د ویکي پیډیا تاریخچه

د ویکي پیډیا کورپاڼه د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۱ زکال د جنوري په ۱۵ مه دوه ورځې وروسته له هغه راڅرګنده شوه چې د جیمي ویلز او لاري سانګر له خوا یې ډومین ثبت کړای شو. د ټکنالوژیکي او مفهومي بنسټ جوړونې مخینه یې له دې وړاندې ده؛ د یو انلاین پوهنغونډ د جوړولو لپاره لومړنی څرګند وړاندیز په ۱۹۹۳ زکال کې د ریک ګېټس له خوا وشو چې بیا په ۱۹۹۸ زکال کې ریچارډ سټالمن د آزادۍ په خوا کې د وړیا (free-as-in-freedom) انلاین پوهنغونډ د مفهوم (چې د ازادو منابعو څخه توپیر لري) وړاندیز وکړ. [۱][۲][۳][۴]

له ټولو مهمه دا چې د سټالمن په مفهوم کې دغه ځانګړی نظر شامل و چې هېڅ مرکزي سازمان باید د هغو ایډېټ کول کنټرول نه کړي. دغه ځانګړنه له معاصرو ډیجیټلي پوهنغونډونو لکه مایکروسافټ اېنکارټا، بریتانیکا انسایکلوپیډیا، او آن د بومیس نیوپیډیا سره په بشپړ ټکر کې وه په داسې حال کې چې دا ټول د ویکي پیډیا مستقیم مخکښان و. په ۲۰۰۱ زکال کې د نیوپیډیا جواز GFDL ته تغیر وکړ او په دې سره ویلز او سانګر د هغه د مفهوم او ټکنالوژۍ څخه په کار اخیستو چې په ۱۹۹۵ زکال کې د وارډ کانېنګهام له خوا رامنځته شوی و؛ ویکي پیډیا پرانیسته. په پیل کې په پام کې وه چې ویکي پیډیا به د نیوپیډیا انلاین پوهنغونډ بشپړونکې واوسي او یوازې به د متخصصینو له خوا د مقالاتو د مسودو په سپارلو او د هغو اړوند نظریاتو وروسته به په کې سمونونه راوستل کېږي. په عملي توګه ویکي پیډیا ډېر ژر له نیوپیډیا څخه مخکې شوه او په ګڼ شمېر ژبو باندې په نړیواله پروژه واوښته چې د انلاین منابعو د ګڼ شمېر پروژو لپاره الهام بخښونکې شوه. [۵]

ویکي پیډیا په ۲۰۱۴ زکال کې په نړیواله کچه د میاشتې ۴۵۹ میلیونه لوستونکي لرل. د ۲۰۱۸ زکال په سمپټمبر میاشت کې د WMF ازموینځایونو په میاشت کې د دغه پوهنغونډ د لیدونکو شمېر ۱۵.۵ میلیارده تنه وښود. د کام سکور بنسټ د راپور له مخې یوازې له متحده ایالاتو څخه د میاشتې ۱۱۷ میلیونه جلا کتونکي له ویکي پیډیا ګټنه کوي. [۶][۷][۸]

تاریخي بیاکتنه

مخینه

په یوه واحد ځای کې د نړۍ د پوهې راغونډولو مفهوم د الکساندریې لرغوني کتابتون او پرګامم کتابتون ته اړوندېږي، خو د معاصر مفهوم ریښه یې چې د ټول شموله او ټولو ته د لاسرسي وړ چاپي پوهنغونډ اړوند ده، ډني ډیډرو او د ۱۸مې پېړۍ فرانسوي پوهنغونډ لیکونکو ته اړوندېږي. د چاپي مواردو هاخوا د پراخې ګټنې په موخه له اتوماتیک ماشینونو څخه د ګټنې ایډیا د پاول اوتله د ۱۹۳۴ زکال په کتاب Traité de Documentation کې وړاندې شوه؛ اوتله په ۱۹۱۰ زکال کې د مونډنوم (Mundaneum) په نامه داسې یو جوړښت هم رامنځته کړ چې د نړیوالو مالوماتو اړوند نوملړ یې په کې برابر کړی و. د ماشین پر مټ د پوهنغونډ جوړېدو مفهوم د نړۍ د مغز (World Brain؛ ۱۹۳۸ زکال) تر عنوان لاندې د ایچ.جي ویلز د مقالاتو په ټولګه او همدارنګه د میمیکس د مایکروفلم اړوند د وانور بوش د راتلونکي لید په څرګندونکې مقاله «څه ډول چې موږ فکر کوو» (As We May Think؛ ۱۹۴۵ زکال) کې پراختیا ومونده. په دغه برخه کې بل ګام د ټېډ نسلون د هایپرټېکسټ (هغه متن چې د الکترونیکي وسایلو په سکرین د لید وړ وي) د طراحۍ پروژه وه چې په ۱۹۶۰ زکال کې پیل شوه. [۹][۱۰]

د ویکي پیډیا په جوړولو او ساتنه کې له رضاکارانو څخه کار اخیستو اساسي رول درلود. له دې سره چې آن له انټرنټ پرته په ورته ماهیت لرونکو لویو پیچلو پروژو کې له رضاکارانو ګټنه شوې. په ځانګړې توګه د ۱۸۵۷ زکال د نومبر په ۵مه د اکسفورډ انګلیسي ډېکشنري د ګای فاکس په ورځ (د اور په شپې) د لندن په کتابخانه کې په وینا کولو سره د ریچارډ چنویکس ټرینچ له خوا رامنځته شوه. ۷۰ کاله وخت یې ونیو چې دغه ډیکشنري بشپړه شي. ډاکټر ټرینچ د انګلیسي لغاتونو د داسې یوې لویې ډیکشنرۍ د جوړولو تصور وکړ چې خلک وکولای شي په دیموکراتیکه او آزادانه توګه ترې ګټنه وکړي. د لیکوال سایمون وینچسټر په خبره «د هغه په خپله خبره د دغې چارې ترسره کول د یوه کس له وسه بهر کار دی. دا چې ټول انګلیسي ادبیات – د لندن او نیویارک ټول اخبارونه او مخکښې ادبې مجلې او ژورنالونه – دې مطالعه کړای شي؛ په داسې حال کې چې هغه خپله د ګڼ شمېر کسانو په همکارۍ جوړېږي. نو دا اړینه ده چې یو ټیم استخدام کړو – له دې سربېره یو لوی ټیم – چې احتمالا باید په کې په سلګونو سلګونو بې مزده اماتوران شامل وي او ټول په رضاکارانه توګه کار وکړي». [۱۱]

د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د ټکنالوژۍ وده د پوهنغونډونو په ډول کې د بدلون لامل وګرځېده. په داسې حال کې چې پخواني پوهنغونډونه په ځانګړې توګه بریتانیکا پوهنغونډ تر ډېره پورې د کتاب پر بنسټ و، د مایکروسافټ اېنکارټا چې په ۱۹۹۳ زکال کې خپره شوه په سي ډي ګانو او همدارنګه د هایپرلینک په توګه د لاسرسي وړ وه. د انټرنټ د نړیوالې شبکې پراختیا د انټرنټي پوهنغونډونو د پروژو اړوند هڅې لا پسې زیاتې کړې. د انلاین پوهنغونډ لپاره تر ټولو مخکښ وړاندیز په ۱۹۹۳ زکال کې د ریک ګیټس له خوا د انټرپیډیا د جوړولو و؛ دغه پروژه د هر ډول پوهنغونډي محتوا له جوړولو وړاندې له منځه لاړه. په ۱۹۹۸ زکال کې ریچارډ سټالمن چې د آزادو سافټ ویرونو ملاتړی و د «یوه نړیوال پوهنغونډ او روزنیزې منبع» د ګټو اړوند توضیحات وړاندې کړل. د هغه خپاره شوي سند دا څرګندوله چې «څه ډول د دغې غوره چارې په موخه پرمختګ وشي او له هغو تر ټولو طبیعي پایلې ترلاسه شي». د ویکي پیډیا له تاسیس دوه ورځې وروسته د چهارشنبې په ورځ چې د ۲۰۰۱ زکال د جنوري اوولسمه نېټه وه د ازادو سافټ وېرونو د بنسټ (FSF)؛ جي ان یو پیډیا (GNUPedia) پروژه انلاین شوه او له نیوپیډیا سره یې سیالي پیل کړه، خو نن ورځ FSF خلک هڅوي څو «[ویکي پیډیا] ته مراجعه وکړي او ورسره همکاري وکړي». [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ویکي پیډیا یو له بنسټګرانو څخه جیمي ویلز څرګنده کړې چې د هغه لپاره د ویکي پیډیا د مفهوم ریښه هغه مهال ته اړوندېږي کله چې په انډیانا پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړیال و او هلته د پرانیستو منابعو د خوځښت (open-source movement) د بریاو تر اغېز لاندې راغلی و؛ همالته و چې د ریچارډ سټالمن د ایمکاس مانیفیست اړوند وپوهېد او په هغه کې ورته د آزادو سافټ ویرونو ترویج او همدارنګه د مشترک اقتصاد موضوع تر ټولو جالبه وه. دغه مهال ویلز په مالي برخه کې زده کړې کولې او د هغه کسانو له هڅو سره یې لیوالتیا پیدا کړه چې د آزادو سافټ ویرونو په جوړولو کې یې ونډه لرله، او ګڼ شمېر غوره پایلې یې له ځانه سره لرلې. [۱۶]

د اکونومېست اونیزې د راپور له مخې ویکي پیډیا «په فني خوشبیني کې ریښه لري چې د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د انټرنټ ځانګړنه وه. د هغو له مخې عادي وګړو کولای شول له خپلو کمپیوټرونو څخه د آزادۍ، زده کړو او روڼ آندۍ د وسیلې په توګه کار واخلي». [۱۷]

د ویکي پیډیا د مفهوم فورمول بندي

ویکي پیډیا په لومړیو کې د نیوپیډیا د تغذیه کوونکې پروژې په توګه طراحي شوه، په ولز کې تاسیس شوې هغه وړاندنۍ پروژه چې د وړیا پوهنغونډ جوړولو په موخه د انټرنټي تبلیغاتي بنسټ بومیس ډاټ کام رضاکارانه ګام و او جیمي ویلز، ټیم شل او مایکل اي دېوس ته اړوند و. نیوپیډیا له داوطلبه ګډون کوونکو څخه د ګټنې پر بنسټ چې باید په شدیده توګه په شرایطو برابر وای او څو پړاو لرونکې ماهرانه ارزونې په کې شتون درلود رامنځته شوه. د علاقه مندو تصحیح کوونکو د پستي ادرسونو د نوملړ سربېره ویلز د فلسفې له څانګې څخه فارغ شوی لاری سانګر د بشپړ مهالي مسئول مدیر په توګه وګماره، د نیوپیډیا لپاره د محتوا لیکنې بهیر ډېر کرار و او په لومړي کال کې ورته یوازې ۱۲ مقالې لیکل شوې وې. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

ویلز او سانګر دواړو په چټکه بڼه د محتوا جوړولو اړوند بحثونه وکړل. د ویکي پر بنسټ د یو بشپړونکي نظریه د سانګر او بن کویتز ترمنځ له خبرو څخه سرچینه اخیستې. بن کویتز د کمپیوټرو پروګرام جوړونکی و او د وارډ کانېنګهام د «ویکي ویکي وېب» په انقلابي ویکي کې یې منظمه ونډه لرله. نوموړي د ۲۰۰۱ زکال د جنوري په ۲ مه د ماښامنۍ پر مهال سانګر ته دا تشریح کړه چې ویکي څه شی دی دغه مهال دا ډېره ستونزمنه وه چې دغه مفهوم دې درک کړای شي. ویلز د ۲۰۰۱ زکال په اکتوبر کې د لومړي ځل لپاره څرګنده کړه چې «لاري د ویکي سافټ وېر د کارونې نظر درلود»، په داسې حال کې چې وروسته یې بیا د ۲۰۰۵ زکال په ډسمبر میاشت کې وویل چې د بومیس یو کارکوونکي جرمي روزنفلډ هغه له دغه مفهوم سره بلد کړی و. سانګر فکر وکړ چې ویکي ورته د ګټنې لپاره غوره بستر کېدای شي او په دې سره یې د نیوپیډیا په پستي نوملړ کې څرګنده کړه چې ویکي د یوزموډویکي پر بنسټ (وروسته د هغو ۰.۹۰ مه نسخه) د نیوپیډیا لپاره د تغذیه کوونکې پروژې په توګه تنظیم کېږي. هغه د «راځۍ چې ویکي جوړه کړو» تر عنوان لاندې ولیکل: [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

نه دا کوم ناسم وړاندیز نه دی. دا یوه ایډیا ده چې یوه کوچنۍ ځانګړنه په نیوپیډیا کې اضافه شي. جیمي ویلز فکر کوي چې کېدای شي ډېری وګړي دغه ایډیا د اعتراض وړ وبولي، خو زه دا فکر نه کوم... له ویکي څخه د نیوپیډیا د ګټنې اړوند دا تر ټولو وروستی «پرانیستی» او ساده فارمټ دی چې له مخې یې محتوا ته پراختیا ورکول کېدای شي. موږ ځینې وختونه د نیوپیډیا د بشپړونکو یا ځای نیونکو ساده او پرانیستو پروژو اړوند نظریات مطرح کړي. زما په نظر کولای شو چې ویکي په عملي او له ځنډ پرته ډول وکاروو، ډېرې لږ ساتنې ته اړتیا لري او چندان ګواښ هم نه لري. هغوی همدا رنګ د محتوا د تولید لپاره غوره بالقوه منابع کېدای شي. له همدې امله تر هغه ځایه چې زه یې توضیح کولای شم ډېر لږه ستونزه به په کې شتون ولري.

ویلز یو له دغو څخه تنظیم کړ او هغه یې د ۲۰۰۱ زکال د جنوري په ۱۰ مه انلاین کړ. [۳۳]

سرچينې