د ستورپوهنې تاريخ (2)


ستورپوهنه د طبيعي پوهو له ډلې تر ټولو لرغونې پوهه ده، چې نېټه يې د لرغوني يونان او روم عصر ته رسېږي او ريښې يې له ليکلي تاريخ څخه وړاندې مذهبي، د موهاتو، د نړۍ پېژندنې، د کاليزې او ستورپوهنې اړوند باورونو او لارو چارو کې نغښتي دي. د يادو ټولو پوهو نښه لا هم په ستورپوهنه کې موندل کېږي، چې په اصل کې له خلکو او حکومتي ستورپوهنې سره د اوږدې اړيکې درلودونکی نظم دی. دا پوهه په اروپا کې د کوپرنيکي اوښتون (چې په ۱۵۴۳ ز کال کې پيل کېږي) پر مهال په بشپړ ډول بېله شوې نه وه. په ځينو کلتورونو کې ستورپوهنيز معلومات د نجوم پوهنې د اټکل لپاره کارول کېدل. د ستورپوهنې څېړنې له زياتو بنسټونو او په ځانګړي ډول د عيسوي کليسا له لورې مالي او ټولنيز ملاتړ تر لاسه کړی دی، چې عيسوي کليسا يې د ۱۲ پېړۍ او د روښانفکرۍ دورې تر منځ د ملاتړ تر ټولو ستره سرچينه وه. [۱]

پخوانيو کلتورونو

پخوانيو کلتورونو اسماني جسمونه له خدايانو او روحونو سره برابر يا يو شان ګڼل. دوی دا اسماني شيان او د هغوی حرکتونه د باران، وچکالۍ، فصلونو او لوړو ژورو په څېر ښکارندو پورې تړل. په عمومي ډول باور کېږي، چې لومړني ستورپوهان د کليسا پادريان وو او دوی اسماني جسمونه او پېښې د خدايي څرګندونو په توګه پېژندلې او د همدې له امله لرغونې ستورپوهنه د ننۍ نجوم پوهنې سره اړيکه لري. يو ۳۲۵۰۰ کلن حک شوی لوی يا دېو وزمه د فيل غاښ ښايي د تر ټولو لرغوني پېژندل شوي ستوري چارت درلوده، چې د “Orion” په نوم د ستورو له راټولېدنې يا مجمع الکواکب سره ورته والی لري. دا هم وړانديز شوي دي، چې په فرانسه کې د لسکاوکس “Lascaux” څمڅو پر دېوال باندې شوې رسامي، چې نېټه يې ۳۳۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ کالونو پخوا ته رسېږي، د “Pleiades”، “Summer Triangle” او “Northern Crown” انځوريزه ښودنه کېدلی شي. د شونو ستورپوهنيزو جوړښتونو (لکه: سټونهينج) په درلودلو سره لرغوني جوړښتونه ښايي ستورپوهنيز، مذهبي او ټولنيزې دندې تر سره کړي. [۲][۳][۴][۵]

د نړۍ کليزې زياتره وخت د لمر او سپوږمۍ د کتنو له مخې برابرې شوي دي، چې ورځ، مياشت او کال په نښه کوي او هغو کرنيزو ټولنو لپاره ګټورې وې، چې حاصل يې د کال په سم وخت کې په کرنې تکيه کوله؛ همدا راز د هغو ټولنو لپاره ګټورې وې چې نږدې بشپړه سپوږمۍ يې د ښار بازارونو ته د شپې له لورې د سفر کولو يوازينۍ رڼايي وه. [۶]

عمومي معاصره کليزه د رومي کليزې پر بنسټ ده. که څه هم په اصل کې يوه سپوږميزه يا قمري کليزه ده، مګر د سپوږمۍ له پړاوونو سره د مياشتې دوديزه اړيکه يې ماته کړه او کال يې په دولس نږدې برابرو مياشتو باندې ووېشه، چې زياتره د دېرش او يو دېش ورځو تر منځ په يو بل پسې ترتيب شوي دي. ژوليوس قيصر “Julius Caesar” په ۴۶ مخزېږديز کال کې د کليزې سمون وپاروه او د ۳۶۴ يو پر څلور ورځې کال (چې په اصل کې ۴ مخزېږديزه پېړۍ کې د يوناني ستورپوه کاليپس “Callippus” له لورې وړانديز شوی و) پر بنسټ يې هغه څه يې وړاندې کړل، چې نن ورځ يې د ژوليوس کليزه بولي.

له ليکلي تاريخ څخه وړاندې اروپا

له ۱۹۹۰ زکال راهيسې له ليکلي تاريخ څخه د وړاندې اروپايانو په اړه زموږ پوهېدنې، ټوله اروپا کې د لرغوني ستورپوهنيزو لاسي جوړو شويو توکو د موندنو له مخې په بنسټيز ډول بدلون کړی دی. ياد لاسي صنعتونه په ډاګه کوي، چې د تيږې د نوې دورې او برونز عصر اروپايانو د رياضياتو او ستورپوهنې يوه پرمختللې پوهه درلوده.

د يادو موندلو له ډلې ځينې يې په لاندې ډول دي:

  • د پايلولېتيک دورې لرغون پېژندونکي الکساندر مارشاک “Alexander Marshack” په ۱۹۷۲ز کال کې يوه نظريه وړاندې کړه، چې د افريقا او اروپا په څېر د نړۍ د ځينو برخو نږدې ۳۵۰۰۰ مخزېږديز کلن له هډوکي څخه جوړې لکړې يا لښتې په داسې لارو چارو په نښه کېدلی شوې، چې د سپوږمۍ پړاوونه وڅاري؛ د نوموړي دا ژباړنه يا تعبير له نيوکې سره مخامخ شو. [۷][۸]
  • د سکاتلېنډ د ابيرډينشاير سيمې په ډي سيند “Dee River” کې د وارين فيلډ “Warren Field” کليزه. په لومړي ځل ۲۰۰۴ زکال کې وکيندل شوه، مګر د ستر ارزښت د موندنې په توګه په ۲۰۱۳ز کال کې راڅرګنده شوه. ياده کليزه تر اوسه تر ټولو لرغونې پېژندل شوې کليزه ده، چې نږدې ۸۰۰۰ مخزېږديز کالونه پخوا جوړه شوې ده او له نورو ټولو کليزو څخه نږدې ۵۰۰۰ کالونه زياته مخينه لري. کليزه د لرغونې ميزولايتيک دورې د يادګار بڼه غوره کوي، چې د ۱۲ کندو [ژورو برخو] يوه لړۍ لري، چې داسې ښکاري چې له کتونکو سره د سپوږمۍ د پړاوونو په نقل يا پېښې کولو په واسطه د سپوږميزو مياشتو په څارلو کې مرسته کوي. دا کليزه د ژمي د جدي مياشت کې د لمر له راختلو سره هم برابره ده او د همدې له امله لمريز کال له سپوږميز دورانونو سره همغږی کوي. ياده تاريخي نښه (کليزه) د لمريز/سپوږميز دورانونو بدلون په غبرګون، د ۶۰۰۰ کالونو په موده کې نږدې سلګونه ځلې ساتل شوې او په دوره يي ډول يې بڼه بدله شوې ده، تر دې چې کليزه نږدې ۴۰۰۰ کالونه پخوا له کاره ولوېده. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]
  • ګوسيک دايره “Goseck circle” المان کې پرته ده او د خطي خاورينو لوښو د جوړولو کلتور پورې تړاو لري. ياده دايره چې په لومړي ځل ۱۹۹۱ ز کال کې وموندل شوه، ارزښت يې وروسته له هغې روښانه شو، چې په ۲۰۰۴ زکال کې د لرغونپوهنيزو کيندنو پايلې د لاسرسي وړ شوې. ياده سيمه د هغو سلګونو ورته دايري محوطو يا چوکاټونو څخه ده او په داسې يوه سيمه کې جوړه شوې ده، چې د ۲۰۰ کلنې دورې پر مهال يې (چې له ۵۰۰۰ مخزېږديز کال څخه لږه موده وروسته پيل کېږي) اتريش، المان او د چک جمهوريت رانغاړه. [۱۳]
  • د نېبرا سکای دايره يا ټيکلی د برونز دورې له برونزو څخه جوړ ټيکلی دی، چې نږدې ۱۶۰۰ مخزېږديز کال کې المان کې ګوسېک دايرې سره نږدې سيمه ښخ کړای شوی و. دا د ۳۰ سانتي متر پنډوالي يا قطر په درلودلو سره ۲،۲ کېلو ګرامه کتله لري او د اکسدېشن له امله اسماني رنګی شين ښکاره کېږي او د سرو زرو په نښو سره ښکلی شوی دی. ياد ټيکلی چې ۱۹۹۹ زکال کې د لرغونپوهنيزو غلو له لورې موندل شوی و او بيا ځلې ۲۰۰۲ زکال کې سويزرلېنډ کې وموندل شو، لږه موده وروسته د ۲۰ پېړۍ د تر ټولو مهمو موندلو له ډلې څخه د ننداريزې موندنې په توګه په رسميت وپېژندل شو. پلټنو څرګنده کړه چې ياد څيز څخه په ۲۰۰۰ مخزېږديز کال کې له ښخولو څخه نږدې ۴۰۰ کالونه پخوا ګټه اخېستل کېده، مګر د ښخولو په وخت کې يې کارونه يا د کارونې څرنګوالی د خلکو له ياده وتلی و. سينګار شويو سرو زرو بشپړه سپوږمۍ، نږدې څلور يا پينځه ورځينۍ نوې راپورته شوې سپوږمۍ او په يو ځانګړي ترتيب کې د پلياډيس “Pleiades” په نوم د ستورو ډله انځور يا څرګنده کړه، چې د اسماني ښکارندو تر ټولو لرغونې انځورګري يې جوړوله. دولس سپوږميز يا قمري مياشتې په ۳۵۴ ورځو کې تېرېږي، چې د لمريز کال له فصلونو سره د همغږي ساتلو په موخه، هرو درې يا څلور کالونو کې له کليزې څخه د يوې اضافي مياشتې د ورزياتولو غوښتنه کوي او قمري لمريز کليزه جوړوي. د دې همغږۍ تر ټولو لرغوني پېژندل شوي تشرېحات په ۶ او ۷ مخزېږديز پېړيو کې زر کالونه وروسته د بابليانو له لورې ثبت شوي وو. دې تشرېحاتو د نيبرا سکای دايرې يا ټيکلي د اسماني انځورګرۍ لرغونې پوهه ځکه تاييد کړه، چې په دې اړه د پرېکړې کولو لپاره کره ترتيب ته اړتيا ده، چې په سپږميز لمريز کليزه کې اضافي مياشت بايد کله ورزياته شي، چې په دې سره دا د داسې يوې کليزې د منظم کولو لپاره يو ستورپوهنيز ساعت جوړېږي، چې د نورو پېژندل شويو لارو چارو په پرتله زر يا ورڅخه زيات کالونه مخينه لري. [۱۴][۱۵][۱۶]
  • د کوکېنو “Kokino” سيمه چې په ۲۰۰۱ ز کال کې وموندل شول، د ځمکې له مخ څخه د ۱۰۱۳ ميترو (۳۳۲۳ فوټ) په لوړوالي د يو ايرې شوي اورغورځونکي د مخروط په سر کې ځای لري او شمالي مقدونيه کې د ګرد چاپېر سيمې نږدې ۰،۵ هکتاره ځمکه نيسي. ياده سيمه کې نږدې ۱۹۰۰ مخزېږديز کال د برونز دورې د ستورپېژندنې کتنځی جوړ شوی و او په پرله پسې ډول يې د هغه نږدې ټولنې خدمت وکړ، چې تر نږدې ۷۰۰ مخزېږديز کاله پورې يې هلته ژوند وکړ. مرکزي فضا د لمر او بشپړې سپوږمۍ د راپورته کېدنې د کتلو په موخه کارول کېده. درې نښې د اوړي او ژمي د جدي په سر (راس الجدي) او سرطان په سر (راس السرطان) او د شپې او ورځې د برابرۍ دوه وختونو کې د لمر راپورته کېدل معلوموي. څلور نورې [نښې] په اوړي او ژمي کې د بشپړې سپوږمې لږ تر لږه او له زيات نه زيات مخ ځوړ يا زوال څرګندوي. [۱۷]

سرچينې