د ایټالیا نښته (دوهیمه نړیواله جګړه)
په دوهيمې نړېوالې جګړه کې د ایټالیا نښته، چې د ایټالیا د ازادونې په نامه هم یادېږي، له ۱۹۴۳ څخه تر ۱۹۴۵ز کال پورې د ایټالیا دننه او شاوخوا سیمو کې د متفقینو او محوري قدرتونو عملیاتو ته ویل کېږي. له عملیاتي پلوه، د متفقینو د مشترکو ځواکونو قرارګاهګانې (AFHQ) د مدیترانې په جبهو کې د متفقینو ټولو ځمکنیو ځواکونو مسوولیت پر غاړه درلود او د ۱۹۴۳ز کال په جولای کې یې پر سیسیلیا باندې او وروسته لههغې یې د ایټالیا پر اصلي خاوره باندې د برید او بیا د ایټالیا جګړې پلان طرحه او رهبري کړ تر هغو چې د ۱۹۴۵ز کال په مې میاشت کې، په ایټالیا کې د آلمان وسلهوال ځواکونو خپله وسله پر ځمکه کېښوده او تسلیم شول.
اټکل کېږي چې د ۱۹۴۳ز کال سپټمبر څخه د ۱۹۴۵ز کال تر اپرېل پورې، ۶۰،۰۰۰ تر ۷۰،۰۰۰ د متفقینو او ۳۸،۸۰۵ تر ۱۵۰،۶۶۰ د آلمان سرتېري په ایټالیا کې وژل شوي دي. د متفقینو د تلفاتو شمېر شاوخوا ۳۳۰،۰۰۰ او د آلمان (پرته له هغو چې په پای کې تسلیم شول) له ۳۳۰،۰۰۰ څخه تېری کاوه. فاشیستې ایټالیا ته، مخکې له نسکورېدو، ۲۲۰،۰۰۰ مرګژوبله واوښته، د جګړي ډېري اسیران د سیسیلیا په برید کې ونیول شول، چې له هغو څخه ۴۰،۰۰۰ ورک یا وژل شوي وو. له ۱۵۰،۰۰۰ څخه زیات ایټالیایي ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې وه او همدا راز ۳۵،۸۲۸ د فاشیزم ضد ګوندونو غړي او شاوخوا ۳۵،۰۰۰ د ایټالیا سوسیال جمهوریت سرتېري وژل شوي وو. د دوهیمې نړېوالې جګړې لوېدیځې جبهې لپاره، د ژمي کرښې، انزیو ساحلي سیمې او ګوتیک کرښې قوي ټکو شاوخوا کې کوچنیو خونړیو جګړو پر مهال، د دواړو خواوو د پلي پوځ (پياده نظام) د مرګژوبلې له پلوه، د ایټالیا جګړه تر ټولو ګرانه او درنه تمامه شوه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
د ۱۹۴۳ز کال په جولای کې پر سیسیلیا باندې د برید په پایله کې د فاشیستې ایټالیا رژیم نسکور او د موسولیني نظام ونړېده، چې نوموړی د جولای پر ۲۵ د پاچا درېیم وېکټور اېمانوېل په امر سره له واکمنۍ څخه لېرې او اسیر شو. نوي حکومت د ۱۹۴۳ز کال د سپمټبر پر ۸ له متفقینو سره اوربند لاسلیک کړ. سره لهدې، د آلمان ځواکونو ډېر ژر د شمالي او مرکزي ایټالیا کنټرول په لاس کې ونیوه؛ موسولیني، چې د آلماني هوابازانو لهخوا ژغورل شوی ؤ، له دښمن سره مل او د ایټالیا سوسیال جمهوریت (RSI) تر نامه لاندې یو لاسپوڅي دولت یې رامنځته کړ ترڅو د آلمان تر اشغال لاندې سیمې اداره کړي. آلمانیانو، کله ناکله د ایټالیا فاشیستانو په ملتیا، د ملکي وګړو او غیرفاشیستي ځواکونو پر وړاندې په څوګونو جنایتونو لاس پورې کړ. د ایټالیا د مقاومت لوی غورځنګ ترڅنګ د ایټالیا رامنځته شوي پوځ، چې له دواړو خواوو له دښمن سره مخ ؤ، د ایټالیا سوسیال جمهوریت او د هغه له آلماني متفقینو سره جنګېده، په داسې حال کې چې په ملي جمهوریتپال پوځ کې نور ایټالیایي سرتېري آلمانیانو سره وږه په وږه جګړې ته دوام ورکړ؛ دغه دوره د ایټالیا کورنۍ جګړې په توګه پېژندل کېږي. د ۱۹۴۵ز کال په اپرېل کې، موسولیني د ایټالیا مقاومت غورځنګ لهخوا ونیول شو او ژر تر ژره اعدام شو. دغه جګړه هغه مهال پای ته ورسېده چې د پوځ C ډله پرته له کوم قید او شرط څخه د ۱۹۴۵ز کال د مې پر ۲، د آلمان د تسلیمېدو رسمي تړون څخه یوه اوونۍ مخکې، متفقینو ته تسلیم شوه. د سان مارینو او واتیکان خپلواک ایالتونه هم، چې دواړوه د ایټالیا په خاوره احاطه شوي وو، د جګړې په اوږدو کې زیانمن شوي وو.
