دلیل

دلیل په ارادي توګه د منطق د کارولو هغه وړتیا ده چې د نوو یا شته معلوماتو پر مټ د حقیقت د موندلو لپاره کارول کېږي.  دا اصطلاح د انسان د ځانګړو کړنو، لکه: فلسفې، ساینس، ژبې، ریاضیاتو او هنر سره نږدې تړاو لري او په عادي ډول د انسانانو دبېلا بېلو ځانګړتیاوو په توګه شمېرل کېږي. دلیل ته کله ناکله عقلانیت هم ویل کېږي. [۱][۲][۳][۴]

استدلال د فکر او معرفت له بهیر سره اړیکه لري او د هوش کارول په کې شامل دي. د منطق برخه هغه تګلارې تر مطالعې لاندې نیسي چې پر مټ یې انسانان کولای شي، له رسمي استدلال نه کار واخلي، ترڅو د اعتبار وړ منطقي شخړې (ادعاوې) منځ ته راوړي. استدلال کېدای شي، په نورو برخو ووېشل شي، لکه: منطقي استدلال: چې په کې له کُل نه جز ته استدلال، له جز نه کُل ته استدلال او برمته کوونکی استدلال تر بحث لاندې نیول کېږي. ارستو د منطقي مرحلوي استدلال (مناسب استدلال) او د مستقیم درک (ادراکي) استدلال تر منځ توپیر رامنځ ته کوي. ادراکي استدلال چې په کې د استدلال بهیر د درک له لارې ترسره کېږي، که څه هم معتبر وی، خو ممکن له شخصي او موضوعي اړخه ګونګ او پېچلي لور ته ولاړ شي. په ځینو ټولنیزو او سیاسي برخو کې د استدلال منطقي او ادراکي تګلارې له یو بل سره په ټکر کې کېدای شی، په داسې حال کې چې په نورو حالاتو کې دواړه د یو بل د بشپړوونکو په توګه انګېرل کېږي. د بېلګې په توګه: په ریاضیاتو کې، درک د نوښتګر بهیر لپاره چې رسمي ثبوت ته له رسېدو سره تړاو ولري، اړین ګڼل کېږي، چې په حقیقت کې د رسمي استدلال ترټولو ستونزمن کار دی. [۵][۶]

استدلال، د عادت یا درک په څېر، یو له هغو لارو نه دی چې پر مټ یې فکر، له یوې مفکورې نه بلې اړونده مفکورې ته درومي. د نمونې په توګه: استدلال هغه تګلاره ده چې پر بنسټ یې عقلاني اشخاص له خپل چاپېریال نه حسي معلومات درک کوي، یا د فکري دوه ګونو حالاتو، لکه: علت او معلول، حقیقت او دروغ، یا د ښه یا بد لپاره نظري چوکاټ را منځ ته کوي. استدلال، د اجرائیوي تصمیم نیولو د بهیر د یوې برخې په توګه، د هدفونو، باورونو، درېځ، دودونو او بنسټونو په شرایطو کې د ارادي بدلون له وړتیا سره نږدې اړیکه لري او له همدې امله له آزادۍ او سرنوشت ټاکلو سره تړاو لري. [۷]

د معنا د سیستم په توګه، د  "دلیل" د کارولو برعکس، دلیل هغه انګېرنه ده چې پېښې، ښکارندې یا چلند تشرېح کوي. دلایل پریکړې توجیه کوي، د طبیعي پدیدو د توضیحاتو ملاتړ کوي او د افرادو د کړنو (چلند) تشرېح کولو لپاره دلایل وړاندې کوي.  [۸]

د دلیل او استدلال کارول،  په روښانه توګه د ښه یا غوره دلیلونو د راوړلو په توګه هم انګېرل کېږي. د بېلګې په توګه: کله چې د یوې اخلاقي پریکړې ارزونه کېږي، "لږ تر لږه اخلاق هغه هڅه ګڼل کېږي چې، د یوه کس چلند ته د دلیل پر مټ لارښوونه کوي . یا د یوه کار د ترسره کولو لپاره غوره دلیلونه شته دي، په داسې حال کې چې اغېزمنې شوې علاقې ته هم د هغه کار په کولو سره یو مساوي [او ناپېیلی] ارزښت ورکول کېږي.  [۹]

ارواپوهانو او د معرفت ساینس پوهانو د خلکو د استدلال د څرنګوالي د تشرېح هڅه او مطالعه کړې ده. د مثال په توګه: کوم ادراکي او عصبي بهیر ښکېل دي او کلتوري لاملونه څه ډول د خلکو په استنباط اغېزکوي. د اتوماتیک استدلال برخه مطالعه کوي، چې څنګه کولای شو، استدلال په محاسبوي ماډلونو کې را منځ ته کړو یا نه کړو. د څارویو ارواپوهنه د دې پوښتنې په اړه غور کوي چې، ایا له انسانانو پرته نور څاروي هم استدلال کولای شي او کنه.  

د لغاتو رېښه پېژندنه او نورې اړونده کلیمې

په انګلیسي ژبه او نورو عصري اروپایی ژبو کې، "دلیل" او اړونده کلیمې، د هغو کلیمو استازیتوب کوي چې تل د لاتیني او کلاسیک یوناني اصطلاحاتو د فلسفي کارونې په مفهوم کې ژباړل شوې دي.  

  • د دې عصري انګلیسي اصطلاح، اصلي یوناني اصطلاح " λόγος " ده چې د عقل یا (logos) په معنا ده. کلیمه د "وینا" یا "تشرېح" یا یو "مقدار" پیسو د راکړې ورکړې په معنا هم ده. [۱۰]
  • Logos د یوې فلسفې اصطلاح په توګه، په لاتیني کې د یو ناژبنیز مفهوم په توګه ratio (نسبت) ژباړل شوې ده. دا په اصل کې داسې ژباړه نه وه، چې یوازې د فلسفې لپاره کارول کېده، بلکې د پیسو د حساب په معنا د logos لپاره هم عامه ژباړه وه. [۱۱]
  • فرانسوي اصطلاح raison په مستقیمه توګه له لاتین نه اخیستل شوې ده، چې دا د انګلیسي اصطلاح "reason" مستقیمه رېښه ګڼل کېږي.

په انګلیسي ژبه کې د لویو لومړنیو فیلسوفانو د آثارو خپرېدل، لکه:  فرانسیس بیکن، توماس هابس او جان لاک هم په پرله پسې توګه د لاتیني او فرانسوي ژبو اصطلاحات کارولي او د logos، raison او reason اصطلاحات د یو بل پر ځای کارولي دي. د reason د اصطلاح د human reason یا د انسان د استدلال په مفهوم کې د rationality یا عقلانیت سره یو ډول مفهوم لري او په فلسفي مفهوم کې د reason د کلیمي صفت په عمومي توګه  rational  یا عقلاني دی، نه reasoned یا  reasonable . ځینې فیلسوفان، د بېلګې په توګه: توماس هابس هم د ratiocination کلیمه د reasoning لپاره د مترادف په توګه کارولې. [۱۲]

فلسفي تاریخچه

هغه وړاندیز چې استدلال انسان ته په طبیعت کې یو ځانګړی مقام ورکوي، تر شخړې لاندې دی چې د لوېدیځې فلسفې او وروسته د لوېدیځ عصري ساینس یوه مشخصه ځانګړتیا ګڼل کېږي چې پیل یې د کلاسیک یونان نه دی. فلسفه د دلیل پر مټ د ژوند د یوې تګلارې په توګه ګڼل کېږي او له بله اړخه، دلیل له پخوا راهیسې د فلسفې بحث له بنسټیزو موضوعاتو نه شمېرل کېږي. استدلال ډېری انعکاس کوونکی یا "ځان اصلاح کوونکی" ګڼل کېږي او د دلیل نیوکه په فلسفه کې یوه پر له پسې موضوع ګڼل کېږي. دا په بېلابېلو بڼو، بېلابېلو وختونو او د بېلابېلو مفکرینو له خوا د انسان د طبعیت په اړه تعریف شوې ده. [۱۳]

سرچینې