د افغانستان لومړی وزير

د افغانستان د لومړي وزیر (دري: رئیس الوزرای افغانستان) چوکۍ (بست) د افغانستان د کابینې یوه چوکۍ ده. دغه چوکۍ په ۱۹۲۷ ز کال کې د افغانستان د پاچا له خوا د یوې رسمي چوکۍ په توګه رامنځته شوه. د دغه ځایګي ساتونکي تر ۱۹۷۳ ز کال پورې هغه مهال چې د افغانستان پاچهي نظام پای ته ورسېد، تر ډېره د سلاکارانو په توګه و. په ۱۹۸۰ مه ز لسیزه کې دغه ځایګي د حکومت په سر کې ځای درلود. دغه چوکۍ د متحده ایالاتو له برید وروسته هغه مهال له منځه ولاړه، کله چې په ولسمشریز ډول د دولت بنسټ کېښودل شو او له ۲۰۰۴ ز کال نه تر ۲۰۲۱ ز کال پورې یې دوام وکړ. له افغانستان نه د متحده ایالاتو له وتو او د طالبانو له یوځل بیا واکمنېدو وروسته دغه چوکۍ بیاځلي رامنځته شوه.

د ۲۰۲۱ ز کال د سپټمبر په اوومه نېټه طالب چارواکو چې د افغانستان په ډېرۍ برخو یې واک درلود، ملا محمد حسن اخوند د افغانستان د اسلامي امارت د بیاځلي واکمن شوي لنډ مهالي دولت د لومړي وزیر (رئیس الوزرا) په توګه وټاکه. دولت د اسلامي امارت د رهبر ملا هیبت الله اخندزاده تر څار لاندې دی.[۱]

تاریخچه

پاچهي

د وزیرانو د شورا مشر لومړی وزیر نه، بلکې پاچا و. یوازې د هغه (پاچا) د غیابت پر مهال به لومړي وزیر د یادې شورا سرپرستي کوله.

تر ۱۹۶۳ ز کال پورې، پاچا محمد ظاهر شاه خپل خپلوان د لومړي وزیرانو په توګه ټاکل. پاچا محمد ظاهرشاه واک درلود چې لومړی وزیر ګوښه او یا وټاکي. له ۱۹۶۳ ز کال وروسته دغې چارې بدلون وکړ او څرګنده یې کړه چې، د افغان حکومت مشر لومړی وزیر دی او حکومت له وزیرانو جوړ دی. دا لومړی ځل و چې پاچا ظاهر شاه په حکومتي چارو کې مهم رول نه لوباوه او هغه یې یوې ټاکل کېدونې ادارې ته پرېښودې. په داسې حال کې چې نوموړي څرګنده کړه چې، دوی نه شي کولای، د خپلو دندو پرمهال په نورو چارو لاس پورې کړي.

د ۱۹۶۴ ز کال اساسي قانون، لومړي وزیر ته دا واک هم ورکړ چې د پاچا د مړینې په حالت کې ټاکنیز پلاوی (الکترال کالج) احضار کړي. لومړی وزیر یوازې د خپلو دندو او د حکومت د عمومي پالیسي اړوند ولسي جرګې ته په ځواب ویلو مکلف و.[۲]

دیموکراتیک جمهوریت

د ۱۹۷۸ ز کال په اپریل میاشت کې د افغانستان ولسمشر محمد داوود خان په یوه کودتا کې چې د ثور د انقلاب پیلامه وه ووژل شو. د افغانستان د خلکو دیموکراتیک ګوند هماغه کال د لومړي وزیر دفتر بېرته پرانیست چې د ۱۹۸۰ مې ز لسیزې تر پایه پاتې شو.

ولسمشر د لومړي وزیر د ټاکلو واک درلود، چې هغه بیا په خپل نوبت سره د وزیرانو شورا جوړوله. د دغې شورا (وزیرانو شورا) له مخې اعلان شوې دندې د داخلي او خارجي سیاستونو جوړول، د اقتصادي پراختیايي پروګرامونو او دولتي بودیجې جوړول او عمومي نظم ټینګښت و.

د ۱۹۸۷ ز کال د اساسي قانون له مخې، ولسمشر اړ و چې د حکومت جوړولو په موخه لومړی وزیر وټاکي. لومړي وزیر واک درلود چې حکومت منحل کړي. د دیموکراتیک جمهوریت په دوره کې یو شمېر ولسمشران د لومړي وزیرانو په توګه هم و. په افغانستان باندې د شوروي اتحاد په برید سره لومړي وزیر نور د حکومت په سر کې ځای نه درلود. د خلکو د دیموکراتیک ګوند مشر او د دولتي امنیتي خدمتونو (خاد) مشر زیات واک درلود.

د ۱۹۹۰ ز کال اساسي قانون څرګنده کړه چې، یوازې په افغانستان کې زېږېدلي افغان وګړي کولای شي، دغه چوکۍ خپله کړي، دا هغه څه و چې په پخوانیو سندونو کې نه وو څرکند شوي.

اسلامي دولت

د محمد نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته، یو انتقالي حکومت جوړ شو. په دې ترتیب سره د لومړي وزیر دفتر یوځل بیا د افغانستان په تاریخ کې مهم رول ولوباوه.

په دغه دوره کې د ولسمشر او لومړي وزیر ترمنځ تلپاتې ستونزو شتون درلود. دولت وشیندل شو او له ۱۹۹۲ ز کال نه تر ۱۹۹۶ ز کال پورې اغېزمن مرکزي حکومت شتون نه درلود. له همدې امله دغې چوکۍ تر ډېره تشریفاتي بڼه لرله او دولت ډېر لږ واک درلود.

اسلامي امارت

د لومړي وزیر عنوان هغه مهال چې په ۱۹۹۶ ز کال کې د افغانستان د اسلامي امارت طالب ځواکونو کنټرول ترلاسه کړ لغوه شو. د طالبانو د رهبر مرستیال د خپل حکومت په ټوله موده کې د لومړي وزیر په توګه ګڼل کېده. په ۲۰۰۱ ز کال کې د محمد رباني له مړینې وروسته، طالبانو پریکړه وکړه، څو دغه دفتر بیا جوړ نه کړي.[۳]

هغه دولت چې د ۱۹۹۷ ز کال تر سپټمبر پورې طالبانو چپه کړی و او په ۲۰۰۱ ز کال کې د طالبانو د واکمنۍ ترله منځه تلو یې بغاوت کاوه، په خپل حکومت کې یې لومړی وزیر درلود، خو دغه بست لغوه شوی و.

د ۲۰۲۱ ز کال د سپټمبر په ۷ مه نېټه، طالبانو یوځل بیا د لومړي وزیر بست رامنځته کړ.

د لومړیو وزیرانو نوملړ

د افغانستان شاهي دوره (۱۹۲۶-۱۹۷۳ ز کال)

  • شیر احمد، ۲۵ اکتوبر ۱۹۲۷– جنوري ۱۹۲۹ ز کال.
  • شیر ګیان، جنوري ۱۹۲۹ – ۱ نومبر ۱۹۲۹ ز کال.
  • محمد هاشم خان، ۱ نومبر ۱۹۲۹ – ۹ مۍ ۱۹۴۶ ز کال.
  • شاه محمود خان، ۹ مۍ ۱۹۴۶ – ۷ سپټمبر ۱۹۵۳ ز کال.
  • محمد داوود خان، ۷ سپټمبر ۱۹۵۳ – ۱۰ مارچ ۱۹۶۳ ز کال.
  • محمد یوسف، ۱۰ مارچ ۱۹۶۳ – ۲ نومبر ۱۹۶۵ ز کال.
  • محمد هاشم میوندوال، ۲ نومبر ۱۹۶۵ – ۱۱ اکتوبر ۱۹۶۷ ز کال.
  • عبدالله یکتا، ۱۱ اکتوبر ۱۹۶۷ – ۱ نومبر ۱۹۶۷ ز کال.
  • محمد نور احمد اعتمادي، ۱ نومبر ۱۹۶۷ – ۹ جون ۱۹۷۱ ز کال.
  • عبدالظاهر، ۹ جون ۱۹۷۱–۱۲ نومبر ۱۹۷۲ ز کال.
  • محمد موسی شفیق، ۱۲ نومبر ۱۹۷۲ –۱۷ جولای ۱۹۷۳ ز کال.

د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت (۱۹۷۸- ۱۹۹۲ ز کال)

  • نورمحمد ترکي، ۱ مۍ ۱۹۷۸–۲۷ مارچ ۱۹۷۹ ز کال.
  • حفیظ الله امین، ۲۷ مارچ ۱۹۷۹–۲۷ ډسمبر ۱۹۷۹ ز کال.
  • سلطان علي کشمند، ۱۱ جون ۱۹۸۱ – ۲۶ مۍ ، بیاځلي: ۲۱ فبروري ۱۹۸۹ – ۸ مۍ ۱۹۹۰ ز کال.
  • محمد حسن شرق، ۲۶ مۍ ۱۹۸۸ – ۲۱ فبروري ۱۹۸۹ ز کال.
  • فضل حق خالقیار، ۸ مۍ ۱۹۹۰ – ۱۵ اپرېل ۱۹۹۲ ز کال.

د افغانستان اسلامي دولت (۱۹۹۲- ۱۹۹۶ ز کال)

  • عبدالصبور فرید کوهستاني، ۶ جولای ۱۹۹۲ – ۱۵ اګست ۱۹۹۲ ز کال.
  • ګلبدین حکمتیار، ۱۷ جون ۱۹۹۳ – ۲۸ جون ۱۹۹۴ ؛ بیاځلي: ۲۶ جون ۱۹۹۶ – ۱۱ اګست ۱۹۹۷ ز کال.
  • دولت ارسلا رحماني، ۲۸ جون ۱۹۹۴ – ۱۹۹۵ زکال.
  • احمدشاه احمدزی، ۱۹۹۵ – ۲۶ جون ۱۹۹۶ ز کال.
  • عبدالرحیم غفورزی،۱۱ اګست ۱۹۹۷ – ۲۱ اګست ۱۹۹۷ ز کال.

د افغانستان اسلامي امارت (۱۹۹۶- ۲۰۰۱ ز کال)

  • ملا محمد رباني، ۲۷ سپټمبر ۱۹۹۶ – ۱۳ اپرېل ۲۰۰۱ ز کال.
  • مولوي عبدالکبیر، ۱۶ اپرېل ۲۰۰۱ – ۱۳ نومبر ۲۰۰۱ ز کال.

د افغانستان اسلامي امارت (۲۰۲۱ ز – تر اوسه)

  • ملا محمد حسن اخوند، ۷ سپټمبر ۲۰۲۱ – تر اوسه.

پېښلیک

بادشاهت

کينډۍ:آرنۍ

اسلامي امارت

د دولت مشر

(په رېبند تاریخ کې د عملا دفتر تداووم په گوته شوی)