ستراتیژیکه مخینه
د ۱۹۴۳ز کال په مې میاشت کې، ان د شمالي افریقا په جګړه کې مخکې تر بریا، د محوري قدرتونو د ماتولو لپاره پر غوره ستراتیژي باندې د متفقینو ترمنځ د نظر اختلاف شتون درلود. بریتانیا، په تېره بیا صدراعظم «وېنستون چرچیل» د سمندري ځواکونو له دودیزې محیطي ستراتیژي څخه دفاع کوله. ان د یوه لوی پوځ په شتون کې، خو لا ستر سمندري ځواک په درلودو سره، د یوه قارهیی دښمن پر وړاندې د بریتانیا متداول غبرګون دا ؤ چې د ائتلاف د یوه برخې په توګه جګړه وکړي او کوچني محیطي عملیات ترسره کړي ترڅو په تدریج سره دښمن کمزوری شي. متحده ایالاتو، د خپل لوی پوځ په درلودو، په شماللوېدیځې اروپا کې د آلمان پوځ اصلي ځواکونو پر وړاندې جګړې لپاره یوه لا مستقیمه لاره غوره کړه. د دې ډول جګړې د پیلولو وړتیا، د اتلانتیک په جګړه کې لومړۍ بریا پورې تړاو درلود.
ستراتیژیک اختلاف خورا زیات ؤ، او د متحده ایالاتو پوځي چارواکو ټینګار کاوه ترڅو ژر تر ژر پر فرانسې باندې برید ترسره شي، په داسې حال کې چې بریتانوي پلاوي په مدیترانه جبهه کې د عملیاتو د تمرکز له پالیسي څخه دفاع کوله. ان د لاتین امریکا ځینو هېوادونو فشارونه راوړ ترڅو پر سپانیا (چې د فرانسیسکو فرانکو په مشرۍ سره له محوري هېوادونو سره ملګرې، خو په جګړه کې ښکېل نهوه) برید ترسره شي. امریکایي پلاوی پر دې باور ؤ چې په اروپا کې د جګړې پای ته رسولو لپاره، ژر تر ژره پر فرانسې باندې یوه پراخ برید ته اړتیا ده او مخکې تر هغه داسې هېڅ کوم عملیات باید ترسره نهشي چې دغه هڅه وځنډوي. بریتانیا پلاوي بیا استدلال کاوه چې مدیترانې کې د ټانک او الوتکو لېږلو لپاره د د زیاتشمېر روزل شویو ځواکونو شتون د یوه کوچني، خو ګټور برید لپاره زمینه برابرولای شي.[۷]
په پای کې، د متحده ایالاتو او بریتانیا د سیاسي مشرتابه پلاوي یوې موافقې ته ورسېدل چې د هغې لهمخې به د ۱۹۴۴ز کال په لومړیو کې دواړه خواوې، د فرانسې برید لپاره خپل ځواکونه استوي، خو د دې ترڅنګ به له ایټالیا سره یو کوچنۍ جګړه هم پیل کړي. د ۱۹۴۳ز کال په اوږدو کې د اروپا په جبهه کې د متحده ایالاتو ځواکونو فعال ساتلو ته او همدا راز، له جګړې څخه د ایټالیا حذفولو ته د فرانکلېن روزولټ لېوالتیا یو اغېزناک لامل ؤ. هیله کېده چې د یوه برید لهلارې به ایټالیا له جګړې څخه حذف، یا لږ تر لږه د فشار راوړلو لهلارې ضعیفه شي. د ایټالیا په حذفولو سره به د متفقینو سمندري ځواکونو، په تېره بیا د بریتانیا سمندري ځواکونو ته زمینه برابرېده ترڅو د مدیترانې پر سمندرګي واکمن شي او له مصر او اسیا سره ارتباطي کرښې به خوندي کړي. ایټالیایي ځواکونه به د بالکان او فرانسې په اشغالي او ساحلي دفاع چارو کې بوخت او له ایټالیا څخه له دفاع کولو به لاس واخلي، په داسې حال کې چې آلمانیان به له ختیځې جبهې څخه خپل ځواکونه د ایټالیا او د فرانسې سویلي سواحلو د دفاع لپاره راولي او دا به له شوروي اتحاد سره لویه مرسته وي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
نښته
پر سیسیلیا باندې برید
لومړنی پلان دا ؤ چې ځواکونه د جزیرې په سویلختیځو، سویلي او شماللوېدیځو سیمو کې پیاده شي، چې پهدې سره به په چټکۍ سره د محوري قدرتونو مهم هوایي ډګرونه او (پرته له مېسینا څخه) د جزیرې ټول اصلي بندرونه تصرف شي. لهدې لارې به د یوه چټک اتحاد د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره او همدا راز د محوري قدرتونو لاس لنډ کړل شي. دغه پلان کې لږ څه بدلون راغی، چې د ځواک د پیاده کولو پړاوونو شمېر پهکې کم، خو پر ځواکونو باندې تمرکز زیات شو.[۱۵]
د هاسکي عملیاتو لهلارې، پر سیسیلیا باندې د متفقینو برید د ۱۹۴۳ز کال د جولای پر ۱۰ پیل شو، هم هوایي او هم ځمکني ځواکونه د ګېلا په خلیج کې پياده شول. د تورن جنرال جورج س. پتون په مشرۍ د متحده ایالاتو اووم پوځ، د ستر جنرال ګای سیموندز په مشرۍ د کاناډا لومړی پیاده نظام او لومړی زغرهوال غونډ او د جنرال برنارد مونتګومري په مشرۍ د بریتانیا اتم پوځ په جګړه کې ښکېل ځواکونه وو.