شهزاده اډوارډ، د اډینبورګ دوک

شهزاده اډوارډ، د اډینبورګ دوک (اډوارډ انتوني ریچارډ لوئیس؛ زوکړه: د ۱۹۶۴ زکال د مارچ ۱۰مه) د بریتانیا د سلطنتي کورنۍ غړی دی. نوموړی د ملکې دویمې الیزابت او د اډینبورګ د دوک شاهزاده فیلېپ تر ټولو کوچنی ماشوم او د پاچا دریم چارلز کشر ورور دی. د چارلز له پاچاهۍ وړاندې د بریتانیا د تاج او تخت د وراثت په کتار کې یې دریم ځایګی درلود او اوس مهال ۱۴م ځایګی لري. [۱]

اډوارډ د خپلې مور د واکمنۍ پر مهال په باکېنګهام ماڼۍ کې وزېږېد؛ په هیټرډاون ښوونځي کې یې زده کړې پیل کړې او له ګورډنسټون ښوونځي څخه فارغ شو. نوموړي د زده کړو ترمنځ فاصله کې د نیوزلنډ په وانګانوي کالج کې تدریس وکړ. له دې وروسته د تاریخ د لوستلو په موخه د کمبرېج جېسز کالج ته ولاړ او په ۱۹۸۶ زکال کې یې له کمبرېج څخه د لیسانس سند ترلاسه کړ. په سلطنتي سمندري ځواک کې له ډېر لږ وخت تېرولو وروسته وړاندې له دې چې خپل تلویزیوني پروډکشن جوړ کړي د واقعي ګټمن تیاتر په نامه شرکت (Really Useful Theatre Company) سره یې کار وکړ. هغه بیا وروسته د آرډېنټ پروډکشن په نامه خپل شرکت جوړ کړ. [۲]

اډوارډ په ۲۰۱۰ زکال کې په دغه شرکت کې له کار کولو لاس پر سر شو او د سلطنتي کورنۍ د غړي په توګه یې بشپړ مهالې رسمي دندې پیل کړې؛ دغه مهال هغه د خپلې مور په استازولۍ د یو شمېر دندو مخته وړو ته مخه کړه. نوموړي د ځوانانو د ملي تیاتر، د تفریحي او ورزشي اتحاد په نامه بنسټ او د بریتانیا د پارا المپیک ټولنې په ګډون د ۷۰ مرستندویه بنسټونو او سازمانونو ملاتړ وکړ. د هغه مرستندویه چارو په هنرونو، ورزش او د اډینبورګ د دوک د جایزې په رامنځته کولو تمرکز درلود، دغه جایزه د فیټنېس، هوساینې او ټولنیزو خدمتونو برخې ته اړوند ده. [۳]

اډوارډ له سوفیا ریس – جونز سره په ۱۹۹۹ زکال کې له واده کولو وړاندې د واسکس ارل شو. دوی دواړو د لېډي لوئیس مونټباټن - وینزر او جیمز مونټباټن - وینزر په نومونو دوه ماشومان لرل چې زوی یې بیا د واسکس ارل شو. مور یې ورته په ۲۰۱۹ زکال کې د فارفور د ارل اضافي بل لقب هم ورکړ. د ۲۰۲۳ زکال پر مهال د اډوارډ د زوکړې په ۵۹مه کلیزه کې د هغه مشر ورور پاچا دریم چارلز ورته د اډینبورګ د دوک او همدارنګه د ټول عمر لپاره د خپل همکار لقب ورکړ؛ له دې وړاندې د هغه پلار د اډینبورګ دوک و چې په ۲۰۲۱ زکال کې ومړ او بیا ورپسې د لنډې مودې لپاره چارلز د اډینبورګ دوک شو.

لومړنی ژوند او زده کړې

شهزاده اډوارډ د ۱۹۶۴ زکال د مارچ په ۱۰مه د شپې پر ۸:۲۰ بجو په باکېنګهام ماڼۍ کې وزیږېد؛ نوموړی د ملکې دویمې الیزابت او د اډینبورګ د دوک شاهزاده فیلېپ، څلورم او تر ټولو کوچنی ماشوم او همدارنګه دریم زوی و. ده ته د ۱۹۶۴ زکال د مۍ په ۲مه نېټه د وینزر ماڼۍ په خصوصي کلیسا کې د تعمید غسل ورکړل شو. [۴][۵][۶]

دی هم د خپلو وروڼو چارلز او آندرو او همدارنګه د خپلې خور آن په څېر د خصوصي ښوونکې له خوا و روزل شو. دغې خصوصي ښوونکې په باکېنګهام ماڼۍ کې تر هغه مهاله د ده د روزنې مسئولیت پر غاړه درلود کله چې په کینزینګټون کې د کالینګهام کالج (اوس مهال د ګېبس په ښوونځي شهرت لري) ته ولاړ. د ۱۹۷۲ زکال په سپټمبر میاشت کې د هیټرډاون ښوونځي ته ولاړ چې د برکشر، سکاټ ښارګوټي ته یې څېرمه موقعیت درلود. وروسته د خپل پلار او مشرو وروڼو په څېر د سکاټلنډ په شمال کې ګورډنسټون ښوونځي ته ولاړ او د زده کړو په وروستي سمستر کې د دغه ښوونځي د هلکانو مشر وټاکل شو. اډوارډ له دغه ښوونځي څخه په انګریزي کې «سي» نمره او په تاریخ او سیاست کې «ډي» نمره واخیسته؛ له ښوونځي څخه له فراغت وروسته وقفه نوموړي له هېواده بهر تېره کړه او د نیوزلنډ په وانګانوي کالج کې یې تدریس وکړ. [۷][۸][۹][۱۰]

