د 2023 کال د غزې تړانګې تخليه

د 2023ز کال د حماس او اسرائيلو د جګړې پر مهال، د اسرائيلو دفاعي ځواکونو د غزې د ښار په ګډون، د غزې درې په شمال کې ټولو ټولنو ته حکم صادر کړ، چې د سويل لور ته ولاړ شي. د دې حکم په پايله کې د شمالي غزې زرګونه اوسېدونکي د سويل لور ته ولاړل. د ديسمبر په لومړۍ نيټه په پېل کېدو سره، اسرائيلو په ټوله غزه تړانګه کې د انخلاء د احکامو صادرول پيل کړل، او دا خاوره يې په 620 زونونو ووېشله. ملګرو ملتونو وويل چې استوګن د ټولې سيمې يو په درېیمې برخې ته په شا کړای شول. په لومړيو کې اسرائیلو د شمالي غزې د 1.1 ميليونه اوسېدونکو څخه وغوښتل چې په څلور وېشتو ساعتونو کې ووځي، کوم چې د ملګرو ملتونو له خوا د "د ويجاړونکو بشري پايلو درلودلو پرته ناشوني" وبلل. ملګرو ملتونو وويل چې په دې حکم سره ګډوډي منځ ته راغله. دا حکم د حماس له خوا د غزې له اړخه د اسرائيلو پر ضد د بريد څخه وروسته په يوه اونۍ کې پيل شو.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

په غزه د اسرائيلو ځمکنی تېری د اکتوبر په اوه ويشتمه نېټه پيل شو. د 2023ز کال د نومبر تر څلورمې نېټې، د 800000 او 1000000 تر منځ اوسېدونکي د غزې تړانګې له سويل څخه ووتل، په داسې حال کې چې د 350000 څخه تر 400000 نور وګړي په شمال کې پاتې شول. د ديسمبر تر لومړۍ نېټې، د دې سيمې اتيا سلنه اوسېدونکي د غزې تړانګې په سويل کې وو. حماس ملکيانو ته د نه وتلو لارښونه وکړه، او داسې ګڼ راپورونه شته چې ښيي حماس له سويل څخه په فزيکي ډول د تښتېدونکو مخه نيولې وه. په ګڼو راپورونو کې دا هم ښودل شوي دي چې اسرائيلو د انخلاء د پروسې پر مهال هم فلسطينيان په نښه کړي، او د غزې تړانګې په سويل کې يې په هغوی بريدونه او بمبارۍ کړي دي. تلونکو د وتلو دهليزونه غېر خوندي، او د اسرائيلي سرتېرو له وېرې او د سرک په څنډو د مړو له جسدونو ډک بللي وو.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د داخلي بې ځايه شويو خلکو د بشري حقوقو په اړوند د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي Paula Gaviria Betancur د جبري وتلو حکم د بشريت په وړاندې د يو جرم او د نړيوال بشري قانون څخه د سرغړونې په توګه وغانده. د انخلاء له امله دا بې ځايه کېدل په غزه کې د يو پراخه بشري بحران يوه برخه وه. دا په پنځه اويا کلونو کې د فلسطينيانو تر ټولو ستر بې ځايه کېدل دي. فلسطينيانو دا انخلاء "دويمه نکبه" وبلله.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

مخينه

کړکېچ هغه مهال زیات شو، کله چې حماس په اسرائيلو تيری پیل کړ. اسرائيلو په غزه د يو لړ هوايي بريدونو په کولو سره ځواب ووايه. اسرائيلي دفاعي ځواکونو (IDF) د شمالي سيمو اوسېدونکو ته د انخلاء خبرداری صادر کړ. ملګرو ملتونو په لومړيو کې د انخلاء دا حکم په خوندي ډول د پلې کولو لپاره د پلې کېدو وړ ونه باله، ځکه چې له دې څخه د اغېزمن کېدنکو خلکو شمېر خورا زيات و.[۲۹]

د شمالي غزې انخلاء

د انخلاء د حکم له اعلان وروسته په لومړيو دوه ورځو کې، سلګونه زره اوسېدونکي له سويلي غزې وتښتېدل. په لومړيو کې اسرائيلو له سويل څخه د تېښتې لپاره شپږ ساعته وخت ورکړ. اسرائیلو استوګن اړ کړل چې د سويل لور ته تېښته وکړي. د ملکيانو لپاره د بشري دهليز د پرانيستې لپاره نړيوالې هڅې وشوې. د نومبر په لمړيو کې، اسرائيلو هره ورځ څلور ساعته د بشري دهليز اعلان وکړ.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

د نومبر تر لسمې پورې، په شمالي غزه کې د پاتې خلکو شمېر د سلګونه زره څخه هم له کمو نيولې بیا لږ تر لږه تر 900000 تنو پورې اټکل شوی و. پاتې خلکو اوبو، خوراک، يا برېښنا ته يا ډېر کم لاسرسی درلود يا يې بيخي نه درلود. UNICEF وويل چې په شمالي غزه کې زرګونه ماشومان پاتې شوې وو، چې د هغوی ژوند "په يو مزي ځوړند وو". د نومبر په اولسمه نېټه، د فلسطين د احصايې مرکزي ادارې اټکل وکړ چې په شمالي غزه کې لا هم 800000 ملکيان موجود وو.[۳۵][۳۶][۳۷]

