د جینوم اېډېټ

د جینوم اېډېټ یا د جینوم انجنیري او یا د جین اېډېټ، د جنیتیکي انجنیرۍ یو ډول دی. په دې ډول انجنیرۍ کې د یوه ژوندي موجود په جینوم کې ډي.اېن.اې اضافه کېږي، اصلاح کېږي یا بدلېږي. د جنیتیکي انجنیرۍ په لومړنیو یا پخوانیو تخنیکونو کې جنیتيکي مواد په کوربه جینوم کې په تصادفي ډول اضافه کېږي، خو د دې پر خلاف د جینوم د اېډېټ له لارې په ځانګړو ځایونو کې مواد اضافه کېږي.[۱]

مخینه

جنیتیکي انجنیري په ارګانېزمونو او موجوداتو کې د نویو جنیتیکي عناصرو د رامنځته کولو لپاره د یوې طریقې په توګه له ۱۹۷۰یمې ز لسیزې راهیسې موجوده ده. د دې ټېکنالوژۍ یو خنډ په کوربه جینوم کې د ډي.اېن.اې د اضافه کولو تصادفي ماهیت دی چې په ارګانېزم کې نور جینونه زیانمنولی او بدلولی شي. د دې تر څنګ ګڼ داسې مېتودونه هم کشف شوي دي چې د یوه ارګانېزم د جینوم په ځانګړو ځایونو کې اضافه شوي جینونه په نښه کوي. د دې تر څنګ یې په یوه جینوم کې د ځانګړو تسلسلونو اېډېټ او د هغو اغېزو کمښت فعال کړی چې په نښه شوي نه دي. که په یوه ژوندي موجود کې فعال جین کېښودل شي او د یوه نیمګړي جین پر ځای په نښه شي، په دې توګه د ځانګړو جینیتیکي ناروغیو درملنه کېدای شي.[۲]

جین په نښه کول

همولوګ بیاترکیب

د یوه ارګانېزم په ځانګړو ځایونو کې د جینونو د هدف ګرځولو یا په نښه کولو لپاره لومړني مېتودونه پر همولوګ بیاترکیب (homologous recombination) تکیه وو. د ډي.اېن.اې د داسې جوړښتونو په رامنځته کولو سره چې د په نښه شوي جینوم له تسلسل سره انطباق لرونکی قالب لري، ښايي د حجرې په داخل کې د همولوګ بیاترکیب پروسې په پام وړ ځای کې جوړښت دننه کړي. «ماریو کاپکي»، «مارټین ایوانز» او «الیور سمیټیس» ته د بنسټیزو جنیني حجرو له لارې په موږکانو کې د جنیتیکي بدلونونو د رامنځته کولو لپاره د همولوګ بیاترکیب د کارولو د څرنګوالي د کشف له امله په ۲۰۰۷ کال کې د فیزیولوژۍ او طب په برخه کې د نوبل جایزه ورکړل شوه.[۳][۴][۵]

څېړنې

جیني درملنه

ایډیاله جیني درملنه دا ده چې د نیمګړي یا معیوب جین پر ځای یو طبیعي ایلیل (allele) اضافه شي. دا چاره د انتقال شوي جین په نسبت ګټوره ده، ځکه چې د بشبړو کود کوونکو او تنظیمي تسلسلونو رانغاړلو ته په کې اړتیا نه‌شته، بالخصوص هغه مهال چې د جین کوچني نسبتونه بدلون ته اړتیا لري، لکه څرنګه چې دایمي همداسې کېږي هم. د هغو جینونو څرګندونه چې تر یوه حده ځای پر ځای شوي دي، تر هغو بشپړو جینونو چې د ویروسي لېږدوونکو په مرسته لېږدول کېږي، له طبیعي حجروي بیولوژۍ سره اړخ لګوي.[۶][۷]

هغه طبي ساینس‌پوهان چې له «سانګامو تراپیوټیک» شرکت سره کار کوي،  د ۲۰۱۹ ز کال په فبرورۍ میاشت کې یې په «هانټر سینډروم» ناروغۍ لرونکي ناروغ کې د ډي.اېن.اې د دایمي بدلون لپاره "په بدن کې" د انساني جین د اېډېټ لومړنۍ درملنه اعلان کړه. د «سانګامو» کلینیکي ازمېښتونه دوام لري چې د «زېنک فېنګر نیوکلاز» (Zinc Finger Nuclease) په مرسته د جین اېډېټ په کې شاملېږي.[۸][۹]

د ناروغیو له منځه وړل

څېړونکو په «ګامبیای» [ګامبیای یوه افریقايۍ غوماشه ده چې د ملاریا په لېږدولو کې ډېره اغېزناکه ده] کې د شنډولو د اړوندو جینونو د اصلاح لپاره د «کریسپر-کاس۹» (CRISPR-Cas9) په نامه د جینونو د محرکونو سیستم کارولی دی. دې تخنیک د ژېړې تبې، ډینګي تبې او زیکا په څېر ناروغیو په له منځه وړلو کې لا ډېره مرسته کړې ده.[۱۰][۱۱]

کریسپر-کاس۹ سیستم د کلینیکي جینوټوپونو د هدف ګرځولو له لارې د باکتریايي نوعو د تعدیل لپاره پروګرام کولی شو. دا سیستم کولای شي د پاټوجین په له منځه وړلو سره ګټورې باکتریايي نوعې په انتخابي ډول د مضرو نوعو په نسبت فعالې کړي چې د انتي بیوتیکونو په مقابل کې برتري ورکوي.[۱۲]

د هغو درملنو لپاره چې د اېچ.ای.وي، سپومي او هپاټيټ ویروس په څېر انساني ویروسونه په نښه کوي، ویروس ضد استفادې تر څېړنو لاندې دي. له «کریسپر» څخه د ویروس د حجروي سطحې د اخیستونکو پروتینونو د کود کوونکو جینونو د بېلولو په موخه د ویروس د په نښه کولو لپاره کار اخیستل کېدای شي. د ۲۰۱۸ ز کال په نومبر میاشت کې «هې جیانکويي» وویل چې د انسان دوه جینونه یې اېډېټ کړي دي تر څو هغه سي.سي.ار۵ (CCR5) جین غیر فعال کړي چې اېچ.ای.وي یې حجرو ته د ننوتو لپاره کاروي او دا جین یې کود کوي. ده وویل چې څو اونۍ وړاندې د «لولو» او «نانا» په نامه دوې غبرګونې نجونې زیږېدلې وې او دوی دواړو د معلول سي.سي.ار۵ تر څنګ د سي.سي.ار۵ فعالې کاپیانې لېږدولې او د اېچ.ای.وي په مقابل کې زیانمنونکې وې. دا څېړنه په پراخه کچه ناسمه او خطرناکه وبلل شوه.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په نږدې راتلونکي کې به د «کریسپر» نوی سیستم هم وکولای شي هغه ناروغۍ او شرایط له منځه یوسي چې انسانان پرې اخته کېدای شي. د دغې نوې ټېکنالوژۍ په مرسته به ساینس‌پوهان وکولای شي چې د انسان د سپرم د حجرې جینونه واخلي او هغه جینونه بدل کړي چې سرطان یا نورې غیر طبیعي نیمګړتیاوې فعالوي. دغه چاره د والدینو هغه اندېښنه له منځه وړي چې د بچیانو لرلو یا هم عادي ژوند د لرلو وړتیا ته اندېښمن دي. د دغه بهیر تر یوازې یوه نسل وروسته به د بشري نسل ټول راتلونکی د ګډوډیو د ستونزو او ناوړه شرایطو په اړه اندېښنه ونه لري.[۱۷]

خطرونه

د متحدو ایالتونو د ملي استخباراتو مشر «جېمز کلاپر» په ۲۰۱۶ ز کال کې د متحدو ایالتونو د استخباراتي ټولنې د نړیوالو ګواښونو د ارزونې په اعلامیه کې د جینوم اېډېټ د ډله‌ييزې وژنې لپاره یوه بالقوه وسله وبلله او ویې ویل، د جینوم هغه اېډېټ چې "له لوېديځو هېوادونو سره په توپیر" د ځینو هېوادونو له‌خوا د قانوني یا اخلاقي معیارونو له مخې ترسره کېږي، احتمالاً د مضرو بیولوژيکي عواملو یا محصولاتو د رامنځته کولو ګواښ ډېروي. دا اعلامیه څرګندوي چې د دې ټېکنالوژۍ کم لګښت او د پراخېدو چټکتیا، او قصدي یا غیر قصدي ناوړه استفاده ښايي پراخې اقتصادي او امنیتي پایلې ولري. د بېلګې په توګه د «کریسپر» په څېر ټېکنالوژۍ د «وژونکو غوماشو» د جوړولو لپاره کارېدای شي چې د طاعوني ناروغیو د رامنځته کېدو لامل کېږي او مهم محصولات له منځه وړي.[۱۸][۱۹][۲۰]

د بیواېتېک په اړوند د نافیلډ شورا د ۲۰۱۶ ز کال د سپټمبر میاشتې د راپور له مخې د جنیتیکي کود د اېډېټ لپاره د وسایلو ساده‌ګي او کم لګښت له «بیوهکرانو» سره مرسته کوي تر څو داسې ازمېښتونه وکړي چې د اېډېټ شویو جنیتیکي موادو د انتشار ګواښ رامنځته کوي. دې څېړنې وښوده چې د یوه شخص د جینوم د اېډېټ کولو ګواښونه او ګټې – او بل نسل ته یې د بدلونونو لېږد – دومره پېچلی دی چې بیړنیو څېړنو ته اړتیا لري. دا ډول بدلونونه ښايي داسې ناوړه پایلې ولري چې نه یوازې ماشومانو، بلکې د هغوی راتلونکو بچیانو ته هم زیان ورسوي، ځکه چې بدل شوی جین یې په سپرم کې موجود دی. په ۲۰۰۱ ز کال کې پر اسټرالیايي څېړونکو «رونالډ جکسون» او «ایان رامشاو» په «ویرولوژي» مجله کې د یوې مقالې د خپرولو له امله نیوکې وشوې. دوی په دې مقاله کې د موږکانو د کنترول په اړه څېړنه کړې وه چې هغه مهال موږکان په اسټرالیا کې یو لوی افت و او دوی ویلي وو چې که په «موزپاکس» ویروس ککړ شي نو د شنډتوب لامل به یې شي. نیوکې هم ځکه پرې وشوې چې دا ډول حساس معلومات وړاندې کول د بیوترورېستانو له‌خوا د بیولوژيکي وسلو د جوړېدو لامل کېږي او ښايي دا پوهه د چیچک د نورو هغو ویرسونو د واکسین په مقابل کې د مقاومو سویو د جوړولو لپاره وکارېږي چې پر انسان اغېز لري. پر دې سربېره په وحشي جمعیتونو کې د جین د محرکونو د خپرېدو ایکولوژيکي ګواښونه هم موجود دي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې