د سټاکهولم ماڼۍ

د سټاکهولم ماڼۍ او یا شاهي ماڼۍ (په سویډني ژبه: Stockholms slott or Kungliga slottet) د سویډن د پاچا (پاچا کارل شپاړسم ګوستاف او ملکې سیلویا چې له دروتنیګهلم ماڼۍ څخه د خپل معمولي مېشت ځای په توګه کار اخلي) رسمي استوګنځی او لویه شاهي ماڼۍ ده.د سټاکهولم مانۍ د پلازمینې سویډن د ګملا سټان په سټاډس هولمن کې موقعیت لري. هغه د ریکسدګ/ Riksdag (د سټاکهولم پارلمان) له ودانۍ سره ګاونډۍ ده. د پاچا دفتر، د سویډن د شاهي کورنۍ د نور غړو دفترونه او د سویډن شاهي محکمه دلته دي. دا ماڼۍ د استازولۍ د موخو لپاره په داسې حال کې کاول کېږي چې پاچا د دولت د رئیس په توګه خپله دنده ترسره کوي.  

د سټاکهولم ماڼۍ
عامه معلومات
عمومي معلومات
ځای
اداري سیمه
هېواد
څښتن
چلوونکی
کارول
اوسېدونکي
عوض
تاريخي اثار
د تاريخي‌ اثار طبقه‌بندي
تخنیکي معلومات
برخې
برخه د
پوړه (طبقې)
۳ Edit the value on ویکي‌ډېټا
ډیزاین او جوړونه
د معماري سټایل
معمار
نور معلومات
المرافق
وېب‌پاڼه
kungligaslotten.se (سویډني ژبه، انگليسي) Edit the value on ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۵۹°۱۹′۳۶″شمال ۱۸°۰۴′۱۸″ختیځ / 59.326666666667°شمال 18.071666666667°ختيځ / 59.326666666667; 18.071666666667 Edit the value on ویکي‌ډېټا
Map

دا شاهي ماڼۍ د ۱۳مې پېړۍ له منځنیو څخه له کله نه چې نورسټروم د اسټاکهولم د ګاملا سټان په شمالي برخه کې د تره کرونور کلا جوړه کړه په‌خپل ځای ده. په نوي دور کې دا نوم په Kungliga Slottet پورې تړاو لري. دا ماڼۍ د ځوان نیکوډیموس له‌خوا طرحه شوه او په هم‌هغه ځای کې چې د منځنیو پېړيو پر مهال د تره کرونور کلا ودانه شوې وه او د ۱۶۹۷ز کال د مې میاشتې د ۷مې نېټې په اورلګېدنه کې وسوزېده جوړه شوه. په ۱۷۰۹ز کال کې د شمالي لويې او ډېر مصرف لرونکې جګړې له امله چې په ۱۷۰۰ز کال کې پیل شوې وه د کلا د جوړونې چارې ودرېدې او په ۱۷۲۷ کال کې یې د جګړې له پای څخه ۶ کاله وروسته د ابادۍ چارې له سره پیل نه‌شوې. کله چې په ۱۷۲۸ز کال کې ځوان ټسین ومړ کارل هرلمان چې د روکوکو (په معمارۍ کې د تزئیني هنر یوه برخه، ژباړن) د داخلي فضا لویه برخه يې هم طراحي کړې وه، دا ماڼۍ بشپړه کړه. دا ماڼۍ تر ۱۷۵۴ کال پورې کله چې پاچا اډولف فردریک او ملکه لوئیزا اولریکا هلته کډه شول ګټې اخیستنې ته چمتو نه وه او د ځينې داخلي چارو ترمیم تر۱۷۷۰ز کال پورې دوام وکړ. په ماڼۍ کې د هغې له بشپړېدو راهیسي هېڅ اساسي بدلون نه دی راغلی، یواځې د بېلابېلو پاچاهانو او د هغوی د کورنیو لپاره ځینې تنظیمات، نوې داخلي فضا، نوې‌کونه او نوی تزئین او همدارنګه د ظاهري بڼې رنګول او د ماڼۍ د موزیمونو زیات‌والی په کې بدل شوي. ماڼۍ په شمال کې د ليجنباکېن او نوربړو، په ختيځ کې د لوګارډن (په انګلیسي کې د شوټ یارډ په نوم پېژندل کېږي) او سکیپسبرون، په سویل کې سلاټس بېکن او سټارکیرکان او په شمال کې باندني انګړ او هاګواکټراسسن احاطه کړې. [۵]

دا ماڼۍ له ۲۰۰۹ز کال راهیسې ۱۴۳۰ اتاقونه لري چې له دې ډلې یې ۶۶۰ اتاقونه کړکۍ لري. په دې ماڼۍ کې د سلطنتي کورنیو، استازولیو او جشنوارو لپاره اپارتمانونه لکه دولتي اپارتمان، د مېلمنو اپارتمان او د برناډوت اپارتمان شامل دي. نورې ځانګړنې يې ایالتي تالار، سلطنتي کلیسا، د سویډن د سلطنتي نښانونو/ګاڼو خزانه داري، لیوروسټکامارن او د تره کرونور موزیم او د پخوانۍ کلا څخه پاتې شوې زېرخانې او ګومبزې دي. د سویډن ملي کتابتون تر ۱۸۷۸ز کال پورې په بېبلیوټېکس‌فلای‌جان (د کتابتون وزر) کې موقعیت درلود چې له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د برناډوت کتابتون په‌کې ځای پر ځای شوی. سلاټ سرکایوېټ (د ماڼۍ ارشیف) په چانسري وېنګ کې پروت دی. په دې ماڼۍ کې د سویډن سلطنتي محکمه ده چې شاوخوا ۲۰۰ کارکوونکي په‌کې کار کوي. سلطنتي ګارد له ۱۵۲۳ کال راهیسې له ماڼۍ او شاهي کورنۍ څخه ساتنه کوي. د ظاهري بڼې بشپړه بیارغونه په ۲۰۱۱ کال کې پيل شوه تر څو له شګلن کاڼې څخه جوړې شوې برخې چې اقلیمي اغیزو زیانمنې کړي ترمیم کړي. د ترمیم لګښت په یوه ۲۲ کلنه دوره کې تقریباً ۵۰۰ ملیون کرون (شاوخوا ۷۷ میلیون امریکايي ډالره) و.

شاهي ماڼۍ د سويډن د املاکو بورډ د هیئت له طریقه چې د ماڼۍ د ادارې او ساتنې مسولیت لري د سوېډن له دولت سره تړاو لري حال دا چې Ståthållarämbetet (د شاهي ماڼۍ د دفتر واکمن) د ماڼۍ د سلطنتي سمون حق اداره کوي. دا ماڼۍ په سويډن کې د تاج له ماڼیو سره تړاو لري چې د سویډن د پاچا او سلطنتي دربار په واک کې ده.  [۶]

تاریخ

په دغه سیمه کې لومړۍ وداني یوه پوځي کلا وه چې یو اصلي برج يې درلود او په ۱۳مه پېړۍ کې د بیرګر جارل په‌واسطه د مالارن سیند څخه د دفاع په موخه جوړه شوه. دا کلا په پای کې په داسې یوه کلا بدله شوه چې تره کرونور ونومول شوه چې د نوم اېښودنې لامل یې د برج په اصلي مناره کې د درېیو تاجونو تزئین و. [۷]

لومړني وړاندیزونه

د ۱۷مې پېړۍ په پیل کې پاچا ګوستاووس اډولفوس د یوې نوې سلطنتي ماڼۍ لپاره نقشې ترتیب کړې. دا نقشې نابریالۍ شوې، خو په ۱۶۵۱ کال کې د هغه لور ملکې کرېسټینا، ژان ډي لا واله د سلطنتي ماڼیو د معمار په توګه وګوماره، چې د تره کرونور ماڼۍ د پراختیا او نوي کولو اړوند وړاندیز د هغه له دندو څخه و. [۸]

له ۱۶۵۴ز کال څخه هم‌مهالي مسي حکاکي شوې سطحې د پام‌وړ کلا په اړه د لا واله نظريې په یوه لوړه سینګاریزه سطحه/فلاټ او د نورسټروم پر سر په یو ارتباطي پل کې ښکاروي. ملکې کرېسټينا موجوده کلا په پراخه توګه جوړه او تزېین کړه، خو د هغې د واکمنۍ پر مهال نوې کلا جوړه نه شوه.  

له ۱۶۵۰ کال څخه تر ۱۶۶۰ کال پورې ژان ډي لا وله په کلا کې د سترو بدلونونو لپاره وړاندیزونه وړاندې کړل، خو تر ۱۶۶۱ کال پورې کله چې نیکوډیموس ټسین د ښار لوی معمار او د سلطنتي ماڼيو معمار شو، د یوې نوې کلا د جوړولو لپاره يې بنسټیز پلانونه جوړ کړل. په ۱۶۶۱ کال کې یې د شمالي ردیف د بدلون لپاره لومړنۍ مسوده ولیکله، چې د ۱۶۹۲ او ۱۶۹۶ کالونو تر منځ د هغه زوی نیکوډموس ځوان ټسین له سره وکاروله او عملي يې کړه.  [۹]

د ۱۹۶۰مې لسیزې اړوند د سټادس هولمن نقشه د پخوانۍ کلا د بدلون لپاره د ډي لا واله وړاندیز څرګندوي. دا پروژه د سلاټس بېکن د رغښت لامل هم شوه او تر یوې کچې يې په ودانیو کې محاصره کړ. په نقشه کې د ځوان ټسین پنسلي اضافه‌کونې په زړه پورې دي، چې په احتمالي ډول د ۱۷مې پېړۍ په پای کې جوړې شوې دي. د شمالي ظاهري بڼې د لویديځ وزر او د خارجي انګړ دوه منحني وزرونو لپاره یوه لومړنۍ طرحه موجوده ده (دواړه پلې شوې دي). ځوان ټسین همدارنګه په کاذب لرلید کې د ماڼۍ په لویديځ کې له لویو زینو سره د ښاري سیمې پلان هم جوړ کړ چېرته چې اکسین اوکسیسټرنا ماڼۍ د نورو ماڼيو تر منځ له واسټرلانګېټن سره یوځای کيږي پر دې سربېره يې اوسني مېنټړګېټ ته يو پراخ سړک، مستقیم د ښار له بلاک څخه اوسني برېنټورجېټ ته د سړک پلان هم جوړ کړ (پلی نه شو). هغه د ماڼۍ له مرکز څخه د لویدیځ په لور تر رېډارهولمن پورې د لید یوه کرښه په پام کې نیولې وه.  [۱۰]

سرچينې