ابتدايي نننی (معاصر) انسان

ابتدايي نننی انسان (EMH) يا د اناتومي له اړخه نننی انسان (AMH)هغه اصطلاحات دي چې د هومو سيپينز (يوازیني پاتې هومينينا انواع) تر منځ د توپير کولو لپاره کارېږي، کوم چې له منځه تللي لرغوني (پخواني/قدي) انساني انواعو څخه نيولې تر نننيو انسانانو پورې څرګندېدونکو فينوټايپس (ظاهري بڼه او نښې) تر حد پورې د اناتومۍ له اړخه سره ورته والی لري. دا توپير په ځانګړي ډول د هغو وختونو او سيمو لپاره ګټور دی، چېرته چې له اناتومي اړخه ننني او لرغوني انسانان يو ځای موجود وو، د بېلګې په ډول، په «پيليوليتيکي» (لرغونی ډبرين عصر) اروپا کې. د هومو سيپينز تر ټولو لرغونو پاتې شونو کې، هغه هم موجود دي، چې د سويل لوېديځې ايتوپيا د « Omo-Kibish I» د لرغونپېژندنې اړونده سيمه کې موندل شوي دي، او تاريخ يې شا اوخوا 233000 څخه تر 196000 کلونه پخوا پورې رسېږي، د سويلي افريقا په «Florisbad» سيمه کې موندل شوي، او تاريخ يې شا او خوا 259000 کاله پخوا ته رسېږي، او په مراکش کې د جبل ايغود سيمه کې موندل شوي، او تاريخ يې شا اوخوا 315000 کاله پخوا ته رسېږي.[۱][۲][۳]

د هومو جينس په له منځه تلليو انواعو (نسلونو) کې هومو ايريکټس ( شا اوخوا له دوه څخه تر 0.1 ميلیونه کاله پخوا پورې) او يو شمېر نور انواع شامل دي (ځينو لیکوالانو دا دH. sapiens  يا  H. erectusفرعي انواع بللي دي). د نسب (ټبر) بدلېدل (انحراف/انشعاب) چې له نېکه (ابايي/اجدادي) H. erectus  څخه د H. sapiens لور ته ځي (يا يو منځنی نسل لکه Homo antecessor) شا اوخوا 500000 کاله پخوا په افريقا کې منځ ته راغلی و. د ابتدايي نننيو انسانانو تر ټولو لرغونو پاتې شونو شواهد شا او خوا 300000 کاله پخوا په افريقا کې څرګند شوي دي، چې د يو شمېر شواهدو تر مخې د نننیو خلکو په منځ کې ابتدايي جنيټيکي جلا والی شا اوخوا په يو وخت کې منځ ته راغلی دی. له نننيو (مودرنو) انسانانو سره د دايمي لرغونو انسانانو ګډوالی شا اوخوا 100000 او 30000 کلونو تر منځ پخوا موده کې په افريقا (له افريقا دباندې د اوسنۍ پراختېا څخه وروسته) او اروسيا کې منځ ته راغلی دی.[۴][۵][۶][۷]

نوم او ډلبندي

دوه جمله يي (مرکب) نوم هومو سيپينز د «لينيس» له خوا په 1758ز کال کې وضع شوی و. لاتيني «homō» (اضافتي نوم هومينين) د "انسان" معنا لري، په داسې حال کې چې فاعلي نوم sapiens د «ځيرک، عقلمند، پوه» معنا لري.[۸]

په ابتدايي ډول باور دا و چې دا انواع له 300000 څخه تر 200000 کاله مخکې د هومو جينس له داخل څخه د يوې پخوانۍ نوعې څخه منځ ته راغلي دي. له اناتوميکي اړخه له ننني سره د مورفولوجيکي (د بڼې او جوړښت له اړخه) ډلبندۍ يوه ستونزه دا وه چې په هغوی کې یو شمېر موجود نفوس نه شي شاملېدای. له همدې امله، د H. sapiens د يو نسب پر بنسټ (cladistic) تعريف وړانديز شو، په کوم کې چې H. sapiens د تعريف له اړخه د ننني انسان د نسب لور ته اشاره کوي، کوم چې د نيندرتال د نسب څخه له جلا کېدو وروسته منځ ته راغلی دی. دا ډول cladistics (cladistics د ژونديو موجوداتو تر منځ د اړيکو اټکلي طريقه) تعريف د H. sapiens عمر تر 500000 کاله پورې زیاتوي.

د هومو ساپينز لیکې او شريکې نيندرتال/ډايناسوان د ليکې تر منځ د وېش اټکل د 503000 او 565000 کاله پخوا تر منځ، د 550000 او 765000 کاله پخوا تر منځ، او (د غاښونو د اندازې ارزونې پر بنسټ)، او شونې ده چې د 800000 کاله پخوا منځ ته راغلی وي.[۹][۱۰][۱۱]

موجود انساني نفوس له تاریخي اړخه په فرعي انواعو ويشل شوی دی، خو د شا اوخوا 1980ز لسيزې راهيسې ټولې شته ډلې به يوه نوعه یعنې H. sapiens کې شاملېدو ميلان موجود دی، او په دې ډول په فرعي انواعو کې د وېش څخه په بشپړ ډول ډډه کوي.

