د ښځینه رایو ورکوونکو ټولنه


د ښځینه رایو ورکوونکو ټولنه (په انګریزي: League of Women Voters) په متحده ایالاتو کې یو غیرانتفاعي او غیرګوندي سیاسي سازمان دی. دغه ټولنه په ۱۹۲۰ زکال کې تاسیس شوه چې په پام وړ چارو کې یې د رایو ورکوونکو نوم ثبتونه، رایو ورکوونکو ته د معلوماتو ورکړه او د رایې ورکولو له حقونو ملاتړ شاملېږي. سربېره پر دې LWV له نورو همکارو ډلو سره همکاري لري او د مالي اصلاحاتو، د ښځو د حقونو، د روغتیا پالنې د اصلاحاتو، د وسلو د کنټرول او د همجنسګرایانو د حقونو په ګډون د عامه پالیسو په برخه کې د هغوی له ګڼ شمېر ترقي غوښتونکو دریځونو ملاتړ کوي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

دغه ټولنه د امریکايي ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنې د ملي ټولنې (National American Woman Suffrage Association) د ځای ناستې په توګه چې په متحده ایالاتو کې یې د ښځو د رایو د ورکړې په موخه په ملي کچه مبارزه وکړه، رامنځته شوه. د دغې نوې تاسیس شوې ټولنې په لومړنیو اهدافو کې په سیاسي بهیرنو کې د ښځو د برخې اخیستو په موخه د هغوی روزنه او همدارنګه د ښځو د علاقې وړ قوانینو د جوړولو په موخه هڅې شاملې وې. د یو غیرګوندي سازمان په توګه یې د متحده ایالاتو په سیاست کې مهم رول د رایو ورکوونکو نوم ثبتونه او رایو ورکوونکو ته د معلوماتو ورکول و، خو له دې سره یې هغو موضوعاتو ته هم لابي ګري کوله چې د دوی غړو ته مهم و، دغه موضوعات به د دغې ټولنې د دوه کلنو کنوانسیونو له خوا ټاکل کېدل. د دوی د چارو اغېز په دې کې و چې د پالیسیو جوړولو په برخه کې به یې د یوې موضوع اړوند تر هغه مهاله کوم دریځ نه څرګند کاوه څو به یې چې هغه په کره ډول وڅېړله او مستند سازي به یې کړه. [۸][۹][۱۰][۱۱]

د دغې ټولنې بنسټګره، کري چپمن کټ په کلکه سره له دې ملاتړې وه چې په پیل کې NAWSA او وروسته هم LWV باید غیرګوندي وي. د دغې اتحادیې په جوړولو کې کټ د یو داسې سیاسي بهیر د رامنځته کولو هڅه وکړه چې منطقي او موضوع محوره وي، همدارنګه د سیاستوالو نه بلکې د وګړو تر کنټرول لاندې وي. هغه ویرېدله چې له سیاسي ګوندونو سره اتحاد به د دغې ټولنې خپلواکي راکمه او د هغو اندېښنې به په ګوندي اندېښنو کې راونغاړي. سربېره پر دې د یوه ګوند له نوماند څخه د ملاتړ له امله به په ناغوښتلې بڼه د مخالف ګوند ملاتړ له لاسه ورکوي. د وخت په تېرېدو سره د ښځو سیاسي بنسټونه دې متوجه شول چې سیاسي ګوندونه هغوی ته اړوند مسایل د «ښځو د مسایلو» په توګه تعریف کوي او هغه ګوښې ته کوي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

دغې ټولنې په ۱۹۲۱ زکال کې د شپرډ – ټاونر د میندو او نوو زیږېدلو ماشومانو څخه د ملاتړیز قانون په تصویب او د مور او ماشوم د پالنې په موخه د فدرال مرستندویه پروګرامونو په برخه کې اساسي رول لرلی. په ۱۹۳۰مه لسیزه کې دغې ټولنې د ټولنیز خوندیتوب او د خوړو او درملو د قوانینو په څېر د نیو ډیل پروګرامونو څخه ملاتړیز رول درلود. په ۱۹۴۵ زکال کې دغې ټولنې له ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او د پیسو له نړیوال صندوق څخه مالي مرستې ترلاسه کړې او د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د دایمي څارونکي په توګه وپېژندل شوه چې د دغه سازمان ډیری غونډو او د هغو اړوندو اسنادو ته یې لاسرسی درلود. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

دغې ټولنې په خپلو ټولو اقداماتو کې د یو مترقي سازمان په توګه رول نه دی لرلی. د خپل تاریخ په لومړۍ برخه کې یې د تورپوستو ښځو څخه هرکلی نه کاوه په داسې حال کې چې مخکښې ځای ناستې یې، NAWSA نژادي موضوعات له دې امله له پامه غورځول ځکه چې ویرېدله د برابرې رایې د حق د ترلاسه کولو په برخه کې به یې ملاتړ را لږ شي. دغې ټولنې بالاخره د ۱۹۶۰مې لسیزې پر مهال د ۱۹۶۴ زکال د مدني حقونو له قانون او د ۱۹۶۵ زکال د رایو د حقونو له قانون ملاتړ وکړ، خو دغې چارې له دې امله چې ډېره ناوخته یې ترسره کړه چندان اغېز یې نه درلود. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

په ۱۹۷۰مه لسیزه کې د ښځو د ملي ګوند له خوا د برابرو حقونو له وړاندې شوې اصلاحیې سره له کلونو مخالفت وروسته دغې ټولنې بالاخره له دغې اصلاحیې ملاتړ وکړ. دغې ټولنې په ۱۹۷۴ زکال کې د نارینه و جذب ته هم مخه کړه. دغې ټولنې د رایو ورکولو په قانون کې د ۱۹۸۲ زکال د اصلاحیې لپاره مبارزه وکړه او په ۱۹۹۰مه لسیزه کې یې د موټر چلونې د جواز اخیستو پر مهال د رایو ورکولو په موخه د نوم ثبتونې د قانون په تصویب کې مهم رول درلود. په ۱۹۹۸ زکال کې دغې ټولنې کارولین جفرسون – جنیکینز د خپلې لومړۍ افریقايي الاصله مشرې په توګه وټاکله. نوموړې تر ۲۰۰۲ زکال پورې د دوه دورو لپاره په دغه ځایګي کار وکړ او دغه مهال یې «د ښځینه رایو ورکوونکو په ټولنه کې د تورپوستو ښځو د ناویلو کیسو» تر عنوان لاندې کتاب  ولیکه چې د دغې ټولنې او تورپوستو ښځو تاریخ یې مستند کړ. [۳۵][۳۶]

د پالیسي اساسي کرښې

دغه ټولنه په ملي، ایالتي او سیمه ییزه کچه د قوانینو د تصویب لپاره لابي ګري کوي. د ملي موضوعاتو اړوند د دغې ټولنې دریځ د هغو د تر ټولو وروستي ملي کنوانسیون پر مټ ټاکل کیږي. د سیمه ییزو او ایالتي څانګو غړي یې د ایالتي او سیمه ییزو مسایلو اړوند د دغې ټولنې دریځ د هغو له ملي دریځ سره په همغږۍ ټاکي.

دغه ټولنه د هغو کسانو له خوا تاسیس شوې چې د ښځو د رایو د حق لپاره یې مبارزه کړې او تل به د رایو ورکولو او همدارنګه د استازيتوب کوونکي دولت اړوند مسایلو ته پام ولري. نور هغه موضوعات چې دغه ټولنه اوس مهال ترې ملاتړ کوي، نړیوالې اړیکې، طبیعي منابع او ټولنیز سیاست دی.

رایه ورکول او استازيتوب کوونکی دولت

په ۱۹۹۳ زکال کې دغې ټولنې د رایو ورکوونکو د نوم ثبتونې د ملي قانون د تصویب په موخه فشار راووړ چې له مخې یې ایالتونه اړ ګڼل کېدل د رایو ورکوونکو نوم ثبتونه د موټر چلونې د جواز د ورکړې په مرکزونو، د ټولنیزو خدمتونو په وړاندې کوونکو مرکزونو او ټولو پوسته خانو کې ترسره کړي. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰] [۴۱]

دغه ټولنه د ووټ رایډر په نوم له غیرګوندي سازمان سره په ګډه کار کوي څو د رایو ورکوونکو د پیژند کارت د الزاماتو اړوند هر ایالت ته اړوند ځانګړي معلومات خپاره کړي. په ۲۰۰۲ زکال کې دغې ټولنې د دوه ګوندي ټاکنیزو سیالیو د اصلاح د قانون د تصویب ملاتړ وکړ؛ د دغه قانون له مخې په فدرال ټاکنو کې له نرمو پیسو ګټنه منع شوه او د ټاکنیزو سیالیو په مالی قوانینو کې یې یو لړ نور اصلاحات هم رامنځته کړل. دغه ټولنه همدارنګه د هېلپ امریکا په نامه د رایو د قانون (Help America Vote Act) یو له پام وړ ملاتړو څخه وه. [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

نړیوالې اړیکې

دغې ټولنې د ملګرو ملتونو د سازمان د تاسیس په موخه لابي ګري وکړه او وروسته یو له هغو لومړنیو ډلو څخه شوه چې په ملګرو ملتونو کې د یو غیردولتي سازمان په توګه په رسمیت وپېژندل شوه. دغه ټولنې په پیل کې د نړیوالې سولې او نړیوالو بنسټونو په ترویج کې فعاله ونډه لرله. [۴۷][۴۸]

طبیعي زیرمې

دغه ټولنې د پاکې هوا، د پاکو اوبو او د څښاک لپاره د پاکو اوبو له قوانینو او همدارنګه د طبیعي سرچینو د ساتنې او بېرته رغولو له قانون او همدارنګه له کیوټو پروتوکول ملاتړ وکړ. همدارنګه یې د کیسټون نل لیکې له پروژې سره مخالفت څرګند کړ. د ۲۰۱۳ زکال په جنوري میاشت کې د دغې ټولنې د هاوايي څانګې له ولسمشر بارک اوباما څخه وغوښتل د هغو واکونو له مخې چې د ۱۹۶۳ زکال د پاکې هوا قانون د امریکا ولسمشرانو ته ورکړي، د اقلیمي تغیراتو اړوند ګام واخلي. [۴۹][۵۰][۵۱]

ټولنیزه پالیسي

دغه ټولنه د ښوونځیو د کوپن (ووچر) له پلان سره مخالفه ده. په ۱۹۹۹ زکال کې دغې ټولنې د فلوریدا هغه قانون وننګاوه چې زده کوونکو ته یې اجازه ورکوله د ښوونځي له کوپن څخه په ګټنې نورو ښوونځیو ته ولاړ شي. [۵۲][۵۳]

دغه ټولنه د نړیوالو روغتیايي پالنو څخه ملاتړ کوي او همدارنګه د میډیکېډ پروګرام له پراختیا او د سپما پر بنسټ د روغتیايي پالنو قانون تائید کوي.[۵۴][۵۵]

ورته مهال د اعدام جزا له لغو کولو څخه هم ملاتړ کوي.[۵۶]

د همجنسګرایانو حقونه

د ښځینه رایو ورکوونکو ټولنه د همجنسګرایانو له حقونو ملاتړ کوي او څرګندوي چې «له دیموکراسۍ څخه زموږ دفاع او د همجنسګرایانو د ټولنې پر وړاندې د تبعیض پای ته رسول لاس په لاس مخکې درومي».[۵۷]

حکومتولي

په ملي کچه

د ښځینه رایو ورکوونکو د ټولنې ملي پلاوی له څلورو افسرانو، اته منتخبو مدیرانو او همدارنګه له اته کسیز پلاوی څخه د نه زیات منتخب مدیره پلاوي له خوا جوړ دی چې ډیری له دغو څخه په واشنګټن ډي سي کې ژوند کوي، او دغه ټولنه د هغو د اساسنامې پر مټ اداره کوي. ملي پلاوی یې د ملي کنوانسیون له خوا ټاکل کېږي او د هغو کاري پلان جوړوي. [۵۸]

سیمه ییزې څانګې

د ښځینه رایو ورکوونکو ټولنه د متحده ایالاتو په ټولو ۵۰ ایالتونو، د کلمبیا په ناحیه، په ویرجن ټاپوګانو او هانګ کانګ کې سیمه ییزې څانګې لري. [۵۹]

سرچينې