د هوا فضا انجینري

د هوا فضا انجینري د انجینرۍ یو له هغو اصلي څانګو څخه ده چې د الوتکو او ستورمزلو له پراختیا سره اړیکه لري. دغه څانګه د هوايي چلن او فضایي چلن (هوانوردي او فضانوردي) د انجینریو دوه اصلي برخې په ځان کې رانغاړي. اویونیک یا د هوايي چلن برېښنايي انجینري ورسره ورته ده خو هغه هم د هوا فضا انجینرۍ له برېښنايي اړخ سره سروکار لري.[۱]

د هوا فضا انجینري
څنګزنې وېشنيزېانجينري
برخه دانجينري، aerospace
Practiced byQ10497074

په پیل کې ورته «د هوايي چلن انجینري» ویل کېدل، خو د الوتنو د تکنالوژۍ په پراختیا سره چې ستور مزلي وسایل هم په کې شامل شول د هغو لپاره د هوا فضا انجینرۍ اصطلاح عامه شوه. د هوا فضا انجینري په ځانګړې توګه د هغو د فضانوردۍ څانګه تر ډېره پورې په محاوره یي ډول د «توغندویي ساینس» په توګه په پام کې نیول کېږي.[۲][۳]

لنډه کتنه

الوتنه کوونکي وسایل له یو شمېر سختو شرایطو لکه د اتومسفیر د فشار او د هوا د تودوخې د بدلونونو څخه له سرچینه اخیستونکو شرایطو او د الوتونکي ماشین په اجزاو باندې د اغېز کوونکې قوې (بار) سره مخ دي. له دې امله دغه وسایل په معمول ډول د تکنالوژیکي او د انجینري له مختلفو څانګو لکه ایروډینامیک، محرکه قوې، اویونیک، د موادو علم، جوړښتي تحلیل او تجزیې او تولید ته اړوندېږي. همدا دی چې د هوا فضا انجینري د پیچلتیا او اړوندو څانګو د شمېر له امله د ځانګړو انجینرانو د ډلو له خوا چې هر یوه یې ځانته ځانګړی تخصص لري، ترسره کېږي.[۴]

تاریخچه

د هوا فضا انجینرۍ رېښه کېدای شي د ۱۹ مې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د هوايي مزل په پراختیا کې ومومو؛ په داسې حال کې چې د دغې څانګې اړوند د جورج کیلي هڅې د اتلسمې پېړۍ له وروستیو څخه د ۱۹ مې پېړۍ تر نیمايي ته اړوندې دي. کیلي د هوانوردۍ او همدارنګه د هوانوردۍ د انجینرۍ په تاریخ کې د مخکښ په توګه لومړنی کس و چې پورته وړونکې قوه او همدارنګه د فضایي الوتونکي پر وړاندې د مقاومت فزیک یې سره جلا کړل، هغه چې په هرې فضایي الوتونکې وسیلې اغېز لري.[۵][۶][۷]

د هوانوردۍ لومړنۍ پوهه تر ډېره پورې د تجاربو له مخې وه چې یو شمېر مفاهیمو ورته له نورو هندسي وړتیاو څخه لار موندلې وه. یو شمېر نور کلیدي عناصر یې لکه د مایعاتو ډینامیک په ۱۸ مه پېړۍ کې د پوهانو له خوا درک شو.[۸]

د ۱۹۰۳ زکال په ډسمبر میاشت کې د رایټ وروڼو له هوا څخه د درنې الوتکې لومړنۍ ثابته شوې او کنټرول شوې الوتنه د ۱۲ ثانیو لپاره ترسره کړه. ۱۹۱۰مه لسیزه د لومړۍ نړیوالې جګړې لپاره د پوځي الوتکو د طراحي کولو له امله د هوانوردۍ په انجینري کې د پراختیا شاهده وه.

د لومړۍ او دویمې نړیوالو جګړو تر منځ، په دغه برخه کې لویې راسته راوړنې ترلاسه شوې چې د غیرنظامي هوايي چلن د اصلي جریان په رامنځته کېدو سره یې چټکتیا ومونده. د دغې دورې په پام وړ الوتکو کې Curtiss JN 4، the Farman F.60 Goliath او فوکر اف.۷ (Fokker Trimotor) شاملېږي. د دغې دورې په پام وړ پوځي الوتکو کې Mitsubishi A6M Zero، Supermarine Spitfire او  Messerschmitt Bf 109 شاملېدې چې په ترتیب سره جاپان، بریتانیا او جرمني ته اړوندې وې. د هوا فضا په انجینرۍ کې پام وړ پرمختګ په Messerschmitt Me 262 الوتکه کې د جیټ ماشین کارول و چې په ۱۹۴۴ زکال کې د دویمې نړیوالې جګړې په پای ورځو کې ترې کار واخیستل شو. 

د هوا فضا انجینرۍ لومړنی تعریف د ۱۹۵۸ زکال په فبروري میاشت کې وړاندې شو، چې په کې د ځمکې اتومسفیر او همدارنګه له هغو بیرونۍ فضا د واحد قلمرو په توګه په پام کې نیول شوي و او له امله یې الوتکې (هوايي) او ستور مزلي (فضايي) د نوي ابداع شوې مفهوم یا هوا فضا تر چتر لاندې راوړې.[۹]

د ۱۹۵۷ زکال د اکتوبر په څلورمه د شوروي اتحاد له خوا د سپوټنیک په نامه فضا ته د لومړنۍ سپوږمکۍ د توغولو په غبرګون کې متحده ایالاتو د ۱۹۵۸ زکال د جنوري په ۳۱مه نېټه خپله لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله. د سړې جګړې په غبرګون کې د متحده ایالاتو د هوانوردۍ او فضا نوردۍ ملي اداره (ناسا) په ۱۹۵۸ زکال تاسیس شوه. په ۱۹۶۹ زکال کې د اپولو ۱۱ په نامه د ځمکې سپوږمۍ ته د انسان لومړنی فضایي ماموریت ترسره شو. ولیدل شول چې درې فضا نوردان چې دوه یې نیل آرمسټرانګ او بوز الدرین و د میاشتې سطح ګوري؛ دریم چې مایکل کالینز و د سپوږمۍ په مدار کې پاتې شو څو د لومړیو دوو سره د سپوږمۍ د سطحې له کتو وروسته ملاقات وکړي.[۱۰]

د هوا فضا د انجینری په برخه کې مهم نوښت د ۱۹۷۰ زکال د جنوري په ۳۰ مه رامنځته شو؛ هغه مهال چې بوینګ ۷۴۷ خپله لومړۍ الوتنه له نیویارک څخه لندن ته ترسره کړه. دغه الوتکه تاریخ جوړونکې شوه او له دې امله چې وړتیا یې لرله ۴۸۰ مسافر ولېږدوي په «جمبو جېټ» یا «نهنګ» باندې مشهوره شوه.[۱۱][۱۲]

د هوا فضا په انجینرۍ کې بل مهم پرمختګ په ۱۹۷۶ زکال کې د کانکورډ په نامه له غږ څخه د چټکې الوتکې په پراختیا رامنځته شو. د دغه ډول الوتکې د جوړولو پر سر د ۱۹۶۲ زکال د نومبر په ۲۹ مه بریتانیا او فرانسې هوکړه کړې وه.

د ۱۹۸۸ زکال د ډسمبر په ۲۱ مه انتونوف An-225 Mriya الوتکې خپله لومړۍ کارګو الوتنه وکړه. دغې الوتکې د نړۍ د درنې الوتکې، د تر ټولو درنې او اوږدې هوايي کارګو د انتقال کوونکې الوتکې او همدارنګه په عملي ډګر کې د تر ټولو اوږدو وزرو لرونکې الوتکې ریکارډ خپل کړ.[۱۳]

د ۲۰۰۷ زکال د اکتوبر په ۲۵ مه ایربس اې ۳۸۰ خپله لومړۍ سوداګریزه الوتنه له سنګاپور څخه د اسټرالیا سیډني ښار ته ترسره کړه. دا لومړنۍ الوتکه وه چې د مسافرو د شمېر له مخې له بوینګ ۷۴۷ څخه وړاندې شوه او په حد اکثر کچه یې ۸۵۳ مسافر لېږدول. په داسې حال کې چې د بوینګ ۷۴۷ د سیالې په توګه د دغې الوتکې پراختیا په ۱۹۸۸ زکال کې پیل شوې خو د ۲۰۰۵ زکال په اپرېل میاشت کې یې خپله ازمایښتي الوتنه ترسره کړه.[۱۴]

تحصیلي پروګرامونه

د هوا فضا انجینري په برخه کې کېدای شي په ډېری پوهنتونونو او یا هم د میخانیکي انجینرۍ په روزنیزو بنسټونو کې د دیپلوم، لیسانس، ماستړۍ او آن دوکتورا تر کچې پورې زده کړې وشي. خو یوازې ډېر لږ بنسټونه په فضا باندې د متمرکزې فضا نوردۍ په برخه کې د زده کړو خدمات وړاندې کوي. یو شمېر بنسټونه بیا د هوايي چلن او فضايي چلن د انجینریو ترمنځ توپیر قایلېږي. په دې برخه کې د پرمختللو تکمیلي زده کړو اسناد (ماسټری یا دوکتورا) یوازې د هوايي فضایي صنعت په ځانګړو برخو کې ورکول کېږي.

د هغو زده کړیالانو لپاره چې د هوا فضا له انجینرۍ سره لېوالتیا لري د کیمیا، فزیک، کمپیوټر ساینس او ریاضیاتو په برخه کې وړتیا ډېره اړینه ګڼل کېږي.[۱۵]

په عامه کلتور کې

د «توغندويي ساینس پوه/عالم» (rocket scientist) اصطلاح ځینې مهال د ځیرکو کسانو لپاره په ځانګړې توګه د هغو لپاره چې د تخنیک او ریاضي په برخه کې وړتیا لري له دې امله کارول کېږي چې د توغندیو ساینس/علم د یو عمل په توګه زیاتې زهني وړتیا ته اړتیا لري. دغه اصطلاح چې «دا توغندويي علم نه دی» د پیغور په معنی نه ده بلکه د یو کار د ساده توب څرګندولو په موخه کارول کېږي. په کره بڼه د «ساینس» څخه د توغندیي ساینس په اصطلاح کې ګټنه ناسمه ده، ځکه ساینس د نړۍ د بنسټ، ماهیت او چلن د درک کولو علم دی؛ انجینري بیا د عملي او انجینري اصولو کارونه ده څو ستونزې حل کړي او نوې ټکنالوژۍ رامنځته کړي. له ایتمولوژیکي پلوه د دغې اصطلاح سمه بڼه «توغندويي انجینري» ده. خو له دې سره بیا هم «ساینس» او «انجینري» تر ډېره په غلط معمول ډول مترادف کارول کېږي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې