لرغونې ژوند پوهنه

لرغونې ژوند پوهنه يا Paleontology (/ˌpeɪliɒnˈtɒlədʒi, ˌpæli-, -ən-/) چې د ('palaeontology) يا (palæontology) په ډول هم ليکل کېږي، د هغه ژوند علمي څېړنه ده چې پخوا موجود و او ځيني وختونه د هولوسين دورې (له اوس نه شاوخوا ۱۱۷۰۰ کلونه مخکې) پيل شاملوي. لرغوني ژوند پوهنه د ژونديو جسمونو د ډلبندۍ په موخه د فوسيلونو (د ژونديو موجوداتو پاتې شوني) مطالعه شاملوي او يو له بل او له چاپيريال سره د دوی متقابل عملونه څېړي. لرغوني ژوند پوهنيزې ارزونې، له ميلاد نه ۵ پېړۍ مخکې وختونو ته مستندې شوې دي. د لرغوني ژوند پوهنې علم، په ۱۸مه پېړۍ کې په مقايسوي اناتومي باندې د جورجس کوواير (Georges Cuvier) د کار د پایلې په توګه رامنځته شو او په ۱۹ مه پېړۍ کې يې په ډېرې چټکۍ سره وده وکړه. دا اصطلاح په خپله له يوناني کليمې παλα  ('palaios'، زوړ يآ لرغوني)، ὄν ('on', (gen. 'ontos')، موجود يا مخلوق) او λόγος ('logos يعنې کلام، فکر يا څېړنه) نه اخيستل شوې ده. [۱]

لرغونې ژوند پوهنه، د بيولوژي او جيولوژي تر منځ پر پوله واقع کېږي، مګر له لرغون پېژندنې نه په دې کې توپير لري، چې لرغوني ژوند پوهنه په اناتوميکي ډول د معاصرو انسانانو د څېړنې مخه نيسي. دا اوس د حياتي کيميا، رياضياتو او انجينري په ګډون د علومو له پراخې ساحې نه په لاس راغلي تخنيکونه کاروي. د دې ټولو تخنيکونو کارونې لرغوني ژوند پوهانو ته د دې توانايي ورکړې، چې د ژوند ډېر تکاملي تاريخ کشف کړي، نږدې ټول هغه وختونه يعنې نږدې ۴ بيليونه کالونه پخوا ته ورګرځي، چې ځمکه د ژوند کولو وړ شوه. لکه څرنګه چې پوهه زياته شوې ده، لرغوني ژوند پوهنې ځانګړې فرعي څانګې يا وېش ته وده ورکړې ده، چې ځينې يې د ژونديو موجوداتو د بقاياوو په بېلابېلو ډولونو باندې تمرکز کوي، په داسې حال کې چې نور يې ايکولوژي (له چاپېريال سره د انسان اړيکې) او چاپېريالي تاريخ، لکه: لرغوني اقليمونه څېړي. [۲]

د بدن فوسيلونه او ترسيمي فوسيلونه، د لرغوني ژوند په اړه د ثبوت دوه بنسټيز ډولونه دي او (geochemical) ثبوت مرسته کړې، چې د ژوند تکامل مخکې له دې کشف کړي، چې ژوندي موجودات کافي ستر و، تر څو د جسم بقايا پرېږدي. د دې بقاياوو د تاريخونو اټکل اړين، مګر ستونزمن دی: ځينې وختونه د نږدې يا ګاونډ تيږې طبقه راډيوميترک تاريخ معلومونې ته اجازه ورکوي، کوم چې دقيق او يقيني تاريخونه برابروي چې په 0,5% کې دقيق دي، مګر زياتره لرغوني ژوند پوهان باید د biostratigraphy (له ځوانو طبقو نه زړو ته د تيږو د طبقو تنظيم) د «jigsaw puzzles» حلولو په واسطه په اړوند تاريخچې معلومونې باور وکړي. د لرغونو ژونديو موجوداتو ډلبندي هم ځکه ستونزمنه ده، چې زياتره يې د Linnaean د ژونديو موجوداتو له ډلبندۍ سره مطابقت نه کوي او لرغوني ژوند پوهان زياتره د تکاملي «کورنۍ شجرې» د تنظيمولو لپاره cladistics کاروي. د ۲۰ مې پېړۍ وروستۍ ربعه د ماليکولي phylogenetic د ودې شاهده وه، چې د دوی په genomes کې د DNA د ورته والي د اندازه کوونکې په واسطه د ژونديو موجوداتو د نږدې اړيکې يا تړلتيا څرنګوالی پلټي. ماليکولي Phylogenetic د هغه وخت د اټکلولو لپاره هم کارېدلی دی، چې نوعې يو له بله بېلې شوې، مګر د ماليکولي clock د هغه اعتبار په اړه مخالفت شته، چې همدا اټکلونه پرې تکيه کوي.

د لرغوني

د لرغوني ژوند مطالعه يا څېړنې د Paleontology يو تر ټولو ساده پېژندنه ده. دا برخه د تېرو ژونديو موجوداتو د بېلابېلو ارخونو په اړه معلومات لټوي. لکه: د هغوی پېژندنه او اصليت، د هغوی چاپېريال او تکامل او دا چې دوی موږ ته د ځمکې د تېرو ژونديو او غير ژونديو جسمونو په اړه څه وايي. [۳][۴]

تاريخي علم

ويليم ويويل (William Whewell (1794–1866)) د لرغوني ژوند پوهه، د تاريخي علومو په توګه له انسان پېژندنې، ځمک پېژندنې يا جيولوژي، ستورو پېژندنې، نړۍ پېژندنې، ژبپوهنې او په خپله تاريخ سره ډلبندي کړې ده. لرغوني ژوند پوهنه، د تېرو ښکارندو د تشرېح کولو او د هغوی د سببونو د بياجوړونې موخه لري. له دې امله دا درې اساسي عناصر لري: ۱) د تېرو ښکارندو تشرېح، ۲) د بدلون د بېلابېلو ډولونو د سببونو په اړه د عمومي نظريې رامنځته کول يا وده ورکول او ۳) په ځانګړو حقيقتونو باندې د دې نظرياتو تطبيقول. کله چې د تېر د تشرېح کولو هڅه کوو، لرغوني ژوند پوهان او تاريخ پوهان زياتره د سببونو په اړه يو يا له يو نه د زياتو فرضيو يوه ټولګه يا مجموعه جوړوي او وروسته له هغې د Smoking gun لپاره انتظار کوي. smoking gun د ثبوت هغه برخه ده، چې د نورو فرضيو په پرتله له يوې فرضيې سره په محکم ډول موافق کېږي. ځينې وختونه څېړونکي د يوې بلې څېړنې په جريان کې د يوې ښې يا نېکمرغه پېښې په واسطه يو smoking gun کشف کوي. د بېلګې په ډول: په ۱۹۸۰ ز کال د لويس (Luis) او والټر الواريس (Walter Alvarez) په واسطه، د ايريديم (iridium) کشف، چې يو د وچې يا ځمکنی فلز دی، د ځمکې پېژندنې په درېيمه دوره کې د پولې يا سرحد طبقې د وړو اسماني سيارو اغېز، د (Cretaceous–Paleogene extinction event) د وژنې يا له منځه وړلو حادثې لپاره تر ټولو زيات بریالی وضاحت و، که څه هم د اورغورځونې د ونډې په اړه مناقشې دوام لري. [۵][۶][۷][۸][۹]

علمي پوهې ته د ودې ورکوونې لپاره يو متمم يا تکميلوونکې پایله (ازمېښتي علم) زياتره ويل کېږي چې د ازمېښتونو په کولو سره کار کوي، تر څو د کارونو او د ښکارندې د طبيعي سببونو په اړه فرضيې ناسمې ثباتې کړي. دا پایله يا رسېدنه يوه فرضیه نه شي ثابتولی، که څه هم ځيني وروستي ازمېښتونه کېدای شي، دا ناسم ثابت کړي، مګر د ناسم ثابتولو لپاره د ناکاميو غونډېدنه يا انبار زياتره ثبوت په علاقه... کې واردوي. که څه هم، کله چې له بشپړ غيرمتوقع ښکارندو سره مخامخ کېږو، لکه د نه لیدونکو وړانګو لپاره لومړنی ثبوت، ازمېښتي پوهان، زياتره ورته پایله يا رسېدنه د تاريخي پوهانو په توګه کاروي: د سببونو په اړه د فرضيو يوه ټولګه ترکيبوي او بيا يو smoking gun ته په تمه کېږي.  [۱۰][۱۱]

اړوند علوم

لرغوني ژوند پوهنه، د بيولوژي او جيولوژي تر منځ ځای لري. څرنګه چې دا د تېر ژوند په تاريخچه باندې تمرکز کوي، مګر د ثبوت اساسي سرچينه يې په تيږو کې فوسيلونه (د ژونديو موجوداتو بقايا) دي. د تاريخي دلايلو لپاره لرغوني ژوند پوهنه، په زياتره پوهنتونونو کې د جيولوژي د څانګې يوه برخه ده: په ۱۹مې او ۲۰مې پېړيو کې د جيولوژي څانګو يا ديپارتمنتونو د تېږو د اشنايۍ لپاره د فوسيل ثبوت اړين وګاڼه، په داسې حال کې چې، د بيولوژي څانګې ورسره لږه لېوالتيا وښوده. [۱۲][۱۳][۱۴]

لرغوني ژوند پوهنه، له لرغون پېژندنې سره ځينې اړيکې لري، چې په بنسټيز ډول د انسانانو او د هغوی د بقاياوو په واسطه له جوړو شوو شيانو سره کار کوي، په داسې حال کې چې لرغوني ژوند پوهان، د نوعو په توګه د انسانانو په ځانګړنو او تکامل کې لېوالتيا لري. کله چې د انسانانو په اړه په دليل سره معامله کوو، لرغون پېژندونکي او لرغوني ژوند پېژندونکي کېدای شي، په ګډه کار وکړي. د بېلګې په ډول: لرغوني ژوند پوهان کېدای شي، د يوې لرغونې سيمې په شاوخوا کې حيواني يا نباتي فوسيلونه مشخص کړي، تر څو کشف کړي چې، هلته څوک اوسېدل او څه يې خوړل، يا کېدای شي، د اوسېدنې د وخت اقليم وارزوي. [۱۵]

د دې تر څنګ لرغونې ژوند پوهنه، زياتره د بيولوژي، هډوکي پېژندنې، ايکالوژي (هغه علم چې د انسان او چاپيريال متقابلې اغېزې څېړي)، کيميا، فزيک او رياضياتو په ګډون له نورو علومو نه تخنيکونه رانقلوي. د بېلګې په ډول: له تيږو نه geochemical نښې کېدای شي مرسته وکړي، چې پر ځمکه د لومړني ژوند ظهور کشف کړو. د کاربن د ايزيتوب نسبت تحليل کېدای شي مرسته وکړي، چې اقليمي بدلون مشخص کړو او ان سترې لېږدېدنې، لکه: (Permian–Triassic extinction event) تشرېح کړو. په اړوند ډول يو وروستی اصل ماليکولي phylogenetics د معاصرو ژونديو موجوداتو DNA او RNA سره پرتله کوي، تر څو د هغوی د تکاملي نيکونو د کورنۍ شجره يو ځل بيا ترکيب او جوړه کړي. دا د اړينو تکاملي پرمختګونو د نېټو د اټکل په موخه هم کارېدلی دي، که څه هم دا پايله يا رسېدنه د مالیکولي clock د اعتبار په اړه د شکونو له امله په جدي بحث کې ده. انجنيري تخنيکونه هم، په دې موخه کارېدلي دي، تر څو د لرغونو ژونديو موجوداتو د جسمونو د کار څرنګوالی وارزوي. د بېلګې په ډول: د Tyrannosaurus د منډې سرعت او د ذايقې ځواک يا د کوچنيو داړونکو حيواناتو د الوتنې ميخانيک. دا اړونده عمومي موضوع ده، چې د (X-ray microtomography) وړانګو په کارونې سره د فوسيلونو داخلي جزيات وڅېړو. لرغوني ژوند پوهنه، بيولوژي، لرغون پوهنه او paleoneurobiology سره يو کېږي، تر څو په انسانانو پورې د اړوندو نوعو اندوکرايني casts وڅېړو او د انسان د اعصابو تکامل روښانه کړو.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

لرغوني ژوند پوهنه، ان astrobiology سره هم د ژوند د ظهور د څرنګوالي په اړه د نمونو د رامنځته کولو او د ژوند د دليل د کشف کولو لپاره، د تخنيکونو د چمتو کولو په وسیله مرسته کوي.[۲۶]

سرچینې