امام (اسماعیلي)

امام چې د لارښود په معنی دی، په ځینې اسلامي ډلو ټپلو کې داسې گروهه شته چې د نبي علیه السلام د مړینې وروسته هغه خپل ځایناستي (امامان) ټاکلي چې په ترتیب سره علي بن ابي طاللب، حسن، حسین، علي بن حسین ... او نورو پورې دوام درلوده. د شیعه فرقې په اسماعیلي څانگه کې د ناطق، وصي او امام اصطلاحات ډېر مشهور دي. دوي په دې گروهه دي چې دا دندې الهي ورکړه ده چې د نبي له مړینې وروسته یې ځینو ځانگړو بنده گانو ته ورکړې. اسماعیلیان خپل امام د اهل بیت یو غړی گڼي او هغه د الهي فیض سرچینه گڼي. په لومړیو شپږو امامانو کې ددوي ترمنځ د ښکاره (ظاهر) امام او مستور (پټ) امام نظریه موجوده وه.

له دولس امامي (اثنا عشریه) شیعه ډلې سره گډ امامان

  • علی بن ابی طالب
  • حسن بن علي
  • حسین بن علي
  • زین العابدین
  • محمد باقر
  • جعفر صادق

اسماعیلي امامان

له دې ځایه د اسماعیلي امامانو پیل کېږي:

  • اسماعیل بن جعفر
  • محمد بن اسماعیل سبعیه یا اووه امامي اسماعیلیان، دا کس د اسماعیلیانو وروستی امام گنل کېږي چې غایب امام یې بولي.
  • وفی احمد پهلے داعي (په اسماعیليانو کې د داعي لړۍ پیل کېدنه)
  • تقی محمد دوسرے داعي
  • حسین زکي درېیم داعي
  • محمد المهدی څلورم داعي او لومړی فاطمی خلیفه چې په ښکاره یې ځان امام وگنلو.
  • محمد قائم بامرالله
  • اسماعیل منصور
  • المعزلدین الله
  • ابومنصور نزار العزیز بالله
  • حاکم بامرالله شپږم فاطمي خلیفه چې په 1021ھ کې ناگهانه ورک شو، د دروزیه ډلې په گروهه همدا ورک شوی امام مهدي موعود گڼل گېږي.
  • علی ظاهر
  • معاذ مستنصربالله

له دې ځایه اسماعیلیه دوه ډلې شوې، یوه د نزار بن معاذ خپل امام گڼلو او دویمې یې احمد مستعلی چې د فاطمي ډلې راتلونکی خلیفه و، خپل امام گڼلو. نو له همدې وجې دا ډلې په نزاریه او مستعلیه وبللې شوی.

مستعلیه آئمه

له دې ځایه د [[مستعلیه]] ډله راښکاره کېږي، چې ځانته د دعوت قدیم والا وایي.

  1. احمد مستعلی
  2. امیر بن مستعلی
  3. طیب ابوالقاسم

له دې ځایه د مستعلیه ډله دوه ځایه شوه، یوه یې د مستعلیه طیبیه او دویمه یې د مستعلیه حافظیه په نومو ونومول شوه.

د مستعلیه طیبیه ډلې مطلق داعي

مستعلیه طیبیه هغه دي چې طیب ابوالقاسم خپل وروستی امام گڼي، او د هغه د غیبوالي قائله دي. ددې غایب امام مرستیالان (نایبین) داعي مطلق په نامه یادېږي. د داعي مطلق ډلې ته بوهره ډله هم ویل کېږي چې په هند کې ستره مذهبي ډله ده. نن سبا ټول [[مستعلیه]]، مستعلیه طیبیه یا بوهره دي. دا ډله په یمن او هند کې اوسېږي. د ټولو بوهره ډلې 26 داعي مطلق مشترک امامان دي چې دا ۲۶ امامان ټول په گډه سره مني.د وخت په تېرېدو سره په دوي کې هم د داعي مطلق په اړه اختلاف راغی، نو په یمن کې سلیمانی بوهره وگڼل شوه، او په هند کې داؤدي بوهره گڼل کېږي. او څوک چې سني شوي دي هغوي بیا د صغیري بوهره په نامه یادېږي.۔

د داؤدي بوهره داعي مطلق

داؤدي بهره یوه کوشنۍ ډله علوی بوهره له 1980 ء راهیسې ضیاء الدین صاحب د 44م مطلق دعي په توگه گجرات کې سرمشري کوي. داؤدي بوهره 29م دعي مطلق په ټاکلو کې د علی بن ابراهیم په اختلاف سره دا ډله د علوي بوهره په نامه وبلل شوه. علوی بوهره کی ویب سایټ

د علوي بوهره داعي مطلق
د سلیماني بوهره داعي مطلق

د مستعلیه حافظیه ډلې امامان

مستعلیه حافظیه هغه ډله ده چې امامت یواځې په فاطمي تخت کېناستونکو امامانو کې جاري بولي. دا ډله د فاطمي خلفاوو په ختمېدو سره له منځه ولاړه.

  1. الحافظ
  2. الظافر

آئمه نزاریه

له دې ځایه د نزاریه فرقې پیل کېږي. دا ډله د ابومنصور نزار بن معاذ المصطفی لدین الله خپل لومړی خلیفه گڼلو. دا ډله د دعوت جدید یا نوي دعوت کوونکو ډلې په نامه هم یادېږي. ددې ډلې مخالفین دا ډله د حشاشیونو په نامه یادوي.

  • نزار بن معاذ
  • هادی بن نزار
  • مهتدی منصور
  • حسن قاهر
  • علی ذکره السلام
  • اعلا محمد
  • جلال الدین حسن
  • علاء الدین محمد
  • رکن الدین خورشاه
  • شمس الدین محمد

له دې ځایه د نزاریه ډله په دوه برخو ووېشل شوه: یوه یې مؤمنیه بولي چې د شمس الدین مشر زوی مؤمن خپل امام گڼي او دویمه یې قاسمیه چې د شمس الدین د دویم زوی قاسم شاه امام گڼي.

د مؤمنیه نور امامان په دې توگه دي:

د نزاریه مؤمنیه ائمه

  1. مومن بن محمد
  2. محمد بن مومن
  3. رضی الدین بن محمد
  4. طاهر بن رضی الدین
  5. رضی الدین دوئم بن طاهر
  6. طاهر بن رضی الدین دوئم
  7. حیدر بن طاهر
  8. صدر الدین بن حیدر
  9. معین الدین بن صدر الدین
  10. عطیۃ الله بن معین الدین
  11. عزیز بن عطیۃ الله
  12. معین الدین دوئم بن عزیز
  13. محمد بن معین الدین دوئم
  14. حیدر بن محمد
  15. محمد بن حیدر (امیر باقر)

دلته د مؤمنیه نزاریه د امامت لړۍ په امام محمد بن حیدر امیر باقر چې څلوېښتم امام گڼل کېږي باندې ودرېده.

د نزاریه قاسیمه امامان

هغه ډله چې قاسم شاه خپل امام گڼي د دوي د امامت لړۍ لا تردې دمه هم روانه ده.

ددې ډلې د امامانو لړۍ په دې توگه ده:

  • قاسم شاه
  • اسلام شاه
  • محمد بن اسلام شاه
  • منتسر بالله دوم
  • عبدالسلام شاه
  • غریب میرزا
  • ابوذر علی نورالدین
  • مراد میرزا
  • ذوالفقار علی
  • نورالدهر علی
  • خلیل الله اول
  • شاه نزار
  • سید علی شاه نزار
  • حسن علی شاه نزار
  • قاسم علی سید جعفر
  • ابوالحسن علی باقرشاه
  • شاه خلیل الله دویم

نن سبا د قاسیمه نزاریه ډله د دوي د وروستیو څلورو امامانو له وجې په اغاخانیه یادول کېږي چې هغه څلور په دې ډول دي:

  • لومړی اغا خان
  • دویم اغا خان
  • درېیم اغا خان
  • څلورم اغا خان

سرچینې

  • د اغاخان ژوندلیک
  • ویلیام بوردهی. تحقیقی در آیین اسماعیلیه. ترجمه زهرا سعیدی. مشهد: تابناک پبلشر، 1364ھ ش۔
  • محمد بن زین العابدین. تاریخ جماعت اسمعیلیه:هدایت المومنین الطالبین. ترجمه هما خاقان زاده. الکساندر سیمونوف. تهران: اساطیر، ۱۳۶۲ ھ ش۔