فليپا فوټ

فليپا فوټ
فليپا فوټ
فليپا فوټ

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګهاخلاق ،  د ذهن فلسفه ،  جمالیات [۲]،  فلسفه [۲]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دندېد کیلیفورنیا پوهنتون، لاس انجلس   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر شخصیاتارستو ،  ټوماس آکوینس ،  لوډویګ ویټګنشټاین   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فلپا روت فوټ (۳ اکتوبر ۱۹۲۰ – ۳ اکتوبر ۲۰۱۰ز کلونه) یوه انګریزه فيلسوفه او د معاصرو اخلاقياتو د غوره والي يوه له بنسټګرو څخه وه، چا چې د ارستو له اخلاقياتو الهام اخستی و. له «جوډيت جارويس تامسن» سر يو ځای، د «ترولي» ستونزې د ايجاد امتياز هغې ته ورکول کېږي (trolley problem په اخلاقياتو کې يو تجربوي نظر دی). هغه د امریکايي فلسفي ټولنې غړې ټاکل شوې وه. نوموړې د متحده ايالاتو د ولسمشر «جورج کليولینډ» لمسۍ وه.[۳][۴][۵]

شخصي ژوند

د شمالي لينکنشاير په اوسټن فيري کې زېږېدلې او پيدايښتي نوم يې «فلپا روت بوسانکويټ» و، د مور نوم يې «ايسټر کليولينډ» (۱۸۹۳-۱۹۸۰ز کلونه) او د پلار نوم يې «وليام سيډني بينس بوسانکويټ» (۱۸۹۳-۱۹۸۸) و چې پلار يې د برتانوي پوځ په «کولډ سټريم ګارډ» کې سرتيری و. د هغې پلرنی نېکه «فريډريک البرټ بوسانکويټ» نومېدو چې يو مدافع وکيل او له ۱۹۰۰ څخه تر ۱۹۱۷ز کال پورې په لندن کې مشر قاضي و (په لندن کې دويمه درجه لوړ پوړي قاضي ته Common Serjeant  نوم اخستل کېږي). مورنی نیکه يې «ګرور کلويلينډ» نومېده، چې د متحده ايالاتو دوه وېشتم او څلور وېشتم ولسمشر و.

زده کړه او مسلک

فوټ شخصي زده کړې تر لاسه کړې او په ۱۹۳۹-۱۹۴۲ ز کلونو کې يې د اکسفورډ په سامرويل کالج کې تعليم کړی و، له هغه ځايه يې په فلسفه، سياست او اقتصاد کې لومړۍ درجه سند تر لاسه کړ. له سامرويل سره د هغې اړيکه يواځې له ۱۹۴۲ څخه تر ۱۹۴۷ ز کلونو په موده کې د اقتصادپوهې په توګه د حکومتي دندې له امله ځنډېدلې وه، کومې اړيکې چې د ژوند تر پايه دوام پيدا کړ. هغه په ۱۹۴۷-۱۹۵۰ز کلونو کې د فلسفې تدريس کاوه؛ په ۱۹۵۰-۱۹۶۹ز کلونو کې همکاره او استاده وه، په ۱۹۶۹-۱۹۸۸ز کلونو کې همکاره څېړونکې وه او له ۱۹۸۸-۲۰۱۰ز کلونو کې افتخاري همکاره وه. دلته هغې ډېر ساعتونه له «جي. اي.ايم انسکيمب» سره په بحثونو تېرول، چا چې هغه قانع کړه چې نه پېژندل (د يو شي سم يا غلط درک نه کول/غېر ادراکيت) تېروتنه ده (ناسمه پرېکړه او دليل وړاندې کوي).

په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ز لسيزو کې، فوټ د «کارنل، MIT (د ماساچوسټ تيکنالوژۍ انستيتوت)، برکيلي او د نيويارک سيټي پوهنتون» په ګډون په متحده ايالاتو کې د ميلمه پروفيسرې په توګه دندې تر سره کړې. په ۱۹۶۷ز کال کې هغه د لاس انجليس کلفورنيا په پوهنتون کې د فلسفې «ګريفن» پروفيسره وګومارل شوه او دلته يې تر ۱۹۹۱ز کال پورې استادي وکړه، خپل وخت يې د متحده ايالاتو او برتانيې تر منځ وېشلی و.[۶]

