د نکاح فقه

د نکاح په فقه کې پریمانه هغه قوانین او لیدلوري شامل دي چې تر ډېره پورې د قرآن کریم، د اسلام د سپېڅلي پیغمبر د احادیثو او همدارنګه د دیني عالمانو د احکامو (فتوا) پرمټ جنسي اړیکه یوازې د ښځې او نارینه ترمنځ د واده اړیکې ته محدود کوي. جنسي فقه (په عربي ژبه: الفقه الجنسي) یا د واده د اړیکې فقه (په عربي ژبه: فقه النکاح) د جنسیت اړوند د اسلامي لیدلورو او احکامو تدوین ته ویل کیږي چې په دواړو کې په نوبت سره د کورنۍ اسلامي فقه، د واده د اړیکې اسلامي فقه او همدارنګه د حفظ الصحې، جزا او د ژوندانه د اخلاقو فقه شاملېږي. په اسلام کې ټولې جنسي لارښوونې په لومړني ګام کې د فردي پرهېزګارۍ یا اطاعت او ورپسې په خدای د ایمان او هغه ته د وفادارۍ د برخې په توګه ګڼل کیږي. ورته مهال د جنسیتي توپیرونو اړوند حساسیت او له واده پرته د دواړو جنسیتونو ترمنځ حیا د اسلامي کلتور له پام وړ ځانګړنو څخه دي چې د اسلامي حجاب او جنسیتي توپیر په درجاتو کې مشاهدې وړ دي. د نکاح فقه مسلمانو نارینه و ته اجازه ورکوي چې څو ودونه وکړي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

قران کریم او احادیث یوازې د نکاح په کولو سره جنسي اړیکه مجاز بولي. دغې پرېکړې له تاریخي پلوه نارینه و ته اجازه ورکړې څو له خپلو غلامانو سره هم نکاح وکړي. له امېدوارۍ څخه د مخنیوي کوونکو کړنلارو ګټنه په کې مجاز ده. ورته مهال همجنس ګرايي په کې په شدیده بڼه منع ده او تر ټولو ناوړه عمل یې بولي. [۱۲][۱۳]

قانوني مقررات

حیا

اسلام د نجابت، حیا او عفت پر مفاهیمو کلک ټینګار کړی دی. د اسلام د مبارک دین له مخې د حلالې جنسي اړیکې په خوا کې حیا او عفت بیا هم د واده په اړیکه کې لومړیتوب لري. قران کریم د فحشا اړوند د عذاب خبرداری ورکړی او احادیث بیا حیا «د ایمان برخه» بولي. اسلام په کلکه سره بې حجابي او په عامه محضر کې د ځانونو لوڅوالی منع کوي او همدارنګه یې ټول مسلمانان د خپل ګډ ژوندانه د اسرارو له افشا کولو منع کړي دي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

زده کړې

بلوغ

اسلام د جنسي زده کړو په برخه کې د عمل پالنې ډېر پراخه دودونه لري؛ په داسې توګه چې مسلمانان د جنسي اړیکې اړوند په اسانۍ سره بحث کولای شي او تر هغه ځایه په دغه بحث کې مخته تللی شي چې د اسلام د اصولو له مخې مجاز وي. د ام المومنین بي بي عایشې صدیقې له خوا په یو روایت شوي حدیث کې راغلي چې انصارو ښځو د حلالو جنسي مسایلو اړوند په پوښتنه کولو کې شرم نه کاوه. د څوارلسمې پېړۍ له پیل څخه وروسته په بغداد کې په عربي ژبه ډېری داسې کتابونه ولیکل شول چې جنسي لارښوونو ته اړوند و؛ دغه مهال بغداد د اسلامي نړۍ لوی ادبي مرکز و. [۲۰][۲۱]

