انرژي په افغانستان کې


په افغانستان کې انرژي تر ډېره پورې د اوبو پرمټ د تولید شوې برېښنا او ورپسې د فوسیلي سون توکو او لمریزې برېښنا پر مټ تامین کېږي. اوس مهال له ۵۰ سلنه کم افغان وګړي برېښنا ته لاسرسی لري چې تر ډېره دغه لاسرسی هم په لویو ښارونو کې دی. ډیری کلیوالي سیمې کافي برېښنا ته لاسرسی نه لري، خو دغه حالت د کاسا – ۱۰۰۰(CASA-1000) پروژې له بشپړېدو وروسته بدلون کولای شي. [۱][۲][۳]

اوس مهال افغانستان د برېښنا د بندونو (د اوبو پر مټ چلېدونکو) او همدارنګه د فوسیلي سون توکو کاروونکو او د لمریزې برېښنا تولیدونکو مرکزونو څخه په ټولیزه کچه څخه باندې ۶۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کوي. ورته مهال څه باندې ۶۷۰ میګاواټه نوره برېښنا له ګاونډیو هېوادونو؛ ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان څخه واردوي. [۴][۵]

له دې امله چې له ګاونډیو هېوادونو؛ پاکستان او ایران څخه په پام وړ کچه افغان کډوال هېواد ته ستنېږي کېدای شي چې په راتلونکو کلونو کې دغه هېواد څه باندې ۷۰۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا ولري. د افغانستان ملي پراختیايي ستراتیژۍ هم د انرژۍ تولیدونکې بدیلې لارې لکه د باد او لمر پر مټ تولید کېدونکې برېښنا د انرژۍ د لوړ ارزښت لرونکې منبع په توګه ښوولې. له همدې امله یې د برېښنا یو شمېر بادي او لمریز تولید کوونکي مراکز تاسیس کړي او یو شمېر نور یې تر کار لاندې دي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د اوبو پر مټ تولید کېدونکې برېښنا

افغانستان د خپلو اوبو پر مټ د ۲۳۰۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري. افغان دولت د سیمې او ګاونډ له هېوادونو څخه د برېښنا د لا زیاتو بندونو د جوړولو په برخه کې د مرستې ترلاسه کولو هڅه کوي. د دغه هېواد یو شمېر د اوبو بندونه چې د برېښنا د تولید وړتیا لري د ۱۹۵۰مې لسیزې څخه تر ۱۹۷۰مې لسیزې پورې جوړ شوي چې په دغو کې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د کجکي بند او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د نغلو بند هم شامل دي. د کجکي بند د ۱۵۱ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري چې د هلمند او کندهار ولایت برېښنا تامین کوي. د کمال خان د برېښنا بند بیا د نیمروز ولایت برېښنا تامین کوي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د نغلو د بند برېښنا کابل، کاپیسا او ننګرهار ولایتونو ته رسېږي. د کندز ولایت اوسېدونکي د نهرګاوکوش بند له برېښنا ګټنه کوي چې بدخشان بیا په فیض آباد ولسوالۍ کې د شورابک د برېښنا له بند سره وصل دی.

د سلما د برېښنا بند (د افغانستان او هند د دوستۍ بند) د هرات ولایت د وګړو لپاره ۴۲ میګاواټه برېښنا تولید کوي. ورته مهال یو شمېر نور بندونه هم د هېواد په بېلابېلو نورو برخو کې جوړ شوي څو د برېښنا په برخه کې د خلکو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. [۲۳][۲۴]

په مرکزي ولایتونو کې د کوچنیو ښارونو وګړي بیا د ځان لپاره د اوبو د زیرمو او د برېښنا د تولید په موخه د کوچنیو بندونو جوړولو ته دوام ورکوي. په دې وروستیو کې یو شمېر چینايي پانګوالو لیوالتیا ښوولې څو د دغو پروژو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

وارداتي برېښنا

اوس مهال افغانستان له ګاونډیو هېوادونو؛ ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان څخه ۶۷۰ میګاواټه برېښنا واردوي. د دغې برېښنا کلنی لګښت له ۲۵۰ میلیونو څخه تر ۲۸۰ میلیون ډالرو پورې رسېږي. [۳۰][۳۱]

ایران

له ډېرې مودې راهیسې کېږي چې د افغانستان لویدیځ ولایتونه د ایران له ختیځې برخې څخه برېښنا پېري. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

تاجکستان

اوس مهال افغانستان له تاجکستان څخه ۱۵۰ میګاواټه برېښنا پېري. ورته مهال د کاسا – ۱۰۰۰، میلیارد ډالري پروژې له بشپړېدو وروسته به ۳۰۰ میګاواټه برېښنا افغانستان ته ورکول کېږي او پاتې ۱۰۰۰ میګاواټه به پاکستان ته لېږدول کېږي.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

ترکمنستان

د افغانستان شمال لویدیځ ولایتونه د ترکمنستان څخه له پېرل کېدونکې برېښنا ګټنه کوي. [۴۱][۴۲]

ازبکستان

افغانستان له ازبکستان څخه ۴۵۰ میګاواټه برېښنا پېري. د دغې برېښنا د پېرلو موضوع په ۲۰۰۶ زکال کې تر بحث لاندې ونیول شوه او له دې وروسته د ۴۴۲ کیلومترو (۲۷۵ مایله) په اوږدوالي د لوړ ولټاژ لرونکې برېښنا د لېږدونکو لینونو د کش کولو پروژه پیل او په ۲۰۰۸ زکال کې بشپړه شوه چې له کابل څخه پیل او د افغانستان له پنځو ولایتونو څخه په تېرېدو د ازبکستان له پولې هاخوا د ازبکستان د برېښنا له شبکې سره نښلي. له همدې امله په ۲۰۰۹ زکال کې د کابل ښار اوسېدونکي له ۲۴ ساعته برېښنا برخمن شول. [۴۳][۴۴][۴۵]

نفت او طبیعي غاز

افغانستان نفتي محصولات او طبیعي غاز له ګاونډیو هېوادونو؛ ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي. روسیې هم پرېکړه کړې چې له دغو هېوادونو سره مل شي. ورته مهال د ترکمنستان – افغانستان – پاکستان – هند د غازو په نل لیکې (ټاپي پروژې) هم کار روان دی. [۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

له دې سره افغانستان خپله په سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې نفتي زېرمې لري. دغه زېرمې شاوخوا ۱.۹ میلیارده بوشکې خام نفت لري. ورته مهال افغانستان ۱۵.۶ میلیارد فوټ مکعبه طبیعي غاز لري؛ په داسې حال کې چې په ډیره لږ کچه نفت او طبیعي غاز د سرپل ولایت په انګوټ استخراجي مرکز کې استخراج کېږي. ورته مهال شبرغان ته څېرمه د زمرد سای په نامه د طبیعي غازو د ویستو د بل مرکز ویل شوي چې د ۲۰۰۱ زکال له نیمايي وروسته یې د بیارغونې چارې پیل شوې دي.[۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰]

د ډبرو سکاره

راپور ورکړل شوی چې افغانستان د ۷۳ میلیون ټنو په کچه د ډبرو د سکرو ثابتې شوې زېرمې لري. د ډبرو د سکرو کانونه له بدخشان ولایت څخه تر هرات ولایت پورې شتون لري. د طلوع نیوز د راپور له مخې چین د افغانستان د ډبرو د سکرو د کانونو د ویستو په برخه کې د پانګونې کولو په ارزونه بوخت دی. ویل کېږي چې د دغه پانګونې پر مټ به ۵۰۰ میګاواټه برېښنا هم تولید شي. دغه هېواد د ډبرو د سکرو له یوولسو څخه زیاتې لویې زېرمې لري چې په لاندې ډول دي: [۶۱][۶۲]

د بامیانو ولایت

۱. د اشپشته او سر آسیا د ډبرو د سکرو زېرمې – ۱۵۰ میلیونه ټنه

۲. د سرجنګل او سرآسیا د ډبرو د سکرو زیرمې

د بغلان ولایت

۱. د کرکر د ډبرو د سکرو زېرمې

۲. د دود کش د ډبرو د سکرو زېرمې

د سمنګان ولایت

۱. په صوف دره کې د شباشک زېرمې (ډیر عالي کیفیت لري) چې ۷۴ میلیون ټنه د ډبرو سکاره لري

۲. په صوف دره – کولا بهادري – کیشګینه مابین کلي او بلخاب ولسوالۍ کې د د ډبرو د سکرو زېرمې

د بدخشان ولایت

۱. کوتل خاکي – په برف ولسوالۍ کې د ډبرو د سکرو زېرمې

د پروان ولایت

۱. د غوربند درې د فرح کرد او په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ګاو پران زېرمې

د هرات ولایت

۱. د کرخ د ډبرو د سکرو زېرمې – ۱۵ میلیونه ټن

د ډایکنډي ولایت

۱. لاغرجوی – په کجران ولسوالۍ کې ډبرو د سکرو زېرمې

د ارزګان ولایت

۱. د مداخیلو سیمې په کندلان کلي کې د ډبرو د سکرو زېرمې

پکتیا ولایت

۱. د خوست او پکتیا ولایت د ډبرو د سکرو زېرمې – ۷۵ میلیونه ټنه

د لمریزې او بادي برېښنا تولید کوونکي مرکزونه

افغانستان د ۲۲۲۰۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید وړتیا لري. په افغانستان کې له لمریزې برېښنا ګټنه مخ پر زیاتوالي ده. په ګڼ شمېر ښارونو کې د لمریزې برېښنا تولید کوونکي مرکزونه جوړ شوي. د افغانستان په ډیری ښارونو کې پر سړکونو باندې د لمریزې برېښنا پر مټ روښانه کېدونکي څراغونه لیدل کېږي. ورته مهال په کلیوالي سیمو کې د کلیوالي وګړو له خوا د برېښنا د تولید کوونکو شیشو (سولرونو) پېرل او د هغو څخه ګټنه مخ پر زیاتوالي ده. [۶۳][۶۴][۶۵][۶۶][۶۷][۶۸][۶۹][۷۰][۷۱][۷۲][۷۳][۷۴]

ورته مهال دغه هېواد د بادي برېښنا د تولید کوونکو توربینونو په نصب کولو سره د ۶۶۰۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید وړتیا لري. د بادي برېښنا د تولید لومړنی مرکز په ۲۰۰۸ زکال کې په پنجشیر ولایت کې جوړ شو چې د ۱۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید وړتیا لري. د متحده ایالاتو پراختیايي ادارې (USAID) د تجدید کېدونې برېښنا د ملي لابراتوار سره په ګډه د هرات ولایت د بادونو د نقشې د پراختیا په برخه کې کار وکړ. هغوی د څه کم ۱۵۸۰۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په موخه د باد د شتون وړاندوینه وکړه. په هرات ولایت کې د بادي برېښنا د تولید کوونکو مرکزونو جوړول کولای شي د افغانستان ډیری لویدیځو برخو ته برېښنا برابره کړي. له دې سره د ۲۰۱۷ زکال په سپټمبر میاشت کې په هرات ولایت کې د ۳۰۰ کیلوواټه بادي برېښنا د تولید یو مرکز افتتاح کړای شو. [۷۵][۷۶][۷۷][۷۸]

بایوماس او بایوغاز

د باد او لمر سربېره په افغانستان کې د انرژۍ په ځای نیونکو نورو منابعو کې بایوماس، بایوغاز او د ځمکنۍ تودوخې انرژي (جیوترمل انرژي) شاملېږي. د بایوغاز تولیدونکي جوړښتونه د حیواناتو د فاضله موادو پر مټ چلېږي چې پاک، بې بویه او بې دوده غاز تولید کوي. د هاضمې بهیر یوه باکیفیته سره تولید کوي چې د بایو ګاز د تولیدونکو کورنیو جوړښتونو لپاره ګټمنه پرېوزي. [۷۹][۸۰]

د بایوغازو تولید کوونکي جوړښتونه د یوې منځنۍ کچې کورنۍ لپاره د کافي سون توکو د تولید په موخه ۵۰ کیلوګرامه سرې ته اړتیا لري. د دغې کچې سرې د تولید په موخه له څلورو څخه تر شپږ غویانو، له اتو تر نهوو اوښانو یا ۵۰ پسونو/وزو ته اړتیا ده. له تیوریکي پلوه افغانستان په کال کې د شاوخوا ۱۴۰۰ میلیون متر مکعبه بایوغازو د تولید وړتیا لري. د تجدید کېدونې انرژۍ د تولید په برخه کې د متحده ایالاتو د ملي لابراتوار د راپور له مخې چې په ۲۰۱۱ زکال کې خپور شو؛ د دغې کچې غازو یو پر څلورمه برخه یې کولای شي د افغانستان د انرژۍ د اړتیاوو نیمايي برخه برابره کړي.

لیتیم او یورانیم

افغانستان په پریمانه کچه د لیتیمو او یوارنیمو زېرمې لري. [۸۱][۸۲][۸۳][۸۴]

سرچينې