د عثماني زوال نظريه

د عثماني زوال نظريه يا د عثماني زوالنمونه يو پرېښودل شوی تاریخي روايت دی، کوم چې يو وخت د عثماني سترواکۍ د تاریخ په مطالعه کې واکمنه ونډه درلوده. د زوال د نظريې تر مخې، د عظيم سلطان سليمان (150-1566) له واکمنۍ سره تړلي زرين پړاو څخه وروسته، دا سترواکي سوکه سوکه د هر اړخيز جمود او زوال په پړاو کې داخله شوه، له کوم حالت چې کله هم بېرته ونه رغېده، او په 1923ز کال کې د عثماني سترواکۍ تر منحل کېدو پورې يې دوام پيدا کړ. دا نظريه د شلمې پېړۍ په ډېره موده کې د عثماني تاريخ په اړه د لوېديځ او ترکي دواړو د پوهې د بنسټ په توګه استعمالېده. په هر حال، تر 1987ز کال پورې، تاريخپوهانو د زوال د نظريې د بنسټيزو اټکلونو په بيا ارزولو پيل وکړ. [۱][۲][۳][۴]

په 1980، 1990 او 2000ز لسيزو کې، د ګڼو نويو مطالعاتو له خپريدو، او د مخکې نه استعمال شويو سرچينو او کړنلارو د کارولو په مټ د عثماني تاريخ له بيا ارزونې وروسته، د عثماني سترواکۍ علمي تاريخپوهان په دې متفق شول، چې د عثماني زوال ټول تصور يوه افسانه وه – او په حقيقت کې، د عظيم سليمان له مړينې وروسته هم عثماني سترواکي يو پياوړی او فعال  دولت و. د زوال په نظريه د "تيولوژيکي"، "رجعتي"، "ختيځ پال"، "ساده پلوه"، او "يو بعدي" په توګه نيوکې شوې دي، او "د يو داسې تصور په توګه تشريح شوې ده، کوهم چې په تاريخي شننو کې کوم ځای نه لري". له همدې امله پوهانو "په دې اړوند له بحث څخه ښه زده کړه وکړه".[۵][۶][۷][۸]

د مسلکي تاريخپوهانو تر منځ د دې ډرامايي نمونې له بدلون سره سره،  دزوال نظريې د عام تاریخ تر څنګ په علمي تاريخ کې خپل پياوړی شتون پر ځای ساتلی، چې د هغو پوهانو له خوا ليکل شوی، څوک چې په عثماني سترواکۍ کې تخصص نه لري. په ځينو صورتونو کې د دې لامل د غېر متخصصينو له خوا په پخوانيو او له کاره لويدلو اثارو پرله پسې تکيه ده، او په نورو صورتونو کې، د يو شمېر سياسي ګټو له امله، چې د زوال د روايت د دوام څخه ګټې تر لاسه کوي. [۹][۱۰]

د زوال د نظريې اصليت

په عثماني سترواکۍ کې

د عثماني سترواکۍ د سقوط لومړی ځانګړتياوې خپله عثماني روښانفکرانو له خوا وشو. ډېر مخ کې پيل شوی و، خو د اولسمې پېړۍ په اوږدو کې ډېر پراخه شو، د نصيحتنامه، يا "پاچايانو ته نصيحت" په نوم يو ادبي صنف و. دې صنف (نوږ) يو اوږد تاریخ درلود، چې په پخوانيو مسلمانو سترواکيو کې څرګند شوی دی، لکه د سلجوقيانو او عباسيانو سترواکۍ. د نصيحتنامې ادبيات په بنسټيز ډول په دولت او ټولنه کې د نظم او بې نظمۍ اړوند وو؛ دې واکمن د مجسم عدالت په توګه تصور کړ، د چا دنده چې دا ډاډمنول و تر څو د هغه رعیت به دا عدالت تر لاسه کړي. د دې څرګندونه عموماً د عدالت د دايرې د تصور په مټ کېده. په دې تصور کې، د واکمن له خوا خپل رعيت ته د عدالت چمتو کول به له دې رعيت سره د هغوی په خوشالۍ کې مرسته وکړي، او په بدل کې به يې هغوی واکمن پياوړی کړي. که دا له منځه ولاړ شي، نو ټولنه به په سم ډول کار کول له لاسه ورکړي.[۱۱][۱۲][۱۳]

له همدې امله، ډېرو عثمانيانو په همدې صنف کې لیکل وکړل، لکه مصطفی علي، نوموړي د سليمان اول د واکمنۍ پړاو د دې سيستم د عدالت تر ټولو بشپړ مظهر وباله، او دا نظريه يې وړاندې کړه چې سترواکي له دې زرين معيار څخه غورځېدلې وه. دې ليکوالانو دا بدلونونه، چې په سترواکۍ کې راغلي وو، د بېلګه ييزې سلیماني ماضي د طبيعي منفي فساد په توګه وبلل. په هر حال، اوس دا منل شوې ده چې يوازې د حقيقي واقعيت د تشريح کولو پر ځای، دوی اکثراً د خپلو شخصي شکايتونو د ښکارولو لپاره د سقوط له دې صنف څخه کار اخيست. د بېلګې په ډول، د مصطفی علي دا باور چې سترواکۍ د سقوط پر لور روانه ده، په پراخه کچه د ترفيع او دربار د سرپرستۍ تر لاسه کولو کې د هغه په ناکامۍ د ناهيلۍ له امله وو. شونې ده چې په ساده ډول هغه مهال د نصيحتنامه د ليکوالانو ابتدايي موخه دا وه چې په چټکۍ سره بدلېدونکې نړۍ کې خپل شخصي يا د خپلې طبقې حيثيت وساتي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په لوېديځه اروپا کې

په لوېديځه تاريخ ليکنه کې د عثماني زوال لومړۍ حواله په «Incrementa atque decrementa aulae othomanicae»  کې موندل کېږي، کومه چې د Dimitrie Cantemir له خوا په 1717ز کال کې بشپړه شوې وه او په 1734ز کال کې انګليسي ژبې ته ژباړل شوې وه. په نولسمه پېړۍ کې د نورو تر څنګ «Joseph von Hammer-Purgstall» هم د هغه پيروي  وکړه، څوک چې په عثماني ترکي پوهېدو او دا نظريه يې نېغ په نېغه د عثماني نصيحتنامې له ليکوالانو څخه را اخيستې وه. په همدې ډول داخلي سقوط د عثمانيانو د بهرنيو پوځي ماتو د تشريح يوه مناسبه وسيله بلل کېږي، او دې د اروپايي امپرياليزم لپاره د يوې توجيه په توګه هم کار وکړ. په همدې ډول د مخ پر زوال عثماني/اسلامي تمدن تصور د لوېديځ تمدن لپاره د يوې پاڼې په توګه وکارول شو، په کومه کې چې "مخ پر زوال" عثمانيانو د "متحرک" لوېديځ سره توپير درلود. اسلام (د يوې هر اړخيزې مدني کټګورۍ په توګه) عموماً د لوېديځ د مخالف قطب په توګه وړاندې کېږي، چېرته چې لوېديځې ټولنې ازادۍ، عقلانيت، او پرمختګ ته ارزښت ورکوي، په داسې حال کې چې اسلام ټيټوالي، توهماتو او رکود ته د ارزښت په سترګه ګوري. دا ډول انځور کاږنه د شلمې پېړۍ په منځ کې تر ټولو زيات د «H.A.R. Gibb» او «Harold Bowen»، او «Bernard Lewis» په اثارو کې تلپاتې شوه، څوک چې د اسلامي زوال مدني تصور ته پايبند پاتې شول او دا يې د نويتابه د نظريې په نوې ټولنيزې نمونې بدل کړ. دا اندونه د مخ پر زٍياتېدونکو نيوکو سره مخ شول، ځکه چې تاريخپوهانو د عثماني او اسلامي تاريخ په اړه د خپلو اساسي اټکلونو له سره بيا ارزول پيل کړل، په ځانګړي ډول په 1978ز کال کې د «Edward Said» د ختيځ پېژندنې (استشراق) له خپرېدو وروسته.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

اصول

د عثماني سقوط په اړه تر ټولو نوميالی ليکوال تاريخپوه Bernard Lewis و، چا چې دليل وړاندې کړی چې عثماني سترواکي په حکومت، ټولنې او تمدن اغېز کونکي هر اړخيز زوال سره مخ شوه. نوموړي دا اندونه د 1958ز کال په يوه مقاله کې، "د عثماني سترواکۍ د سقوط په اړه یو څه تأملات" کې روښانه کړل، کوم چې د شلمې پېړۍ د نيمايي د ختيځ پېژندونکو پوهانو په مرکزي رايه بدل شول. په هر حال، اوس مهال په دې مقاله ډېرې نيوکې کېږي، او عصري تاريخ پوهان يې اوس کره نه بولي. د Lewis نظريات په لاندې ډول وو:[۲۵][۲۶][۲۷]

د عثماني سترواکۍ لومړي لس سلطانان (له عثمان اول څخه تر عظيم سليمان پورې) د غوره شخصي معيارونو لرونکي وو، په داسې حال کې چې له سليمان څخه وروسته سلاطين له استثناء پرته "نا اهله، منحط او نابرابر وو"، کوم څه چې د ځای ناستي کېدو د «قفص» سيستم پايله وه، د کوم تر مخې به چې کورني شهزاده تخت ته له رسېدو مخکې هيڅ راز ولايتي تجربه نه تر لاسه کوله.  د ټولو په سر کې ناقص مشرتابه د حکومت په ټولو څانګو کې د تنزل لامل وګرځېد: بيوروکراسي په اغېزناک ډول له کار کولو وغورځېده، او د دوی د ريکارډ معيار خرابه شو. عثماني پوځ خپله پياوړتيا له لاسه ورکړه، او د جګړې په ډګر کې يې د ماتو په تجربه کولو پيل وکړ. دوی د اروپا نظامي علومو پرمختګ سره برابرښت څخه پاتې شول، او د پايلې په توګه يې سيمې له لاسه ورکړې. له دې امله چې عثماني دولت او ټولنې په پرله پسې ډول د پراختيا پر لور ګامونه پورته کول، د نويو فتوحاتو په تر لاسه کولو کې د هغوی ناڅاپي ناکامۍ، دا سترواکي د اروپا سره د خپلو نويو اړيکو سره په سمون کې ناکامه کړه.

سرچينې