اټومي بې وسلې کول

اټومي بې وسلې کول د اټومي وسلو د کمولو یا له منځه وړلو په نوم هم پېژندل کېږي، چې پای حالت یې کولی شي له اټومي وسلو نه پاکه نړۍ وي په کوم کې چې اټومي وسلې په بشپړه توګه له منځه وړل شوي وي. دغه راز د اټومي بې وسلې کولو اصطلاح هم د هغه لړۍ تشریح کولو لپاره کارول کېږي چې د بشپړ اټومي بې وسلې کولو لامل کېږي. همدارنګه اتومي جګړې او د اټومي وسلو درلودلو د یو شمېر سختو خطرونو له امله د بې وسلې کولو او نه خپرېدو په اړه تړونونه موافقه شوي. د اټومي بې وسلې کولو مدافعین وايي چې اټومي بې وسلې کول به د اټومي جګړو احتمال کم کړي، خو د اټومي بې وسلې کولو منتقدین بیا په دې اند دي چې اټومي بې وسلې کول به مخنیوی کمزوری کړي او دودیزې جګړې به نورې هم زیاتې کړي.[۱][۲]

سازمانونه

د اټومي وسلو ضد سازمانونه کې یو شمېر سازمانونه لکه د اټومي بې وسلې کولو عملیات، د سولې لپاره اقدام، د ساینس او ​​​​نړیوالو چارو په اړه د پګواش کنفرانسونه، ګلوبل زیرو، د اټومي جګړې مخنیوي لپاره نړیوال ډاکټران، د سولې ښاروالان، د اټومي وسلو له منځه وړلو نړیوال کمپاین او د اټومي عمر د سولې بنسټ شامل دي. دغه راز د اتومي وسلو پر ضد پراخه لاریونونه او مظاهرې هم شوي دي، چې د ۱۹۸۲ز کال د جون په ۱۲مه د نیویارک په مرکزي پارک کې یو میلیون کسانو د اټومي وسلو پر ضد او د سړې جګړې د وسلو د سیالۍ د پای ته رسولو لپاره مظاهره وکړه، چې دا د امریکا په تاریخ کې د اټومي ضد تر ټولو لویه او سیاسي مظاهره وه.[۳][۴]

په وروستیو کلونو کې د امریکا یو شمېر نامتو سیاستوالو هم د اټومي بې وسلې کولو ملاتړ کړی دی، چې د یادو سیاستوالو له ډلې نه سام نون، ویلیم پیري، هینري کیسنجر او جورج شولټز له حکومتونو نه وغوښتل چې له اټومي وسلو نه د پاکې نړۍ لید ته غاړه کیږدي او په بېلابېلو اپ-ایډ کالمونو(op-ed columns) کې د دې موخې پای ته رسولو لپاره د سمدستي ګامونو یو مهم پروګرام وړاندیز کړی او د دې اجنډا د پرمختګ لپاره د اټومي امنیت پروژه رامنځته کړه. دغه راز ځینې سازمانونه لکه ګلوبل زیرو د نړۍ د ۳۰۰ مشرانو یوه نړیواله بې طرفه ډله ده چې د ټولو اټومي وسلو له منځه وړلو لپاره وقف شوې هم رامنځته شوي.

تاریخ 

په ۱۹۴۵ز کال کې د نیو مکسیکو په دښته کې امریکايي ساینس پوهانو د «ټرینټي» په نوم د اتومي وسلو لومړۍ ازموینه ترسره کړه او په دې توګه یې د اټومي دورې پیل په نښه کړ. آن د ټرینټي ازموینې دمخه ملي مشرانو په کورني او بهرني سیاست باندې د اټومي وسلو د اغېزو په اړه خبرې اترې کړي وې. همدارنګه ساینسي ټولنې د اتومي ساینس پوهانو فدراسیون او د ساینس او ​​​​نړیوالو چارو په اړه د پوګواش کنفرانس په څېر سازمانونو له لارې د اټومي وسلو د تګلارو په اړه بحث کې برخه اخیستې. [۵][۶] 

