سمندري انجینري

سمندري انجینري د بېړیو، اوبتلونو او بل هر ډول سمندري وسیلې انجینري ته ویل کېږي. په دغه انجینري کې هر ډول سمندري سیستمونه او جوړښتونه شاملېږي – چې په علمي غونډو کې د هغو ځانګړي مسلک ته «سمندري انجینري» ویل کېږي.

په سمندري انجینري کې د انجینري علومو له ګڼ شمېر څانګو څخه چې میخانیکي انجینري، برېښنايي انجینري، الکترونیک انجینری او کمپیوټر ساینس په کې شاملېږي؛ د بېړیو او نورو سمندریزو سیسسټمونو په پراختیا، طراحي او ګټه اخیستنه کې کار اخیستل کېږي. [۱]

اړوندې برخې

سمندري معماري

د سمندري وسایلو په انجینري کې سمندري معماري د بېړیو ټولیز ډیزاین او په اوبو کې د هغو د ګرځېدنې ډول ته اړوندېږي، ورته مهال سمندري انجینري دا تضمین کوي چې د بېړۍ سیسټمونه د طراحۍ مطابق عمل کوي. په داسې حال کې چې دا دواړې له یو بل جلا برخې دي خو تر ډېره پورې سمندري معماران او سمندري انجینران د یو بل په څنګ کې کار کوي. [۲]

سمندري انجینري

سمندري انجینري په سمندرونو کې هغو کاریدونکو جوړښتونو او سیسټمونو ته اړوندېږي چې د نفتو د استخراج جوړښتونه، سواحلي جوړښتونه لکه اسکله (هغه جوړښتونه چې سواحل د اوبو تر عمیقې ساحې پورې د تلو راتلو په موخه وصلوي) او بندرونه، نور سیسټمونه لکه د اوبو د موج د انرژۍ را کم کوونکي او همدارنګه په اوبو کې د ژوندانه ملاتړیز وسایل په کې شاملېږي. دغه موارد په واقعیت کې سمندري انجینري له سمندری معمارۍ څخه په جلا څانګه بدلوي چې په ځانګړې توګه د بېړیو د کارکولو د سیسټمونو له ډیزاین سره اړیکه لري. [۳][۴]

سمندر پېژندنه

سمندر پېژندنه هغه علمي څانګه ده چې د سمندرونو د توصیف په موخه د معلوماتو له راغونډونې او تحلیل سره سروکار لري. له دې سره د سمندري انجینرۍ او سمندر پېژندنې جلا څانګې په یو بل کې سره داخلې دي: سمندریز انجینران تر ډېره د سمندر پوهانو له راغونډو شوو معلوماتو څخه د خپلو طراحیو او څېړنو په موخه ګټنه کوي او همدارنګه سمندر پېژندونکي (په ځانګړې توګه د سمندرپوهنې انجینران) بیا د سمندر د انجینرانو له خوا د طراحي شوو وسایلو څخه د خپلو څېړنو او کشفیاتو په برخه کې کار اخلي. [۵]

میخانیکي انجینري

په سمندري انجینري کې د میخانیکي انجینرۍ ډېری اړخونه شاملېږي. یو له دغو اړیکو څخه هم د بېړۍ په محرکه سیسټم کې څرګندېږي. میخانیکي انجینران د بېړیو د محرکه قوې اصلي بنسټ ځای، قوه برابرول او نور میخانیکي اړخونه لکه شترینګ، لنګر اچول، د بار وړل، ګرمېدل، د هوا سیسټم، داخلي او خارجي ارتباطات او نورې اړتیاوې طراحي کوي. د برېښنا د تولید سیسټم او د برېښنا ویش تر ډېره پورې د هغو د تولید کوونکو له خوا طراحي کېږي؛ د طراحۍ په برخه کې د سمندري انجینرۍ مسئولیت یوازې نصب کول دي.

له دې سربېره د یو سمندري انجینر په وړتیاو کې د یو شمېر انجینري مواردو لکه د مایعاتو د ډینامیک، مایعاتو د میخانیک، د خطي موج تیوري، د توکو مقاومت، جوړښتي میخانیک او جوړښتي ډینامیک اړوند؛ پوهه اړینه ده. دغه موضوعات او د میخانیکي انجینرۍ نور موضوعات د سمندري انجینرۍ په نصاب کې د نه جلا کېدونې برخې په توګه خدمت کوي. [۶]

ساختماني انجینري

د ساختماني انجینري مفاهیم د سمندري انجینرۍ په ډېری پروژو لکه د سمندري جوړښتونو په ډیزاین او جوړولو، سمندري پلونو، تونلونو او همدارنګه د بنادرو په طراحي کې مهم رول لري.

برېښنایي او روباټیک

سمندري انجینري تر ډېره هم په ځانګړې توګه د سمندر لاندې کیبلونو او UUV په برخو کې له برېښنايي او روباټیک انجینرۍ سره سروکار لري.

د سمندر په لاندنۍ برخه کې کیبلونه

د سمندرونو په لاندنۍ برخه کې د نوري فایبر د کیبلونو ټولګه د اینټرنټ له لارې د نړیوالو ارتباطاتو مسئولیت پر غاړه لري چې د نړیوال انټرنټي او سیګنالي ترافیک ۹۹ سلنه برخه لېږدوي. دغه کیبلونه باید په داسې ډول طراحي شي چې د سمندر په تر ټولو لاندې برخو کې چې د لاسرسي وړ نه دي له فشار، تودوخې او همدارنګه د کب نیونې، جال اچونې او همدارنګه نور سمندریز ژوند سربېره مقاومت وکړي.

د نفتو انجینري

د سمندري انجینري پوهه د نفتي انجینري په برخه کې کارول کېدونې ده ځکه چې هایدروډینامیک او د سمندر په تل کې د مختلفو عناصرو شتون د سمندریزو نفت ویستونکو جوړښتونو په طراحي او خوندي پاتې کېدو کې د کلیدي عناصرو په توګه رول لوبوي.

کاري اډانه

صنعت

سمندري انجینران د متنوعې انجینري مخینې په لرلو د بېلابېلو صنعتي چارو په برخه کې چې ریاضي، ساینس، ټکنالوژي او انجینري په کې شاملېږي کار کوي. یو شمېر شرکتونه لکه Oceaneering International او Van Oord د سمندري انجینري په برخه کې تخصصي شرکتونه دي، په داسې حال کې چې ډېری نور شرکتونه د ځانګړو پروژو په برخه کې له سمندري انجینرانو سره مشوره کوي. دغه ډول مشورې تر ډېره پورې د نفتو په صنعت کې دي؛ یو شمېر شرکتونه لکه Exxon Mobil او برېتش پټرولیم سمندري انجینران د خپلو سمندري کنستو لپاره استخدام کوي.

پوځي

سمندري انجینران تر ډېره پورې په یو شمېر پوځي چارو – تر ډېره پورې په سمندریزو ځواکونو کې په کار بوخت دي. د متحده ایالاتو د سمندري ځواک ساختماني برخه، د ساختماني انجینرانو ډله او د انجینري وظایفو لرونکي افسران تر ډېره پورې د سمندري اینجینرۍ چارې ترسره کوي. پوځي قراردادیان (په ځانګړې توګه هغه چې د سمندریز ځواک د بېړیو جوړولو په کارخونو کې دي) او د پوځ د انجینرانو ډلګۍ تر ډېره پورې د انجینرۍ په ځانګړو سمندري پروژو کې ونډه لري.

تمه کېدونې وده

په ۲۰۱۲ زکال کې په متحده ایالاتو کې د سمندري انجینرانو د کلني عاید منځنۍ کچه ۹۶۱۴۰ ډالر وه چې په ساعتي ډول یې عاید ۴۶.۲۲ ډالر کېده. وړاندوینه شوې چې سمندري انجینري به له ۲۰۱۶ زکال څخه تر ۲۰۲۶ زکال پورې ۱۲ سلنه وده وکړي. اوس مهال نږدې ۸۲۰۰ سمندري انجینران په کار بوخت دي چې تمه کېږي دغه شمېر به تر ۲۰۲۶ زکال پورې ۹۲۰۰ تنو ته ورسېږي (BLS, 2017). دغه چاره هم تر یوه بریده د نړیوال بازار د اړتیاو پوره کولو په برخه کې د بېړۍ چلونې د صنعت د حیاتي رول له امله ده؛ د نړۍ ۸۰٪ سوداګري د نږدې ۵۰ زره کشتیو په مټ ترسره کېږي چې ټولې دغې راکړې وکړې په سواحلو او سواحلو ته څېرمه برخو کې سمندري انجینرانو ته اړتیا لري(ICS, 2017). له دې سربېره فراساحلي انرژي ودې ته دوام ورکوي او د سمندرونو د سطحې په زیاتوالي سره سواحلي حل لارو ته اړتیا لا پسې زیاتېږي. [۷][۸][۹]

زده کړې

د سمندري چلن پوهنتونونه د سمندري مسلک په برخه کې د زده کړیالانو روزنې ته ځانګړي دي. سمندریز انجینران په ټولیز ډول د سمندري انجینرۍ، سمندري تکنالوژۍ او یا هم سمندري سیسټمونو په برخه کې د لیسانس تر کچې زده کړې لري. کار ورکوونکي د لیسانس سند په خوا کې عملي زده کړو ته هم ارزښت ورکوي.

حرفوي انستیتیوتونه

  • د سمندري انجینرۍ، ساینس او تکنالوژۍ انستیتیوت
  • د اوبو لاندې ټکنالوژۍ ښوونیزه ټولنه
  • د سمندریزې انجینرۍ IEEE ټولنه
  • د سمندري انجینرۍ تحقیقاتي انستیتیوت
  • د سمندري معمارۍ سلطنتي انستیتیوت
  • د سمندري معمارانو او سمندري انجینرانو ټولنه (SNAME)؛ هغه نړیواله ټولنه چې د سمندري صنعت په پراختیا تمرکز لري او په ۱۸۹۳ زکال کې تاسیس شوې.[۱۰]
  • د سمندريزو انجینرانو امریکايي ټولنه
  • د سمندري انجینرۍ کونجالي مارککر (Kunjali Marakkar) ښوونځی

مخکښ سمندري انجینران

د صنعت په ډګر کې

  • پیټر وان اورډ، د سلطنتي وان اورډ شرکت اجرایوي مشر

په علمي ډګر کې

  • مایل ای. مک کورمیک؛ د متحده ایالاتو د سمندریزې اکاډمۍ د سمندریزې معمارۍ او انجینرۍ د ډیپارټمنټ متقاعد ښوونکی او او د امواجو د انرژي مخکښ څېړونکې.

سرچينې