طبي څېړنه

طبي څېړنه (يا د ژونديو د طب څېړنه)، د تجربوي طبابت په نامه هم پېژندل کېږي، د څېړنې يوه پراخه ټولګه په ځان کې رانغاړي، له «بنسټيزې څېړنې» (چې په کتابخانه کې څېړنه يا علم بلل کېږی) نېولې،هغه بنسټيز علمي اصول هم په کې شامل دي چې شونې ده پريکلينيکل (هغه پړاو چې د ناروغۍ تشخيص د نښو نه شتون له امله نه وي شوی) پوهاوي ته وکارول شي، بيا تر کلينيکي څېړنې پورې رسېږي، په کوم کې چې د هغو خلکو څېړنه شامله ده چې شونې ده، په روغتون کې د معاينې وړ وي. په دې برخه کې تطبيقي څېړنه يا ژباړيزه څېړنه د دې لپاره تر سره کېږي، تر څو د طبابت په برخه کې پوهه زياته شي.[۱]

د درمل جوړولو د صنعت په برخه کې دواړه ډوله څېړنې يعنې کلينيکي (عملي طبابت) او پري کلينيکي (نظري طبابت) شته، چېرې چې کلينیکي پړاو ته د «کلینيکي ازميښت» په توګه اشاره کېږي، خو د کلینيکي يا پري کلينیکي څېړنو يوازې يوه برخه پر يوې ځانګړې درمل جوړونې موخې متمرکزه ده. بنسټيز او پر ميکانيزم ولاړه پوهه، تشخيص، روغتيايي وسايل او له دوا جوړولو پرته د نورو درملنو د اړتيا مطلب دا دی چې، د درمل جوړولو په برخه کې څېړنه د طبي څېړنې يوازې یوه کوچنۍ برخه ده.

د تېرې پېړۍ په اوږدو کې د انسانانو مخ پر وده د زیات عمر درلودل په څرګند ډول طبي څېړنو برخه کې شوي پرمختګ پايله بلل کېږي. د طبي څېړنو په لويو ګټو کې د شري او ګوزڼ لپاره د واکسين جوړول، د شوګر لپاره د انسولين درملنه، د ډېرو ناروغيو د درملنې لپاره د انټي بايوټيک ډولونه، د وينې لوړ فشار لپاره درملنې، د ايډز لپاره پرمختللې درملنه، د کلسترول ټيټولو لپاره درملنې، نوي جراحي لارې چارې، لکه مايکروسرجري او د سرطان زيات پرمختللې د رملنې شاملې دي. د انساني جينيوم پروژې په پايله کې د زياتو نويو ازموينو او درملنو تمه کېږي. لا هم ډېرې ګواښونه شته چې د انټي بايوټيک د مقاومت راڅرګندېدل او د زیات چاغوالي ټولنيونه په کې شامل دي.

په دې برخه کې ډېرې څېړنې د بايوميډيکل پوهانو له خوا پر مخ وړل کېږي، خو د نورو برخو بيالوژي پوهانو هم په دې برخه کې د پام وړ مرسته کړې ده. پر انسانانو طبي څېړنې بايد په سختۍ سره د طبي اخلاقو په مراعاتولو سره تر سره شي، کوم چې د هلسينکي په اعلاميه او روغتون د کتنې پلاوي له خوا اعلان شوي دي، چېرې چې څېړنه تر سره شوې وه. په ټولو حالاتو کې د څېړنې د اخلاقو غوښتنه کېږي.

د طبي څېړنې پړاوونه

بنسټيزه طبي څېړنه

دا ډګرونه د بنسټيزې طبي څېړنې په بېلګو کې شامل دي: سلولي او ماليکولي بيالوژي، طبي جينيټيک،ايمونولوژي (خونديتابه اړوند)، د اعصابو علوم او روان پېژندنه. په عمومي توګه په پوهنتونونو او له دولت نه په تمويل کېدونکو ادارو کې د څېړونکو موخه دا وي چې د انسان د روغتيا او ناروغۍ په اړوند سلولي (حجره لرونکی)، ماليکولي  او فيزيولوژيکي پوهه منځ ته راوړي.

پري کلينيکل څېړنه (نظري څېړنه)

پري کلينيکل څېړنه، د هغو علومو میکانيزمونه په ځان کې رانغاړي چې شونې ده، له خلکو سره د کلينيکي (عملي) څېړنو پر  مخ لار پرانيزي. معمولاً، دا کار کوم اخلاقي تايید ته اړتيا نه لري، ساينس پوهان يې څارنه کوي، نه ډاکټران، په يوه شرکت يا پوهنتون کې پر مخ وړل کېږي، نه په يوه روغتون کې.

کلينیکل څېړنه (عملي څېړنه)

کلينیکل څېړنه په خلکو باندې د يوه تجربوي هدف په توګه تر سره کېږي. په عمومي توګه ډاکټران د دې څېړنې څارنه کوي او په يوه روغتيايي چاپېريال کې د نرسانو (رنځور پالانو) له خوا تر سره کېږي، لکه: په روغتون يا څيړنيز کلینيک کې، همدا راز اخلاقي تايید ته اړتيا لري.

تمويل (لګښت برابرول)

په ډېرو هېوادونو کې د څېړنې تمويل له څېړنيزو ادارو او خصوصي سازمانونو له خوا برابريږي، کوم چې د وسايلو، معاشاتو او څېړنې د لګښتونو لپاره پيسې وېشي. متحده ايالات، اروپا، اسیا، کاناډا او استراليا په شريکه سره په ۲۰۱۱ز کال کې ۲۶۵.۰ مليارده ډالر مصرف کړي، کوم چې په کلني ډول په دې لګښتونو کې ۳.۵ سلنه زياتوالی ښيي، په ۲۰۰۴ز کال کې دا لګښتونه ۲۰۸.۸ مليارده امريکايي ډالر و.  له دې سيمو نه متحده ايالاتو په ۲۰۱۱ز کال کې د نهه څلويشت سلنه دولتي تمويل کې ونډه درلودله، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۴ز کال کې دا ونډه اووه پنځوس سلنه وه.[۲]

په انګلستان کې، تمويلوونکې ادارې، لکه: طبي څېړنيزه شورا، خپلې شتمنۍ د انګلستان د ماليه ورکوونکو نه تر لاسه کوي او بيا خپل عايدات د مؤسسو تر منځ د څېړنيزو سيالیو په مرسته دې مؤسسو ته وېشي. « Wellcome Trust» د بايو طبي څېړنې لپاره د بریتانيې تر ټولو ستره تمويلونکې غېر دولتي سرچينه ده، ساينسپوهانو او څېړنيزو مرکزونو ته په کلني ډول له شپږ سوه ميلیونه يورو نه زياتې پيسې ورکوي. [۳]

په متحده ايالاتو کې، د ملي ساينس بنسټ (NSF) له خوا د روانې نظر ټولونې (سروی) معلومات ښيي چې فدرالي ادارو په ۲۰۱۵ز کال کې په بنسټيزې څېړنې د لګول شويو شپږ اتيا مليارده ډالرو نه يوازې څلور څلويښت سلنه برخه لګښت ورکړی دی. د روغتيا ملي ادارو او درمل جوړلو شرکتونو په شریکه سره د شپږويشت اعشاريه څلور مليارده ډالرو او اووه وېشت مليارده يورو مرسته کړې ده چې په ترتيب سره د ټولې مرستې اته ويشت سلنه او نهه وېشت سلنه کېږي. په نورو مهمو ونډه اخستونکو کې د بايوتيکنالوژي شرکتونه (۱۷.۹ مليارده امریکايي ډالره، د ټول لګښت نولس سنه)، د طبي وسايلو شرکتونه (۹.۲ مليارده امريکايي دالره، د ټول لګښت لس لنه)، نورې فدرالي سرچينې، ايالتي او سیمه ييز حکومت شامل دي. بنسټونه او مرستندويه ادارې چې بل او ملينډا ګيټس بنسټ يې پر مخ وړي، په ټول تمويل کې درې سلنه ونډه لري. دا تمويلوونکي په دې هڅه کې دي، تر څو په عامه روغتيا کې د پانګونې له لارې خپل عايدات زیات کړي. په روغتيا باندې د پانګونې له لارې د زياتې ګټې تر لاسه کولو لپاره یوه وړانديز شوې طريقه د طبي څېړنې او درملنې لپاره د پرانيستې سرچينې  وسايلو د جوړولو تمويلول دي.[۴][۵][۶]

په ځينو هېوادونو کې د يتيمو درملو (يتم درمل د هغو ناروغيو لپاره چې ډېرې کمې وي) د قوانينو په جوړېدو سره، د هغو درملو د جوړولو لپاره د پيسو په ورکولو کې زیاتوالی راغلی، کوم درمل چې د نادرو حالاتو د درملنې لپاره کارول کېږي، دې چارې داسې پرمختګونه رامنځ ته کړل، چې مخکې يې تر سره کول له اقتصادي اړخه شوني نه وو.

د دولت له خوا تمويليدونکي بايوميډيکل (د ژونديو د طب اړوند) څېړنه

د ۱۹۴۰ز لسيزې په نيمايي کې، د روغتيا ملي بنسټ (NIH) له تاسيس راهيسې، د بايوميډيکل څېړنې، پانګونې لومړيتوبونو او د تمويل په کچه کې د متحده ايالاتو د فدرالي ملاتړ مرکزي سرچینه ښکته پورته شوې ده. له ۱۹۹۵ز کال نه تر ۲۰۱۰ز کال پورې، د (NIH) له خوا له بايوميډيکل څېړنې ملاتړ له يوولس ميليارده نه اووه وېشت مليارده ته لوړ شوی دی. په فدرالي لګښتونو کې له زیاتوالي سره سره، د خپرو شويو معلوماتو او د FDA له خوا د تايید شويو درملو شمېر ته په کتنې سره، په همدې زماني موده کې پرمختګ پر ځای ولاړ دی. مالي پروژې د دې څرګندونه کوي، چې فدرالي لګښتونه به په نژدې راتلونکي کې ثابت پاتې شي. [۷][۸]

د متحده ايالاتو فدرالي تمويل تمايلات

د روغتيا ملي اداره (NIH) هغه اداره ده چې د بايوميډيکل څېړنې د فدرالي تمويل د سترې برخې مسئولیت په غاړه لري. له روغتيا سره تړلې له ۲۸۰ نه زياتې سیمې نېغ په نېغ تمويلوي. د تېرې پېړۍ په اوږدو کې د (NIH) د ملاتړ او تمويل دوه مهم پړاونه وو. له ۱۹۹۵ز کا نه تر ۱۹۹۶ز کال پورې تمويل له ۸.۸۷۷ مليارده امریکايي ډالرو نه ۹.۳۶۶ مليارده امریکايي ډالرو ته ورسېد، دا هغه کلونه و چې د (NIH) د چټک ملاتړ د «دوه برابره کولو  پړاو» د پيل استازيتوب کوي. د يادولو وړ دويم پړاو په ۱۹۹۷ او ۲۰۱۰ز کلونو کې دی، دا هغه پړاو دی چې (NIH) له ساينسي ټولنې سره د ښکېلتيا لپاره د څېړنو د ترتيبولو د لګښتونو لپاره حرکت وکړ.[۹][۱۰][۱۱]

په شخصي ډول (صنعت) د بايوميډيکل څېړنې تمويل

له ۱۹۸۰ز کال راهيسې د صنعتي سرچينو له خوا د بايوميډکل څيړنې تمويل له دوه دېرش سلنې نه تر دوه شپېته سلنې پورې لوړ شوی دی، د کوم په پايله کې چې د ګڼو ژوند ژغورلو طبي پرمختګونو لامل ګرځېدلي دي. په متحده ايالاتو کې د صنعت او دولت له خوا تمويليدونکو څېړنو ترمنځ اړيکو د کلونو په اوږدو کې د زیات خوځښت شاهدې وې. د ۱۹۸۰ز کال د « Bayh–Dole Act» قانون د کانګريس له خوا په دې موخه تصويب شو، تر څو د دولت او د صنعت له خوا د بایوميډيکل تمويل تر منځ لا زیاتې جوړوونکې اړیکې رامنځ ته کړي. د بیه دويل قانون شخصي شرکتونو ته دا شونتيا ورکوي، ترڅو په دولتي لګښتونو د بايوميډيکل څيړنو لپاره غوښتنه وکړي او په دې توګه شخصي شرکتونو سره مرسته کوي چې د تکنالوژۍ جواز صادر کړي. د ۱۹۹۴ز نه تر ۲۰۰۳ز کال پورې هم د دولت او هم د صنعت له خوا په تمويليدونکو څېړنو کې چټکتيا راغله، په کلني ډول صنعت کې په منځنۍ توګه د اته اعشاريه يو سلنه ټوليز پرمختګ راغلی، خو له ۲۰۰۳ز نه تر ۲۰۰۸ز کال پورې په دې ټولنيز منځنۍ کلنۍ وده کې پنځه اعشاريه اته سلنه ډېر کم کمښت ولیدل شو.[۱۲][۱۳][۱۴]

سرچینې