د ۱۹۴۵ز کال د اګسټ په شپږمه د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د جاپان په هیروشیما ښار کې د «Little Boy» په نوم اټومي بم چاودنه وشوه، چې د یادې بم چاودنې او د تودوخې څپو له امله یې نږدې ۵۰،۰۰۰ ودانۍ ویجاړې شوې او له ۷۰،۰۰۰ نه تر ۸۰،۰۰۰ پورې کسان په کې ووژل شول، چې په ټولیزه توګه شاوخوا  ۹۰،۰۰۰-۱۴۶،۰۰۰کسان په کې مړه شول. همدارنګه درې ورځې وروسته د  "Fat Man" په نوم یو بل اټومي بم د ۱۹۴۵ز کال د اګسټ په ۹مه د جاپان په ناګاساکي ښار کې چاودنه وکړه چې له امله یې د ښار ۶۰ سلنه برخه ویجاړه او له ۳۵،۰۰۰ نه تر ۴۰،۰۰۰ پورې خلک یې ووژل، که څه هم د وخت په تیرېدو سره ممکن د ۴۰،۰۰۰ نه ډېر کسان په کې مړه شوي وي، چې له یادو پېښو وروسته په نړۍ کې د اټومي وسلو زېرمه زیاته شوه.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د (Operation Crossroads)عملیات د اتومي وسلو د ازموینو هغه لړۍ وه چې د متحده ایالاتو له خوا د ۱۹۴۶ز کال په دوبي کې د ارام سمندر په بیکني ټاپو کې ترسره شوه او موخه یې پر سمندري کښتیو باندې د اټومي وسلو د اغېزو ازموینه وه، خو د یو شمېر ساینس پوهانو او ډیپلوماټانو له خوا د Crossroads عملیاتو لغوه کولو فشارونه زیات شول. همدارنګه د منهاټن پروژې ساینس پوهانو اټومي ازموینې غیر ضروري او د چاپیریال له پلوه خطرناکه وباله. همدارنګه د اټومي ازموینې لپاره د بیکني ټاپوګانو چمتو کولو د دې لامل شو چې د بیکني اصلي اوسیدونکي له خپلو کورونو نه وایستل شي او په کوچنیو او غیر اباده ټاپوګانو کې مېشت شي چیرې چې دوی نه شو کولی د خپل ژوند چارې پر مخ بیوزي.[۱۲] 

دغه راز کله چې د ارام سمندر د بم ازموینې په پایله کې د یوې جاپاني کب نیولو کښتۍ د (Lucky Dragon) په نامه کارکونکي اغېزمن کړه او له امله یې اوه میاشتې وروسته یو کب نیونکی په جاپان کې مړ شو نو ځکه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۴ز کال کې اټومي وسلو د ازمایښت نه د راډیو اکټیو پایلو د خلکو پام ځانته راواړوه، چې یادې پیښې په ټوله نړۍ کې د پراخې اندیښنې لامل شو او په دې توګه د اټومي ضد حرکتونو په چټکۍ سره وده وکړه.[۱۳][۱۴]

د اټومي وسلو ضد خوځښتونه 

په ۱۹۵۴ز کال کې د «اتومي او هایدروجني بمونو په وړاندې د جاپاني شورا» په جوړولو سره جاپان کې  د سولې خوځښتونه راڅرګند شول، چې په ارام سمندر کې د اټومي وسلو ازموینو سره د جاپان مخالفت په پراخه کچه و او د اټومي وسلو د بندیز لپاره یې نږدې ۳۵ میلیون لاسلیکونه په غوښتنلیکونو کې راټول کړي وو. همدارنګه ۱۹۵۸ز کال کې په انګلستان کې د Aldermaston لاریونونه چې د مستقیم عمل کمیټې له خوا تنظیم شوی وو او د اتومي بې وسلې کولو عملیاتو له خوا یې ملاتړ کېده هغه مهال رامنځته شو، چې څو زره خلکو د څلورو ورځو لپاره د لندن له ټرافالګر چوک نه الډرماسټون ته نږدې د اټومي وسلو څېړنې مرکز ته لاریون وکړ، ترڅو له اټومي وسلو سره خپل مخالفت څرګند کړي.[۱۵][۱۶][۱۷]

د ۱۹۶۱ز کال د نومبر په لومړۍ نېټه د سړې جګړې په اوج کې شاوخوا ۵۰ زره ښځو « د سولې لپاره د ښځو د اعتصاب » په نوم د امریکا په ۶۰ ښارونو کې د اتومي وسلو پر ضد مظاهرې وکړې، چې دا په شلمه پېړۍ کې د ښځو تر ټولو لویه ملي سوله ییزه مظاهره وه.[۱۸][۱۹]

