د نازي المان او عرب نړۍ تر منځ اړيکې

د نازي المان (1933-1945) او د عرب نړۍ د مشرانو تر منځ اړيکې له بې تفاوتۍ، مقاومت، او همکارۍ څخه نيولې، په ځينو مواردو کې تر يو ډول تقلید پورې رسېدلې وې، او ډېر ځله د تبليغاتو او د نازي همکارانو د هڅو تر اغېز لاندې وې.[۱][۲][۳][۴][۵]

د دويمې نړيوالې جګړې په اوږدو کې، نازي حکومت په ټوله نړۍ کې همکاران پیدا کړل، چا چې د خپلو سياسي موخو وړاندې وړلو هڅه  کوله. د همکارۍ پر بنسټ جوړې شوې سیاسي او پوځي اړیکې د انګلستان او فرانسې د درېیم جمهوريت او تر څنګ يې د کمونزم او صهيونيزم په څېر شریکو دوښمنانو پر ضد د ګډې دوښمنۍ پر بنسټ ولاړې وې. د دا ډول هکاريو يو بل بنسټ د یهوديانو، او انګلستان او فرانسې پر ضد د نازيانو دوښمني وه، چې یو شمېر عرب او مسلمانانو مشرانو د هغې ستاينه وکړه، چې د يادولو وړ يې د اورشليم (قدس) تبعيد شوی مفتي امين الحسیني و ("په اسلام کې د يهوديت دوښمنۍ" فرعي برخه وګورئ).[۶][۷][۸]

په عام او خاص ډول، اډولف هټلر او «هينريک هملر» د اسلام په اړه د يو دين او يوې سیاسي ايډيالوژۍ په توګه ستايونکي ويناوې وکړې، او اسلام يې د مسيحيت په پرتله د ډېر منظم، نظامي، سیاسي، او عملي مذهب په توګه تشريح کړ، او د هغه څه ستاينه يې وکړه چې دوی په سياست او پوځي مشرتابه کې د محمد د مهارت په توګه درک کړي وو. له جګړې مخکې د سیمه ييزو الماني کډوالو له خوا په منځني ختيځ کې د نازي ګوند کوچنۍ څانګې جوړې شوې وې. د 1941ز کال د جون په مياشت کې، د «ورماخت» د عالي قوماندانۍ د 32 شمېره لارښونې او "د ځانګړې F عملې لپاره لارښودنو" د F ځانګړې عمله د ټولو هغو موضوعاتو لپاره د «ورماخت» د مرکزي ادارې په توګه وټاکله، چې عرب نړۍ يې اغېزمنه کړې وه. (Special Staff F د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د المان د پوځي ماموريت پټ نوم و)[۹][۱۰][۱۱]

په هر حال، رسمي نازي توکميزې نظريې عربان له توکميز اړخه د المانيانو څخه کم بلل، دا یو داسې احساس و چې د هټلر او نورو نازي مشرانو په ويناوو کې يې انګازې کولې. هټلر د عرب نړۍ په وړاندې د خپلې دې کرکې په اړه هېڅ شک پرې نه ښود، نوموړي په «Mein Kampf» (Mein Kampf د هټلر خپل ژوند ليک دی) کې وليکل: "د يو توکمپال سړي په توګه، چې پر توکميزو بنسټونو د خلکو د ارزښت ارزونه کوی، زه يوازې د هغې تش په نوم توکميزې کمترۍ پوهې له امله له دې منع شوی يم چې د خپلو خلکو تقدير د دې ځپل شويو ملتونو سره وتړم".[۱۲][۱۳]

سره له دې چې امين الحسین د عربو د ازادۍ لپاره د المان د ملاتړ تر لاسه کولو هڅې وکړې، هټلر رد کړې، او ويې ويل چې "هغه له عربانو څخه هېڅ نه غواړي". [۱۴]

د عرب نړۍ په اړه د نازيانو تصورات

په خپلو ويناوو کې، هټلر په څرګند ډول د اسلام په اړه ګرمې څرګندونې وکړې، لکه: "د اسلام خلک به د تل لپاره، د بېلګې په توګه د فرانسې په پرتله، موږ ته نږدې وي". له هټلر څخه دا وینا هم روايت شوې ده چې هغه ويلي: "که چارلس مارټل په پويټيرز کې بريالی شوی نه وای...نو له هرې احتمالي لارې به موږ په محمدنيزم بدل شوي وو، هغه ډله چې د زړورتيا ستاينه کوي، او کوم چې اوم اسمان د يوازې زړور جنګيالي لپاره پرانيزي. نو بيا به الماني نسلونو دنيا فتح کړې وای".[۱۵][۱۶]

دا تبادله هغه مهال منځ ته راغله، کله چې هټلر د سعودي عربستان د واکمن ابن سعود له ځانګړي اسازي خالد الهود سره وکتل. له دې ناستې مخکې هټلر ويلي و، چې په عربانو کې د نازي المان د لېوالتياوو په درې لاملونو کې یو دا و چې:[۱۷]

ځکه چې موږ د يهوديانو پر وړاندې جګړه کې سره شريک وو. له همدې امله هغه د فلسطين او هلته د موجوده حالاتو په اړه بحث وکړ، او له دې وروسته هغه وويل تر هغه وخته به ارام نه شي، تر څو وروستی يهودي له المانه وتلی نه وي. خالد الهود وليدل چې حضرت محمد هم همدا ډول کړي وو. هغه له عربو يهوديان ايستلي وو.[۱۸]

لبناني عالم جلبير الاشقر ليکلي چې رهبر په دې ناسته کې خپلو عرب ميلمنو ته دا ويل "ګټور ونه بلل" چې هغه تر اوسه الماني يهوديان هڅولي وو، تر څو فلسطين ته کډوال شي، او درېيم ريخ د صهيوني سازمانونو سره په دې برخه کې فعاله مرسته کړې وه، چې د برتانويانو له خوا د يهوديانو د کډوالۍ په اړوند د تپل شويو محدودينو څخه ځان خلاص کړي.[۱۹]

د دویمې نړيوالې جګړې له پيل لږ مخکې، هټلر په 1939ز کال کې خپلو پوځي قوماندانانو ته ويلي و: "موږ بايد په لرې ختيځ او عربو کې تشويشونو پیدا کولو ته دوام ورکړو. راځئ د سړيو په توګه فکر وکړو او راځئ چې په دې خلکو کې غوره رنګ شوي نيمه شاديانو ته وګورو، چې په قمچينه وهلو تجربې ته لېواله دي".[۲۰][۲۱]

د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د عثماني سترواکۍ (هغه قدرت چې د پېړيو لپاره يې د منځني ختيځې په ډېره برخه واکمني کړې وه) له ويجاړۍ وروسته، د دويمې نړيوالې جګړې څخه مخکې موده کې، ټوله شمالي افريقا او منځنی ختيځ يا د اروپايي استعماري قدرتونو تر نېغ په نېغه واک لاندې و، او يا يې د اغېز په داېره کې شامل وو. سره له دې چې نازيانو توکميزه نظريه درلوده، په کومه نظريه کې چې عربان له توکميز اړخه کم بلل کېدل، له هغو عرب افرادو سره په درناوي او وقار سره چلند کېدو، چې د اتحادي قدرتونو پر ضد جګړه کې يې له درېیم ريخ سره همکاري کړې وه. د بېلګې په ډول، د القدس لوی مفتي، امين الحسیني ته د نازيانو له خوا له دې امله د "اعزازي اريايي" حيثيت ورکړل شوی و، چې د هټلر او درېیم ريخ سره يې نږدې هکاري درلوده.[۲۲]

نازي حکومت د ملګرتيا يوه ټولنه جوړه کړه او د یهوديانو او صهيونستانو پر ضد د خپلو شریکو دوښمناناو او شريکې کرکې پر اساس يې له يو شمېر عرب ملتپالو سره همکارۍ وکړئ. د پام وړ بېلګو کې يې په فلسطين کې د 1936-1939 بغاوت او نور اقدامات دي چې مشري يې امين الحسيني کوله، همدا راز د انګلستان او عراق جګړه، کله چې زرين چوکاټ (د راشد الګيلاني په مشرۍ د څلورو جنرالانو يوه سياسي ډله وه) په عراق کې د انګلستان پلوه عبدالاله حکومت نسکور کړ، او د متحدينو پلوی حکومت يې واک ته ورساوه، کوم چې په چټکۍ سره د سيمه ييزو مسیحي اشوري ځواکونو په مرسته نسکور کړای شو.[۲۳][۲۴][۲۵]

د راشد علي د کودتا په ځواب کې، هټلر د 1941ز کال د مۍ په درويشتمه نېټه، د رهبر 30 شمېره فرمان صادر کړ، تر څو د دوی د قضيې ملاتړ وکړي. دا فرمان په دې ډول پیل شوی و: "په منځني ختيځ کې د عربانو د ازادۍ خوځښت د انګلستان پر ضد زموږ طبيعي متحد دی".[۲۶]

د 1941ز کال د جون د مياشتې په يوولسمه نېټه، هټلر او د وسله والو ځواکونو مشر قوماندان 32 شمېره فرمان صادر کړ:

د عربو د خپلواکۍ له خوځښت څخه ګټه اخيستل. د المانيانو د پراخه عملياتو په صورت کې، که چېرې د مدني ګډوډۍ يا بغاوت په مټ ډېر برتانوي سرتېري وتړل شي، نو په منځني ختيځ کې به د انګريزانو حالت نور هم خطرناک شي. د دې موخې لپاره بايد ټول پوځي، سياسي او تبليغاتي اقدامات د چمتوالي په موده کې له نږدې څخه همغږي کړای شي. زه ځانګړې عمله F له هېواده بهر د مرکزي ادارې په توګه ټاکم، کومه به چې په عرب سيمو کې په ټولو پلانونو او فعاليتونو کې برخه اخلي، او مرکزي دفتر به يې د وسله والو ځواکونو سويل ختيځ قوماندانۍ په سيمه کې وي. دې مرکز ته بايد تر ټولو زیات وړتيا لرونکي شته ماهرين او استازي په واک کې ورکړل شي. د وسله والو ځواکونو لوړ مشرتابه به د ځانګړې F عملې دندې ټاکي، او چېرته چې سياسي مسائل وي، نو دا چاره به د بهرنيو چارو له وزير سره په توافق تر سره کوي.[۲۷]

سرچينې