سميع الله شينواری

ښى لاسى ورو بالر او منډه جوړونکىد ١٩٨٧ کال د دسمبر په ٣١ نېټه په ننگرهار کې زيږيدلى دى .تير کال سميع الله شينواري خپل توان هغه وخت په ماليزيا کې له نيپال سره وښود چې دوه لوبغاړي يې وسوځول او بيا يې تر پنځوسو ډيرې مندې وکړې چې د لوبې غوره لوبغاړى وبلل شو . سميع شينوارى په فيلډينگ يا توپ ټولولو کې هم يو له تکړه لوبغاړيو څخه گڼل کيږي . دى ليگ بريک ورو بالينگ کوي او تيزې منډې جوړوي .

سميع الله شينواری

سميع الله شينواري تر اوسه ٢٣٧ منډي کړي چې اوسط يې ١٨.٢٣ جوړيږي د دۀ تر ټولو ډيرې منډې ٥١ وې . دۀ ١٠ لوبغاړي د ٢٤.٥٠ په اوسط سوځولي او غوره بالينگ يې د اتو منډو په بدل کې د دوو لوبغاړو سوځول و .