د انسان جنسي غوښتنې

د انسان جنسي غوښتنې هغه طریقه ده، چې خلک له جنسي پلوه ځان تجربه او څرګندوي. په دې غوښتنو کې بیولوژیکي، جنسي، فزیکي، عاطفي، ټولنیز یا معنوي احساسات او چلندونه شامل دي. لکه څنګه چې دا یوه پراخه اصطلاح ده، چې د وخت په اوږدو کې د تاریخي شرایطو پر اساس توپیر لري او کوم کره او دقیق تعریف نه لري. د جنسي غوښتنو بیولوژیکي او فزیکي اړخونه په عمومي توګه د انسان د مثل تولید یا زېږون فعالیتونو؛ لکه د انسان په جنسي غوښتنو پورې اړوندېږي. [۱][۲][۳][۴]

د وګړو جنسي تمایلات یا غوښتنې مخالف جنس یا خپل همجنس ته د هغه د جنسي غوښتنې یوه بېلګه ده. د جنسي غوښتنو فزیکي او عاطفي اړخونه د وګړو تر منځ هغو اړیکو پورې اړوند دي، چې د مینې، باور او لېوالتیا د ژورو احساساتو یا فزیکي څرګندونو له لارې بیانېږي. ټولنیز اړخونه یې د خلکو پر جنسي غوښتنو باندې د انساني ټولنې اغېزې بیانوي، حال دا چې معنویت له نورو وګړو سره د یو شخص معنوي ارتباط پورې اړوندېږي. دغه راز جنسیت د ژوندانه په فرهنګي، سیاسي، حقوقي، فلسفي، اخلاقي او مذهبي اړخونو باندې هم اغېز کوي او د هغو تر اغېز لاندې راځي. [۵]

جنسي فعالیت سره غوښتنې یا لېوالتیا معمولاً هغه وخت زیاتېږي، چې یو شخص د بلوغ حالت ته ورسېږي. که څه هم د جنسي لېوالتیا او میلان د لامل په هکله هېڅ یوې ځانګړې نظریې تر اوسه پراخ ملاتړ ترلاسه کړی نه دی، خو په ځانګړې توګه د نارینه وو لپاره داسې ډېر شواهد شته، چې د جنسي غوښتنې اړوند د ټولنیزو لاملونو په پرتله ډېر لاملونه ټولنیز نه دي. فرضي ټولنیز لاملونه یوازې د هغو کمزورو شواهدو پر مټ ملاتړ کېږي، چې د بېلابېلو متضادو لاملونو په وسیله تحریف شوي دي. دا ټول تر ډېره د فرهنګونو د اړوندو شواهدو پر مټ ملاتړ کېږي، ځکه هغه فرهنګونه چې د همجنس بازۍ په هکله ډېر سخت دریځ نه لري په هغو کې د همجنس بازۍ اړونده کچه کموالی لري. [۶][۷][۸][۹]

د انسانانو د جوړې، د زېږون او تکثر اړوند تګلارو په هکله تکاملي لیدلوري او دغه راز د ټولنیزې زده ‌کړې نظریه د جنسي غوښتنو په هکله زیات لیدلوري بیانوي. د جنسي غوښتنو ټولنیز – فرهنګي اړخونه تر ډېره تاریخي بدلونونه او مذهبي باورونه لري. ځینې فرهنګونه د جنسي ځورونې په توګه تعریف شوي دي. همدارنګه د جنسیت مطالعه په ټولنیزو ډلو مقاربتي عفونتونو (STIs/STDs) او د امیندوارۍ اړوندو طریقو کې انساني هویت له ځانه سره لري. [۱۰]

پرمختګ

جنسي دریځ ټاکل

داسې ډېر شواهد شته، چې ښایي په ځانګړې توګه د نارینه وو لپاره د جنسي غوښتنو په برخه کې د ښودل شوو دلایلو په پرتله ګڼ شمېر ذاتي دلایل موجود وي. دا شواهد او دلایل د همجنس ګرایۍ اړوند خپلمنځي فرهنګي همغږي او په ماشومتوب کې د جنسیتي تطابق نه شتون موارد له ځانه سره لري. هغه متوسطې جنیتیکي اغېزې چې د غبرګونو ماشومانو په ارزونه کې ترلاسه کېږي ټول یې د دې شواهد وي، چې هورمونونه له زېږون نه مخکې پر مغزي سیستم اغېزې لري، د غبرګونو ماشومانو د زېږون د ترتیب اغېز او دغه راز دا موندنه او پایله په کې شامله ده، چې په لږو او نادره مواردو کې د نارینه نوي زېږېدلي ماشوم د غټوالي پېښه ښکاره کوي. نجونې د خپلو جسمي توپیرونو یا هم ځانګړي والي له امله بیا هم ښځو ته لېوالتیا پیدا کوي. فرضي ټولنیز لامل یوازې د هغو کمزورو شواهدو له لوري ملاتړ کېږي، چې د بېلابېلو متضادو لاملونو په وسیله تحریف شوي وي.[۷]

همدارنګه ګډ فرهنګي شواهد هم تر ډېره هغو لاملونو ته لېوالتیا لري، چې ټولنیز نه دي. هغه فرهنګونه چې د همجنس‌بازۍ پر وړاندې ډېر نرم دریځ لري، هغه بیا په یاده برخه کې په لوړه اندازه پېښې نه لري. د بریتانیا د یو جنسیتي شپه او ورځنیو ښوونځیو اړوندو زده‌ کوونکو تر منځ د همجنس بازۍ اړوندې کړنې او فعالیتونه نسبتاً دود شوي، خو هغه بریتانیایي لویان او بالغ وګړي چې په دې ډول ډول ښوونځیو کې زده ‌کړې کوي، د هغو په پرتله ډېر د همجنس ګرایۍ اړوندو کړنو او فعالیتونو ته لېوالتیا لري، چې دا کار یې ترسره کړی نه دی. په یوه سخت حالت کې د سامبیا خلک په دودیز ډول له خپلو زامنو نه غواړي، تر څو د ځوانۍ په وخت ښځو ته له لاسرسي مخکې باید د همجنس بازۍ کړنې ولري، خو زیاتره دا هلکان بل جنس‌پال جوړېږي. [۸][۹]

دا په پوره توګه درک شوې او پوهېدل شوې نه ده، چې ولې د همجنس‌ بازۍ اړوند جنونه د انسان د جنونو د ذخیرې په ځای کې پاتې کېږي؟ په دې برخه کې یوه فرضیه د خپلوانو ټاکل دي، چې دا ښيي همجنس بازان په مناسبه اندازه په خپلو خپلوانو باندې پانګونه کوي، ترڅو د مستقیم تولید نه کولو لګښت یې جبران کړي. دا موارد د لوېدیځو فرهنګونو په مطالعه کې تایید شوي نه دي؛ خو په ساموا کې څو مطالعو له دې فرضیې نه ملاتړ کړی دی. بله فرضیه هم د متضاده جنسي جنونو اړوند ده او کله چې په نارینه وو کې بیانېږي، نو د همجنس بازۍ لامل کېږي؛ خو کله چې په ښځو کې بیانېږي، نو د ماشوم یا د مثل تولید زیاتوي، چې دا فرضیه په لوېدیځه او نا لوېدیځه نړۍ کې ترسره شوو مطالعاتو ښودلې او تایید کړې ده.  [۷][۱۱]

جنسیتي توپیرونه

د انسانانو په جنسي غوښتنو کې د جنسیتي توپیرونو د رامنځته کولو او بیانولو په هکله روان ‌پوهنیزې نظریې موجودې دي. یو شمېر یې (لکه د نوو تحلیلونو اړوندې نظریې، چاپېریال پېژندونکې ټولنیزې نظریې، د ټولنیزې زده‌ کړې نظریه، د ټولنیزې ونډې نظریه او د فلم لیکنې نظریه) د دې موضوع  د وړاندوینې په هکله توافق لري، چې نارینه باید له وخت ناوخت جنسي اړیکو (له یوې باثباته او ژمنې اړیکې لکه واده پرته کوروالی یا سکس ترسره کېږي) نه ډېر باید د جنسي اړیکو له ډېرو شریکانو (ډېر جنسي شریکان ولري) سره موافق وي او دغه راز له ښځو نه باید ډېر فاحشه وي. دا نظریې تر ډېره په متحده ایالاتو کې کله کله له واده نه د مخکې جنسي اړیکو په هکله د نارینه وو او ښځینه وو د لیدلورو په برخه کې له لیدل شوو توپیرونو سره همغږي دي. د انسان د جنسي غوښتنو نور اړخونه لکه جنسي رضایت، د خولې له لارې جنسي اړیکې او د همجنس بازۍ او ځان ارضایۍ په هکله لیدلوری د ښځو او نارینه وو ترمنځ ډېر توپیر نه ښيي. د جنسي شریکانو د شمېر په هکله لیدل شوي جنسیتي توپیرونه بېخي لږ دي، داسې چې د ښځو په پرتله نارینه ډېرو جنسي شریکانو ته لېوالتیا لري. [۱۲]

بیولوژیکي او فزیولوژیکي اړخونه

د نورو پستان  لرونکو(تي لرونکو) په څېر، انسانان هم په لومړي قدم کې په دوه مذکر او مونث یا نارینه او ښځینه جنسونو وېشل کېږي. [۱۳]

د انسانانو د جنسیت بیولوژيکي اړخونه د نسل تولیدولو له سیسټم، د جنسي غبرګون بهیر او هغو لاملونو سره تړاو لري، چې پر دغو اړخونو اغېز کوي. همدارنګه هغوی د جنسي غوښتنو پر نورو اړخونو لکه ارګانیکي او عصبي غبرګونونو، وراثت، هورموني مسائلو، جنسیتي مسائلو او جنسي نېمګړتیاوو باندې د بیولوژیکي لاملونو له اغېز سره کار لري. [۱۴][۱۵]

فزیکي اناتومي او د نسل تولید

مذکر او مونث یا نارینه او ښځینه ټول د اناتومي له پلوه تر ډېره یو بل سره ورته دي. دا مورد تر ډېره د نسل د تولید اړوند سیستم  په پراختیا پورې رسېږي. په بلوغ یا غټوالي کې د نسل د تولید بېلابېل میکانیزمونه شته، چې هغوی ته د جنسي اعمالو ترسره کولو او د نسل تولیدولو وړتیا وربښي. نارینه او ښځینه تر ډېره د جنسي محرکونو پر وړاندې یو ډول او مشابه غبرګونونه ښيي، چې په لږه اندازه توپیر لري. ښځې د امیندوارۍ یا زېږون لپاره یو ډول میاشتنی بهیر لري، حال دا چې د نارینه وو د سپرم تولیدولو بهیر په دوامداره توګه وي.  [۱۶][۱۷][۱۸]

ماغزه

هیپوتالاموس د جنسي فعالیت لپاره د ماغزو تر ټولو مهمه برخه ده، دا برخه د ماغزو په قاعده یا لاندې برخه کې یوه کوچنۍ برخه ده، چې له څو ډلې عصبي حجرو نه جوړه شوې او له لمبیک سیستم نه هر ډول معلومات ترلاسه کوي. بېلابېلو مطالعاتو ښودلې، چې د هیپوتالاموس د ځینو برخو تخریب او له منځه وړل په لابراتواري حیواناتو کې د جنسي کړنو د له منځه تلو لامل کېږي. هیپوتالاموس له هیپوفېز غدې سره، چې تر هغه لاندې موقعیت لري د اړیکې او ارتباط له امله ډېر مهم دی. د هېپوفېز غده داسې هورمونونه ترشح کوي، چې په هیپوتالاموس او خپله د هېپوفېز په غده کې تولیدېږي. څلور مهم جنسي هورمونونه په لاندې ډول دي: دي اکسیتوسین، پرولیکتین، د فولیک هڅوونکی هورمون او د لوتینین کوونکو هورمون. [۱۶]

اکسي توسین، چې ځین وخت «د مینې هورمون» په نامه یادېږي، په دواړو جنسونو کې د جنسي مقاربت په لړ کې ترشح کېږي، یعنې هغه وخت چې اورګازم ته رسېږي. اکسي توسین د اړتیا وړ کړنو او افکارو لپاره هم د نږدې اړیکو د ساتنې په موخه وړاندیز شوی دی. همدارنګه دا هورمون په ښځینه وو کې د زېږون یا شیدې ورکولو په وخت هم ترشح کېږي. پرولاکتسین او اکسي توسین په ښځو کې د شیدو تولیدولو مسئول دی. د فولیکول محرک هورمون (FSH) په ښځینه وو کې د هګۍ یا تخمګ ګذارۍ مسئول دی، چې د بلوغیت اړوندې دورې په تحریکولو سره عمل کوي دا په نارینه وو کې د سپرم د تولید زیاتوالي لامل کیږي. لوتینیزه کوونکی (LH) هورمون، تخمک ګذاري تحریکوي، چې د یوې بالغې تخمې ازادېدل دي. [۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې