لارښود:سمون

ويکيپېډيا يو پوهنغونډ دی. ددې مانا دا ده چې هر څوک کولای شي چې د ويکيپېډيا پر هر مخ کې سمون وکړي. چې څوک هم څه سمون کوي هغه د ويکيپيډيا يوه برخه جوړه شي. کوم کسان چې سمون کوي هغه کسانو ته ويکيپيډين ويل کېږي. د ويکيپيډيا په يو مخ کې سمون کولو لپاره د گڼون جوړول ضروري خبره نه ده. په ويکيپيډيا کې سمون په دوه طريقو کېدای شي. لومړی دا چې VisualEditor سافټویر په وسیله سمون وشي. دا د ويکيپيډيا يو نوی نظام دی کوم چې يو کارن د خپلو غوره توبونو څخه فعالولای شي او دویم همدغه لاره ده چې اوس روانه ده چې په انگرېزۍ کې ورته ويکي مارک اپ ايډيټر ويل کېږي.په پښتو ويکيپېډيا کې سمون کول ډېر اسانه کار دی. بس لږ کوښښ غواړي د هغه څخه وروسته به تاسې په خپله ددې وړ شئ چې په مخونو کې سمون وکړئ او نوې ليکنې ورگډې کړئ. په دې مخ کې به په پښتو ويکيپيډيا کې د سمون کولو په اړه تاسې ته بنسټیز معلومات درکړ شي.

سمون څنگه کيږي؟

له ټولو لومړی چې تاسې کومه ليکنه کې سمون کول غواړئ هلته لاړشئ او بيا په پورته سر کې به تاسې ته ډېر ټيبونه ښکاري په دې کې يو ټيب د سمول په نامه دی، چې په دغه ټېب کلېک وکړئ. دا ټيب تاسې په لاندې انځور کې ليدلای شئ:

د نښانونو مالومات

نښانلنډنوممالومات
زغردپه ليکنه کې دا يو ټکي يا غونډال (جمله) زغردوي (پېړوي) یې.
رېونددا ټکي یا جملې کږوي يا رېوند کوي یې.
تړنهدا لېنک يا تړنه ورټومبي چې بهرنۍ تړنه وي نو د يو لیندۍ (براکېټ) [] په مېنځ کې ټکی ليکل کېږي او چې کورنۍ تړنه وي نو د دوه لیندیو (براکټونو) [[]] ترمنځ هغه ټکی ليکل کېږي د کوم تړل يا لنک کول چې تاسې غواړئ.
دوتنه خښولد دې په لاره تاسې يو انځور يا دوتنه ورټومبلای شئ، چې په دې کلِک وکړئ نو تاسې ته به ډېر اپشن درکړل شي چې د دوتنې نوم ورکړئ۔
نو ويکي فارمنټنگچې تاسې دا وکاروئ نو بيا دوي ترمېنځ د ويکي ځانگړي کوډونه کار نه کوي
لاسليکهر کله چې تاسې چا ته پيغام ورکړئ نو بيا دا بټن وښایئ. ددې په لاره ستاسې لاسليک ورټومبل کېږي، خو دا لاسليک تاسې صرف د خبرو اترو او پروژو پر مخ کارولی شئ نور په ليکنو کې ددې اجازه نشته. که تاسې دا (~~~~)هم وليکئ نو هغه به په خپله ستاسې لاسليک کې بدل شي.
نوې کرښهددې بټن په لاره تاسې يوه کرښه پرېږدئ او د نوې کرښې څخه ليکل پیل کوئ
جگليکدا ځینې ليکلو بڼه (سایز) کوشنی (وړوکی) کوي او هغه بيا د پورته ليکي، لکه که موږ لومړی نوم <sup>دویم نوم</sup> وليکو نو هغه به داسې ښکاري: لومړی نوم دویم نوم


ټيټليکدا ځینې ليکلو بڼه (سايز) کوشنی کوي او هغه بيا لږ لاندې ليکي، لکه که مونږ لومړی نوم <sub>دویم نوم</sub> وليکو نو هغه به داسې ښکاري: لومړی نوم دویم نوم
وړوکیدا ټکي کوشني ليکي لکه که زه پښتو <small>پښتو</small> وليکم نو د هغه پايله به دا وي:پښتوپښتو
د انځورونو انځورتوندا د يو څخه زيات انځورونه ورټومبي.
گولۍ دايره لړليکدا بېلو بېلو کرښو ته د لړليک شکل ورکوي.
سرچينهپه دې بټن سره تاسې سرچينه ورگډولی شئ
لښتيالپه دې بټن سره تاسې لښتيال (جدول) يا ټيبل ورگډولای شئ

نوې ليکنه ورگډول

لاندې کرښې کې د نوې ليکنې نوم وليکئ او ورگډولو پر بټن کلېک وکړئ

 

نور ولولئ