جان کبېل برېکنرېج

جان کبېل برېکنرېج (د ۱۸۲۱ ز کال، د جنوري له ۱۶مې -  د ۱۸۷۵ ز کال د مې تر ۱۷مې) یو امریکایی حقوق پوه، سیاستوال او سرتیری و. هغه د کانګرس په دواړو مجلسونو کې د کېنتکي په استازیتوب خدمت وکړ او د متحده ایالاتو څوارلسم او ترټولو ځوان مرستیال ولسمشر دی، چې له ۱۸۵۷نه تر ۱۸۶۱ز پورې یې خدمت و کړ او په ۳۶ کلنۍ کې یې دا چوکۍ ترلاسه کړه. نوموړی د دیموکراتیک ګوند غړی و او د امریکا د کورنۍ جګړې د پیل په ترڅ کې یې د متحده ایالاتو په سنا کې دنده پر مخ وړله. نوموړی د همتړونه پوځ سره د یوځای کېدو وروسته له سنا وشړل شو او په ۱۸۶۵ ز کال کې د همټړونه ډلې د جګړې وزیر وټاکل شو.

جان کبېل برېکنرېج
(انګلیسي: John C. Breckinridge د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان کبېل برېکنرېج
جان کبېل برېکنرېج

د شخص معلومات
پيدايښت۱۶ جنوري ۱۸۲۱[۱][۲][۳][۴]
مړینه17 مې 1875 (54 کاله)[۵][۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتد امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوندديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکسياستوال
پوځي ځواک   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبهانگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقامجنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړېد امریکا کورنۍ جګړه
د مکسیکو او امریکا جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جان کبېل برېکنرېج
جان کبېل برېکنرېج

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

برېکنرېج د کېنتکي لیکسینګټن سیمې ته نږدې په یوه نامتو کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. نوموړي د مکسیکو – امریکا په جګړه کې له ملکي خدمت وروسته، د کېنتکي د استازو مجلس ته د ډیموکرات ګوند په استازیتوب په ۱۸۴۹ ز کال کې وټاکل شو، چې هغه په دې ځای کې نوموړي د غلامۍ په برخه کې د لاسوهنې پروړاندې د ایالتي حقوقو د ملاتړي دریځ غوره کړ. هغه چې په ۱۸۵۱ ز کال کې د متحده ایالاتو د استازو مجلس ته لاره وموندله او د کانزاس – نبراسکا د قانون په ملاتړ کې د سټیفن  ډاګلاس سره یوځای شو.  کله چې په ۱۸۵۴ ز کال کې د واک له وېش نه وروسته د هغه بیا ټاکل ناشونی شو، نوموړی بلې دورې ته له سیالۍ شا ته شو. هغه د ۱۸۵۶ ز کال دیموکرات په ملي کنوانسیون کې د مرستیال ولسمشر چوکۍ ته نوماند شو، چې د جېمز بوکانان په مشرۍ ټیکټ کې توازن را منځ ته کړي. دیموکراتانو ټاکنې وګټې، خو برېکنرېج له بوکانان سره لږ اغېز درلود او د سنا د ریاست په چوکۍ کې یې نه شو کولای ،خپل نظریات په بحثونو کې څرګند کړي. هغه د کنزاس لپاره د لیکومپتان د اساسي قانون په ملاتړ کې، چې په ډیموکراتیک ګوند کې د وېش لامل شو، د بوکانان سره یوځای شو. نوموړي په ۱۸۵۹ز کال کې د سناتور جان جې کریټینډن ځای ناستی وټاکل شو، چې  په ۱۸۶۱ ز کال کې د هغه چوکۍ ډکه کړي.  

وروسته له هغه چې د ۱۸۶۰ ز کال له  دیموکرات ملي کنوانسیون نه سویلي دیموکراتان ووتل، په بالتیمور کې د ګوند شمالي او سویلي ډلو سیال کنوانسیونونه په لاره واچول چې په ترتیب سره یې ډاګلاس او برېکنرېج ولسمشرۍ ته نوماند کړل. د اساسي قانون ملاتړي اتحادیې ګوند چې درېیم ګوند و، جان بیل نوماند کړ. نوموړو درېیو کسانو د سویل رایې په داسې حال کې ووېشلې، چې د غلامۍ ضد جمهوري غوښتونکي نوماند ابراهام لینکن په شمال کې د درېیو ټاکنیزو رایو پرته ټولې رایې وګټلې، چې پر مټ یې هغه ټاکنې خپلې کړې. برېکنرېج سویلي ایالتونه ډېری وګټل او په سنا کې د خپلې چوکۍ په لاسته راوړو سره هغه د اتحادیې د ساتلو لپاره د جوړجاړي غوښتنه وکړه. اتحادیې د مقننه قوې کنټرول په لاس کې درلود او هغه وخت یې ډېر ملاتړ ترلاسه کړ، چې همتړونه ځواکونه کېنتکي ته ننوتل.

د برېکنرېج د همتړونه ځواکونو د لیکو شاته وتښتید او برید جنرال وټاکل شو. ورپسې د سنا له مجلس نه وشړل شو. نوموړي د ۱۸۶۲ ز کال د شیلو له جګړې وروسته د تورن جنرال رتبې ته ترفیع وکړه. د همدې کال د اکتوبر په میاشت کې، هغه د بریکسټن برېګ تر مشرۍ لاندې د مسیسیپي په پوځ کې په دنده وګومارل شو. کله چې برګ تور ولګاوه چې په سټونز سیند او مشنري ریج کې ماتې د برېکنرېج د نشې له امله وه او کله چې برېکنرېج د برګ پر وړاندې نیوکو کې د نورو لوړ پوړو افسرانو سره یوځای شو، هغه د الګیني سیند د غاړو ډیپارټمنت ته تبدیل شو چې په هغه ځای کې نوموړي د نیو مارکېټ په جګړه کې خپل ترټولو ارزښتناکه بریالیتوب ترلاسه کړ. کله چې برېکنرېج د شینادوا درې په خوځښتونو کې د جوبل اېرلې سره یوځای شو، هغه په ټینیسي او ویرجینیا کې د اکمالاتو په ساتنه وګومارل شوی.  د همتړونه ډلې ولسمشرجیفرسن ډاوېس په د ۱۸۶۵ ز کال په فبروري کې ،هغه د جګړې وزیر وټاکه. کله چې نوموړي د جګړې پایله نا هیلې کوونکې وښوده، له ډاوېس نه یې وغوښتل چې د ملي تسلیمۍ پرېکړه وکړي. برېکنرېج د ریچمنډ له سقوط وروسته، د همتړونو د اسنادو له ساتنې ډاډ ورکړ. له هغه وروسته له هېواده وتښتېد او تر دری کلونو ډېر په بهر کې پاتې شو. کله چې په ۱۸۶۸ ز کال کې ولسمشر انډریو جانسن ټولو پخوانیو همتړونو ته عمومي بښنه پراخه کړه، برېکنرېج بېرته کېنتکي ته راستون شو او د خپل سیاسي ژوند د بیا پیل پر وړاندې يې له ټولو هڅو سره مقاومت وکړ. د جګړې ټپونو، د هغه روغتیايې حالت اغېزمن کړی و او په ۱۸۷۵ ز کال کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې. که څه هم په کېنتکي کې یې پلویان ډېر وو، خو  په ​​​​شمال کې د ډېری وګړو له خوا د خاین په توګه غندل شوی دی.

د ژوند لومړي کلونه

جان کبېل برېکنرېج د ۱۸۲۱ ز کال د جنورۍ په ۱۶ مه نېټه د کېنتکي ایالت لیکسینګټن ته نژدې د خپلې کورنۍ په جایداد، تورن هیل کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. نوموړی د جوزف "کبېل" برېکنرېج او ماري کلی (سمېت) برېکنرېج د شپږو ماشومانو له ډلې نه څلورم او یوازینی زوی و. مور یې د سمویل سټین هوپ سمېت، چې په ۱۷۷۵ ز کال کې یې د هامپډن – سیدني کالج بنسټ کېښود، لور وه او د جان ویدرسپون، چې د خپلواکۍ د اعلامیې لاسلیک کونکی و، لمسۍ وه. د برېکنرېج پلار چې مخکې یې د کېنتکي د استازو د مجلس د رئیس په توګه دنده ترسره کوله، د خپل زوی له زیږون نه لږ وړاندې د کېنتکي ایالیت د بهرنیو اړیکو د منشي په توګه  وټاکل شو. د برېکنرېج له زیږون نه یوه میاشت وروسته، د فبروري په میاشت کې د هغه کورنۍ یې د والي جان اډېر سره فرانکفورت ته د والي دفتر ته لاړه، تر څو یې پلار وکړای شي، د بهرنیو چارو د منشي په توګه خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.[۶][۷][۸][۹]

د ۱۸۲۳ ز کال په اګست کې، د "پراخېدونکې تبې" تر نامه لاندې یوه ناروغي، چې فرانکفورت تر برېد لاندې راوست، کبېل برېکنرېج خپل ماشومان په لیکسینګټن کې خپلې مور ته یووړل. د بېرته راستنیدو سره سم هغه ښځه او هم یې  دواړه ناروغ شول. کبېل برېکنرېج مړ شو، خو ښځه یې ژوندۍ پاتې شوه. د کبېل شتمني د هغه د پورونو د ورکړې لپاره بس نه وه او کونډه یې لیکسینګټن ته خپلو ماشومانو ته راستنه شوه چې د هغې د خواښې له خوا یې سرپرستې کېده. کله چې برېکنرېج په لیکسینګټن کې و، د ووډفورډ ناحیې د پیسګاه اکاډمۍ ته لاړ. نوموړي ته خپلې انا د خپل مېړه جان برېکنرېج سیاسي فلسفې ښوولې، چې د متحده ایالاتو په سنا او د ولسمشر توماس جیفرسن تر مشرۍ لاندې یې د لوی څارنوال په توګه دنده ترسره کړې وه. برېکنرېج د یوه ایالتي قانون جوړونکي په توګه په ۱۸۹۸ ز کال کې د کېنتکي پریکړه لیکونه وړاندې کړل، چې د د بهرنیانو او بلواګرو د تابعیت د قوانینو پر وړاندې یې په ایالتي حقوقو ټینګار وکړ او د ایالت له خوا یې د قوانینو د لغوې نظریه تايید کړه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د برېکنرېج د مور او انا تر منځ په ۱۸۳۲ ز کال کې له شخړې وروسته، نوموړي د خپلې مور، خور لایتتیا سره کېنتکي ته لاړ، ترڅو د خپلې خور فرانسیس او د هغې له میړه سره، چې د سنټر کالج رئیس و، ژوند وکړي. د برېکنرېج تره ویلیم برېکنرېج هم په دې ځای کې د پوهنځي غړی و، چې هغه یې د ۱۸۳۴ ز کال په نومبر کې نوم لیکنې ته وهڅاوه. بیریا میګوفین، ویلیم برني، تیودور اوهارا، توماس ایل کریټینډین او جیرمیا بویل د نوموړي له ټولګيوالو نه وو. کله چې هغه د ۱۸۳۸ ز کال په سپتمبر کې د ټولنیزو علومو لېسانس ترلاسه کړ، راتلونکی ژمی یې د نیو جرسي په کالج کې (چې اوس د پرنسټن پوهنتون دی) د "مېشت فارغ" په توګه تېر کړ. د ۱۸۳۹ ز کال په نیمایي کې کېنتکي ته راستون شو او د قاضي ویلیم اوسلي سره یې قانون ولوست. نوموړي د ۱۸۴۰ ز کال په نومبر کې د لیکسینګټن په ټرانسلوانیا پوهنتون کې د حقوقي د زدکړو په دویم کال کې شامل شو، چې په دې ځای کې د هغه د ښوونکو تر منځ د کېنتکي د استیناف محکمې دوه غړي - جورج رابرټسن او توماس مارشال هم وو.  نوموړي په ۱۸۴۱ ز کال د فبرورۍ په ۲۵ مه نېټه یې د حقوقو په برخه کې د لېسانس سند ترلاسه کړ او په راتلونکي کې یې، په دې برخه کې د کار جواز ترلاسه کړ.  [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچینې