جان وېسلي

جان وېسلي ( /ˈwɛsli/ د  کال ۱۷۰۳ د جون په ۲۸ [د تاریخ لیکنې په پخواني سټایل د جون ۱۷] زېږېدلی او د ۱۷۹۱ ز کالد مارچ په دویمه مړ شوی) یو انګرېزی دیني پوه، مجتهد او انجیل لیکونکی و هغه د انګلستان په کلیسا کې د بیاژوندي کوونکي غورځنګ مشر و چې د مېټوډېست په نوم پېژندل کېده. کومې ټولنې چې نوموړي رامنځته کړې د مېټوډېست غورځنګ خپلواکې بڼې شوې چې تر نن پورې دوام لري.[۱۸]

جان وېسلي
جان وېسلي
جان وېسلي

د شخص معلومات
پيدايښت۱۷ جون ۱۷۰۳[۱][۲][۳][۴]
مړینه2 مارچ 1791 (88 کاله)[۵][۶][۲][۷][۳][۴][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره
تابعیت د لویې بریتانیا پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه
پلار
مور
خور/ورور
عملي ژوند
تعلیم
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)آلماني ژبه ،  وانگليسي [۱۶]،  ولاتين ژبه ،  ويوناني ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر
لاسليک
جان وېسلي
جان وېسلي

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

وېسلي په اکسفورډ کې په چارټرهوس او عیسوي کلیسا کې زده کړې وکړې. په ۱۷۲۶ ز کال کې په اکسفورډ کې د لندن د لېنکولېن کالج غړی  وټاکل شو او دوه کاله ورورسته د انګلېکن د کشیش په توګه منصوب شو. په اکسفورډ کې هغه د "سپېڅلي کلپ" مشري وکړه، دا یوه ټولنه وه چې د یو متدین مسیحي ژوند د مطالعې او پلټنې پر بنسټ د هغه د ورور چارلېز له خوا رامنځته شوې وه، چې  جورج  وايټفېلډ يې د هغې له غړو څخه ګڼه. د ساوانا جورجیا په مستعمره کې په عیسوي کلیسا کې تر دوه کلن نابریالي کشیشتوب وروسته لندن ته راوګرځېد او له یوې مذهبي ټولنې سره چې مشري یې د موراویاني عیسویانو په لاس کې وه یوځای شو. د ۱۷۳۸ ز کال د مې میاشتې په څلورویشتمه کله چې یې  احساس وکړ په عجیب ډول يې زړه ګرم شوی هغه څه یې تجربه کړل چې د هغه انجیلي بدلون ونومول شو. ورپسې هغه موراویان پرېښودل او خپل ملاتوب/ کشیشوالی یې پیل کړ.

د وېسلې د کشیشتوب په پرمختګ کې یو کلیدي ګام د وایټفېلډ په څېر له هېواده بهر سفر کول او تبلیغ و. د وایټفېلډ له تمدن سره يې فرق دا و چې وېسلي د ارمنیزم  ښوونې ومنلې. هغه په ټوله بریتانیا او ایرلنډ کې له حرکت کولو سره د کوچنیو مسیحي ډلو (ټولنو) په رامنځته کولو او تنظیمولو کې مرسته وکړه چې مسؤلیت پذیری، دینې ښوونې او شاګردۍ ته یې پراختیا ورکړه. هغه له دغې ډلې څخه د پالنې لپاره ګرځنده، نامعین انجیل لیکونکي نارینه او  ښځینه خطیبان وګمارل. د وېسلې په لارښوونه مېټوډېستان د ورځې په ډېرو ټولنیزو موضوعاتو لکه د غلامۍ په له منځه وړلو او د بندخونو په سمونه کې مشرۍ ته ورسېدل.

که څه هم وېسلي یو اوصولي مجتهد نه و، هغه  د عیسویت مفکورې د بشپړتیا لپاره استدلال کاوه او د کالوېنیزم (د عیسویت اصلاح شوې بڼه) مخالف و - او  په ځانګړي ډول د هغه د تقدیر د فلسفې له لارښوونو سره مخالف و.  د هغه انجیل پالنه چې پر الهی مقدساتو ولاړه ده، باوري وه چې د فیض/ مهربانۍ ابزار کله کله د یو معتقد په سپېڅلتیا کې رول لري. که څه هم هغه دا باور تدریساوه چې له ایمان سره یو کس داسې معتقد کېدی شي چې عیسی ع ته ورته والی ولري. هغه په دې باور و چې عیسویان په دې ژوند کې کولی شي داسې یو حالت ته ورسي چې د خدای مینه د دوی په زړونو کې واکمنه شي او دوی ته نه یوازې ظاهري بلکې باطني سپېڅلتیا هم  وربښي. د وېسلي تعلیمات په ټوليز ډول د وېسلیان د الهياتو/ تیولوژۍ په نوم پېژندل کېږي، چې د میټوډېست کلیساوو د لارښوونو په زده کړه کې مرسته کوي.[۱۹]

وېسلي د خپل ژوند په بهیر کې په انګلستان کې له مېشتې کلیسا سره پاتې شو او ټينګار یې وکړ چې میټوډېست غورځنګ په ښه توګه د دوی په دود کې ځای پر ځای شوی. وېسلي د خپل کشیشتوب په لومړیو کلونو کې په ډېری سیمه ییزو کلیساګانو کې له تبلیغ کولو څخه منع کړای شو او مېټوډېستان له زور زیاتي سره مخ شول. وروسته هغه له پراخ درناوي سره مخ شو او د خپل ژوند په پای کې د انګستان د تر ټولو مینه ناک سړي په توګه وپېژندل شو.[۲۰][۲۱]

لومړنی ژوند

جان وېسلي د ۱۷۰۳ ز کال د جون په ۲۸ (د تاریخ لیکنې په پخواني سټایل د جون ۱۷) د لېنکولېن په شمال لویديځ کې ۲۳ مایله (۳۷ کیلو مترۍ) هاخوا په ایپورث کې زېږېدلی. هغه د ساموېل وېسلي او مېرمنې يې سوزانا وېسلي (کورنی نوم یې انېسلي) ۱۵م اولاد و. ساموېل وېلسي له اکسفورډ پوهنتون څخه فارغ و او یو شاعر و چې له ۱۶۹۶ کال څخه د ایپورث پوهنتون رییس و. هغه په ۱۶۸۹ ز کال کې د مخالف وزیر ساموېل انېسلي له ۲۵م اولاد سوزانا سره واده وکړ. په پای کې هغه ۱۹ اولادونه وزېږول چې ۹ يې یوازې تر زېږون مخکې دروه کې ژوندي وو. هغه او ساموېل وېسلي په ځوانۍ کې د انګلستان د کلیسا غړیتوب ترلاسه کړی و.  [۲۲][۲۳]

د هغه مهال د ډېری کورنیو په څېر د وېسلي مور او پلار خپلو اولادونو ته یوازې لومړنۍ زده‌کړې ورکړې وې. د نجونو په ګډون هر ماشوم ته داسې روزنه ورکړل شوې وه چې د ګرځېدلو او خبرو کولو سره سم لوستل هم زده‌کړي. له دوی څخه تمه کېده چې په لاتیني او يوناني ژبو بلدتیا ولري او د نوي عهد لویې اړینې برخې د زړه له کومې زده‌کړي. سوزانا وېسلي به هر ماشوم د غرمې تر ډوډوۍ مخکې او د ماښام تر لمانځه مخکې معاینه کاوه. اولادونو د ډوډۍ د مشخصو وختونو تر منځ فاصله کې د خوړلو اجازه نه درلوده او په هره اونۍ کې يې يوه ورځ د معنوي زده‌کړو په موخه له خپلې مور سره لنډه مرکه لرله. وېسلي په ۱۱ کلنۍ کې په ۱۷۱۴ ز کال کې په لندن کې د چارټرهوس ښوونځي (له ۱۷۱۵ څخه یې پالنه د جان کېنګ پر غاړه وه) ولېږل شو، چې هلته یې روښانه، له زده‌کړو سره مل، روڼ اندی او تر یو مهال پورې مذهبي (دا زده‌کړې يې په کور کې زده‌کړې وې) ژوند پیل کړ. [۲۴]

د هغه له منظمې روزنې څخه جلا د ۱۷۰۹ ز کال د فېبرورۍ په ۹ د کشیش په حجره کې اورلګېدنې د هغه پر ژوند نه هېرېدونکی اغېز پرېښود، وېسلي د ارولګېدنې پر مهال پنځه کلن و. د شپې تر ۱۱ بجو وروسته د معبد چت په اور کې وسوځېد. سپرغي يې د ماشومانو پر تخت ورېدل او له کوڅې څخه د اور چغو وېسلیان دې ته اړ کړل تر څو له جان پرته چې په پورتني پوړ کې لاله‌هاند پاتې و خپل ټول بچیان له کوره وباسي. وېسلي په داسې حال کې  سیمې د یو اوسېدونکي پر اوږو ودرېد او له پنجرې څخه پورته شو چې په زینو کې د اور لمبې وې او چت د رالوېدو په حال کې و. د زکریا د نقل قول ۳:۲ له مخې وېسلي وروسته د دې پېښې د تشرېح کولو لپاره د «هغه داغ چې له اور څخه واېستل شو» عبارت وکاروه. د ماشومتوب د دوران دا کیسه وروسته د وېسلي په افسانه بدله شوه او پر خاص برخلیک او فوق العاده کار شاهدي وه، ویسلي د ۱۷۱۶ او ۱۷۱۷ ز کلونو تر منځ ايپورث ریکټوري (دا په بریتانیا کې د ملکې په سبک یوه ودانۍ وه، ژباړن) تر اغیز لاندې هم راغی. د وېسلي کورنۍ راپور ورکوي چې هغوی په څو څو ځله ځینې غږونه او کله کله لاریونونه اورېدل چې د دوی د باور له مخې د زاړه‌جېفري په نوم د یوې اروا له امله وو. [۲۵]

زده‌کړې

وېسلي د ۱۷۲۰ ز کال په جون کې، د اکسفورډ عیسوي کلیسا ته لار ومونده. په ۱۷۲۴ ز کال کې تر فراغت وروسته د ماسترۍ په برخه کې د خپلو زده‌کړو لپاره په عیسوي کلیسا کې پاتې شو. [۲۶]

هغه د ۱۷۲۵ ز کال د سېپټمبر په ۲۵ د [1]کلیسا مرستیال وټاکل شو. په پوهنتون کې په یو ښه همکار او معلم بدلېدو ته سپېڅلي احکام یو اړین ګام و. د ۱۷۲۶ کال د مارچ په ۱۷مه د رایو په اتفاق د اکسفورډ د لېنکلين کالج غړی وټاکل شو. دې حق هغه ته په کالج کې یوه کوټه/خونه او عادي معاش ورکر. هغه د خپلو زده‌کړو له دوام سره هم‌مهاله د یوناني ژبې او فلسفې تدریس، د نوې عهد په اړه ویناوالۍ او په پوهنتون کې د ورځنیو اختلافاتو د حلولو په موخه په بحثونو کې بوخت و. په دې توګه کشیش کېدلو ته بلنې د هغه په اکادمیک شخصیت کې نفوذ وکړ. وېسلې د ۱۷۲۷ ز کال په اګست کې د خپلې ماسترۍ ترلاسه کولو وروسته اېپورث ته راستون شو. پلار يې له هغه څخه د رووټ په ګاونډيتوب کې د پالنې لپاره مرسته وغوښته. وېسلي د ۱۷۲۸ ز کال د ډېسمبر په ۲۲ هغه د کشیش په توګه وټاکل شو، وېسلي د دوو کلونو لپاره د کشیش د مرستیال په توګه کار وکړ. [۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې