مۍ

Vigna radiata
مۍ
مملکهبوټي
څانگهTracheobionta
طایفهFabales
کورنۍFabaceae
جېنسVigna

مۍ (علمي نوم: Vigna radiata) د غلو دانو له کورنۍ څخه ده چې د نړۍ په گوټ گوټ کې کرل کېږي او د کارونې ډېر موارد لري. دا غله له غټو وریجو او ځینې خلک یې یواځې هم پخلي لپاره کاروي.د افغانستان په ننگرهار، لغمان، بغلان، کندوز، بدخشان او هلمند ولایتونو کې کرل کېږي.

توصيف

مۍ یو کلن بوټي دي چې د لوبيا په کورنۍ او د Vigna په جنس پورې اړه لري. اوږدوالي یې ۱ متر او د دانې قطر یې ۵ میلیمتره دي او په گرمو سیمو کې شنه او کرل کېږي. دانه یې ژيړ، سور يا زرغون رنگ درلودلای سي. د دي بوټي مېوه پټوكى ورته وایی هره دانه یو شمېر توکې لکه پروتئينونه (۲۵٪)،فلافونويدونه، ويټامینونه (B)، اوسپنه، مس، سوډيم، مگنيزيم لري.

تاریخ

نوموړي بوټي ۳۲۰۰ کاله مخکې په چین کې د دردونو د علاج لپاره کار شوي وو. د مۍ دانې آنتی‌اکسیدانونه Isovitexin او Vitexin (تصوير) لري چې د وینې فشار کم کوي او د سرطان او شكرى ناروغى پر ضد آغېزه هم لري.