ښي اړخه آزادي پالنه

ښي اړخه آزادي پالنه چې د آزادي پاله سرمایه دارۍ یا ښي وزرې آزادي پالنې په نوم هم یادېږي، یوه سیاسي فلسفه ده او د آزادي پالنې یوه بڼه ده چې د سرمایه دارۍ د مالکیت حقونو څخه ملاتړ کوي او په مارکېټ کې د طبیعي سرچینو له خپرېدو او خصوصي مالکیت څخه ملاتړ کوي. د ښي اړخې آزادي پالنې اصطلاح، له کین اړخه آزادي پالنې څخه د ملکیت او شتمنۍ په هکله د شته لیدلورو د تفکیک لپاره کارول کېږي، د آزادي پالنې هغه بڼه ده چې د ځان مالکیت او د طبیعي سرچینو په اړه د مساوات غوښتنې لیدلوري سره یوځای کوي. د سوسیالیسټي آزادي پالنې برعکس، ښي اړخه آزادي پالنه د آزاد بازار له سرمایه دارۍ یا کاپیټالیزم څخه ملاتړ کوي. د آزادي پالنې د ډېرو بڼو په څېر، د مدني آزادیو، په ځانګړې توګه طبیعي قانون، منفي حقونو او د هوسا دولت له لوی بدلون څخه ملاتړ کوي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ښي اړخه آزادي پاله سیاسي فکر ځانګړنه، آزادۍ ته قاطع لومړیتوب دی، چې په کې د فردي ازادۍ ساحه اعظمي حد او د عمومي اقتدار ساحه ټیټ حد ته رسوي. ښي اړخه آزادي پالان معمولاً دولت د آزادۍ اصلي ګواښ ګڼي. دا د دولت ضد نظریه د آنارشیسټي عقیدې سره توپیر لري، ځکه چې د انعطاف نا‌پذیره فردپلوي پر بنسټ ولاړه ده چې د انسانانو ټولنیز توب او همکارۍ باندې لږ یا هیڅ ټینګار نه کوي. د ښي اړخه آزادي پالنې فلسفه هم د فردي حقونو او لسېز فایر یا آزاد بازار اقتصاد کې رېښې لري. د ښي اړخه آزادي پالنې د فردي حقونو نظریه عموماً د کورنیز اصل او د سرمایه دارۍ د کار نظریه څاري، په شخصي مالکیت او په دې چې، خلک د هغو تولیدي وسایلو په تړاو بشپړ حق لري چې د دوی کار هغه تولیدوي، ټینګار کوي. له اقتصادي پلوه، ښي اړخه آزادي پالان د سرمایه دارۍ او آزادو بازارونو ترمنځ هیڅ کوم توپیر نه ویني او د بازار د لړۍ دیکتې کولو لپاره د هرډول هڅې مخالف دي او د بازار پر میکانیزمونو او ځان تنظیمولو پر طبیعت ټینګار کوي او په همدې حال کې د دولت لاسوهنه او د شتمنۍ د بیا وېشلو هڅې تل غیر ضروري او د تولید ضد ګڼي. که څه هم ټول ښي اړخه آزادي پالان د دولت د مداخلې مخالف دي، د آنارکو – کاپیټالیسټانو یوه ډله، چې دولت یو غیرضروري شیطان ګڼي او غواړي چې د مالکیت حقوق له حقوقي قانون، په بازار کې رامنځته شوې شکنجې، قرارداد او مالکیت قانون څخه پرته وساتل شي، او مینارشیسټان، یو کوچني دولت ته د اړتیا د شتون له نظریې څخه ملاتړ کوي، چې اکثره د شپې د ساتونکي دولت په توګه یادېږي، ترڅو خپلو وګړو ته محکمې، اردو او پولیس برابر کړي.[۱۳][۱۴][۱۵]

په داسې حال کې چې د کلاسیک لېبرال فکر تر اغېزې لاندې دي، ځینې بیا ښي اړخه آزادي پالنې ته د دې فکر د پایلې یا یوې بڼې په توګه ګوري، د پام وړ توپیرونه شتون لري. اډوین وان دې هار استدلال کوي چې :«په مغشوش ډول، په متحده ایالتونو کې د آزادي پالنې اصطلاح، کله د کلاسیکو لېبرالانو لپاره یا د هغوی له لوري هم کارول کېږي، خو دا په غلطه توګه د هغوی ترمنځ شته توپیرونه پټوي». کلاسیک لېبرالیزم، آزادي ته پر نظم باندې د لومړیتوب ورکولو څخه انکار کوي، نو ځکه له دولت سره دښمني، چې د آزادي پالنې تعیینونکې ځانګړنه ده، نه په ډاګه کوي. په دې توګه، ښي اړخه آزادي پالان باور لري چې کلاسیک لېبرالان د دولت د ډېرې زیاتې لاسوهنې ‌پلویان دي او استدلال کوي چې، هغوی د فردي مالکیت حقونو ته کافي درناوی نه لري او د آزاد بازاز پر کړنو او د هغه په ناڅاپي نظم، چې د یو لا لوی دولت د ملاتړ لامل کېږي، باندې کافي باور نه لري. ښي اړخه آزادي پالان هم له کلاسیکو لېبرالانو سره د مرکزي بانکونو او پولي سیاستونو څخه د ډېر زیات ملاتړ پر سر مخالفت لري.[۱۶][۱۷][۱۸]

د آزادي پالانو د هر ډول په شان، ښي اړخه آزادي پالان هم ځان ته یوازې د آزادي پالانو نوم ورکوي. په متحده ایالتونو کې د آزادي پالنې ترټولو عامې بڼې په توګه، ښي اړخه آزادي پالنه په هغه ځای کې د شلمې پېړۍ له وروستیو راهیسې د آزادي پالنې ترټولو عامې مرجع په توګه بدله شوې، په داسې حال کې چې له تاریخي اړخه او نورو ځایونو کې اوس هم په دوامداره توګه د دولت ضد سوسیالیزم بڼو، لکه: آنارشیزم او په ټولیز ډول آزادي پاله کمونیزم/آزادي پاله مارکسیزم او آزادي پاله سوسیالیزم ته اشاره کوي. د موري روتبارډ په وخت کې، چا چې په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د آزادي پالنې اصطلاح په متحده ایالتونو کې رواج کړه، د آنارکو-کاپیټالیزم خوځښتونو هم ځان ته د آزادي پالانو په ویلو پیل وکړ چې د ښي اړخه آزادي پالنې اصطلاح د رامنځته کېدو لامل شول، ترڅو د هغوی ترمنځ توپیر وشي. په خپله روتبارډ د دې اصطلاح په ګډ انتخاب اعتراف کړی او په «له دښمن څخه [...] نیول» باندې یې ویاړ کاوه. له ښي اړخه آزادي پالنې څخه انتقاد د اخلاقي، اقتصادي، چاپیریال، عملي او فلسفي اندېښنو څخه جوړ دی، له دې جملې څخه هغه لیدلوری چې د آزادۍ په اړه هیڅ ښکاره نظریه نه لري. دا استدلال شوی چې د لیسز فایره یا آزاد بازار سرمایه داري اړینه، ترټولو ښه او ترټولو اغېزمنه پایله نه رامنځته کوي. همدارنګه د فردپلوي فلسفه او د بې نظمي پالیسي ګانې هم له طبیعي سرچینو څخه د ناوړې ګټې اخیستنې مخه نه شي نیولی.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

پېژند

هغه کسان چې د کین اړخه آزادي پاله یا ښي اړخه آزادي پاله په توګه یادېږي، عموماً تمایل لري چې خپلو ځانو ته یوازې آزادي پالان ووایي او خپله فلسفه د آزادۍ پالنې په نوم یاده کړي. دې موضوع ته په کتو سره، ځینې لیکوالان او د سیاسي علومو پوهان، د آزادي پالنې بڼې په دوو ډلو، یعنې کین اړخه آزادي پالنه او ښي اړخه آزادي پالنه، طبقه بندي کوي، ترڅو د مالکیت او شتمنۍ طبیعت په هکله د آزادي پالنې د نظریو ترمنځ بېلتون وشي.[۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

