دسوریې اړوند دعرب سوسیالیست بعث ګوند
دسوریې اړوند دعرب سوسیالیست بعث ګوند – په عربی ژبه( (عربي: حزب البعث العربي الاشتراكي – قطر سوريا) )، په رسمي توګه د سوريې سيمه ييزه څانګه، يو نوی بعثي سازمان دی چي د ۱۹۴۷ کال د اپریل په ۷ نېټه د میشل افلق ، صلاح الدین البطار، ذکی العروسي اوملګرو له لوري رامنځ ته سو. دغه ګوند په سوریه کي د ۱۹۶۳ کال له کودتا راهیسي چي بعثیان یې واک ته ورسول، پرله پسې حکومت کوي. دسوریې یاده څانګه لومړی داصلي بعث ګوند سیمه ایزه څانګه بلل کيده څوچي په 1966 کال کي په سوریې پوري په رسمي ډول ونښلول سوه. په 1963 کال کي واک ته د رسېدو راهیسي، د بعث نوي افسرانو د عنعنوي ملکي اشرافو په نښه کولو سره د نظامي دیکتاتورۍ رامینځته کولو ته دوام ورکړ چې په مطلق العنان [lower-alpha ۱] ډول فعالیت کوي؛ په داسي حال کي چي ټولي دولتي ادارې، ګوندي ارګانونه، عامه ادارې، مدني بنسټونه، رسنۍ او روغتیايي بنسټونه د اردو د تاسیساتو او مخابراتو (استخباراتي خدماتو) له لوري په کلکه ترڅار لاندي اودهغوی دخوښي سره سم فعالیتونه پرمخ وړي.
Arab Socialist Ba'ath Party – Syria Region | |
---|---|
حزب البعث العربي الاشتراكي – قطر سوريا | |
Logo of the Syrian Ba'ath.png | |
Regional Secretary | بشار الاسد< />Hilal Hilal (assistant)[۱] |
ناره | "یووالی, خپلواکي, سوشلیزم""Long Live The Arabs"[۲] |
جوړښت | ۷ اپریل ۱۹۴۷ |
مرکزي دفتر | Damascus, سوریه |
ورځپاڼه | Al-Ba'ath[۳] and Al-Thawra[۴][۵] |
زده کوونکو تنظيم | National Union of Students Ba'ath Vanguards[۶] |
ځوانانوتنظيم | Revolutionary Youth Union[۷] |
Paramilitary wing | Ba'ath Brigades (2012–2018)[۸][۹] |
غړيتوب | 1.2 million (2010 شاوخوا.)[۱۰] |
نظريات | Neo-Ba'athism
Historical: |
سياسي ډلبندي | Far-left[۴۷] |
Popular front | National Progressive Front[۴۸] |
Seats in the People's Council | کينډۍ:Composition bar |
Seats in the Council of Ministers | کينډۍ:Composition bar |
د گوند بيرغ | |
وېبپاڼه | |
www.baathparty.sy |
د ۱۹۶۶ کال کودتا د صلاح جدید او جنرال حفیظ الاسد د کیڼ اړخی افراطی ډلي په ګډه دبعث پخوانی ساتونکي ځواک چی میشل افلاق او صلاح الدین بیطار هم پکښي شامل وو له واکه لیری کړل. د سوریې دبعث کیڼ اړخي ډله یوسخت سوسیالیستي اقتصادي پروګرام پرمخ وړي، چي د سوریې له کمونستانو ، عربي دولتونو او شوروي بلاک سره نږدې اړیکي تعقیبوي.