اډوارډ بریتانیا ته په بېرته راګرځېدو سره د کمبرېج، جیسز کالج ته ولاړ او هلته یې تاریخ ولوست. له ښوونځي څخه د ټیټو نمرو په لرلو سره په کمبرېج کې د هغه شمولیت یو لړ بحثونه راوپارول. له دې سره هم اډوارډ په ۱۹۸۶ زکال کې له دغه پوهنتون څخه د ټیټو نمرو په لرلو د لیسانس سند واخیست. [۱۱][۱۲]

له پوهنتون وروسته

سلطنتي سمندري پوځ

په ۱۹۸۶ زکال کې له فراغت وروسته اډوارډ د سلطنتي سمندري پوځ سره مل شو؛ د راپورونو له مخې په کمبرېج کې د نوموړي د زده کړو لګښت په دې شرط ورکړل شوی و چې په راتلونکې کې به په پوځ کې خدمت کوي. ده د ۱۹۸۳ زکال په سپټمبر میاشت کې ځان په سلطنتي پوځونو کې ثبت کړ. خو د ۱۹۸۷ زکال په جنوري میاشت کې د کومانډو ځواکونو د ۱۲ میاشتنیو زده کړو د یو په دریمې برخې له بشپړولو وروسته یې پوځ خوشی کړ. رسنیزو راپورونو څرګنده کړه چې شاهزاده فېلیپ (د اډوارډ پلار) له ده ناخوښه وو او دغه مهال هغه د سمندري وسله وال پوځ جنرال او اعلی قوماندان و، خو شهزاده اډوارډ بیا وروسته وویل چې پلار یې د هغه د نظر د بدلون په موخه کوم بې مورده فشار پرې نه دی راوړی. یو شمېر نورو بیا څرګنده کړه چې فیلېپ د خپل زوی د پرېکړې په نسبت په خپلې کورنۍ ډېر مهربانه و. د باکېنګهام ماڼۍ وویل چې شهزاده اډوارډ دغه پرېکړه «له ډېر فکر» وروسته کړې او په خواشینۍ سره هغه د پوځ د خوشي کولو په حال کې دی، همدارنګه «دې پایلې ته رسېدلی چې نه غواړي پوځي مسلک خپل اوږد مهالی مسلک وټاکي».[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

تیاتر او تلویزیون

د پوځي خدمت له پرېښودو وروسته، اډوارډ پرېکړه وکړه چې یو تفریحي مسلک ځانته غوره کړي. هغه په ۱۹۸۶ زکال کې د خپلې مور د زوکړې د ۶۰مې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې د اندرو لویډ وېبر او ټیم رایس له خوا د کرېکټ موزیکال د اجرا کېدو فرمایش ورکړ چې له امله یې نوموړي د لویډ وېبر په ریل یوزفل تیاتر نومي شرکت کې د دندې وړاندیز ترلاسه کړ. نوموړی په دغه شرکت کې د تولید د برخې همکار شو. په دغه ځای کې یې له اکټورې روټي هنشال سره ولیدل او د دریو کلونو لپاره یې له یو بل سره لیده کاته لرل. [۱۹]

د تلویزیوني خپرونو د تولید په برخه کې د اډوارډ لومړنۍ هڅه د ۱۹۸۷ زکال د جون په ۱۵مه د لویې حذف کوونکې سیالۍ (The Grand Knockout Tournament) په نامه وه چې د شاهانه فني ضربې (Royal Knockout) په نامه هم پېژندل کېدله او په هغو کې څلورو ډلو د خپلو مرستندویه چارو په موخه سیالي وکړه؛ په دغو ډلو کې یوه ډله یې خپله ده، او نورې یې سلطنتي شهزادګۍ، د یورک دوک او د یورک دوشیزې ته اړوندې وې. دغه خپرونه د رسنیو او عامه وګړو له نیوکو سره مخ شوه. وروسته بیا وویل شول چې ملکه هم له دغې چارې سره موافقه نه وه او مشاورینو یې د هغې پر خلاف رایه ورکړې وه. دغه پروګرام لامل وګرځېد چې د هغه منتخبو مرستندویه چارو ته ۱ میلیون او ۵۰۰ زره پونډه مرسته راغونډه شي. [۲۰][۲۱]

آرډنټ پروډکشن

په ۱۹۹۳ زکال کې اډوارډ د آرډنټ پروډکشن په نامه خپل تلویزیوني شرکت جوړ کړ. آرډنت شرکت د ګڼ شمېر مستندو فلمونو او ډرامو په جوړولو کې ونډه لرله، خو رسنیو پر اډوارډ تور ولګاوه چې له خپلو سلطنتي اړیکو څخه په ګټنې د هغو لپاره مالي امکانات ترلاسه کوي. د دغه صنعت په برخه کې یو شمېر فعالینو هم د دغه شرکت چارې د «خواشینونکو ټوکو» په توګه یادې کړې او څرګندوله یې چې په چارو کې یې تخصص شتون نه لري. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې