د کوویډ-۱۹ د درملو پراختیا

د کوویډ-۱۹ د درملو پراختیا د مخنیوي لپاره د هغو تجویزي درملو د جوړولو څېړنیزه پروسه ده چې د کرونا ویروس ۲۰۱۹ ز کال (کوویډ-۱۹) ناروغۍ شدت را کموي. د ۲۰۲۰ ز کال له لومړیو څخه تر ۲۰۲۱ ز کال پورې د درملو او بیوټکنالوژۍ سلګونه شرکتونه، پوهنتوني څېړنیزې ډلې او روغتیايي سازمانونه د کوویډ-۱۹ ناروغۍ لپاره د کاندیدو درملو د پراختیا په حال کې وو چې د څېړنو بېلابېل مخکې کلینیکي او وروسته کلینکي پړاوونه یې بشپړ کړي وو (د ۲۰۲۱ ز کال په اپرېل میاشت کې د نوماندو(کاندیدو) درملو شمېر ۵۰۶ و) او تر همدې میاشتې پورې د کوویډ-۱۹ د بالقوه درملو شمېر ۴۱۹ و.[۱]

د ۲۰۲۰ ز کال د مارچ میاشتې په لومړیو کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، د اروپا د درملو مرکز (EMA)، د متحدو ایالتونو د خوړو او درملو سازمان (FDA) او د چین دولت او درمل تولیدوونکي د دې لپاره له پوهنتوني او صنعتي څېړونکو سره د همغږۍ په حال کې وو چې د واکسینونو او ویروس ضد درملو پراختیا چټکه کړي. د روغتیا د نړیوال سازمان د کلینیکي ازمېښتونو د ثبت نړیوال پلټفارم د کوویډ-۱۹ ناروغۍ تر سرایت وروسته د درملو د پراختیا لپاره ۵۳۶ کلینیکي څېړنې ثبت کړې دي او د نورو هغو سرایتونو د درملنې لپاره ګڼ ویروس ضد ترکیبات تر کار لاندې دي چې د کلینیکي څېړنو په حال کې دي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ۲۰۲۰ ز کال په مارچ میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان "د پیوستون ازمېښت" په لسو هېوادونو کې پیل کړ او په کوویډ-۱۹ اخته زرګونه کسان یې د شته ویروس ضد څلورو ترکیبونو د درملیزو اغېزو د ارزونې لپاره ثبت کړل. د ۲۰۲۰ ز کال په اپرېل میاشت کې یوه بله سیستماتیکه څېړنه وشوه، د دې څېړنې موخه دا وه چې د کوویډ-۱۹ د کاندیدو واکسینونو او درملو لپاره د ثبت شويو کلینیکي ازمېښتونو د پرمختګ کچه معلومه کړي.[۱۶]

د درملو پراختیا یوه څو پړاویزه پروسه ده چې معمولاً د نوي ترکیب له کارندوالي او خوندیتوب څخه د ډاډمنېدو لپاره تر پنځو کلونو زیات وخت ته اړتیا لري. د اروپا د درملو مرکز (EMA) او د متحدو ایالتونو د خوړو او درملو سازمان (FDA) ته ورته ګڼو ملي نظارتي مرکزونو د کلینیکي ازمېښتونو د چټکتیا لپاره ځینې پروسیجرونه تایید کړي دي. د ۲۰۲۱ ز کال تر جون میاشتې پورې لسګونه بالقوه درمل د انساني ازمېښت په وروستي پړاو کې وو. د جفریز ډلې د وروستي اټکل له مخې، د کوویډ-۱۹ د اغېزناکو درملو پلور ښايي په کلني ډول څه باندې ۱۰ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

مخینه

د درملو پراختیا د درملو د کشفي پروسې له لارې د یوه مهم ترکیب تر پېژندلو وروسته د ساري ناروغیو لپاره د نویو درملو یا واکسینو د وړاندې کولو پروسه ده. په دې کې لابراتواري څېړنې شاملېږي چې پر مایکرو ارګانېزمونو او حیواناتو کېږي، د متحدو ایالتونو د خوړو او درملو د سازمان په څېر ادارو له‌خوا نظارت پرې کېږي او پر انسان د کلینیکي ازمېښتونو د پیل لپاره یې څېړنې کېږي، ښايي د نظارتي تایید یو پړاو یا د درملو لپاره د مارکېټېګ یو پروګرام هم په کې شامل وي. ټوله پروسه له پیله را وروسته تر کلینکي ازمېښتونو پورې معمولاً څه باندې یوه لسیزه وخت نیسي.[۲۱][۲۲][۲۳]

د نوې انټي باډي درمل

له ناروغۍ د جوړو شویو کسانو پلازما

له ناروغۍ د جوړو شویو کسانو د پلازما په مرسته غیر فعال خوندیتوب د کوویډ-۱۹ لپاره د یوه بالقوه درمل په توګه وړاندیز شوی دی. د ۲۰۲۱ ز کال له مې میاشتې را وروسته قوي شواهد موجود دي چې ښيي له ناروغۍ د جوړو شویو کسانو پلازما په شدیده یا متوسطه ناروغۍ د اخته کسانو لپاره له کلینیکي ښه‌والي سره تړاو نه‌لري او د مړینې خطر نه را کموي. له ناروغۍ د جوړو شویو کسانو د پلازما جانبي عوارض څرګند نه دي.[۲۴]

په متحدو ایالتونو کې د دغه هېواد د خوړو او درملو سازمان (FDA) له ناروغۍ څخه د جوړو شویو کسانو پلازما (د هغو کسانو د وینې پلازما چې له کوویډ-۱۹ څخه رغېدلي او د سارس کوویډ ۲ ویروس ضد انټي باډي لري) ته د تجربوي درملو په توګه په داسې مواردو کې لنډمهالې اجازه ورکړې ده چې د شخص ژوند له بیړني یا جدي ګواښ سره مخامخ وي. د ۲۰۲۱ کال له مې میاشتې راهیسې د دغه ډول پلازما د اغېزناکتیا په اړه لږ تر لږه ۱۲ ازمېښتونه په بېلابېلو طبي مجلو کې څېړل شوي او خپاره شوي دي. پر دې سربېره د ۲۰۲۱ ز کال تر مې میاشتې پورې ۱۰۰ نور ازمېښتونه هم د کېدو په حال کې وو او ۳۳ څېړنې شوې وې چې لا خپرې شوې نه وې.[۲۵]

پلان جوړونه او همغږي

لومړنۍ پلان جوړونه

د ۲۰۲۰ ز کال تر مارچ میاشتې پورې د وبا د چمتووالي د نوښتونو لپاره نړیوال ائتلاف ژمنه وکړه چې په ګڼو هېوادونو کې به پر څېړنو ۱۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي او د دې تر څنګ یې د واکسین د پراختیا لپاره د دوو میلیاردو ډالرو پانګونې د راټولولو بیړنۍ غوښتنه هم وکړه. د کوویډ-۱۹ د درملو هڅې په مارچ میاشت کې «د بېل او ملینډا ګېټس بنسټ» په مشرۍ د شریکانو په ۱۲۵ میلیون ډالرو پانګونې او له روغتیا نړیوال سازمان په همغږۍ پیل شوې او د درملو د پراختیا له څېړونکو سره یې مرسته وکړه چې بالقوه درمل وپېژني، ویې ارزوي، پراخ او ډېر یې کړي. د کوویډ-۱۹ د کلینیکي څېړنو ائتلاف تر سرایت په وروسته هیله‌منوونکو درملو له شویو نړیوالو کلینیکي ازمېښتونو څخه د ترلاسه شویو پایلو د همغږۍ لپاره رامنځته شو. د ۲۰۲۰ ز کال په لومړیو کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د کمولو لپاره د کلنیکي څېړنو په هڅو کې د نورو ساري ناروغیو لپاره هم ګڼ ویروس ضد ترکیبات پراخ شول.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د ۲۰۲۰ ز کال د مارچ میاشتې په جریان کې د وبا د چمتووالي د نوښتونو لپاره نړیوال ائتلاف د کوویډ-۱۹ واکسین د پراختیا یو نړیوال صندوق رامنځته کړ تر څو د واکسین د پراختیا او څېړنې لپاره دوه میلیارده ډالره راټول کړي او د دې تر څنګ یې په ګڼو هېوادونو کې د واکسین د پراختیا لپاره د ۱۰۰ میلیون ډالرو پانګونې ژمنه هم وکړه. د کاناډا دولت د کوويډ-۱۹ پر وړاندې د طبي اقداماتو په برخه کې د ۹۶ څېړنیزو پروژو لپاره ۲۷۵ میلیون ډالره بودیجه او د کوویډ-۱۹ د بیاځلي خپرېدو په صورت کې د نویو واکسینونو له ډلې "د واکسین د بانک" جوړولو لپاره پروګرامونه اعلان کړل. د بېل او ملینډا ګېټس بنسټ په اپرېل میاشت کې د کوویډ-۱۹ د واکسینونو جوړولو، تشخیص او درملنې لپاره ۱۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړه.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې