دیادولو وړ ده چې دا تحدید هغه وخته کیږي چې په یوه موضوع باندې په سمه توگه پوه شي او دهغې آسانه او روښانه ټکې په خپل ذهن کې راټول کړي.

۳- حفظ او یادول :

د معلوماتو راټولول او په ذهن کې د هغې کښینولو ته د حفظ عملیه وایي او دا هغه وخت بشپړه کیدای شي چې موږ په هغه معلوماتو چې راټولول یې غواړو په سمه توگه پوه شو. د یوې موضوع د حفظ کولو له پاره د درس په محتوی باندې ځان پوهونه،د توضیحی رسمونو او اشکالو ویستل، د ځانگړیو سوالونو شفاهی یا لیکلی ځوابونو لیکل ، د کتاب یا اړونده موضوع ټولې برخې لوستل، د موضوع د ټولو برخو یو له بل سره تړل، اورول او په ذهن کې ځای پر ځای کول د پام وړ ټکې جوړوي.

۴- بیا راگرځیدل :

له تکرار یا بیا راگرځولو څخه موخه داده ترڅو یو زدکوونکی ټولو هغه شيانو ته چې تر اوسه یې زده کړی دي یو ځل بیا مراجعه وکړی او ور وگرځی چې دا په حقیقت کې د درس ویلو اصلی موخه گڼل کیږي.(۳)

 په زدکړه باندې اغیزمن لاملونه:

د یو شي زدکړه تر ډیره بریده د زدکړې تر شرایطو پورې هم اړیکه لري .بلوم چې د ښوونې او روزنې په برخه کې یو ستر عالم دی او دهغه ملگري دا خبره چې ځینې هغه کسان چې زدکړه کوی ښه دي او ځینی ښه نه دي، رد کوي خو دا چې ځینې یې په زر توگه او ځینې یې هم په پڅه توگه زده کوي تر غور لاندې نیولی ده. بلوم دا نظر داسې بیانوی هغه څه چې یو کس په نړۍ کې زده کوی د نړۍ ټول خلک په هغه صورت کې چې مخکینې او روان مناسب شرایط ورته برابر شي کولی شي زده یې کړي.(۴)که څه هم ډیر لاملونه په زدکړه باندې اغیزمن دی خو یو څو یې په لاندې ډول وړاندې کیږي(۵).

1- تیا رۍ او چمتوالی:

زده کړه په هغه صورت کې په ډیره ښه توگه ترسره کیدای شي چې زدکوونکي له هر پلوه جسمي، عاطفي ،عقلي او داسې نورو زدکړې ته بشپړه آمادگی ولري دبیلگې په توگه که یو ماشوم د لیکلو د زدکړې له پاره په گوتو کې لازمه وړتیا، او عضلاتو او اعصابو یې په کافی اندازه وده کړی وي نو کیدای شي چې په ښه توگه زده کړه وکړلی شي او که نه نو زده کړه به ډیره ستونزمنه او ستومانه کوونکي وي. چمتوالی هم بیلابیل اړخونه لري کیدای شي یو کس د عقلی نظره چمتو وی ،خو له عاطفي پلوه آماده نه وي نو ځکه زده کړه هغه وخت په ښه توگه ترسره کیدای شي چې کس له ټولو پلونو څخه زدکړې ته چمتو وي.

2- دزدکړې انگیزه او هدف:

د زدکړې په بهیر کې د انگیزو له ډلې څخه یو هم زدکړې ته د زدگوونکی خپله میل او مینه وي. او دا کار نوموړې هڅوی. بل دا چې په زدکړه کې هدف پروت وي او له زدکړې څخه هدف روښانه وي او هدف لرونکی زدکړې ته ډیره اغیزمنه، ښه او غوره زده کړه ویلي شو.

3- تیر تجارب :

زدکړه د ودې په څیر له ماضی، اوس او راتلونکې سره تړلې ده او که څوک په راتلونکې کې زدکړه کوی نو اوسنۍ تجربه دهغې له پاره اساس ده یوکس هغه مهال واقعی مفهوم ترلاسه کولی شي چې دهغې په هکله مخکې ترهغې نه هم څه تجربه ولري ،نو ځکه د ښې زدکړې له پاره ښوونکې ته د زدکوونکی د تیرې مطالعه ډیره مرسته کولی شي.

4- دزدکړې چاپیریال او ځای:

چاپیریال په زدکړه باندې ډیر اغیز لري مثلا فزیکی چاپیریال لکه نور، هوا ،دزکړې وسایل او داسې نور.له ډار څخه پرته ډاډمن چاپیریال، په چاپیریال کې مینه او عاطفه او داسې نور.

5 - د ښوونکی د تدریس میتود:

لکه څرنگه چې چاپیریال په زدکړه باندې اغیزې لری همدارنگه ښوونکی او دهغې د تدریس میتود هم د زدکړې په بهیر کې ډیر مهم شمیرل کیږي او ښوونکی ته لازمه ده تر څو زدکوونکی زدکړې ته وهڅوی او راوکاږې. دیادولو وړ ده که چېرې ښوونکې غواړې چې زدکوونکې یې کنجکاو او په یوه موضوع کې څېړونکی راشي نو باید په خپله دغه صفتونه خپل کړی ښوونکی د زدکونکو د زدکړې له پار ه دیوې بیلگې په توگه وي (۶). ښوونکی ته لازمه ده تر څو د یو مفهوم په پوهولو کې له لازمې وړتیا او بیلابیلو لارو چارو او میتودونو څخه کار واخلی تر څو زدکړه په اغیزمنه توگه ترسره شي. دبیلگې په توگه جان دیویی په دې باور دی چې هر کله چې یو ښوونکی یو مفهوم غواړی وړاندې کړی نو د لومړی ځل له پاره باید د یو ماشوم په څیر چې څنگه دا شي زده کوی ،فکر وکړی د ده په آند ماشوم ته دیو شي د زدکړې په خاطر باید ماضی ته ځیر شو چې انسانانو هغه په لومړیو کې څرنگه کشف او زده کړه چې ښه مثال یې د نیوټن په واسطه د ځمکې د جاذبې د قویې کشف یادولی شو چې دیوې مڼې د رالویدو له لیدلو څخه یې د ځمکې د جاذبې قوه کشف کړه (۷)

6- د کل او جز اړیکه:

یعنی ښوونکی ته لازمه ده تر څو لومړی درس په کلی او عمومي توگه تشریح او توضیح کاندي او بیا په جزیاتو باندې وغږیږي. وروسته له هغې څخه بیا د جز او کل ترمینځ اړیکه واضحه او څرگنده کړي.

7- تمرین او تکرار:

همدارنگه تمرین او تکرار د زدکړې په بهیر کې ډیر رغنده رول لري، ځکه ډیر شمیر زدکړې دتکرار او تمرین په پایله کې رامینځ ته کیدای شي او بس. لکه دیخ په سر لوبې یا موټر چلول او داسې نور . خو باید تمرین او تکرار په داسې چاپیریال او شرایطو کې وی چې مناسب وي، نه دا چې د زدکونکې د خستگۍ او زړه سوړوالی لامل وگرځي. له پورتنیو څرگندونو څخه څرگندیږي چې یوې اغیزمنې زدکړې ته د لاس رسۍ په موخه او په ځانگړې توگه د ښوونځې په چاپیریال کې د مناسبو شرایطو برابرول، د ښوونکی له خوا د اغیزمن او مناسب میتود کارونه او زدکړې ته د زدکوونکی چمتوالی او نور اړونده لاملونه د زدکړې په بهیر کې د پام وړ رول لوبوی. نو ځکه لازمه ده تر څو د هیواد گران ښوونکی یوې اغیزمنې زدکړې ته د رسیدو په موخه د توان تر بریده د زدکوونکو په روزلو او پاللو کې د هغې خیال وساتي تر څو وي چې دهیواد بچیان مو یوې ډاډمنې او هوسا راتلونکې ته د رسیدو په لاره کې دتل په شان ددوی له عالمانه لارښوونو څخه برخمن ووسي.