د يو اټکل تر مخې د نومبر په اتمه نېټه له شمالي غزې څخه 50000 خلک وتلي وو. ملکيان له شمالي غزې څخه پلي يا په خرګاډو تښتېدل. کله چې هغوی له اسرائیلي ټانکونو څخه تېرېدل، ملکيانو به خپل بيرغونه رپول، بيا هم ځينو راپور ورکړ چې اسرائیلي سرتېرو پر هغوی ډزې کولې، او د سرک په څنډو د مړيو له جسدونو تېرېدل. ډير خلک د صلاح الدين سرک په اوږدو کې د تخليې د دهليزې له لارې وتښتېدل، کومه چې د غزې د دوه شمال-سويلي لويو لارو څخه يوه ده. د نومبر په لسمه نېټه، یو اسرائیلي وياند وويل چې په تېرو دوه ورځو کې 100000 خلک له شمالي غزې تښتېدلي دي. وتونکو وويل چې دوی د اسرائیلي پوستو څخه تېرېدل، چېرته چې د IDF سرتېرو خلک نيول. د نومبر په دولسمه نېټه، اسرائيلو د جباليا کډوالو پنډغالي کې د څلورو ساعتونو لپاره "د پوځي فعاليتونو لنډمهالي تتکيتي درولو" اعلان وکړ، تر څو اوسېدونکو ته اجازه ورکړي، د سويل په لور ولاړ شي. يو فلسطيني ژورنالست وويل چې د بشردوستانه بنسټونو پر اساس دا وقفه يوازې تر صلاح الدين لارې پورې غزېدلې وه، خو په هغو سرکونو نه وه چې تر دې سرک پورې رسېدل.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

د نومبر په دولسمه نېټه، د پاملرنې نړيوالې ادارې وويل، "د سويل پر لور سفر خورا زيات خطرناک او سخت دی. هغو چې دا سفر کړی دی، د هغوی له منځه ډېريو وېرونکي مصيبتونه تجربه کړي دي". په همدې ورځ، د سره صليب نړيوالې کميټې يوه اعلاميه خپره کړه، او ويې ويل چې دا کمېټه "په هغو خطرناکو او ناخوندي حالاتو سخته اندېښمنه ده، د کومو حالاتو تر مخې چې ملکيان وځي". په Intercept کې په يوه مقاله کې، د غزې يوې ژورنالستې هند خضورية دا انخلاء د «Trail of Tears» (دا په متحده ايالاتو کې د ځينو قبيلو جبري بې ځايه کولو يوه پېښه وه) سره پرتله کړه، او ويې ليکل،"موږ مزل ته دوام ورکړ. څومره چې مو مزل کاوه، یو بل مو ټېله کول، موږ بمبار شوي موټر او په موټرو کې د مړيو جسدونه وليدل. موتر له مچانو ډک وو، په داخل کې يې وينې او جسدونه خوړل". د نومبر په پنځلسمه نېټه، OCHA وويل چې اسرائيلو تخليه کېدونکي نيول، او د راپورونو پر اساس خلک يې وهل او له هغوی څخه په لباس ايستلو سره يې هغوی لغړول".[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

د فلسطين سرې مياشتې دا انخلاء مستنده کړه، چې په هغوی کې ماشومان او په تزکرو کې ټپیان شامل وو، چې د غزې له ښار څخه يې تر سويلي غزې پورې تر يوولس کيلو متره (8.6 ميله) پورې پلی مزل کاوه. هغو ژورنالستانو چې په صلاح الدين سرک يې د انخلاء بهير ته پوښښ ورکاوه، وويل چې نارينه د سويلي غزې پر لور د اسرائيلو له پوستو څخه له تېرېدو منع کړای شوي وو. يو شاعر مصعب ابو توهة د اسرائيلو په يوه پوسته کې ونيول شو. د يوې کورنۍ په قضيه کې، درې ځوان وروڼه نيول شوي وو، او د دوی کورنۍ له دوه اونيو څخه تر زيات وخت پورې نه پوهېده چې له هغوی سره څه شوي دي. د پلټنې له پوستو څخه تر تېرېدو مخکې بايد فلسطينيان د مخ د څېرې د پېژندګلو له سکين کېدو څخه تېر شوي وای. UNICEF خبر ورکړی و چې د سويل لور ته ځينې ماشومان په داسې حال کې تللي و چې څوک ملګری ورسره نه و. بې پولې ډاکترانو ټولنې د اسرائيلو له خوا په قصدي ډول په يو طبي کاروان بريد وغندلو چې د شمالي غزې پر لور د انخلاء په حال کې و. تښتېدونکو د تخليې لارې د مړينې او وېرې څخه د ډکو لارو په توګه تشریح کړې. اسرائيلو د ديسمبر په دوه ويشتمه نېټه د تخليې فرمانونه صادر کړل.[۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸]

روغتونونه

د 2023ز کال د اکتوبر په څوارلسمه نېټه، اسرائیلو په شمالي غزه کې د 22 روغتونونو د تخليه کولو حکم وکړ. د روغتیا نړيوال سازمان (WHO) دا حکم د ناروغانو او ټپیانو لپاره د "مړينې د سزا" په توګه وباله. د بې پولې ډاکټرانو ټولنې يوه اعلاميه خپره کړه، او دا حکم يې "ظالمانه"، "په طبي پاملرنې او بشريت یو بريد" وباله او "په سختو ممکنه ټکو" يې وغندلو. د روغتيا نړيوال سازمان يوه غوښتنه خپره کړه چې له اسرائيلو څخه يې غوښتنه کوله تر څو دا فرمانونه منسوخ کړي، او تر سختې طبي پاملرنې لاندې د ناروغانو د انقال زيات سختوالی، د روغتيايي وسايلو کمښت، او دا چې "په سويلی غزه کې د روغتيا وزارت څلور روغتونونه لا دمخه د ظرفيت نه لرونکي دي" په پام کې ونيسي. د UNICEF او IRC له خوا هم ورته اعلاميې خپرې شوې. WHO د غزې د القدس روغتون ته د انخلاء په استول شوي حکم د اندېښنې څرګندونه وکړه.[۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳][۶۴]

سرچينې