د ټولنې روغتيا

د ټولنې روغتيا هغه ساده روغتيايي خدمات دي چې له روغتونونو او کلینيکونو څخه دباندې د عادي خلکو له خوا وړاندې کېږي. د ټولنې روغتيايي رضاکاران او د ټولنې روغتيايي کارمندان د دې خدماتو مرکزي وړاندې کونکي دي او دوی د بنسټيزې روغتيايي باملرنې وړاندې کونکو سره کار کوي، څو د ټولنې د غړيو په مټ د روغتيا په رسمي سيستم کې داخل شي، له هغې څخه ووځي او له هغې څخه په اسانۍ سره ګټه واخيستلای شي.

د ټولنې د روغتيا رضاکاران د سيمه ييزې ټولنې غړي دي، څوک چې ټولنې ته د وړاندې کېدونکو روغتيايي خدماتو په اړه د پام وړ پوهه لري او د دې لپاره کار ځينې اخيستل کېږي چې له روغتيايي خدماتو څخه ګټه اخيستونکي يا اړمن خلک وپېژني او له راجستر شويو روغتيايي خدماتو وړاندې کوونکو سره يې په اړيکه کې کړي. د ټولنې روغتيايي کارمندان (د ټولنې روغتيايي همکاران او د ټولنې روغتياي مديران) هغه کارمندان دي چې اړينه نه ده بايد د سيمه ييزې ټولنې غړي وي، بلکې هغه مسلکي، تخصصي او علمي وړتياوو لرونکي دي چې د دې وړ يې ګرځولي، څو د ټولنې په روغتيايي ادارو کې د روزنې، څارنې، اداري، ښوونې او څېړنې خدمات وړاندې کړي.

د ټولنې روغتيايي  خدمات په لاندې ډول ډلبندي شوي دي:

  1. وقايوي روغتيايي  خدمات، لکه د نري رنځ لپاره کيموپروفيليکسس، د سرطان لپاره معاينه او د شکر او وينې لوړ فشار لپاره درملنه.
  2. تبليغاتي روغتياي خدمات، لکه روغتيايي زده کړه، د کورنۍ مديريت، واکسين او د تغذيې بشپړونکي.
  3. درملي روغتيايي خدمات، لکه جيګرز (بدن کې د يو ډول زخم پيدا کېدو ناروغي ده)، د ماشو څخه پيدا کېدونکی عفونيت، مليريا او نمونيا.
  4. د بيا رغېدو روغتيايي خدمات، لکه د مصنوعي غړيو مهيا کول، ټولنيز کارونه کول، مسلکي درملنه، فيزيکي درملنه، مشوره او نور رواني روغتيايي خدمات.

په کينيا کې د ټولنې روغتيا د لومړۍ کچې روغتيايي خدماتو وړاندې کولو ته اشاره کوي چې له لاندې مواردو څخه جوړ دي:

  1. د ټولنې د پوهاوي او د روغتيا تر لاسه کولو د هڅو د رويو په ښه کولو سره، د شته روغتيايي او اړوندو خدماتو د غوښتنې پر زياتولو توجه زياتونکې مداخلې او 2. د ټولنې او کورنيو سره نږدې (د کينيا روغتيايي سکتور او ستراتيژيک او پانګونې پلان KHSSP) کې د بيان شويو مداخلو او خدماتو پر مخ وړل.

د ټولنې د روغتيا رضاکاران د سيمه ييزې ټولنې غړي دي، څوک چې ټولنې ته د وړاندې کېدونکو روغتيايي خدماتو په اړه د پام وړ پوهه لري او د دې لپاره کار ځينې اخيستل کېږي چې له روغتيايي خدماتو څخه ګټه اخيستونکي يا اړمن خلک وپېژني او له راجستر شويو روغتيايي خدماتو وړاندې کوونکو سره يې په اړيکه کې کړي. د ټولنې د روغتيايي برخې رضاکاران نېغ په نېغه د ټولنې روغتيايي همکارانو او ټولنې روغتيايي مديرانو (CHAs/CHOs)  ته راپور ورکوي، څوک چې په عام ډول د ټولنې د روغتيايي پراختيا د کارمندانو په نوم پېژندل کېږي. اړينه نه ده چې د ټولنې روغتيايي همکاران/مديران د سيمه ييزې ټولنې غړې وي، خو د روزنې مسلکي او علمي وړتياوې لري، کوم چې دوی وړ ګرځوي چې د ټولنې په روغتيايي ادارو کې د څارنې، اداري، ښوونې او څېړنې خدمات وړاندې کړي.

د CHAs/CHOs کارمندان  د سيمه ييز حکومت پخواني کارکوونکي دي.

د ټولنې روغتيايي رضاکانو نوم هغه مهال سملاسي د ټولنې پر روغتيايي کارمندانو بدلېږي، کله چې دوی د مياشتينۍ حق الزحمة يا معاش پر بنسټ ګومارل شوي وي.

د ټولنې روغتيايي خدمات په لاندې ډول ډلبندي شوي دي:

  1. وقايوي روغتيايي خدمات.
  2. تبليغاتي روغتيايي خدمات، لکه روغتيايي زده کړه، د کورنۍ مديريت.
  3. درمليز روغتيايي خدمات لکه د کوچنيو ناروغيو درملنه کول.
  4. د بيا رغونې روغتيايي خدمات.

د ټولنې روغتيايي رضاکاران تر ټولو بنسټيز خدمات وړاندې کوي، لکه د ابو د کلورين کولو تابليت، د ماشو جالونه او روغتيايي پوهنې مواد، خو په عادي ډول د ثبت شويو ډاکټرانو سره ښکېل يا له هغوی سره کار کوي، کله چې دوی له ناروغ يا مخ په ښه کېدو ناروغانو سره مخ شي، يا له هغو سره چې پېچلې او جاري اړتياوې لري.

دا په طبي او کلنيکي علومو کې د زده کړې يو ستر ډګر دی، کوم چې د ټولنو او وګړو د ډلو د روغتيايي حالت پالنې، ساتنې او ښه کولو ته پاملرنه کوي. دا د زده کړې يوه جلا څانګه ده، کومه چې په عامې روغتيا يا د وقاوي روغتيايي پاملرنې په جلا ښوونځي کې تدريس کېږي. د روغتيا نړيوال سازمان د ټولنې روغتيا په دې ډول تعريف کړې ده:

د خلکو په منځ کې د جذباتي او جسماني روغتيا ساتنې لپاره چاپېريالي، ټولنیز او اقتصادي سرچينې په هغه طريقه عملي کول چې د هغوی هيلې مخ په وړاندې وړي او د دوی په خپله بې سارې چاپېريال کې د دوی اړتياوې پوره کوي.[۱]

په ټولنو کې تر سره کېدونکې طبي مداخلې په درې کتګوريو کې ډلبندي کېدای شي چې هغه دا دي: لومړۍ پاملرنه، ثانوي پاملرنه، د درېيمې درجې پاملرنه. هره کتګوري د ټولنې يا وګړو د يوې ډلې پر لور په یوه مختلفه کچه او ليدلوري تمرکز لري. په متحده ايالاتو کې، د ټولنې روغتيا رېښې د ابتدايي روغتيايي پاملرنې په برياليتوبونو کې نغښتي دي. د ابتدايي روغتيايي پاملرنې د پروګرامونو موخه دا ده چې د خطر عوامل کم کړي او روغتيايي ودې او مخنيوي زيات کړي. د دويمې درجې روغتيايي پاملرنه د روغتون تر پاملرنې پورې اړونده ده، چېرته چې د روغتون د څانګې په جوړښت کې دقيقه پاملرنه تجويز کېږي. د درېيمې درجې روغتيايي پاملرنه د لوړ تخصص پاملرنې ته اشاره کوي چې عموماً پکې ناروغۍ او د معلوليت مديريت شامل وي.[۲]

په کينيا کې د ټولنې د روغتيا د متخصصينو لپاره اوسمهال د راجستر شوې ټولنې نوم « The Society of Community Health Caregivers» دی چې ويبپاڼه يې په https://www.societyofcommunityhealth.org ادرس ده، کومه چې په ۲۰۲۰ز کال کې ثبت شوې وه، څو د ټولنې د روغتيايي متخصصينو لپاره د يو چتر په توګه خدمات وړاندې کړي.

د ټولنې د روغتيايي پروګرامونو برياليتوبونه د روغتيايي برخې د مسلکيانو له خوا عامو خلکو ته له يو څخه يو سره، يا له يو څخه ډېرو سره  (ډله ييزې اړيکې) د اړيکې په کارولو سره په رسولو کې نغښتي دي.

د ټولنې د روغتيايي پروګرامونو برياليتوبونه د روغتيايي برخې د مسلکيانو له خوا عامو خلکو ته له يو څخه يو سره، يا له يو څخه ډېرو سره (ډله ييزې اړيکې) د اړيکې په کارولو سره په رسولو کې نغښتي دي.

د ټولنې د روغتيايي پروګرامونو برياليتوبونه د روغتيايي برخې د مسلکيانو له خوا عامو خلکو ته له يو څخه يو سره، يا له يو څخه ډېرو سره (ډله ييزې اړيکې) د اړيکې په کارولو سره په رسولو کې نغښتي دي.وروستی بدلون يې د عامې روغتيا ته ودې ورکولو پر لور دی.

د ټولنې د روغتيا اندازه کول

عموماً د ټولنې روغتيا د جغرافيايي معلوماتو د سيستمونو او د سرشمېرنې د معلوماتو پر بنسټ اندازه کېږی. کله چې د يو کلي د موقعيت معلومات پوره نه وي، نو د جغرافيايي معلوماتو سيستم د فرعي ټولنو د څرګندونو لپاره استعمالېدای شي. په دوديز ډول، د ټولنې روغتيا د نمونو اخستونکو معلوماتو په کارولو سره اندازه کېدای شي، د کومو پرتله چې د مشهورو معلوماتو د جوړښتونو په مټ کېږي، لکه د روغتيايي مرکو ملي سروی يا ملي روغتيايي او تغذيې ازموينې سروی. د تخنيکي پرمختګ په مټ، معلوماتي سيستمونه کولای شي د کوچنۍ اندازې ټولنو، ښارونو او ښارګوټو زيات معلومات زېرمه کړي، د سرشمېرنې د معلوماتو په خلاف، کوم چې يواځې د ټوليز نفوس پر بنسټ د کوچنيو نفوسونو په اړه معلومات عاموي. جغرافیايي معلوماتو سيستمونه (GIS) کولای شي د ټولنې د سرچينو په اړه ډېر کره معلومات ورکړي، ان د کليو په کچه. د جغرافايايي معلوماتو د سيستمونو (GIS) په استعمال کې اساني، په ګڼ سطحي شمېرو کې پرمختګ او د سيمه ييزې شننې طريقې د څېړونو لپاره په جوړ شوي چاپېريال اړوند معلومات تر لاسه کولو او چمتو کولو کې اساني راولي.[۳][۴][۵][۶]

ټولنيزې رسنۍ د روغتيا د معلوماتو په شننو کې هم ستره ونډه لري. څېړنو ښودلې ده چې ټولنيزې رسني کولای شي په خلکو اغېز ولري، څو خپل غېر روغتيايي چلندونه بدل کړي او د هغو مداخلو هڅونه وکړي چې کولای شي روغتيايي حالت ته ښه والی ورکړي. د جغرافيايي معلوماتو د سيستمونو (GIS) تر څنګ د ټولنيزو رسنیو شمېرې څېړونو ته د روغتيا او ښه والي لپاره د ټولنې د معيارونو لا زيات بشپړ انځور وړاندې کولای شي.[۷][۸][۹]

د ټولنې د روغتيا کتګورۍ

ابتدايي روغتيايي پاملرنه او ابتدايي وقايه

د ټولنې پر بنسټ روغتيايی خدماتو ته وده ورکول په ابتدايي وقايه او د نفوس پر بنسټ ليدلوری (دوديزه وقايه). د ټولنې د روغتيا موخه دا ده چې د يوې ځانګړې ټولنې خلک د خپل ژوند طريقه ښه وګرځوي يا روغتيايي پاملرنه تر لاسه کړي. ابتدايي روغتيايي پاملرنه د روغتيايي متخصصينو له خوا وړاندې کېږي، په ځانګړي ډول هغه چې لومړی ناروغ له هغوی سره مخ کېږي، څوک چې بیا دا ناروغ د دويمې يا درېزمې درجې روغتيايي پاملرنې ته استوي.[۱۰]

سرچينې