بلوا (اړودور)

بلوا/اړودور د مدني بې نظمې يوه بڼه ده، په کوم کې چې عموماً د يوې ډلې له خوا د واکمنۍ، شتنمنۍ يا خلکو په وړاندې له تاوتريخوالی ډک عام خلل په حالت کې منځ ته راځي.

عموماً په بلواوو کې د دولتي يا شخصي شتمنۍ له منځه تلل پېښېږي. موخه ګرځېدلې شتمنۍ د بلوا او د بلواګرو تمايل ته په کتنې سره توپير مومي. شونې ده په هدفونو کې دوکانونه، موټرې، رستورانتونه، دولتي ادارې او مذهبي ودانۍ شامل وي.[۱]

بلواوې ډېر ځله د نيوکو/شکايتونو يا مخالفتونو له امله منځ ته راځي. له تاریخي اړخه، بلواوې د بې وزلۍ، بې روزګارۍ، د ژوند د غريبو شرايطو، حکومتي فشارونو، مالياتو يا بېګار، د توکميزو ډلو (د توکم بلوا) يا مذهبي ډلو (فرقه يي تاوتریخوالی، ټولوژنه) تر منځ د ټکرونو، د سپورټ د مراسمو د پایلو (د سپورټ بلواوې، فوټبال لوچکي/بدماشي)، يا له حقوقي لارو چارو څخه ناهيلي، د کومو له امله چې د شکايت دليل پيدا کېږي، له امله منځ ته راغلي دي.[۲]

په داسې حال کې چې شونې ده ځينې اشخاص د بلوا د مشرۍ يا مديرت هڅه وکړي، عموماً بلواوې له نامنظمو ډلو څخه جوړې وي، کومې چې ډېر ځله «ګډې وډې او د ډله ييز چلند ښودنه کوي». داسې ډېر شواهد شته چې ښيي بلواوې غېر معقولې، د رمې په څېر چلند (کله يې د غوغا/ازدحام ذهنيت بولي) نه دي، بلکې په حقيقت کې د معکوسو ټولنيزو اخلاقو پيروي کوي.[۳]

عموماً له بلواوو سره مقابله کول د پوليسو د ځواکونو لپاره ستونزمن هدف وي. شونې ده دوی د اوښکو ګاز يا سي ايس ګاز (د اوښکو يو ډول پیاوړی ګاز دی) وکاروي، ترڅو بلواوې کنترول کړي. همدا راز شونې ده چې د بلواوو پوليس د کنترول لپاره کمې وژونکې لارې چارې وکاروي، د بېلګې په ډول په هغو ټوپکو ډز کول چې نرمې ګردې سرګلولې ولي، کومې چې شخص ټپي کوي يا بلواګر په اسانۍ سره د نيولو لپاره وړ ګرځوي.[۴]

ډلبندي

د خوراک بلواوې د حاصل د ناکامۍ، د خوراک نامناسبې زېرمې، احتکار، د خوراک مسموميت، يا د ملخانو په څېر خزنده ګانو د بريدونو په پایله کې منځ ته راځي. کله چې عام خلک له دا ډول شرايطو څخه ناهيلي شي، شونې ده چې ځينې ډلې په دوکانونو، کروندو، کورونو يا حکمتي ودانيو بريدونه وکړي تر څو ډوډۍ يا د غلو دانو يا مالګې په څېر د نورو اصلي خوراکونه تر لاسه کړي. ټي.ايس. اشټون د ډبرو سکرو ايستونکو په منځ کې د خوراکونو د بلواوو په اړه د خپلې مطالعې په ترڅ کې ليکلي دي «په حقيقت کې د کان کيندونکو بلواوې د بنسټيز څه په اړه دي: دا د لوږې په وړاندې د نارينتوب طبيعي غبرګون و». چارلس ويلسن ويلي، «د خوراک د نرخونو نامنظم زياتوالي په ټاين کې «کيل مين» (کيل مين يوه ډله خلک و چې په بېړيو کې يې کار کاوه) اړ کړل چې په ۱۷۰۹ز کال کې بلوا وکړي، په ۱۷۲۷ز کال کې په فالماوت کې د قلعي د کان کيندونکو غلې دانې لوټ کړې». په ۱۹۷۷ز کال کې، مصري خوراک بلواوې، وروسته له دې چې د خوراکي توکو مرستې ودرېدې او نرخونه لوړ شول نو سلګونه زره خلکو په بلوا لاس پورې کړ.[۵][۶][۷]

د پوليسو بلوا د پوليسو د يوې ډلې له خوا د ملکيانو د يوې ډلې په وړاندې په ناانډول او ناقانونه ډول د ځواک د کارېدو لپاره کارېدونکې اصطلاح ده. عموماً دا اصطلاح پر ملکيانو د پوليسو د بريد يا د تاوتريخوالي لپاره د ملکيانو راپارولو لپاره کارول کېږي.[۸]

سياسي بلوا د سياسي موخو لپاره بلوا ده، يا هغه چې د سياسي اعتراض څخه منځ ته راځي.

د زندان بلوا، د زندان د اداره کوونکو، زندان د مشرانو يا نورو بنديانو د نورو ډلو په وړاندې د يوه ډله بنديانو له خوا د پراخه مقياس د شريکې بلوا يا خرابۍ يو لنډ مهالی کار دی. عموماً د شکايت د څرګندولو، په زوره د بدلون يا د تېښتې د هڅې لپاره کېږي. 

په توکميزې بلوا کې، توکم يا قوميت مهم لامل دی. تر ۱۸۹۰ز کال پورې په متحده ايالاتو کې په انګليسي ژبه کې دا اصطلاح ننوتې وه. په لومړيو کې دا اصطلاح عموماً هغو بلواګانو ته کارېده، په کوم کې به چې د يوې اکثريت توکميزې ډلې د غړيو له خوا د نورو پېژندل شويو توکمونو په وړاندې د يرغل/هجوم يو عمل تر سره شوی و.

په مذهبي بلوا کې مهم عنصر دين دی. بلوا کوونکې ډله د يو ټاکلي دين خلک يا شتمنۍ په نښه کوي، يا هغه څوک چې باور کېږي، د هغه دين سره اړيکه لري.[۹]

د سپورټ بلوا لکه د نيکا بلواګانې کېدای شي هغه مهال پيل شي، کله چې يوه ټاکلې لوبډله يا يا لوبغاړی لوبه ګټي يا يې بايلي. شونې ده چې د دواړو لوبډلو مينه وال هم سره جګړه وکړي. شونې ده د سپورټ بلواوې د لوبډلو تر منځ د اتلولۍ د سيالۍ، د اوږدې مودې سياليو يا د نمرو د نژدې کېدو پر مهال پېښې شي. په متحده ايالاتو کې سپورټ د بلواوو تر ټولو عام لامل دی چې د نژدې له نيمايي څخه زياتو سياليو او لوبو سره ملګری وي. په متحده ايالاتو کې عموماً د سپورټ ټولې بلواوې د ګټونکې لوبدلې په ښار کې منځ ته راځي.[۱۰]

اغېزې

د بلواوو اقتصادي او سياسي پايلې هومره پېچلې کېدای شي، څومره چې د دوی پېښېدل پېچلي دي. ډېر ځله په سملاسي ډول د شتمنۍ ويجاړتيا او خلکو ته زيان رسېدل د اندازې وړ دي. د ۱۹۹۲ز کال د لاس انجليس د بلوا پر مهال، ۲۳۸۳ تنه ټپيان شوي وو، له ۲۱۰۰۰ څخه زيات نيول شوي و، ۶۳ تنه وژل شوي او له ۷۰۰ څخه زيات سوداګرۍ مرکزونه سوځول شوي وو. د شتمنۍ زيان له يو ميليارډ ډالرو څخه زيات اټکل شوی و. د وژل شويو له منځه لږ تر لږه لس تنه یې د پوليسو يا ملي محافظتي ځواک له په ډزو وېشتل شوي وو.[۱۱]

په ورته توګه، د ۲۰۰۵ز کال د فرانسې مدني ناکراري تر درې اونيو پورې وغزېده او نږدې درې سوه ښارونو ته وغزېده. د پېښې په پای کې، له ۱۰،۰۰۰ زيات نقليه وسايط ويجاړ شوي او له ۳۰۰ زياتې ودانۍ سوځول شوې وې. له ۲۸۰۰ څخه زيات شکمن بلواګر نيول شوي وو او ۱۲۶ پوليس او د اور وژنې کار کوونکي ټپيان شوي وو. له دوه سوه ميلیونه يورو څخه زيات زيان اټکل شوی و.

د بلوا مديريت او قوانين

عموماً بلواوې پوليس سبمالوي، که څه هم په هر هېواد کې دا طريقې بدلې دي. شونې ده په هغو لارو چارو او وسلو کې چې پر دې مهال وکارول شي، بريد کوونکي سپي، د اوبو وسلې، پلاستيکي مرمۍ، د ربړ مرمۍ، د مرچکو شيندل، د وهلو نرم لرګي او وړونکې ډلګې شاملې وي. ډيری پوليس ځواکونه د پوليسو د نظم د حالت لپاره ټاکلي برخې لري. ځمکنۍ ملاتړ ډله (لندن)، ځانګړې ګزمې ډله (لندن)، «Compagnies Républicaines de Sécurité» (فرانسه)، «Mobiele Eenheid » (هالنډ) او د نيولو واحدنه (المان) یې ځينې بېلګې دي.

د پوليسو له خوا د بلواوو مديريتي چارو ته د داسې پېښو په مټ زيان رسېدلی دی، په کومو کې چې پوليس بلواوو او ډله ييز تاوتريخوالي ته په هڅولو تورن شوي دي. په داسې حال کې چې پورته يادې شوې وسلې داسې جوړې شوي چې وژونکې نه دي، بيا هم د دوی د کارېدو له امله يو شمېر خلک يا ټپیان او يا هم مړه شوي دي. د بېلګې په ډول، د تېرو پنځه دېرشو کلونو په اوږدو کې د ۱۹۷۰ څخه تر ۲۰۰۵ زکال پورې په شمالي ايرلينډ کې د ربړي مرميو له امله اولس تنه وژل شوي دي.[۱۲]

د نيولو ګواښ

د بلواګرو په وړاندې د سختو سزاوو په پرتله د نيولو لوړ ګواښ زیات اغېزناک دی. په داسې حال کې چې ډېر او لا پسې ډېر خلک له بلوا سره يو ځای کېږی، په همدې تناسب سره د نيولو ګواښ هم کمېږی، کوم چې بيا هم خلک له بلوا سره يو ځای کېدو ته هڅوي.[۱۳]

ملي قوانين

هندوستان

په هندوستان کې، د هندوستان جزا قانون (IPC) له مخې بلوا کول يو جرم دی.[۱۴]

انګلستان او ويلز

په انګلستان او ويلز کې بلوا يوه قانوني جرم دی. دا قانون د عامه نظم قانون ۱۹۸۶ ز کال د لومړۍ مادې (۱) په مټ جوړ شوی دی. د همدې قانون په ۱ (۱) څخه تر (۵) مادو پورې داسې وايي:

(۱) هر کله چې ۱۲ يا له دې څخه زيات کسان په يو ځای کې موجود وي د يوې شريکې موخې لپاره له تاوتريخوالي کار اخلي يا ناقانونه ګواښ پېښوي او د دوی کار داسې وي (یعنې په یو ځای) چې د همدې پېښې په ځای کې له شته معقول استقامت لرونکي شخص سره د خپل شخصي خونديتابه وېره پيدا شي، د دې اشخاصو هر يو، کوم چې د يوې شريکې موخې لپاره له ناقانونه تاوتريخوالي څخه کار اخلي د بلوا مرتکبين دي.

سرچينې