د عام باور پر خلاف، فوټ د «اکسفام» بنسټګره نه وه. نوموړې د دې سازمان له جوړېدو شا او خوا شپږ کاله وروسته له سازمان سره يو ځای شوه. هغه ملحده وه. نوموړې يو ځل له تاريخ پوه «ايم.ار.ډي.فوټ» سره واده کړی و او په ورته وخت کې له ناول ليکونکې «اريس مردوخ» سره هم په يو کور کې اوسېده. هغه په خپله نويمه کليزه په ۲۰۱۰ز کال کې مړه شوه.[۷][۸][۹][۱۰]

د ناادراکيت معترضه

په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ز لسيزه کې «فوټ» په خپلو اثارو کې هڅه کړې وه چې په نويتابه کې ارستويي اخلاق بيا راژوندي کړي او په دې ډول يې د دې د سترو سيالانو نوې «ډيونټولوجي» (يوه فلسفي اصطلاح ده چې د مسئوليت او دندې د طبيعيت مطالعه کوي) او پايله خيزۍ (دې دويمې اصطلاح ته د انسکمب له خوا نوم ورکړل شوی) (پايله خيزي يا پايله پالل چې انګريزي کې يې consequentialism بولي دا مطلب چې د هر کار پرېکړه بايد د هغې پايلو ته په کتنې سره وشي) مقابله يې وکړه. د هغې ځينې اثار په تحليلي فلسفه کې د معياري اخلاقو په بيا راڅرګندولو کې پرېکنده او مهم وو، په ځانګړي ډول د پايله پاللو او ناادراکيت په اړوند د هغې نيوکې. د ويټجينسټاين وروستيو اثارو د «فوټ» پر اند اغېز غورخولی و، که څه هم هغې ډېر کم وخت د نوموړي له موادو سره په څرګند ډول تعامل کړی.

د فوټ د کار په لومړيو کې، د هغې کارونه له شخصيتي اړخه له اخلاقو ورهاخوا وو چې د اخلاقي پرېکړې او ژبې د نوعيت او حيثيت سره يې اړيکه درلوده. د «اخلاقي استدلالات» او «اخلاقي باورونو» په نومونو د هغې ليکنې په تېرو لسيزو کې د واکمنو اخلاقو څخه ورهاخوا اند په ډول د ناادراکيت په ختمولو کې مهم وو.

که څه هم د ناادراکيت اند رېښې د «هيوم» تر «ضروري ستونزې» پورې رسېږي، ډېرې څرګندې بڼې يې د «ای. جی.اير، سي.ايل.سټيوينسن» او «ار.ايم.هاري» په اثارو کې موندل کېږي، چا چې په تجريدي يا «نازکو» اخلاقي اندونو لکه ښه/بد او سم/ناسم باندې خپله توجه مرکوزه کړې وه. دوی استدلال کړی و چې اخلاقي پرېکړې د وړانديزونو څرګندونه نه کوي، دا معنا چې دوی له ريښتينولۍ سره مطابقت نه لري، بلکې د خپلو احساساتو يا اړينو خبرو څرګندونه کوي. په همدې بنسټ، حقيقت او ارزښت يو له بل څخه خپلواک دي.

د تجريدي يا «نازکو» اخلاقي اندونو دا تحليل له ډېرو پرېکنده (سختو/ملموسو/ډېر واقعي) يا د «ډبلو» اندونو سره په ټکر کې و، لکه بې ډارنتوب، ظلم او حرص (زيات خوراکي). دا ډول خصوصيات له حقايقو څخه ازاد نه دي، بيا هم هماغه «عملي والی» لري چې «بد» او «غلط» يې لري. د دې موخه دا وه چې د نظريې له ملاتړ څخه برخمن ناادراکي «تشخيصي» عنصر له وضاحتي عنصر سره يو ځای کړي. هر ډول تشخيصي ځواک د «سرچپه کامې معنا» په کارولو سره جلا کېدای شي، لکه چې يو څوک په يو داسې نظام کې د خپلو اندونو د څرګندولو هڅه کوي، د کومو اندونو چې مخالفت کوي، د بېلګې په ډول، د نقل قول په نښه (وينا لېږدنښه) کې د «غیرنارينه» يا «د ښځې په څېر نه» ايسارول. له دې څخه سوچه وضاحتي تاثرات راوځي، کوم چې په کارونو پلي کېږی، په داسې حال کې چې د نقل قول (اقتباس) د اضافي نښو له زياتولو پرته د دا ډول تاثراتو له کارولو څخه به ناادراکي «او دا ډول کار بد دی» اضافه کوي.

فوټ په دې توپير او د نازکو اندونو په بنسټيز تفسير نيوکه وکړه. د اخلاقي پرېکړې دې عملي او د ريښتيولۍ د درناوي وړ کردار څخه دفاع د اخلاقياتو د معقوليت پوښتنې په راپورته کولو کې د فوټ له لیکنوسره مرسته وکړه.

په عملي اندېښنو کې «ډبل» اخلاقي اندونه شامل دي - «خو دا به ظالمانه وي»، «دا به ډارن وي»، «دا د هغې مسئولیت دی چې تر سره يې کړي»، يا «ما له هغې سره ژمنه کړې وه چې زه به يې نه کوم»، - خلک هڅوي چې د يوې پر ځای په بله لاره يو کار وکړي، خو د انساني ژوند په اړوند د کومې بلې پرېکړې په ډول نږه تشريحي پاتې کېږي. دا له دې ډول افکارو څخه چې «دا به د سه شنبې په ورځ تر سره شي» يا «دا به نږدې درې ډبې رنګ ته اړتيا ولري» مختلف دي، نه له هغه څه سره په ګډولو، کوم چې هغه غېر حقيقي، د چلند څرګندونکې «اخلاقي» عنصر بولي، بلکې په دې ساده حقيقت سره چې خلک د دې لپاره دليل لري چې ډارن يا ظالمانه کارونه وکړي. د پوښنتې سره د هغې تړاو د هغې د کار په ټولو پړاونو کې څرګند دی.

اخلاقيات او دلاليل

«ولې اخلاقي اوسه؟» - لومړي کارونه

دا د دې پوښتنې په اړوند  ده چې «ولې اخلاقي اوسه؟» (کوم چې د هغې لپاره شونې ده وويل شي چې په څو پوښتنو ووېشل شي «ولې عادل اوسه؟»، «ولې منځلارې اوسه؟»، او داسې نور) دا پوښتنه چې د هغې په اند کې يو لړ هيښونکي شاتګونه شته. په «اخلاقي باورونو» کې هغې استدلال کړی چې تر لاسه شوې ښېګڼې –همت، منځلاري، عدالت او داسې نور – عموماً د دې خواصو لرونکو لپاره ښې دي. دا خصوصيات خلک پیاوړي کوي، او په اصطلاح دا د خوښۍ لپاره شرط دی. دا يواځې په عام ډول عملي کيږي، لکه د بېلګې په ډول د يو سرتيري همت، شونې ده چې د هغه د زوال لامل وګرځي، بیا هم په ځينو حالاتو کې اړين دی: تر څنګ يې د پياوړو مټو او پونډيو لرل هم ښه دي. بيا هم خرابې پښې کولای شي يو تن له استخدام څخه وباسي، کوم چې د هغه مهال نور خلک مرګ ته استوي. په همدې بنسټ خلک د دې لپاره دليل لري چې د دې ښېګڼو پر اساس عمل وکړي او د ډارن، زيات خوراکۍ او بې انصافه کارونو څخه ډډه وکړي. مور او پلار او پالونکي چې د خپلو بچيانو لپاره غوره څه غواړي، د همدې سره سم به د هغوی لارښونه وکړي.

د اخلاقي پرېکړې له عملي دندې څخه په دفاع کولو چې هغې په کومو «ډبلو» اخلاقي تصوراتو ټينګار کړی، دا کټ مټ هماغه و چې د دا ډول «ګټورو» خصوصيتونو سره تړلي وو، د بېلګې په ډول ښېګڼې: دا په دې ډول دي چې دا شان تشریحات په تصادفي ډول د کار له ټاکل شويو تشریحاتو څخه په کوم ډول توپير لري. مهمه نکته يې دا وه چې د «يواځې کار» او «د سه شنبې په ورځ د شوي کار» تر منځ توپير (د بېلګې په ډول) دوه چنده «جذباتي» معنا خبره نه وه، لکه په «اير» او «سټيونسن» کې، نه کوم پټ لازمي خصوصيت و، لکه په «هير» کې. يواځې دا ده چې انصاف منصف پياوړی کوي، کوم چې موږ ته د اړوندو کارونو د ساتلو سره دا په خپل ځان او خپلو ملګرو کې پيدا کولو لپاره يو لامل په لاس راکوي.

سرچينې