اقتصادي وده

اقتصادي وده په یوه وخت کې د یوه هېواد په اقتصادي نظام کې د تولید شوو توکو او چوپړتیاوو د انفلاسیون سره سم د بازار په ارزښت کې د زیاتوالي یا ښه والي په توګه تعریف کېږي. احصایه پوهان په دودیزه توګه دا ډول وده د واقعي ناخالص کورني تولید (یا واقعي جی ډي پي) په سلنه کې د زیاتوالي په بڼه محاسبه کوي. [۱]

وده په معمول ډول د واقعي شرایطو پر بنسټ– یعنې د انفلاسیون سره سم د شرایطو پر بنسټ – محاسبه کېږي ترڅو د تولید شوو توکو پر قمیت د انفلاسیون بدلوونکې اغېزي لرې کړي. د اقتصادي ودې محاسبه د ملي عاید د محاسبې پر بنسټ ترسره کېږي. لکه څنګه چې اقتصادي وده د ناخالص کورني تولید (جي ډي پي) په کلنۍ سلنه کې د بدلون له مخې اندازه کېږي، دا تګلاره خپلې ګټې او نیمګړتیاوې له ځانه سره لري. د هېوادونو د اقتصادي ودې کچه په عمومي ډول د GDP او د نفوس د نسبت (سرانه عاید)  په پرتله کولوسره ترسره کېږي.  [۲][۳]

د یوې مودې په اوږدو کې د لومړي او وروستي کال ترمنځ په GDP کې د ودې هندسي کلنۍ کچې ته  د "اقتصادي ودې کچه" ویل کېږي. د دې مودې په اوږدو کې د ودې دا کچه د GDP د اوسط کچې حرکت وړاندې کوي او د دې حرکت په شاوخوا کې د GDP هر ډول نوسانات په نظر کې نه نیول کېږي.  

اقتصاد پوهان د هغه اقتصادي ودې لوړوالي ته چې د عواملو د اغېزمنې کارونې (لکه  د کار، د فزیکي پانګې، د انرژۍ یا د موادو د مولدیت د زیاتوالی) په پایله کې را منځ ته شي، پیاوړې وده وایي. د دې پر وړاندې، که چېرته د GDP وده د عواملو د زیاتوالي (د بېلګې په توګه د نفوس د زیاتوالي، یا د نویو سيمو د زیاتوالي) په پایله کې را منځ ته شي، دې ته پراخه وده ویل کېږي.  [۴]

د نویو توکو او چوپړتیاوو را منځ ته کېدل هم اقتصادي وده پیاوړې کوي. دا کار په دوامداره توګه پېښېږي، لکه څرنګه چې په متحده ایالاتو کې په ۲۰۱۳ کال کې کې شاوخوا ۶۰ سلنه د مستهلکینو لګښت په هغو توکو او چوپړتیاوو باندې شوی و چې په ۱۸۶۹ کال کې نه وي.  [۵]

سنجش (محاسبه)

د اقتصادي ودې کچه د GDP د هغې ډېټا پر بنسټ محاسبه کېږي چې د هېوادونو د احصایوي ادارو له خوا اټکل کېږي. د سرانه GDP د ودې کچه د GDP او د وګړو د هغې ډېټا له مخې محاسبه کېږي چې د شنونکو په شننه کې په لومړیو او وروستیو دورو کې شامله وي. 

اوږد مهاله وده

د هېوادونو په پرتله د ژوند معیارونه په پراخه کچه توپیر لري او همدارنګه د وخت په تېریدو د ژوند په معیارونو کې بدلون د دهېودانو په پرتله په پراخه کچه بدلون مومي. لاندې یو داسې جدول وړاندې شوی چې د کس پر سر GDP او د هر کس پر سر د GDP وده په ټاکلو هېوادونو کې د ۱۰۰ کلونو په موده کې وړاندې کوي. د کس پر سر GDP دېټا د انفلاسیون په پر بنسټ تنظیم شوې ده، چې له همدې امله "واقعي" بڼه لري.  د کس پر سر GDP (چې په عامه توګه هغه ته سرانه GDP هم ویل کېږي) د هېواد په نفوس باندې د ټول هېواد GDP له تقسیم څخه لاس ته راځي او سرانه GDP د مفهوم له اړخه د "اوسط عاید" سره ورته والی لري.


د هېواد پر بنسټ اقتصادي وده[۶]


هېواد


دوره


د دورې په پیل کې سرانه واقعي GDP


د دورې په پای کې سرانه واقعي GDP


د ودې کلنۍ کچه


چاپان

۱۸۹۰ - ۲۰۰۸۱۵۰۵ ډالر۳۵۲۲۰ ډالر۲.۷۱ سلنه


برازیل

۱۹۰۰ – ۲۰۰۸۷۹۹ ډالر۱۰۰۷۰ ډالر۲.۴۰ سلنه


مکسیکو

۱۹۰۰ – ۲۰۰۸۱۱۵۹ ډالر۱۴۲۷۰ ډالر۲.۳۵ سلنه


آلمان

۱۸۷۰ – ۲۰۰۸۲۱۸۴ ډالر۳۵۹۴۰ ډالر۲.۰۵ ډالر


کاناډا

۱۸۷۰ – ۲۰۰۸۲۳۷۵ ډالر۳۶۲۲۰ ډالر۱.۹۹ ډالر


چین

۱۹۰۰ – ۲۰۰۸۷۱۶ ډالر۶۰۲۰ ډالر۱.۹۹ سلنه


متحده ایالات

۱۸۷۰ – ۲۰۰۸۴۰۰۷ ډالر۴۶۹۷۰ ډالر۱.۸۰ سلنه


ارجنټاین

۱۹۰۰ – ۲۰۰۸۲۲۹۳ ډالر۱۴۰۲۰ ډالر۱.۶۹ سلنه


بریتانیا

۱۸۷۰ – ۲۰۰۸۴۸۰۸ ډالر۳۶۱۳۰ ډالر۱.۴۷ سلنه


هند

۱۹۰۰ – ۲۰۰۸۶۷۵ ډالر۲۹۶۰ ډالر۱.۳۸ سلنه


اندونیزیا

۱۹۰۰ – ۲۰۰۸۸۹۱ ډالر۳۸۳۰ ډالر۱.۳۶ سلنه


بنګلادېش

۱۹۰۰ – ۲۰۰۸۶۲۳ ډالر۱۴۴۰ ډالر۰.۷۸ سلنه


په ښکاره توګه په کلنۍ GDP کې لږ وده د وخت په تېرېدو سره په GDP کې د لویو بدلونونو لامل کېږي.  د بېلګې په توګه، په پورتني جدول کې، په بریتانیا کې په ۱۸۷۰ کال کې سرانه GDP ۴۸۰۸ ډالر وه. په همدې مهال په متحده ایالاتو کې سرانه GDP ۴۰۰۸ ډالر وه چې نږدې ۲۰ سلنه د بریتانیا په پرتله کمښت بیانوي. خو په ۲۰۰۸ کال کې دې شمېرو بدلون موندلی دی: په بریتانیا کې سرانه GDP ۳۶۱۳۰ ډالر او په متحده ایالاتو کې ۴۶۹۷۰ ډالر ښودل شوي دي، په بل عبارت، په متحده ایالاتو کې سرانه  GDP د بریتانیا په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي. د پورته جودل له مخې، دا په دې معنی ده چې په متحده ایالاتو کې سرانه GDP  په اوسط ډول په کال کې ۱.۸۰ سنله او په بریتانیا کې ۱.۴۷ سلنه وده کړې ده. نو په کال کې د ناخالص تولید په وده کې لږ توپیر د څو نسلونو په موده کې د دوامداره ودې په پایله کې د لوی توپیر لامل کېږي. دې لیدلوري او نورو مشاهدو ډېری اقتصاد پوهان دې ته متوجه کړي دي چې د GDP وده د لوی اقتصاد د په برخه کې د یوې اړین لامل په توګه په پام کې ونیسي:

... که چېرته موږ د حکومت د پالیسیو په اړه چې ان د اوږدمهاله ودې په کچه لږ اغیزې کولای شي، پوه شو، موږ د ژوند د معیارونو په ښه والي کې چې د لوی اقتصاد د ټول شالید پر بنسټ د نوساناتو ضد پالیسیو او کره سمون د شنني پر مټ وړاندې شوې دي، مرسته کولای شو. اقتصادي وده د لوی اقتصاد هغه برخه ده چې لوی ارزښت لري.  [۷]

وده او نوښت

د مشاهدو پر بنسټ، د اقتصادي نظام پراخوالی د GDP وده تر اغېز لاندې راولي. د هېوادنو په کچه GDP د ودې او د GDP ترمنځ اړیکه په یو ځانګړي وخت کې محدبه بڼه لري. د GDP پر مټ د ودې زیاتوالی اعظمي حالت ته رسېږي و بیا نزولي بڼه اخلي. په دې ځای کې ځینې اعظمي ارزښتونه شتون لري. دا په حقیقت کې د منځنۍ کچي- د عاید دام یا د ثابت متوسط عاید حالت نه دی. دا حالت هم په پرمختللو او هم په پرمختلونکو اقتصادي نظامونو کې تر سترګو شوی دی.هغه هیوادونه چې دا ځانګړتیا لري د دودیزې ودې د هېودانو په محدوده راځي. د اعظمي حالت د تخنیکي او پالیسي نوښتونو پر مټ دوام موندلای شي او له دې امله ځینې هېوادونه د نوښت د ودې محدودې ته ننوځي چې د لوړې کچې ارزښتونو له ځانه سره لري.  [۷]

د سرانه GDP ودې ټاکونکي عوامل

د ملي عاید په محاسبه کې، سرانه محصول د لاندې فکتورونو په کارولو سره محاسبه کېږي: د کار د ځواک د هر واحد محصول (د کار مولدیت)، کاري ساعتونه (شدت)، د سن له مخې د وړ کارکوونکو سلنه چي عملاً کار کوي (د ګډون کچه) او د ټول نفوس په پرتله د سن له مخې د وړ کارکوونکو تناسب (ډیموګرافیک). "د GDP / نفوس د بدلون کچه د څلورو محتولینو مجموعه جمع د متقاطع حاصل ضرب ده. [۸]

د اوږد مهاله اقتصادي ودې او په تولید کې د لنډ مهاله اقتصادي بدلونونو ترمنځ د اقتصاد پوهانو له نظره توپیر شته. په اقتصادي وده کې لنډ مهاله بدلون د اقتصادي نوساناتو په نوم یادېږي. په عمومي توګه، اقتصاد پوهان په اقتصادي نوساناتو کې  ښکته او پورته حرکتونه د مجموعي تقاضا د بدلونونو د پایلې له امله په ګوته کوي. برعکس، اقتصادي وده د ساختاري لاملونو لکه تکنالوژي د ودې او تولید د عواملو د تجمع له امله په تولید کې له اوږد مهاله حرکت سره تړاو لري.

مولدیت

د کار د ځواک په مولدیت کې زیاتوالی (د کار ځواک او د هغه په پایله کې د محصول نسبت) له تاریخي اړخه د سرانه واقعي اقتصادي ودې ترټولو با ارزښته سرچینه ګڼل شوې ده. " د MIT پوهنتون پروفیسور رابرټ سولو په یوه مشهور اټکل کې، دې پایلې ته ورسیده چې تکنالوژیکي پرمختګ د متحده ایالاتو د سرانه عاید په اوږدې مهاله زیاتوالي کې ۸۰ سلنه ونډه درلوده، چې د پانګې په برخه کې پانګونې یوازې ۲۰ سلنه زیاتوالی را منځ ته کړئ و.  [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په مولدیت کې زیاتوالی د توکو د واقعي کمښت لامل کېږي. د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د ډېرو توکو واقعي قیمت ۹۰ سلنه کم شوی دی. [۱۵]

په دودیز دول اقتصادي وده د انساني او فزیکي پانګې د تجمع او د تولیداتو زیاتوالی او د نوي توکو را منځ ته کېدو ته ويل کېږي چې د تکنالوژیکي نوښت په پایله کې را منځ ته کېږي. همدارنګه د کار په ځواک کې لا زیات وېش (تخصص) هم د مولدیت د زیاتوالي لپاره بنسټیز ګڼل کېږي. [۱۶][۱۷]

د صنعتي کېدو څخه وړاندې تکنالوژیکي پرمختګ د نفوس د زیاتوالي لامل شو، چې د خوراکي توکو د عرضي اونورو سرچینو پر بنسټ کنټرول کېده، چې سرانه عاید د محدودیت لامل شو چې دا حالت د مالتوس د ناورین په نوم یادېږي. د صنعتي انقلاب په ترڅ کې چټکه اقتصادي وده د پام وړ وه ځکه چې دا وده د نفوس تر ودې ډېره وه چې د مالتوس د ناورین څخه یې د خلاصون لاره وړاندې کړه. هغه هېوادونه چې د صنعتي کېدو په لور روان شول، په پایله کې متوجه شول چې د نفوس وده یې په کراره روانه ده، چې دې پېښې ته دیموګرفیک یا جمعیتي لېږد ویل کېږي.  [۱۸][۱۹][۲۰]

د مولدیت لوړوالی سرانه اقتصادي ودې په برخه کې لوی عامل ګڼل کېږي – چې دا حالت په ځانګړې توګه د ۱۹ پېړۍ له نیمایي را په دې خوا ثابت شوی دی. په شلمه پېړۍ کې د کاري ځواک، موادو، انرژۍ او ځمکې په هر واحد کې د حاصل د زیاتوالي (د یو شي لپاره لږ په کار اچول شوی عامل) په اقتصادي وده کې لویه ونډه درلوده. د تولید د ودې تعادل د ډیرو عواملو د کارولو څخه منځ ته راغلی دی. د دواړه بدلونونه د حاصل د زیاتوالي لامل کېږي. د تولید په زیاتوالي کې پخوانیو ورته تولید شوي توکي او نوي توکي او خدمات شامل وو. [۲۱]

د صنعتي انقلاب په ترڅ کې، په تولید کې میکانیزه تګلارو د لاسي تګلارو د ځای نیولو پیل وکړ او نویو بهیرونو د کیمیاوي موادو، اوسپنې، پولادو او نورو محصولاتو تولید منظم کړ. ماشيني وسایلو د فلزي پرزو ارزانه توليد شونې کړ، چې په پایله کې یې د پرزو د تبادلې وړتیا لوړه شوه.[۲۲][۲۳]

