د ټایټانیک پېښه

RMS ټایټانیک کښتۍ د 1912 کال د اپریل په 15 نېټه د سهار پر وخت په شمالي اتلانتیک سمندر کي د ساوت امپټون څخه نیویارک ښار ته د خپل لومړني سفر څلور ورځي وروسته ډوبه سول. په هغه وخت کي ټایتانیک د نړۍ د ستري مسافر وړونکي کښتۍ په توګه 2,224 کسان سپاره درلودل، او د 1912 کال د اپریل په 14 تاریخ یې د یکشنبي په ورځ شاوخوا پر 23:40 بجې ( د کښتۍ پر وخت ) [lower-alpha ۱] له یخنۍ سره ټکر وکړ . د ټایټانیک ډوبېدلو دوه ساعته او څلوېښت دقیقې په بر کي ونیولې، او د دوشنبې په ورځ پر 02:20 (05:18 GMT ) بجې د اپریل په 15 نېټه د 1,500 څخه د زیاتو خلکو د مړینې سبب وګرځېدل. دا په تاریخ کې د سولې د وخت د ترټولو وژونکي سمندري ناورینونو څخه وبلل سو.

د ټایټانیک کښتۍ ډوبېدل
Painting of a ship sinking by the bow, with people rowing a lifeboat in the foreground and other people in the water. Icebergs are visible in the background.
Painting of a ship sinking by the bow, with people rowing a lifeboat in the foreground and other people in the water. Icebergs are visible in the background.
Willy Stöwer د ټایتانیک کښتۍ د ډوبېدلو یوه انځوریزه خاکه
نېټه14–کينډۍ:End date and age
وخت23:40–02:20 (02:38–05:18 GMT)[lower-alpha ۱]
ځایNorth Atlantic Ocean, ۳۷۰ ميل (۶۰۰ kم) southeast of Newfoundland
کوارډينيټس۴۱°۴۳′۳۲″ شمال ۴۹°۵۶′۴۹″ لویدیځ / 41.72556°شمال 49.94694°لويديځ / 41.72556; -49.94694
سببد اپریل پر 14 نېټه د کنګل سره ټکر
شريک شوي خلقTitanic crew and passengers
پايلهMaritime policy changes; SOLAS
مرگونه1,490–1,635

تر ډوبېدو مخکي ټایټانیک د اپریل په 14 نېټه باندي د سمندري کنګل شپږ اخطارونه هم ترلاسه کړل مګر د سفر سرعت او د عملې بې پروایي کښتۍ له ګواښ څخه ونه ژغورل. ټایټانیک کښتۍ داسي ډیزاین سوې وه چي د هغې تر څلورو برخو تر ډوبیدو پوري په سیلاب کي مقاومت ترسره کړي، ترڅو عملیه د مرستې راجلبولو لپاره د اضطراب شعاعونه او راډیو ( بېسیم ) پیغامونه وکاروي او په دې توګه هغه مسافر چي پاته دي په کښتیو کي ځای پرځای سي.

له ډوبېدو سره سم نږدې ټول هغه کسان چي ټوپونه یې وهلي یا په بحر کې غورځیدلي وه په څو دقیقو کي د ساړه شاک او ناتوانۍ له امله مړه سول. د کښتۍ تر ډوبیدو وروسته هغه مرستندویه ټیمونه چي د ټایټانیک ژغورلو ته راغلي یوازي د 710 نفرو په ژغورلو وتوانېدل. د ټایټاینک یادي پیښي نړۍ اړه کړه چي د سمندري مقرراتو د پراخو بدلونونو وړاندیز وکړي او پرهمدې اساس په ۱۹۱۴ کال کي په سمندر کې د ژوند د خوندیتوب نړیوال کنوانسیون (SOLAS) تاسیس سو، چې نن هم د سمندري پیښو خوندیتوب اداره کوي.