ماشومان

د عبدالله نصیح اولوان په خبره، د بلوغ تر مهاله د جنسي اړیکو د زده کړې لارښوونه نه کیږي، ورته مهال اجازه ورکوي چې ماشومانو ته د هغو ځانګړنو او نښو اړوند معلومات ورکړي چې له مخې یې نارینه او ښځینه توپیر لري. اسلامي کلتور همدارنګه لارښوونه کوي چې جنسي لارښوونې باید د اخلاقو په چوکاټ کې وي او همدارنګه د بدن د پټولو، حیا، عفت او له فحشا څخه د ځان ساتلو موضوعات په ځان کې راونغاړي. [۲۲]

سنت کول

ختان یا ختنه چې په پښتو کې د نارینه وو سنت کول بلل کیږي، د مسلمانانو له خوا د یوې کلتوري چارې په توګه ترسره کیږي او اسلامي ټولنې ته د اړوندتیا نښه ده. د اسلام په مبارک دین باندې له مشرف کېدو وروسته د هغو د ترسره کولو او یا هم نه کولو موضوع لا هم د اسلامي علماوو د بحث موضوع جوړوي. د قران کریم په هېڅ آیت مبارک کې دغې چارې ته اشاره نه ده شوې؛ په داسې حال کې چې یو شمېر احادیثو د سنت کولو چاره د فطره غوره اعمالو په کتار کې ګڼلې ده (هغه اعمال چې یو پاک شخص ته اړوند بلل کیږي). د دې اړوند روایات مختلف دي چې ایا سنت کول د فطره اعمالو برخه ګڼل کیږي او که نه. د یو شمېر روایاتو له مخې د اسلام سپېڅلی پیغمبر په خپل شرم ځای کې له اضافي پوست پرته زیږېدلی و، په داسې حال کې چې یو شمېر نور کسان بیا باوري دي چې نوموړی یې نیکه عبدالمطلب له زیږون اووه ورځې وروسته سنت کړ. هغه اسلامي منابع چې د سنت کولو له چارې څخه ملاتړ کوي بیا یې هم د سنت کولو لپاره کوم ځانګړی مهال نه دی ټاکلی او کېدلای شي مهال یې د کورنیو، سیمه ئیزو او هېوادنیو دودونو له مخې توپیر ولري. د دغې چارې لپاره غوره عمر اووه کاله ښوول شوی، په داسې حال کې چې ډیری مسلمانان له زیږون وروسته اوومې ورځې له پیل څخه د بلوغ تر مهاله د خپلو ماشومانو د سنت کولو چارو ترسره کوي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

بلوغ

د بالغ یا بلوغ کلمې هغو کسانو ته اطلاق کیږي چې د بلوغ عمر ته رسېدلي وي او د شریعت له مخې بشپړ مسئولیت ورترغاړې وي. د اسلام له مخې د انسانانو دنیوي ژوند په دوه برخو وېشل کیږي، لومړۍ یې له نوې ځوانۍ وړاندې ماشومتوب دی چې انسان بې ګناه بولي او دویمي یې هم له بلوغ وروسته د لویوالي دوره ده چې په هغو کې اسلامي قانون په بشپړه توګه په انسان پلی کیږي او فیصله یې هم په آخرت کې کیږي. که چېرې انسان له بلوغ وړاندې ومري د هغه ځای بیا جنت ګڼل کیږي. [۲۸][۲۹]

د هلکانو لپاره د بلوغ حد اقل عمر ۱۲ قمري کالونه ښوول شوی، خو که چېرې یې علایم شتون ونلري له ۱۵ قمري کلونو څخه تر حد اکثر ۱۸ قمري کلونو پورې رسېږي او یا هم کېدای شي جغرافیا ته اړوند وي. د هلکانو د بلوغ په علایمو کې د تناسلي ناحیې د وېښتانو وده او له تناسلي الې څخه یې د شیطان د غولولو پر مهال د مایع مني وتل دي. د نجونو د بلوغ لپاره حد اقل عمر بیا ۹ قمري کلونه ښوول شوی چې د علایمو د نشتوالي په صورت کې تر حد اکثر ۱۷ یا ۱۸ کلونو پورې په پام کې نیول کیږي او یا هم د جغرافیايي سیمو د جوړښت له مخې توپیر لري. د نجونو د بلوغ په نښو کې په تناسلي آلې باندې د وېښتانو راختل، حیض، د ټینګې مایع وتل او د امیدوارۍ وړتیا ده. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