د دویم صنعتي انقلاب په ترڅ کې، د مولدیت د ودې لوی لامل د انساني او حیواني ځواک پر ځای د ماشیني ځواک کارول وو.  همدارنګه د بخار په واسطه د برېښنا تولید او د داخلي احتراق ماشینونو د باد او اوبو د محدودې بریښنا ځای ونیو چې د برېښنا په زیاتوالي کې یې د د پام وړ ونډه درلوده. له دې تعویض راهیسې، د انرژي د اوښتون په اغېزمنتیا کې د دوامداره پرمختګ له امله د برېښنا ټولیز پراخوالی لاس ته راغی. اتومات کېدل، ترانسپورتي زېربناوې (کانالونه، د اورګاډي پټلۍ، او لویې لارې)، نوي مواد لکه (پولاد) او برېښنا چې د بخار او د داخلي احتراق د ماشینونو او د نورو سرچینو څخه لاس ته راتلل، د مولدیت د نورو تاریخي اغېزمنو سرچینو په توګه شمېرل کېږي. میکانیزه کرهڼه او علمي کرهڼه لکه  د کیمیاوي سرې کارول او مالداري او د چرګانو مدیریت او شین انقلاب د مولدیت له نورو پرمختګونو څخه ګنل کېږي. برقي ماشینونه د بدلېدونکو پرزو او برخو په وړتیا سره ډله ییز تولید ته لاره هواره کړه چې اوس هم په عمومي ډول کارول کېږي.  [۲۴][۲۵][۲۶]

د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د اورګاډي پټلۍ، د بخار کښتۍ، د اس-بګیو په ډول رېبونکي او د کښت د را ټولولو ماشینونه او د بخار-په-ځواک فابریکې د مولدیت د لوړوالي له نورو لویو سرچینو څخه وې. د پولادو جوړولو د ارزانه بهیر منځ ته راتګ د میکانیزه کولو او ترانسپورت لپاره خورا اړین و. د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې هم نرخونه او د اونۍ کاري ساعتونه د تولید او ترانسپورت په برخه کې د لږ کاري ځواک، موادو او انرژۍ د کارلو له امله را ټيت شول خو واقعی معاشونه لوړ شول چې کارګرانو ته یې د غوره خوراکي سیستم، استهلاکي توکو او غوره کورونو د پېرودلو لپاره لاره هواره کړه.  [۲۷][۲۸]

ډله ییز تولید د ۱۹۲۰ کال په اوږدو کې د مازاد تولید (له تقاضا څخه پورته) لامل شو، چې د ۱۹۳۰ لسیزې د ستر ناورین له لاملونو څخه ګڼل کېده. له ستر ناورین څخه وروسته، اقتصادي وده بېرته پیل شوه، چې د شته توکو او چوپړتیاوو لکه موټرونو، ټیلیفونونو، راډیوګانو، برېښنا او د کور د وسایلو لپاره یې د تقاضا د زیاتوالي په برخه کې مرسته وکړه. په نویو توکو او چوپړتیاوو کې ټلویزیون، ایرکنډېشن او سوداګریزو الوتنو (له ۱۹۵۰ کال وروسته) ګډون درلود چې نوې تقاضا يې را منځ ته کړه او د کاري اونۍ د ثبات لامل شول. د لویو لارو د بنسټونو جوړولو هم د دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د ودې په برخه کې او همدارنګه د تولید او کیمیاوي صنعت په برخه کې پر پانګې اچونه کې مرسته وکړه. د دويمي نړیوالې جګړې څخه وروسته اقتصادي نظام همدارنګه په ټوله نړۍ کې په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې د تیلو له لویو موندنو څخه ګټه واخیسته. د جان ډبلیو کیندریک د اټکل پر بنسټ، د ۱۸۸۹ څخه تر ۱۹۵۷ کال پورې د متحده ایالاتو په سرانه ناخالص تولید کې دری پر څلورمه برخه زیاتوالی د مولدیت د لوړوالي په پایله کې را منځ ته شو. [۲۹][۳۰][۳۱]