يو شمېر سرچينو نيندرتال (H. neanderthalensis) د فرعي نسل (H. sapiens neanderthalensis) په توګه ښودلی دی. په ورته توګه د H. rhodesiensis انواعو يو شمېر موندل شويو نمونو ځینې فرعي نسل د (H. sapiens rhodesiensis) په توګه ډلبندي کړی دی، خو دا وروستي دوه يې په H. sapiens کې د فرعي نسلونو پر ځای، د هومو جينس په داخل کې د جلا انواعو په توګه پېژندل ډېر عام دي.[۱۲][۱۳][۱۴]

ټول انساني فرعي انواع د H. sapiens sapiens يوه برخه بلل کېږي، يوه نوم ورکونه، کومه چې د بحث موضوع ده، ځکه چې يوې نوعې ته عموماً د فرعي نوعې کټګوري نه ورکول کېږي، تر هغه وخته چې د ګڼو جلا جلا فرعي نسلونو ثبوت نه وي موجود.[۱۵]

د عمر او انواع منځ ته راتګ بهير

له H. erectus څخه منځ ته راتګ

له H. erectus څخه بدل شويو لرغونو انساني اقسامو کې د H. sapiens لور ته تلونکې نسب لړۍ د اوښتلو اندازه 500000 کاله مخکې منځ ته راغلې وه (د نورو پېژندل شويو لرغونو هومينز سره له شریکو نيکونو څخه H. sapiens نسب وېش په نښه کوي). خو د ننني انساني نفوسو تر منځ تر ټولو د لرغوني وېش (لکه چې خويسان له نورو ډلو څخه وېشل شوي) تاريخ په وروستيو کې د 350000 او 260000 کلونه پخوانی تاريخ ښودل شوی دی، او د H. sapiens د فوسيلونو ابتدايي معلومې بېلګې هم د همدې پړاو څخه دي، په مراکش کې د جبل ايغود د پاتې شونو (شا او خوا 300000 يا 350-280000 کاله مخکې)، د سويلي افريقا څخه د «فلورسباد» د سر کاسه (جمجمه) (شا اوخوا 259000 کاله مخکې)، او د ايتوپيا څخه د «اومو» پاتې شوني (شا او خوا 195000، يا  لکه چې په وروستيو کې تاريخ ورکړل شوی شا او خوا 233000 کاله مخکې) په ګډون.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په 2019ز کال کې، د يو mtDNA مطالعې په «بوټسوانا» کې د نننيو انسانانو اصل (او يو کويسان وېش) شا اوخوا 200000 کاله په شا اوخوا کې وړانديز کړ. خو په دې وړانديز د پوهانو له خوا تر ډېره بريده نيوکې وشوې، چې د دې مطالعې په پرتله، د وروستيو شواهدو سره په ټوليز ډول (جينياتي، فوسيل، او لرغوني اثار)، شا اوخوا 100000 کاله مخکې او د افريقا په يوه پراخه سيمه کې د H. sapiens د اصل ملاتړ کوي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د 2019ز کال د سپتمبر په مياشت کې، ساينس پوهانو وړانديز وکړ چې تر ټولو لرغونی H. sapiens (او د نننيو انسانانو لپاره وروستي شريک انساني نيکونه "اباو او اجداد") 350000 او 260000 کاله پخوا په ختيځه او سويلي افريقا کې د نفوسو د ادغام په مټ منځ ته راغلی دی.[۲۷][۲۸]

يو بديل وړانديز د H. sapiens کليډسټک په توګه تعريف کوي، په کوم کې چې شا او خوا 500000 څخه تر 800000 کاله پخوا، د نيندرتال له نسب څخه تر جلا کېدو وروسته د نننيو انسانانو سلسله هم شامله ده.

د لرغونو H. sapiens او د نيندرتال او ډايناسوان د نيکونو تر منځ د بدلون وخت، د د نيندرتال او ډايناسوان د جينيټيکي سستوالي له امله 744000 کاله پخوا پېښ شوی دی، او د دې تر څنګ د تکراري ابتدايي اختلاط د پېښو او له H. sapiens څخه د دوی له جلا کېدو وروسته له نيندرتال څخه درې سوه نسلونه وروسته د ډايناسوان جلا کېدل، څه ډول چې «راجرز ايټ ال» (2017) محاسبه کړي دي. [۲۹]

د لرغونو انسانانو ډېرو متنوعو قسمونو (د کومو ټول چې شا اوخوا 1.8 ميليونه کاله مخکې د H. erectus د ابتدايي خپرېدو څخه منځ ته راغلي دي) څخه په پرتليز ډول يوشان واحدو انواعو راوتل په 1980ز لسيزه کې د دوه سيالو نمونو په پام کې نيولو سره تر بحث لاندې ونيول شول: "وروستی افريقايي اصل" په افريقا کې د يوې سرچينې نفوس څخه د H. sapiens راڅرګندېدو وړانديز کړی دی، کوم چې پراخه شو او د نورو ټولو انساني اقسامو د معدوميت (ورکېدو) لامل وګرځېد، په داسې حال کې چې "ګڼ سيمه ييز تکامل" نمونې د لرغونو انسانانو د سيمه ييزو بڼو د پاتې کېدو اټکل کړی دی، چې د جينياتي ودې، د جين د جريان او په ټول پلايسټوسن (نږدې نوی عصر/وروستي کنګليز پړاونه) کې د غوراوي له لارې، د کلينل اوښتنې د ميکانيزم په واسطه په کرار کرار د نننيو انسانانو په اقسامو بدل شوي دي.[۳۰]

د 2000ز لسيزې راهيسې، د لرغونو اثارو او نفوسو د جنيټيک څخه د معلوماتو موجوديت د يو ډېر تفصيلي انځور د راڅرګندو لامل ګرځېدلي دي، کوم چې د پورته تشریح شويو دوه سيالو تصويرونو تر منځ منځګړی دی: د ننني انسان د نيکونو د مسلطې برخې لپاره، له افريقا څخه دباندې د وروستۍ پراختيا روايتونه، په داسې حال کې چې د سيمه ييزو لرغونو انسانانو سره د مهم اختلاط پېښې هم موجودې وې.[۳۱][۳۲]

سرچينې