د آزادي پالنې اصطلاح، د لومړي ځل لپاره د روښانتیا وروستیو فکرکوونکو له خوا وکارول شوه او هغو کسانو ته یې اشاره کوله چې په آزاد واک یې باور درلود، د ضرورت پر خلاف، هغه فلسفه چې اوس نه کارول کېږي او د جبري فلسفې د یوې بڼې ښکارندویي یې کوله. د آزادي پالنې کلیمه د لومړي ځل لپاره په ۱۷۸۹ز کال  کې د برېټانیوي تاریخ لیکونکي ویلیام بېلشام له خوا د آزاد واک په ضد بحث کې د لیکونکي د جبري فلسفې نظر له اړخه وکارول شوه. دا بحث د فلسفي – میتافزیکې معنا له اړخه د آزادي پالنې او جبري فلسفې ترمنځ د نولسمې پېړۍ تر لومړیو، په ځانګړې توګه د پروتستانت الهیاتو برخه کې دوام وموند. د مریام – وبسټر (Merriam-Webster) قاموس په انګلیسي ژبه کې، د آزادي پالنې کلیمې څخه دا لرغونې استفاده داسې معنا کوي چې«د آزادې ارادې د باور پلوی»، او یو پراخ تعریف هم ورکوي، همدارنګه وایي چې: هغه «یو داسې کس دی چې د فردي آزادي په اصولو باندې په عمل او فکر کې بشپړ باور لري».[۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

څو لسیزې وروسته، آزادي پالنه هغه اصطلاح وه چې د فرانسوي آزادي پاله کمونیسټ ژوزف دژاک له لوري د کین اړخه سیاست د یوې بڼې په معنا، چې د نولسمې پېړۍ له منځه تر پایه پورې په مکرر ډول آنارشیزم او آزادي پاله سوسیالیزم ته د اشارې لپاره کارول کېده. د ښي اړخه آزادي پالنې نظریو له عصري پراختیا سره، لکه د آنارکو-کاپیټالیزم او مینارشیزم چې د آزادي پالنې اصطلاح یې د شلمې پېړۍ په منځ کې غوره کړه، ترڅو د آزادې سرمایه دارۍ او د خصوصي مالکیت حقونو، لکه: د ځمکې، زیربناوو او طبیعي سرچینو څخه د ملاتړ پرځای ترې ملاتړ وکړي. د کین اړخه آزادي پالنې او ښي اړخه آزادي پالنې اصطلاح ګانې ډېری وخت د دې دوه وو ترمنځ د تفکیک لپاره کارول کېږي. سوسیالیسټي آزادي پالنه په کین اړخه پراخه آزادي پالنه کې ځای پرځای شوې ده، په داسې حال کې چې ښي اړخه آزادي پالنه په عمده توګه آزاده سرمایه دارۍ ته، لکه د موری روتبارډ آنارشیکې سرمایه دارۍ او د رابرټ نوزیک مینارشیزم ته اشاره لري.[۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳][۶۴][۶۵][۶۶][۶۷]

ښي اړخه آزادي پالن،ه د فردي آزادۍ او دولت سره د مخالفت، آزادو بازارونو او خصوصي مالکیت څخه د قوي ملاتړ د ترکیب په توګه بیان شوې ده. د مالکیت حقونه هغه موضوع ده چې آزادي پاله فلسفې یې سره جلا کړې دي. د جنیفر کارلسون په وینا: ښي اړخه آزادي پالنه په متحده ایالتونو کې د آزادي پالنې غالبه بڼه ده. ښي اړخه آزادي پالان «د خصوصي مالکیت پیاوړي حقوق د آزادۍ بنسټ بولي او له همدې کبله یې – په آمریکا کې د آزادي پالنې په هکله د برایان ډوهرټي د لیکنې څخه دا سرلیک نقل کړی (رادیکالان د سرمایه دارۍ لپاره)».

سرچينې