د ۱۹۷۳ کال څخه وروسته په متحده ایالاتو کې اقتصادي وده ورو شوه. خو په آسیا کې له هغه وخت راهیسې وده پیاوړې ده چې له جاپان څخه پیل او د ودې څلورو آسیایي پړانګانو، چین، سوېل ختیځه آسیا، د هند وچين او آسیا د آرام سمندر هېوادو ته خپره شوه. د سویلي کوریا سرانه GDP په ۱۹۵۷ کال کې د ګانا په پرتله ټیټه وه، خو په ۲۰۰۸ کال کې ۱۷ ځله د ګانا په پرتله لوړه وه. د ۱۹۸۰ لسیزې له وروستیو راهیسې د جاپان اقتصادي وده د پام وړ کمزورې شوې ده. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د ۱۹ پېړۍ په اوږدو کې په متحده ایالاتو کې مولدیت په زیاتیدونکي کچه وده وکړه او د شلمې پېړۍ په لومړیو او منځنیو لسیزو کې خورا ګړندۍ وه. د ټیکنالوژیکي نوښت په کچه کې د چټکتیا له امله چې د مور د قانون په نوم یادېږي، د متحده ایالاتو د مولدیت وده د شلمې پیړۍ په پای کې د ۱۹۹۶ – ۲۰۰۱۴ کلونو تر منځ اعظمي کچې ته ورسېده، د ۲۰۰۴ کال څخه وروسته د متحده ایالاتو د مولدیت وده د ۱۹۷۲ – ۱۹۹۶ کلونو ټیټې کچې ته راستانه شوه.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

د تولید د عواملو تجمع

په اقتصاد کې پانګه عمومي ډول فزیکي پانګې ته کله بنسټونه (چې د فزیکي پانګې لویه برخه دي) او تجهیزات چې په سوداګرۍ کې کارول کېږي (لکه ماشینري، د فابریکو تجهیزات، کمپیوټر او د دفترونو تجهیزات، ساختماني وسایل، سوداګریز وسایط، طبي وسایل، او نور) ویل کېږي. د هر کارګر لپاره تر یوې مشخصي کچې د پانګې زیاتوالی د اقتصادي مولدیت د ودې یو مهم لامل ګڼل کېږي. د پانګې د هغه کچي پر بنسټ چې په عملي توګه پکار اچول کېږي؛ او د فرسایش د زیاتېدونکي بار له امله، پانګه د نزولي ګټي د قانون تابع ده. د اقتصاد د تيورۍ د پراختیا په بهیر کې، د عاید وېش د کارګر او د ځمکې او د پانګې د مالکینو ترمنځ انګېرل کېده. په وروستیو لسیزو کې دېر آسیایي هېوادونه شتون لري چې د پانګې د کارولو پر مټ یې په لوړه کچه اقتصادي وده لاس ته راوړې ده. [۴۵][۴۶]

د ۱۹ پېړۍ د کار په اونۍ کې د پام وړ کمښت راغی. په متحده ایالاتو کې په ۱۹۲۰ کلونو کې د کار اونۍ په منځني ډول ۴۹ ساعته وه، خو د ۱۹۳۳ کال د ملي صنعت د بیا رغونې قانون د یوې برخې په توګه، ورسته  ۴۰ ساعتونو ته راټیټه شوه (له هغه وروسته چې د اضافي وخت امتیاز پلی شو). [۴۷][۴۸]

ډیموګرافیک لاملونه لکه نفوس او د استخدام د تناسب بدلون او د کار ځواک د ګډون کچه کولای شي چې وده تر اغېز لاندې راولي. صنعتي کول د ډیموګرافیک لېږد لامل کېږي چې په هغه کې د زیږون کچه کمېږي او د نفوس اوسط عمر لوړیږي.

هغه مېرمنې چې لږ ماشومان لري او د کار موندنې بازار ته غوره لاسرسی لري، په کاري ځواک د ګډون لوړه سلنه لري. د ماشومانو کاري ځواک ته لږه تقاضا شته او ماشومان ډېر کلونه په ښوونځي کې تېروي. په متحده ایالاتو کې په کاري ځواک کې د ښځو د سلنې زیاتوالي په اقتصادي وده کې لویه ونډه لرلې، لکه څرنګه چې د بې بي بومر نسل (۱۹۴۶ – ۱۹۶۴ کلونو نسل) د کار د ځواک په جوړښت کې ونډه درلوده.  [۴۹]

سرچینې