حیض

قران کریم د حیض موضوع ته ځانګړې نغوته کړې؛ د بقرې سورت په ۲۲۲ آیت کې مسلمانانو ته لارښوونه شوې چې «د حیض په حالت له خپلو ښځو لرې اوسي او تر هغو دې ورته نه نږدې کیږي چې نه وي پاکې شوې؛ هغه مهال چې دوی پاکې شوې بیا نو هغه ډول ورته نږدې کېدای شي چې الله(ج) یې لارښوونه کړې ده»؛ دا نو داسې امر دی چې له مخې یې د حیض پر مهال جنسي اړیکه بشپړه حرامه بلل کیږي. ابن کثیر بیا هغه حدیث مبارک نقل کړی چې د حیض په حالت کې له ښځو سره د نږدې کېدو ډول څرګندوي. د دغه حدیث پر بنسټ ښځه او مېړه د حیض پر مهال یوازې له جنسي اړیکې پرته نور هر ډول مینه کولای شي. ښځې د دغه میاشتني عادت له بشپړېدو وروسته وړاندې له دې چې بېرته دیني فرایضو یا جنسي اړیکو ته مخه کړي د غسل په کولو مکلفې دي. [۳۴][۳۵][۳۶]

اسلام د حیض پر مهال، د ماشوم له زېږون وروسته تر ۴۰ ورځو او همدارنګه د روژې میاشتې د ورځې پر مهال (یعنې د روژې لرلو په حالت کې) جنسي اړیکه منع کړې ده. د حج په مراسمو کې حج کوونکي چې په احرام کې وي د یوځای کېدو اجازه نه لري او ورته مهال هغه واده هم باطل دی چې د حج د مراسمو د ترسره کولو په حالت کې وشي. [۳۷][۳۸][۳۹]

قانوني اړیکې

واده

په اسلام او اسلامي قانون کې واده د دوه کسانو ترمنځ هغه حقوقي او ټولنیز قرارداد دی چې د مېړه او ښځې حقوق او مسئولیتونه ټاکي. اسلام د یو لړ شرایطو له مخې څو ودونه هم جایز بولي. زوم او ناوې دواړه باید په خپله خوښه له واده سره رضایت وښيي. واده یو اسلامي عمل دی او ډیر ټینګار پرې شوی. په اسلامي فقه کې د واده لومړنۍ موخه د ماشومانو راوړل بلل کیږي. اسلام شدید جنسي میل او همدارنګه د مثل د تولید لپاره هیلې په رسمیت پېژني او د مثل له تولید ملاتړ کوي. [۴۰][۴۱][۴۲]

طلاق هم د اسلام له مخې بېلابېل شرایط او ډولونه لري؛ اسلام د طلاق بشپړ حق نارینه و ته ورکړی او ښځې نه شي کولای طلاق ورکړي، یوازې د یو لړ شرایطو له مخې اسلامي محکمه کولای شي د یوې ښځې د غوښتنې په صورت کې که چېرې غوښتنه یې په شرایطو برابره وي د هغو د اړیکې د پای اعلان وکړي. [۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

د نورو ادیانو له پیروانو سره واده

د اسلام مبارک دین د مسلمانانو او اهل کتابو (یهودانو، عیسویانو او صائبینو) ترمنځ واده په رسمیت پېژني. د اسلامي شریعت پر بنسټ یو مسلمان نارینه کولای شي له یوې عیسوي یا یهودي ښځې سره واده وکړي، مګر په دې حکم کې هغه ښځې نه دي شاملې چې نورو غیرمذهبي ټولنو ته اړوندېږي. ورته مهال مسلمانې ښځې اجازه نه لري چې له مسلمان پرته له بل چا سره واده وکړي. سربېره پر دې اسلام په جدي توګه له مشرکینو سره د مسلمانانو واده منع کړی دی. [۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

سرچينې