عصبي علوم

عصبي علوم د عصبي سیسټم (مغزو، نخاع او محیطي عصبي سیسټم) او د هغو د دندو علمي مطالعه ده. دا یو څو اړخیزه علم دی چې فیزیولوژي، اناټومي، مالیکولي بیولوژي، پرمختیایي بیولوژي، سایټولوژي، ارواپوهنه، فیزیک، کمپیوټر ساینس، کیمیا، طب، احصایه او ریاضیکي ماډل جوړونه د نیورونونو، ګلیا او عصبي سرکټونو د بنسټیزې او بېړنۍ ځانګړتیاوو درک لپاره سره ترکیب کوي. د زده‌کړې، حافظې، چلند، درک او شعور بیولوژيکي اساس پوهه د اریک کنډل له لوري د بیولوژيکي علمونو د «حماسي ننګونې» په توګه توصیف شوی ده.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د عصبي علومو لمن د وخت په تېرېدو سره پراخه شوې ده ترڅو په بېلابېلو پیمانو کې د عصبي سیسټم مطالعې لپاره کارول شوي بېلابېل چلندونه په کې شامل شي. د عصبي ساینس پوهانو لخوا کارول شوي تخنیکونه ډېر پراخ شوي دي، په هرې عصبي حجرې باندې له مالیکولي او حجروي مطالعاتو څخه نیولې په مغز کې د حسي، حرکتي او پېژندګلوي دندو تر انځور اخیستنې پورې.

تاریخ

د عصبي سیسټم په هکله لومړنۍ مطالعه لرغوني مصر پورې اړوند ده. ټرپانېشن، د رواني اختلالاتو یا د سر ټپونو د درملنې یا هم د کوپړۍ د فشار کمولو لپاره د کوپړۍ د سوري کولو جراحي عملیات، د لومړي ځل لپاره په نیولیټیک دوره کې ثبت شو. له میلاد څخه ۱۷۰۰ کاله مخکې لاسي لیکنې ښکاروي چې د دماغي صدمو نښو په هکله مصریانو ځینې معلومات درلودل.[۸]

د مغزو د دندې په هکله لومړنیو لیدلورو کې ویل کېدل چې هغه د «کوپړۍ د ډکولو» لپاره یو ډول دی. په مصر کې، د منځني سلطنت له وروستیو څخه وروسته، ماغزه په منظم ډول د مومیایي کېدو لپاره د چمتو کېدو لپاره اخیستل کېده. په هغه وخت کې باور پر دې وو چې زړه د هوښیارتیا مرکز دی. د هروډوټوس په وینا، د مومیایي کولو لومړنی ګام دا وو چې «یوه کږه اوسپنه واخېستل شي او د هغه په واسطه ماغزه د پوزې له سوریو څخه بهر کړي، له همدې لارې به یې له یوې برخې څخه خلاص شو، په داسې حال کې چې په کوپړۍ کې پاتې نوره برخه به یې د درملو په واسطه مینځل کېده».[۹]

دا لیدلوری چې زړه د هوښیارتیا سرچینه ده، د یوناني ډاکټر هیپوکراټ تر وخته پورې ونه ننګول شو. هغه په دې باور وو د دې لپاره چې تخصصي غړي (لکه سترګې، غوږونه، ژبه) په سر کې مغزو ته نږدې قرار لري - ماغزه یوازې احساس پورې تړاو نه لري – بلکې د هوښیارتیا مرکز هم دی. افلاطون هم په دې باور وو چې ماغزه د اروا د عقلاني برخې د ژوند ځای دی. خو ارسطو په دې باور وو چې زړه د هوښ مرکز دی او مغز د زړه د تودوخې کچه تنظیموي. دا لیدلوری په ټولیز ډول ومنل شو تر هغو چې رومي ډاکټر جالینوس، د هیپوکراټ یو له پلویانو څخه او د رومي ګلاډیاټورانو ډاکټر، ولیدل چې د هغه ناروغانو چې به کله مغزو ته زیان ورسېد، بیا به یې خپل ذهني وړتیاوې هم له لاسه ورکولې.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ابولقاصص، آوېروس، آويسېنا (ابن سینا)، آوینزوار او مایمونیډس چې په منځنیو پېړیو کې د اسلام په نړۍ کې فعال وو، د مغز اړوند ځینې طبي ستونزې یې تشریح کړې. په رنسانس اروپا کې، وسالیوس (زوکړه ۱۵۱۴ – مړینه ۱۵۶۴)، رنه ډېکارټ (زوکړه ۱۵۹۶ – مړینه ۱۶۵۰)، ټوماس ویلیس (زوکړه ۱۶۲۱ – مړینه ۱۶۷۵) او جان سوامردام (زوکړه ۱۶۳۷ – مړینه ۱۶۸۰) هم د عصبي علومو سره زیاته مرسته وکړه.

د ۱۷۰۰مې لسیزې په وروستیو کې د لویجي ګالواني مخکښ کار د عضلاتو او نیورونونو الکټریکي تحریک پذیرۍ مطالعې لپاره لار هواره کړه. د نولسمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې، جان پیر فلورنس، په ژوندیو حیواناتو کې د ماغزو ځایي زخمونو سر ته رسولو آزمېښتي میټوډ کې مخکښ وو او پر حرکت، حساسیت او چلند یې د هغوی اغېزې توصیف کړې. په  ۱۸۴۳م کال کې امیل دو بایس-ریمونډ د عصبي سیګنال الکټریکي (برقي) طبعیت څرګند کړ، چې هرمان فون هلمهولټز یې بیا سرعت اندازه کړ، او په ۱۸۷۵م کال کې ریچارډ کاتن د سویانو او بیزوګانو په مغزي نیمه‌کرو کې الکټریکي پدیدې وموندلې. آډولف بېک په ۱۸۹۰م کال کې د سویانو او سپیانو د خپل سرو الکټریکي فعالیتونو ورته مشاهدې خپرې کړې. د مایکروسکوپ له اختراع او د ۱۸۹۰مې لسیزې په وروستیو کې د کامیلو ګولجي لخوا د رنګ ورکونې کړنلارې له پرمختیا وروسته د مغز مطالعې لا پېچلې شوې. په دې کړنلاره کې د هر یوه نیورون د پېچلو جوړښتونو ښکاره کولو لپاره د کروماټ له مالګې څخه کار واخیستل شو. د هغه تخنیک د سانټیاګو رامون او کاخال لخوا وکارول شو او د نیورون د عقیدې جوړېدو لامل شو، هغه فرضیه چې د مغز وظیفوي واحد نیورون دی. ګولجي او رامون وای کاخال په ۱۹۰۶م کال کې په ټول مغز کې د نیورونونو په هکله د مشاهدو، توصیفونو او پراخو طبقه بندیو له امله د فیزیولوژي یا طبابت نوبل ډالۍ ترلاسه کړه.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

له دې څېړنې سره برابر، پاور بروکا، چې د مغزو له اړخه زیانمن شویو ناروغانو سره یې کار کاوه، سپارښتنه وکړه چې د مغزو ځانګړي ځایونه د ځانګړو دندو لپاره مسئول دي. په هغه وخت کې، د بروکا موندنې د فرانټس جوزف ګال نظریې د تایید په توګه په پام کې نیول کېدې چې ژبه ځایي ده او ځانګړي رواني کړنې د مغزو کورټکس په ځانګړو ځایونو کې ترسره کېږي. د کړنو د ځایي کولو فرضیه د جان هاګلینګس جکسون لخوا د مېرګي ناروغانو مشاهدې سره ملاتړ شوه، چې په بدن کې د قبضې یا اختلاج پرمختګ لیدلو سره د حرکي قشر (کورټکس) جوړښت په هکله یې په سمه توګه اټکل وکړ. کارل ورنیک د ژبې تولید او درک کې د مغز د ځانګړو جوړښتونو تخصصي کېدو نظریې ته لا ډېره پراختیا ورکړه. د عصبي عکس اخیستو تخنیکونو له لارې مډرن څېړنې، اوس هم د براډمن مغزي سایټوآرکیټکټونیک نقشې (د حجروي جوړښت مطالعې ته اشاره لري) څخه او د دې دورې له اناټومیکي تعریفونو څخه کار اخلي ترڅو ښکاره کړي چې د مغز د قشر بېلابېل ځایونه د ځانګړو دندو د ترسره کولو په وخت کې فعالېږي.[۱۹][۲۰][۲۱]

د شلمې پېړۍ په اوږدو کې، عصبي علومو خپل ځان ته د یوې جلا اکاډمیکې رشتې په توګه په پېژندل کېدو پیل وکړ، او نور په نورو رشتو کې د ننه د عصبي سیسټم مطالعې څخه راووت. اریک کنډل او ملګرو یې له ډاوېډ ریوچ، فرانسیس او شمیټ، او سټیفن کوفلر څخه د دې رشتې په جوړونه کې د مهم رول لرونکو‌ په توګه یادونه کړې ده. ریوش له کلینیکي ارواپوهنې سره د اساسي اناټومیکي او فیزیولوژیکي څېړنو ادغام د والټر ریډ پوځ په څېړنيز انسټیټوټ کې پیل کړ چې په ۱۹۵۰مه لسیزه کې پیل شو. په هماغه دوره کې، شمیټ په بیولوژي څانګه کې د عصبي علومو یوه څېړنیزه خپرونه د ماساچوسټ ټکنالوژۍ په انسټیټوټ کې تاسیس کړه چې بیولوژي، کیمیا، فیزیک او ریاضیات به یې سره یوځای ته راټولول. د عصبي علومو لومړنۍ خپلواکه څانګه (چې په هغه وخت کې ورته رواني بیولوژي ویل کېده) په ۱۹۶۴م کال کې د کالیفورنیا پوهنتون په ایروین کې د جیمز ال مک‌ګاګ لخوا تاسیس شوه. له هغه وروسته، بیا په هاروارډ طبي پوهنتون کې هم په ۱۹۶۶م کال کې د اسټیفان کوفلر لخوا د نیوروبیولوژي څانګه تاسیس شوه.[۲۲][۲۳][۲۴]

د نیورونونو او عصبي سیسټم دندې په هکله پوهاوی د شلمې پېړۍ په اوږدو کې په زیاتېدونکي کچه دقیق او مالیکولي شو. د بېلګې په توګه، په ۱۹۵۲م کال کې، آلن لویډ هوجکین او انډریو هوکسلي د یوه کب لوی اکسون په نیورونونو کې د الکټریکي سیګنالونو د لېږد لپاره یو ریاضيکي موډل وړاندې کړ، کوم ته چې هغوی د «عمل وړتیا یا پوټنشل» نوم ورکړ، او دا چې څنګه دا پیل او خپاره کېږي، چې د هاجکین-هوکسلي موډل په توګه پېژندل کېږي. په ۱۹۶۱-۱۹۶۲ کلونو کې، ریچارډ فیټزهوګ او جي ناګومو د هاجکین-هوکسلي موډل لا ساده کړ، کوم چې د فیټزهوګ-ناګومو موډل په نوم یادېږي. په ۱۹۶۲م کال کې، برنارډ کاتز د نیورونونو تر منځ فضا کې د عصبي لېږد موډل جوړ کړ چې د ساینپس نوم یې پرې کېښود. د ۱۹۶۶م کال په پیل کې، اریک کنډل او همکارانو یې په Aplysia کې د زده‌کړې او حافظې ذخیرې پورې اړوند نیورونونو کې بایوکیمیاوي بدلونونه معاینه کړل. په ۱۹۸۱م کال کې کاټرین موریس او هارولډ لکار د موریس-لکار په موډل کې دا موډلونه سره یوځای ترکیب کړل. دا په زیاتېدونکي توګه کمیتي کارونه د ګڼ شمېر بیولوژيکي نیورون موډلونو او د عصبي محاسباتو موډلونو جوړېدو لامل شول.

ورځ تربلې عصبي سیسټم ته د زیاتېدونکې لېوالتیا په پایله کې، د عصبي علومو ګڼ نوم‌وتي سازمانونه جوړ شوي دي ترڅو د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د ټولو عصب پېژندونکو لپاره یو انجمن رامنځته کړي. د بېلګې په توګه، په ۱۹۶۱م کال کې د مغز د څېړنې نړیوال سازمان، په ۱۹۶۳م کال کې د نیوروکیمیا (عصبي کیمیا) نړیواله ټولنه، په ۱۹۶۸م کال کې د مغزو او چلند اروپایي ټولنه، او په ۱۹۶۹م کال کې د عصبي علومو ټولنه تاسیس شول. په دې وروستیو کې، د عصبي علومو د څېړنو پایلو پلي کول د عصبي اقتصاد، عصبي زده‌کړې، عصبي اخلاق او عصبي قانون په شان پلي کېدونکو رشتو د جوړېدو لامل شول.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د وخت‌ په تېرېدو سره، مغزي څېړنې له فلسفي، آزمېښتي او نظري مرحلو څخه تېرې شوې دي او وړاندوینه کېږي چې په عصبي امپلنټونو او د مغزو سمونې باندې کار کول به په راتلونکي کې مهم وي.[۳۳]

سرچينې