#نومزوکړه-مړینهدنده ترلاسه کولدنده پرېښودلسیاسي گوند
د افغانستان بادشاهت
1Sardar Shir Ahmad شاوخوا 1885–?25 اکتوبر1927جنوري1929خپلواک
د افغانستان امارت
2Shir Giyan Died 1929جنوري19291 نومبر1929خپلواک
د افغانستان بادشاهت
3محمد هاشم خان1885–19531 نومبر1929می1946خپلواک
4شاه محمود خان1890–1959می19467 سپټمبر 1953خپلواک
5محمد داوود خان1909–19787 سپټمبر 195310 مارچ1963خپلواک
6محمد یوسف 1917–199810 مارچ19632 نومبر1965خپلواک
7محمد هاشم میوندوال 1919–19732 نومبر196511 اکتوبر1967خپلواک
(until 1966)
Progressive Democratic Party
عبدالله یکتا1 1914–200311 اکتوبر19671 نومبر1967خپلواک
8محمد نور احمد اعتمادي 1921–19791 نومبر19679 جون 1971خپلواک
9عبدالظاهر 1910–19829 جون 197112 نومبر1972خپلواک
10محمد موسی شفیق1932–197912 نومبر197217 جولای 1973خپلواک
د افغانستان جمهوریت
Post Abolished (17 جولای 1973 – 27 اپریل 1978)
د افغانستان ډیموکراټیک جمهوریت
11نور محمد ترکی1917–19791 می197827 مارچ1979د خلک ډیموکراټیک گوند
(Khalq faction)
12حفیظ الله امین1929–197927 مارچ197927 ډیسمبر1979د خلک ډیموکراټیک گوند
(Khalq faction)
13ببرک کارمل1929–199627 ډیسمبر197911 جون 1981د خلک ډیموکراټیک گوند
(Parcham faction)
14سلطان علي کشمونډ1935–11 جون 198130 نومبر1987د خلک ډیموکراټیک گوند
(Parcham faction)
د افغانستان جمهوریت
سلطان علي کشمونډ1935–30 نومبر198726 می1988د خلک ډیموکراټیک گوند
(Parcham faction)
15محمد حسن شرق1925–26 می198821 February 1989خپلواک
(14)سلطان علي کشمونډ1935–21 February 19898 می1990د خلک ډیموکراټیک گوند
(Parcham faction)
16فضل حق خالقیار1934–20048 می199015 اپریل 1992د خلک ډیموکراټیک گوند
(Parcham faction)
(until 1990)
د وطن ډیموکراټیک گوند
د افغانستان اسلامي دولت
17عبدالصبور فرید کوهستاني 1952–20076 جولای 199215 اگست 1992Hezb-e Islami Gulbuddin
18گلبدین حکمتیاردوتنه:Gulbuddin Hekmatyar1947–17 جون 199328 جون 1994د افغانستان اسلامي حزب
ارسلا رحماني2 1937–201228 جون 19941995د اسلامي دعوت گوند
احمد شاه احمدزی3 2021-1944–199526 جون 1996د اسلامي دعوت گوند
(18)گلبدین حکمتیاردوتنه:Gulbuddin Hekmatyar1947–26 جون 199627 سپټمبر 1996Hezb-e Islami Gulbuddin
د افغانستان اسلامي امارت
19ملا محمد رباني1956–200127 سپټمبر 199613 اپریل 2001Taliban
مولوي عبدالکبیر41958/1963–16 اپریل 200113 نومبر2001Taliban
د افغانستان شمالي ټلواله
Iگلبدین حکمتیاردوتنه:Gulbuddin Hekmatyar1947–27 سپټمبر 199611 اگست 1997د افغانستان اسلامي حزب(حکمتیار)
(Northern Alliance)
IIعبدالرحیم غفورزی 1947–199711 اگست 199721 اگست 1997شمالي ټلواله
IIIعبدالغفور روان فرهادي 1929–21 اگست 199713 نومبر2001Northern Alliance
د افغانستان انتقالي اسلامي دولت
20عبدالغفور روان فرهادي 1929–13 نومبر200122 ډیسمبر2001شمالي ټلواله
Post Abolished (22 ډیسمبر2001 – 7 ډیسمبر2004)
د افغانستان اسلامي جمهوریت
Post Abolished (7 ډیسمبر2004 – اوسمهال)

یادونې

  1. Abdullah Yaqta was prime minister in an acting capacity.
  2. Arsala Rahmani was prime minister in an acting capacity.
  3. احمد شاه احمدزی was prime minister in an acting capacity.
  4. Mawlawi Abdul Kabir was prime minister in an acting capacity.

دا هم وگورئ

بهرنۍ اړیکې

کينډۍ:AfghaniPrimeMinisters