بین النهرین


بین النهرین (پخوانی یونان: Μεσοποταμία Mesopotamíā؛ په عربي: بِلَاد ٱلرَّافِدَيْن Bilād ar-Rāfidayn؛ کلاسیکې سریاني کې: ܐܪܡ ܢܗܪ̈ܝܢ، یا Ārām-Nahrīn ܒܝܬ ܢܗܪ̈ܝܢ Bēṯ Nahrīn) د لویدیځې اسیا یوه تاریخي سیمه ده چې د دجلې ـ فرات سیندونو په لاره کې د ښېرازه کرینسټ  په شمالي برخه کې موقعیت لري. بین النهرین عصري عراق اشغال کړ. په دې تاریخي سیمه کې د فارس خلیج او سویل ختیځه ترکیه، لویدیځ ایران، شمال ختیځه سوریه او شمالي کویټ هم شامل دي.[۱][۲][۳][۴][۵]

د دجلې سیند

سومریانو او اکډیانو (د اشوریانو او بابلیانو په ګډون) د لیکل شوي تاریخ له پیل څخه (د ۳۱۰۰ کاله مخکې له میلاد په شاوخوا کې) تر۵۳۹ کې د بابل سقوط پورې چې د هخامنشیانو د سترواکۍ له خوا فتح شو، پر بین النهرین واک درلود. په ۳۳۲ مخکې له میلاد کال کې د لوی سکندر له خوا فتح شو او د هغه له مړینې وروسته، دا د یونان د سلوکیانو د سترواکۍ برخه شو. وروسته ارامیانو د بین النهرین په لویو برخو (۹۰۰ مخکې له میلاد  په شاوخوا کې – ۲۷۰ وروسته له میلاد پورې) واکمني وکړه. د ۱۵۰ مخکې له میلاد کال په شاوخوا کې، بین النهرین د اشکانیانو د سترواکۍ تر کنټرول لاندې و. بین النهرین د رومیانو او اشکانیانو ترمنځ د جګړې ډګر شو، د بین النهرین لوېدیځې برخې، د لنډ مهاله رومیانو تر کنټرول لاندې راغلې. په ۲۲۶ز کال کې د بین النهرین ختیځې سیمې د ساساني پارسیانو لاس ته ورغلې.[۶][۷][۸]

جغرافیه

بین النهرین د فرات او دجلې سیندونو تر منځ ځمکه رانغاړي، چې د دواړو سرچینه  د توروس په غرونو کې ده. دواړه سیندونه د ډېری مرستیال سیندونوله خوا تغذیه کیږي او د سیند ټول سیسټم یوه پراخه غرنۍ سیمه اوبه کوي. د سیمې اقلیم نیمه وچ دی چې په شمال کې د یوې پراخې دښتې پراخوالی لري، چې په سویل کې د ۱۵۰۰۰ کیلومتره مربع (۵۸۰۰ مربع مایل) سیمې ته لاره ورکوي. په جنوب کې د فرات او دجلې سیندونه سره یو ځای کیږي او فارس خلیج ته بهېږي.[۹]

ژبه او لیک

په بین النهرین کې لومړنۍ لیکل شوې ژبه سومري وه. د سومري ژبې ترڅنګ، په بین النهرین کې په سامي ژبوهم ویل کېدل. سوبارتايي ژبه د زاګروس ژبه چې ښايي د هورو – ارارتوان د ژبو کورنۍ پورې اړه ولري، په شخصي نومونو، سیندونو او غرونو او په بېلابېلو هنرونو کې دا ثابت شوي دي. د اکډي سترواکۍ او اشوري سترواکۍ په بهیر کې د اکډي د واکمنۍ ژبه وه، خو سومري د اداري، مذهبي، ادبي او ساینسي موخو لپاره کارول کېده. د اکډي بېلابېل ډولونه د نوې بابلي دورې تر پایه پورې کارول شوي. زړه ارامي، چې پخوا په بین النهرین کې عامه شوې وه، بیا د لومړۍ نوې-اشوري سترواکۍ رسمي ولایتي ادارې ژبه شوه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ساینس او ​​ټیکنالوژي

دارو(درمل)

د طب په اړه د بابلیانو تر ټولو زاړه متنونه د دویمې مخکې له میلاد زریزې په لومړۍ نیمایي کې د زاړه بابل  په دورې پورې اړه لري. په هرحال، د بابل ترټولو پراخ طبي متن، د تشخیص لارښود کتاب دی چې د اُمَنُو له خوا لیکل شوی. د معاصر مصر له طب سره، بابلیانو د تشخیص، وړاندوینه، فزیکي معاینې، تنقیه او نسخې معرفي کړې. سربېره پردې، د تشخیص لارښود کتاب د درملنې او ایټیولوژي مېتودونه ، د تشخیص او درملنې په برخه کې د تجربې، منطق او عقلیت کارول معرفي کړل. په متن کې د طبي نښو لیست او ډیری وختونه هراړخیزې تجربې مشاهدې او منطقي قواعد شامل دي چې د ناروغ په بدن کې د تشخیص او وړاندوینې سره د لیدل شویو نښو په ترکیب کې کارول کیږي.[۱۴]

ټکنالوژي

د بین النهرین خلکو ډیرې ټیکنالوژۍ اختراع کړي چې په کې د فلزکارۍ او مس، د شیشې او څراغ جوړول، د ټوکر اوبدل، د سیلاب کنټرول، د اوبو ذخیره کول او اوبه لګول شامل دي. دوی په نړۍ کې د برونزو د دورې لومړنۍ ټولنې هم وې. دوی د مسو، برونزو او سرو زرو څخه اوسپنې ته وده ورکړه. ماڼۍ په سلګونه کیلوګرامه قیمتي اوسپنو سینګار شوې وې. همدارنګه له مسو، برونزو او اوسپنې د زغرې او هم د بېلابېلو وسلو، لکه: تورو، خنجر، نیزو او میخونو لپاره کارول کېده[۱۵][۱۶]

دین او فلسفه

د لرغوني بین النهرین دین لومړنی ثبت شوی دین دی. دوی دا باور درلود، چې اوبه په هر ځای کې دي، پورته، ښکته او اړخونه او دا نړۍ له دې لوی سمندر څخه زیږیدلی. برسېره پر دې، د بین النهرین دین شرک و. که څه هم پورته بیان شوې عقیدې د بین النهرین په منځ کې په عام ډول شتون درلود، خو سیمه ییزو توپیرونو هم شتون درلود. د نړۍ لپاره سومري کلیمه an-ki ده، چې د خدای لپاره An او Ki رب النوع ته اشاره کوي. دوی باور درلود ،چې اینیل ترټولو پیاوړی خدای و. [۱۷]

فلسفه

د سیمې ډیرېو تمدنونو په ابراهیمي مذهبونو په ځانګړې توګه پر عبراني انجیل اغیزه وکړه؛ د هغه کلتوري ارزښتونه او ادبي اغیزې په ځانګړې توګه د پیدایښت په کتاب کې څرګندې دي. جیورجیو بوکیلاتی په دې باور دی، چې د فلسفې منشا د بین النهرین په لومړیو حکمتونو کې موندل کیدای شي، کوم چې د ژوند ځینې فلسفې، په ځانګړې توګه اخلاقي، د ډیلیکټیک، ډیالوګونو، افسانوي شعرونو، فولکلورونو، حمدونو، غزلونو، نثرونو او متلونو په بڼو کې ځای پرځای شوي. د بابلي استدلال او عقلیت له تجربوي مشاهدې هاخوا یې وده وکړه. د منطق لومړنی شکل د بابلیانو له خوا رامنځته شوی و.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

کلتور

موسیقي

ځینې سندرې، د الهو او ارباب النواعو لپاره لیکل شوې، خو ډیری یې د مهمو پیښو بیانولو لپاره لیکل شوې. که څه هم موسیقي او سندرې د پاچایانو د خوښې وړ وې، خو هغو عامو خلکو چې غوښتل یې په خپلو کورونو یا بازارونو کې سندرې ووایي او نڅا وکړي، هغوی هم ترې خوند اخیست. ماشومانو ته سندرې ویل کېدې، چې هغوی به بېرته خپلو ماشومانو ته انتقالولې. په دې توګه سندرې د ډېریو نسلونو له خوا په شفاهي ډول انتقال شوې، تر هغه چې لیکل نړیوال شوو. دا سندرې د پېړیو په اوږدو کې د تاریخي پېښو په اړه د معلوماتو غوره وسیلې وې. عود (عربي: العود) د موسیقۍ یوه کوچنۍ وسیله ده چې د بین النهرینیانو لهخوا کارول کیږي. د عود ترټولو زوړ انځوریز ریکارډ د ۵۰۰۰ کاله دمخه په سویلي بین النهرین کې په اوروک دورې پورې اړه لري، چې په استوانې مهر کې دی، چې دا مهال د بریتانیا په موزیم کې ځای پرځای شوی او د ډاکټر ډومینیک کولون له خوا اخیستل شوی.

حکومت

د بین النهرین جغرافیې، د سیمې په سیاسي پرمختګ ژوره اغیزه درلوده. د سیندونو په منځ کې، سومري خلکو د اوبو لګولو کانالونو سره لومړني ښارونه جوړ کړل چې د خلاصې دښتې یا جبې په واسطه جلا شوي وو، چیرې چې کوچیان قومونه ګرځیدل. د جلا شویو ښارونو ترمنځ اړیکه ستونزمنه وه او کله ناکله خطرناکه وه. په دې توګه، هر سومري ښار یو ښاري دولت شو، د نورو څخه خپلواک او د خپلواکۍ ساتونکي یې شوو. کله نا کله به یو ښار د یوې سیمې د فتح کولو او یوځای کولو هڅه کوله، خو دې ډول هڅو د پیړیو لپاره مقاومت وکړ او ناکامې شوې. د پایلې په توګه، د سومر سیاسي تاریخ نژدې د پر له پسې جګړو تاریخ دی. په نهایت کې سومر د ایناتوم له خوا یوځای شو، خو یووالی کمزوری و او پای ته ونه رسېد، ځکه چې اکادیانو یوازې یو نسل وروسته په ۲۳۳۱ مخکې له میلاد کې سومر فتح کړ.

تړلې لیکنې

سرچینې