د جاپان کلتور

د جاپان کلتور د دې هېواد له تاریخ مخکې « Jōmon» پړاو څخه نيولې، بيا تر نوي اوسني کلتور پورې په يوه زريزه کې د چاپان کلتور زيات توپير کړی، کوم کې چې له اسيا او نړۍ له نورو سيمو څخه اغېزمن شوی.[۱]

تاریخي ټولکتنه

د جاپانیانو نسب لا هم له رازونو ډک پاتې دی؛ په هر حال، دوه سيال اټکلونه شته چې هڅه کوي د جاپانيانو نسب روښانه کړي.[۲][۳]

لومړی اټکل د غبرګ جوړښت د نمونې وړانديز کوي، په کومه کې چې د جاپان وګړي له سيمه ييزو اصلي اوسېدونکي «جومو» خلکو او وروسته له ختيځې يورواسيا لويې وچې څخه راغليو خلکو اولاد دي، کوم چې د «ياويي» خلکو په نوم پېژندل کېدل. د جاپان اصلي کلتور په بنسټيز ډول له «ياويي» خلکو څخه راوتلی دی، څوک چې د ۱۰۰۰ مخزېږديز او ۳۰۰ شریک پړاو کې په جاپان کې مېشت شول. «یاويي» کلتور له سیمه ييز « Jōmon» کلتور سره ګډ او په « Honshū» ټاپو کې خپور شو. د اټکل تر مخې اوسني جاپانيان ۸۰٪ «ياويي» او ۲۰٪ له « Jōmon» جاومن نسب څخه دي.[۴][۵]

دويم اټکل د جينومي اصليت درې ګونې نمونه وړاندې کوي. دا اټکل وړانديز کوي چې اوسني جاپانيان له درې جلا جلا نسبي ډلو څخه دي چې هغه دا دي: جومو، ياويي او کوفن چې هر یو يې په ترتيب سره ۱۳٪، ۱۶٪ او ۷۱٪ جنيټیکي نسب لري. د کوفن پړاو پر مهال، ويل شوي چې له چين څخه کډوالې ډلې جاپان ته تللي او په دې ټاپو کې ځای پر ځای شوي دي، له ځانه سره يې جلا جلا کلتوري پرمختګونه او مرکزي مشرتوب راوړی. هغه کډوال چې د کوفن پړاو پر مهال جاپان ته راغلي، داسې برښي چې د چين د هان چينايانو له نسب سره يې نسب يوځای کېږي. جامون خلک ښکاريان وو؛ ياويي خلکو د وريژو کر متعارف کړ او کوفن کډوالو امپريالي دولتي جوړښت متعارف کړ.[۶][۷][۸]

له لرغونو وختونو څخه تر منځنيو پېړيو پورې جاپاني کلتور د ګڼو چينايي واکمنو کورنيو تر اغېز لاندې و، تر ډېره بريده له «ټانګ» واکمنې کورنۍ څخه راوتلی او تر کمې اندازې له اسيايي هېوادونو څخه راوتلی دی. د بېلګې په ډول، په جاپاني ژبه کې يو ليکلی متن په چينايي تورو (کانجي) کې دی، خو جاپانيان له چينايانو سره جنيټيکي اړيکه نه لري. له «ميجي» پړاو څخه جاپان په بنسټيز ډول له لوېديځو هېوادونو څخه اغېزمن شوی.[۹][۱۰]

د جاپان خلکو د «ټوکوګاوا شوګنيټ» پر مهال د ۲۲۰ کلونو څخه زياتې مودې پورې له بهرنۍ نړۍ څخه په پرتليز ډول جلا اوسېدو يوه اوږده موده تجربه کړې ده، ان د «تورو بېړيو» تر رسېدو او ميجي پړاو پورې.

اوسمهال د جاپان کلتور په ټوله نړۍ کې يو له اغېزناکو کلتورنو څخه دی، بنسټيز لامل يې د منل شوي کلتور نړيوال رسېدل  دي. په ۲۰۲۱ز کال کې، د متحده ايالاتو «خبرونه او نړۍ» راپور د جاپان د کلتور اغېز په اسيا کې يو له لوړو او په نړۍ کې پنځم اغېزمن کلتور په توګه ډلبندي کړی و.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ژبه

جاپاني ژبه د جاپان ملي او لومړۍ ژبه ده. جاپانيان له لغوي اړخه يو جلا غږيز لهجوي نظام لري. لومړۍ جاپاني ژبه تر ډېره بريده د دې هېواد د دولت پر بنسټ په اتمه پېړۍ کې پېژندل شوې ده، هغه مهال کله چې د پخوانيو جاپانيانو درې ستر اثار مرتب شوي وو. په چينايي اسنادو کې د جاپاني ژبې تر ټولو لومړی ثبوت له ۲۵۶ز کال څخه شوی دی. جاپاني ژبه له چينايي ژبې سره جنيټيکي اړيکه نه لري، خو له کومې بلې ژبې سره يې هم کومه څرګنده اړيکه نه شته.[۱۶]

د جاپانيانو د پيل په اړه ډېر نظريات موجود دي، خو د تړاو تر ټولو پياوړی دلايل يې له کوريايي ژبې سره موجود دي چې د يو ډول نحوې پر بنسټ دي او له التايي ژبو سره چې دا د شمېرو د ورته نظام او فعلونو د بڼو پر بنسټ دي.[۱۶]

جاپاني ژبه د درې رسم الخطونو په ټولګې سره ليکل کېږي چې هغه دا دي: کانجي، هيراګانا او کاتاکانا. چينايي توري يا کانجي (漢字)، په ډېره اندازه په جاپاني ليک کې د بې غږه ايډيوګرام په توګه کارول کېږي، کوم چې په ۵۰ز کال کې له چين څخه جاپان ته لېږدول شوي دي؛ له دې مخکې، جاپان د لیکلو کوم نظام نه درلود. اوسمهال، په نوې جاپاني ژبه کې د کانجي د پام وړ شمېر توري شته، د کومو معنا چې په نوې چينايي ژبه کې کارېدونکو «هانزي» تورو څخه مختلفه ده. په نوې جاپاني ژبه کې د نوې چينايي ژبې په پرتله ډېر کم اسانه چينايي توري شته؛ جاپانيان په عموم کې ډېر کم کانجي استعمالوي او عموماً د نومونو، صفتي او فعلي جرړو لرونکو لپاره کار ځينې اخلي.

په جاپاني ويي پانګه کې ۴۹٪ ټکي د چينايي اصليت لرونکي دي، ۳۳٪ ټکي د جاپاني اصليت لرونکي دي او ۱۸٪ ټکي له نورو ژبو څخه پور شوي دي، په کومو کې چې د مخلوط اصل ټکي او په جاپان کې جوړې شوې سيوډو-انګريزي شامل دي چې « wasei eigo» بلل کېږي.[۱۷]

هيراګانا او کاتاکان دواړه غږيز سيلابونه دي چې د پنځمې پېړۍ د چينايي له « man'yōgana» څخه مشتق شوي دي. هيراګانا او کاتاکانا له اسانه شوې «کانجي» څخه جوړ شوي دي؛ هيراګانا د نولسمې پېړۍ په شا اوخوا کې راڅرګند شول او عموماً د ښځو له خوا د غېر رسمي ژبې په توګه کارېدل، په داسې حال کې چې کاتاکانا د نارينه وو له خوا د رسمي ژبې لپاره کارېده. تر لسمې پېړۍ پورې، دواړه په شریک ډول د هر چا له خوا کارېده.[۱۸][۱۹][۲۰]

لاتيني الفبا توري عموماً په نوې جاپاني ژبه کې کارول کېږي، په ځانګړي ډول د شرکتونو د نومونو او نښانو، اعلاناتو لپاره او هغه مهال کله چې جاپاني ژبه په کمپيوټر کې اچول کېږي. هندو-عربي شمېرې عموماً په شمېرو کې کارول کېږي، خو دوديز سينو-جاپاني شمېرې ډېرې عامې دي.

په تېرو څو پېړيو کې په لوېديځه نړۍ د جاپاني کلتور اغېز له امله د دې ژبې ډېر اصطلاحات، لکه اوريګامي، سونامي، کراوکي او پاپ کلتور اصطلاحات لکه شونين او شوجو، په انګليسي ژبه کې شامل شوي دي، تر څنګ يې د اکسفرډ په انګليسي قاموس کې هم زيات کړای شوي دي.[۲۱][۲۲]

دين

شينټو او بوديزم د جاپان ستر دينونه دي. په ۲۰۱۸ز کال کې د کلتوري چارو لپاره د جاپان د حکومتي ادارې د سرشمېرنې کلنۍ څېړنې پر بنسټ، ۶۶.۷ سلنه خلک په بودايي دين عمل کوي، ۶۹.۰ سلنه په شينټو دين عمل کوي، ۷.۷ سلنه د نورو دينونو پيروان دي. په دې هېواد کې لږکي مسیحیان او مسلمانان هم شته. په ۲۰۱۸ز کال کې د کلتوري چارو لپاره د جاپان د حکومتي ادارې د سرشمېرنې کلنۍ څېړنې پر بنسټ، شا اوخوا دوه ميلیونه یا نږدې ۱.۵٪ جاپانيان مسيحيان دي. مسلمانان (۷۰۰۰) له سترو کډوالو ټولنو څخه جوړ شوي دي، خو له توکميزو جاپاني ټولنو څخه ډېر کم دي. [۲۳][۲۴]

شينټو

شينټو يو توکميز دين دی، کوم چې په مراسمو او مذهبي مناسکو تمرکز لري. په شينټو دين کې، پيرويان باور لري چې کامي – د شينټو خدايان يا روحونه –د ډبرو، ونو او غرونو په ګډون په ټول طبيعيت کې موجود دي. د انسانانو په اړه هم باور دا دی چې کولای شي د کامي څښتنان شي. د شينټو يوه موخه دا ده چې د انسانانو، طبيعيت او کامي تر منځ اړيکې جاري وساتي يا يې پیاوړې کړي. دا دين په جاپان کې د شريک پړاو له شپږمې پېړۍ مخکې جوړ شوی دی، له کوم وروسته چې د دې دين پيروانو د کامي د عبادت لپاره مزارونه جوړ کړل.[۲۵]

بودايي دين

بودايي دين په هندوستان کې او په څلورمه او شپږمه مخزېږديزه پېړۍ کې جوړ شوی دی او بالاخره په چين او کوريا کې خپور شوی دی. دا دين په شپږمه شریکه پېړۍ کې جاپان ته رسېدلی دی، چېرته چې دا دین په لومړيو کې زيات منل شوی نه و. ډيری جاپانيان په بودايي دين کې په شته سختو فلسفي پيغامونو نه پوهېدل؛ په هر حال، باور دا دی چې د دې دين له خوا د هنر د تعريف له امله په وروسته وختونو کې د دې دين د مقبولیت د زياتېدو لامل وګرځېد.[۲۶]

سرچينې