سټیویا (بوټی)

سټیویا (انګریزي: Stevia) بوټی (نبات) په ټوله نړۍ کې د خوږوالي له امله مشهور دی، دا د بوټو تلسي کورنۍ پورې اړه لري.

Stevia rebaudiana foliage

د بورې(چیني) بدیل

د هغې پاڼې د بورې په پرتله 15 ځله خوږې دي، پداسې حال کې چې د سټیویا جوس(اوبه) د شکر څخه 200 څخه تر 300 ځله ډېر خوږ دی. تر ټولو مهمه، دا نشایسته یا کالوري نه لري، له همدې امله دا د شکرې (Diabetes) ناروغانو لپاره له نعمت څخه کم نه دی. په طبیعي توګه دا په پاراګوای او برازیل کې موندل کیده مګر اوس یې په ټوله نړۍ کې کښت پیل شوی.

د سټېویا طبي ګټې

سټیویا ډېری طبي ګټې لري ،دا د وینې شکر (شوګر) او د وینې فشار(بلډ پریشر) هم کموي، دا نبات د چای او مشروباتو د خوږولو او د بورې(چیني) غوښتنې کمولو لپاره کارول کیدی شي. سټیویا د بورې غوره بدیل دی، د سټیویا د یو کیلو ګرام پاڼو د پوډر څخه ترلاسه شوي خوږوالی د 300 کیلو ګرامو بورې سره برابر دی. که چیرې د سټیویا بوټي پاڼې د چای له پاڼو سره یو ځای پخې شي، نو خوږلت به یې د بورې په څیر احساس شي، سټیویا د غاښونو په پیسټ کې کارول کیږي ځکه چې دا جراثیم وژونکې (انټي سیپټیک) هم ده. دا د غاښونو د ناروغیو څخه د ساتنې سربیره، د غاښونو اوورۍ(Gums) هم پیاوړې کوي. د پوستکي په ناروغیو سربیره، دانو ځیخیو په ناروغي کې هم ډیره ګټور ده، په دې کې ډیر کیلشم شتون لري چې د ښځو او ماشومانو د هډوکو د ودې لپاره خورا ګټور دی، دا د هاضمي د نظام لپاره ګټور دی پداسې حال کې چې د معدې تیزابیت قابو کوي. د معدې زخم کموي. د وینې رګونه پیاوړي کوي. دا د وزن کمولو لپاره هم کارول کیږي، دا خپګان(Deprssion) هم کموي، دا د وزن کمولو لپاره هم اغیزناکه د. ذهني قوت هم زیاتوي.

د سټیویا کمیایي جوړښت

دا یو جنګلي بوټی دی چې ډیرې څانګې لري. لوړوالی یې شاوخوا ۷۰ سانتي متره دی، ګلونه یې واړه او سپین دي. په دې دا د خوږ خوند سره سره ډیری مادې هم لري: سټایلو، ګلایکوسایډ ډولکوسایډ، روبوزایډ، ریبیوډیسایډ. د شاتو تازه پاڼې ویټامین A، B، C او R لري.

د سټیویا بوټو کرنه

د بوټو، تخمونه ،قلم او ټشو کلچر سره لګول کیږي د تخم بوټي د 2 میاشتو وروسته د کښت کولو توان لري پداسې حال کې چې د قلم او ټشو کلچر سره کرل شوي تخمونه د یوې میاشتې وروسته د کښت کولو توان لري ځکه چې د سټیویا تخم د ټوکیدنې کچه خورا ټیټه ده ، د دې لپاره اوبه ورکول کیږي. معمولا د نبات پورتنۍ 4 انچه برخه پرې کولو او په پلاستیکي پیاله کې په خاوره کې اچولو سره اوبه پر پاشل(سپرې) کیږي.

سرچینې

http://urdugardening.blogspot.com/2014/03/blog-post_28.html?m=1

https://m.facebook.com/1184037894988369/photos/a.1332859126772911/2029281190464031/?type=3