په ۱۹۸۰ لسیزه کې د وسلو د پراختیا او د متحده ایالاتو د ولسمشر رونالډ ریګن د څرګندونو په پایله کې د اټومي وسلو ضد غورځنګونو یو ځل بیا زور واخیست. ځکه ریګن «د اټومي وسلو نه پاکه نړۍ» د خپل شخصي ماموریت په توګه ګڼه او له همدې امله د ریګن دا دریځ په لویه کچه په اروپا کې تر نیوکو لاندې راغۍ. دغه راز ریګن وکولاې شو چې له شوروي اتحاد سره د اټومي بې وسلې کولو په اړه بحث پیل کړي. هغه د SALT (د سټراټیژیکو وسلو د محدودیت خبرې اترې) نوم په Start (د سټراټیژیکو وسلو د کمولو خبرې اترې) بدل کړ.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷] 

د ۱۹۸۲ز کال د جون په ۱۲مه د نیویارک په مرکزي پارک کې یو میلیون کسانو د اټومي وسلو پر ضد او د سړې جګړې د وسلو د سیالۍ د پای ته رسولو لپاره مظاهره وکړه. دا د امریکا په تاریخ کې د اټومي ضد تر ټولو لویه او سیاسي مظاهره وګڼل شوه. همدارنګه د ۱۹۸۳ز کال د جون په ۲۰مه د اټومي بې وسلې کولو نړیوالې ورځې کې د متحده ایالاتو په ۵۰ ځایونو کې لاریونونه ترسره شو. دغه راز په ۱۹۸۶ز کال کې د نړیوالې اتومي بې وسلې کولو لپاره د سولې لوی لاریون ترڅ کې له لاس انجلس نه سلګونه کسان واشنګټن ډي سي ته لاړل. همدارنګه د ۲۰۰۵ز کال د مې په لومړۍ نېټه د هیروشیما او ناګاساکي له اتومي بمونو ۶۰ کاله وروسته په نیویارک کې د ملګرو ملتونو پر وړاندې ۴۰ زره کسانو د اټومي ضد او جګړې ضد لاریون وکړ. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

په ۲۰۱۷ز کال کې « د اټومي وسلو د له منځه وړلو نړیوال عملیاتو» سازمان ته د هغه کار لپاره د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه چې د اټومي وسلو د هر ډول کارونې ویجاړونکي بشري پایلو ته او د تړون پر بنسټ د وسلو بندیز د ترلاسه کولو لپاره د  نوښتګړو هڅو ته پام واړوه.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

د وسلو د کمولو تړون 

په ۱۹۸۶ز کال کې د متحده ایالاتو د ولسمشر رونالډ ریګن او د شوروي نوي عمومي منشي میخایل ګورباچوف تر منځ د ریکیویک سرمشریزې وروسته د اټومي وسلو د کمولو دوه مهم تړونونه لاسلیک کړل، چې لومړي یې د INF تړون (۱۹۸۷ز کال) او دویم یې START I (۱۹۹۱ز کال) تړون و، خو د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته متحده ایالاتو او د روسیې فدراسیون د سټراټیژیک یرغل د کمولو تړون (۲۰۰۳ز کال) او د START I تړون (۲۰۱۰ز کال) پای ته ورساوه. همدارنګه د متحده ایالات د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ په ۲۰۱۹ز کال کې له INF تړون نه ووتل، خو د ولسمشر جو بایډن په مشرۍ په ۲۰۲۱ز کال کې د متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ د سټراټیژیک ثبات خبرې اترې (SSD) پیل شوې.

کله چې د سړې جګړې پر مهال د اټومي جګړې او د اټومي وسلو د لرلو تاوانونه ټولو خواوو ته څرګند شو نو د امریکا، شوروي اتحاد او د نړۍ  یو شمېر نورو هېوادونو ترمنځ د بې وسلې کولو او نه خپراوي تړونونه لاسلیک شول، چې ډېری دا تړونونه د کلونو خبرو اترو په پایله کې وو  او داسې ښکارېده چې د وسلو کمولو او د اټومي جګړې خطر کمولو کې مهم ګامونه پورته کړي.

سرچينې