شمالي کوريا او د ډله ييزې وېجاړۍ وسلې


شمالي کوريا د فوځي ذروي وسلو پروګرام لري او اټکل شوي دي، چې تر ۲۰۲۰ ز کال پورې له ۳۰ څخه تر ۴۰ پورې د ذروي وسلو يو ساتنځای يا وسله تون او په کال کې له شپږ څخه تر اوه ذروي وسلو لپاره د فيزايل په نوم د هغو موادو پوره توليد لري، چې د اتومي له منځه تلنې لړۍ د غبرګون ساتلو توان لري. شمالي کوريا د کيمياوي او بيولوژيکي وسلو د پام کچه هم زېرمه کړې ده. په ۲۰۰۳ ز کال کې شمالي کوريا د ذروي وسلو د نه خپرولو له تړون “Treaty on the Non-Proliferation of Nuclear Weapons (NPT)” څخه په شا شو. له ۲۰۰۶ز کال راهيسې ياد هېواد په زياتېدونکې کچه د شپږ ذروي ازمايښتونو يوه لړۍ تر سره کوي، چې له امله يې پر ځان د بنديزونو لړۍ نوره هم پورته کوي. [۱][۲][۳][۴]

شمالي کوريا او د ډله ييزې وېجاړۍ وسلې
عامه معلومات
عمومي معلومات
هېواد

تاريخچه

شمالي کوريا له ۱۹۵۰ زلسيزې راهيسې د ذروي وسلو جوړولو برخه کې لېوالتيا وښودله. ذروي خپرونه نږدې ۱۹۶۲ز کال ته ورګرځېدلی شي، چې شمالي کوريا په کې ځان هغه څه ته ژمن کړ، چې “all fortressization” يا ټول-فوځي سنګر جوړونه يې باله، چې د نن ورځ د سترې فوځي شوې شمالي کوريا پيل و. په ۱۹۶۳ز کال کې شمالي کوريا د ذروي وسلو د جوړولو برخه کې له شوروي اتحاد څخه د مرستې غوښتنه وکړه، مګر ونه منل شوه. شوروي اتحاد له شمالي کوريا سره د ذروي پوهانو د روزلو په ګډون، د سوله ييزې انرژۍ د پروګرام رامنځته کولو کې مرسته کول ومنل. وروسته چين له خپلو ذروي ازمايښتونو څخه وروسته په ورته ډول د شمالي کوريا ورته غوښتنې رد کړې.[۵][۶][۷][۸]

شوروي انجنيرانو د يونګبيون د ذروي پوهنيزې څېړنې مرکز (Yongbyon Nuclear Scientific Research Center) په جوړښت کې برخه واخېسته او ۱۹۶۳ز کال کې يې د “IRT-2000” څېړنيز غبرګون ښودونکي “research reactor” جوړول پيل کړل، چې په ۱۹۶۵ز کال کې عملياتي شو او په ۱۹۷۴ز کال کې “8 MW” لوړ شو. شمالي کوريا په ۱۹۷۹ز کال کې په يونګبيون کې د يو بل څېړنيز رياکتور او همدار راز د يوې فلز لرونکې مادې د پروسس ماشين او د سون سيخ “fuel rod” جوړونې ماشين جوړول پيل کړل. [۹][۱۰][۱۱]

د شمالي کوريا د ذروي وسلو د خپرونې نېټه ۱۹۸۰ز لسيزې ته رسېږي. دې هېواد چې د ذروي انرژۍ پر عملي کارونو او د ذروي وسلې د رامنځه کولو د سيستم پر بشپړونه باندې يې تمرکز کاوه، د يورانيم جوړونې او له يو حالت څخه بل ته د هغه د اړونې لپاره د اسانتياوو برابرول پيل کړل او د لوړې چاودېدونکې “high explosive” چاودنې ازمايښتونه يې تر سره کړل. ياد هېواد په ۱۹۸۵ز کال کې “NPT” تصويب کړ، مګر تر ۱۹۹۲ز کال پورې د اتومي انرژۍ له نړيوالې استازولۍ “IAEA” سره يې د اړينې ساتنې تړون ته غاړه کېنښوده. د ۱۹۹۳ز کال په لومړيو کې په داسې حال کې چې د شمالي کوريا لومړنۍ اعلاميه يې باوري کوله، “IAEA” پرېکړه وکړه، چې د اعلاميې د نابشپړتيا په اړه پياوړي ثبوت شتون درلود. کله چې شمالي کوريا غوښتل شوې ځانګړې پلټنه ونه منله، IAEA” يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته د نه منلو په اړه راپور ورکړ. شمالي کوريا په ۱۹۹۳ز کال کې له NPT څخه خپل وتل يا شاتګ اعلان کړ، مګر د اغېز کولو تر وخته يې دا شاتګ وځنډوه. [۱۲]

د ۱۹۹۴زکال د هوکړه شوي چارچوکاټ “Agreed Framework” له مخې د متحده ايالتونو حکومت د شمالي کوريا د بې وسلې کولو بدل کې دې هېواد ته د اوبو د دوه سپکو رياکتورونو د برابرولو هوکړه وکړه. دا ډول رياکتورونه د شمالي کوريا د متوسط ګرافيت رياکتورونو په پرتله د خپرولو ډېر ضد ګڼل کېږي، مګر د زياتوالي مخنيونکي نه دي. هوکړه شوی چارچوکاټ د کلينټن د ولسمشرۍ پر مهال د جمهوري غوښتونکي کانګرس له لورې ځکه کمزوری شو، چې کانګرس له شمالي کوريا سره تړون له منځه وېوړ، دې هېواد باندې يې نوي بنديزونه ولګول او شمالي کوريا ته د کلينټن ادارې د مرسته کولو مخه يې ونيوله، چې د هوکړه شوي چوکاټ برخه وه. د ياد چارچوکاټ پلي کول کمزوري شول او په ۲۰۰۲ ز کال کې بېلابېلو برخو کې مات شو، چې هر اړخ يې د ناکامۍ پړه پر بل اړخ اچوله. په ۲۰۰۲ ز کال کې پاکستان اجازه ورکړې وه، چې شمالي کوريا د ۱۹۹۰ز لسيزې په وروستيو کې د پاکستان ذروي تکنالوژۍ ته لاسرسی تر لاسه کړی و. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د پاکستان، ليبيا او په خپله د شمالي کوريا له لورې څو ځلې د منلو (اعترافونو) پر بنسټ متحده ايالتونو شمالي کوريا په غاړه نه ايښودلو تورنه کړه او د تېلو ورلېږد يې ودراوه. شمالي کوريا وروسته ادعا وکړه، چې د ګناه عمومي منښت يې په شعوري ډول ناسم ژباړل شوی دی. د ۲۰۰۲ ز کال په پای کې دا هېواد له هوکړه شوي چارچوکاټ څخه په رسمي ډول وتلی و.

په ۲۰۰۳ زکال کې شمالي کوريا يو ځل بيا د ذروي وسلو د نه خپراوي له تړون څخه په شا شو. په ۲۰۰۵ زکال کې يې د ذروي وسلو درلودلو ته اجازه ورکړه، مګر د ذروي پروګرام د بندولو ژمنه يې وکړه. [۱۹][۲۰][۲۱]

د ۲۰۰۶ز کال د اکتوبر په ۹ دې هېواد اعلان وکړ، چې په برياليتوب سره يې خپل لومړنی ذروي ازمايښت تر سره کړی دی. تر ځمکې لاندې ذروي چاودنه موندل شوې وه، چې حاصل يې له يو کېلوټن څخه لږ اټکل شوی و او يو څه راديواکتيف وتنۍ هم موندل شوې وه. د ۲۰۰۷ زکال د جنوري په ۶ د شمالي کوريا حکومت د دې سربېره د ذروي وسلو درلودل تاييد کړل. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

شمالي کوريا د ۲۰۰۷ ز کال د مارچ به ۱۷ نېټه د ذروي وسلو په اړه نړيوالو خبرو اترو کې استازو ته وويل، چې دې هېواد د خپل اصلي ذروي اسانتيا بندولو ته چمتووالی نيوه. تړون د شپږ ډلې [هېوادونو] د خبرو اترو له يوې لړۍ څخه وروسته وشو، چې شمالي کوريا، سويلي کوريا، چين، روسيه، جاپان او متحده ايالتونه يې رانغاړل؛ متحده ايالتونو په ۲۰۰۳ ز کال کې دا چاره پيل کړه. د تړون له مخې د شمالي کوريا د ذروي خپرونو يو لښتليک سپارل کېږي او ذروي اسانتيا به د سون توکو د مرستې او متحده ايالتونو او جاپان سره د اړيکو د عادي کولو په اړه د خبرو اترو بدل کې درول کېږي. دا برخه له متحده ايالتونو سره د بانکو دلتا اسیا “Banco Delta Asia” پر سر د شخړې له امله له اپرېل څخه وځنډول شوه، مګر د جولای په ۱۴ د اتومي انرژۍ د نړيوالې استازولۍ پلټونکو د شمالي کوريا د يونګبيون ذروي رياکتور بندېدل تاييد کړل او ورپسې دې هېواد د مرستو تر لاسه کول پيل کړل. ياد تړون په ۲۰۰۹ ز کال کې د شمالي کوريا له لورې د يوې سپوږمکۍ له توغولو څخه وروسته وپاشل شو. [۲۶]

د ۲۰۰۹ زکال اپرېل کې راپورونو څرګنده کړه، چې شمالي کوريا په بشپړ ډول چمتو ذروي ځواک دی؛ دا هغه نظر و چې د اتومي انرژۍ د نړيوالې استازولۍ د رئيس جنرال محمد البرادي له لورې شريک شو. د ۲۰۰۹ زکال د می په ۲۵ شمالي کوريا دويم ذروي ازمايښت تر سره کړ، چې په پايله کې يې له ۲ څخه تر ۷ کېلو ټنو پورې چاودنه رامنځته شوه. د باور له مخې د ۲۰۰۹ ز کال ازمايښت د ۲۰۰۶ زکال د ازمايښت په څېر  د شمالي کوريا د شمال ختيځ د کېلجيو کونټي “Kilju County” په مانتاپسان “Mantapsan” کې شوی دی. دا ازمايښت د ازمايښت سيمه کې د پېښېدونکې زلزلې له مخې موندل شوی و. [۲۷][۲۸][۲۹]

د ۲۰۱۲ ز کال اپرېل کې شمالي کوريا اعلان وکړ، چې په يونګبيون د ذروي پوهنيزې څېړنې مرکز کې به د يورانيمو غني کول ځنډوي او د ذروي وسلو نور ازمايښتونه به نه کوي، په داسې حال کې چې د متحده ايالتونو رانغاړونکې ګټورو خبرو اترو دوام درلود. دې تړون د لرې توغېدونکو ګوليو (مزايلو) د ازمايښتونو په اړه قانوني موده راونغاړله. د دې تر څنګ شمالي کوريا د اتومي انرژۍ د نړيوالې استازولۍ “IAEA” پلټونکو ته اجازه ورکړه، چې يونګبيون کې عمليات وڅاري. متحده ايالتونو يو ځل تاييد کړه، چې د DPRK پر وړاندې د دښمنۍ اراده نه لري او دوه اړخيزو اړيکو ته د ودې ورکولو لپاره چمتو دي او شمالي کوريا ته د انسان دوستۍ خوراکي توکو د لېږد ژمنه يې وکړه. متحده ايالتونو د محدود مګر مهم حرکت غږ وکړ او ويې ويل، چې دا چاره به په پام سره پرمخ لاړه شي او يادې خبرې اترې به يوازې وروسته له هغې بيا پيل شي، چې شمالي کوريا يې د ژمنې پوره کولو پر لور ګامونه پورته کړي. که څه هم وروسته له هغې چې شمالي کوريا د ۲۰۱۲ز کال اپرېل کې د لرې واټن توغېدونکي ازمايښت تر سره کړ، متحده ايالتونو د خوراکي توکو د مرستې بندولو پرېکړه وکړه. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

سرچينې