له افریقا څخه بهر د هومینین انسانانو لومړنۍ تیتېدنه

لرغوني انسان (د هومو جنس) وګړي له افریقا څخه بهر او په ټوله اورآسیا کې د ښکته پالیولیټیک زمانې (یا د ډبرو لومړنی عصر) او د منځني پالیولیټیک زمانې تر منځ شاوخوا ۲,۱ میلیونه او ۰,۲ میلیونه کلونه وړاندې څو ځله تیت شول. دې تیت کېدلو ته په ټوله کې له افریقا بهر ۱ وايي او دا بیا اورآسیا ته د هومو ساپیین (له اناټومیک اړخه د عصري انسانانو) د تیتېدنې سره توپیر لري چې ښایی لږ وروسته د ۰,۲ میلیونه کلونو څخه وړاندې پیل شوی وي (چې په دې زمینه کې د "افریقا څخه بهر ۲" په نامه پېژندل کېږي). [۱]

د افریقا څخه بهر د هومو (یا په حقیقت کې د هر هومینین) لومړنی شتون نږدې دوه میلیونه کاله وړاندې ته ورګرځي. په ۲۰۱۸ز کال کې یوه څېړنه ښيي چې د ډبرینو مصنوعاتو درلودونکي ترټولو ټیټ پټ (لایې) د مقناطیسي سټراټیګرافیکې نېټې ټاکنې (magnetostratigraphic dating) پر بنسټ ۲,۱۲ میلیونه کاله وړاندې د مرکزي چین په شانګچین سیمه کې انسانان شته و. له افریقا څخه بهر د انسان تر ټولو زوړ پېژندل شوی اسکلېټي پاتې شوني د ګرجستان (جورجیا) په دامنیسي سیمه کې دي (ډامنیسي جمجه ۴) چې ۱,۸ میلیونه کاله زوړتیا لري. دا پاتې شوني د هومواېرېکتوس جیورګیکوس (Homo erectus georgicus) په توګه ډلبندي شوي دي. [۲]

د تیتېدنې راوروسته څپې، چې له هومو انټیسیسور (Homo antecessor) سره تړاو لري، شاوخوا ۱,۴ میلیونه کاله وړاندې (د اچیولین لومړني صنعتونه) او هغه چې د هومو هیډېلبیرګېنیزیز (Homo heidelbergensis.) سره تړاو لري، بیا ۰,۸ میلیونه کاله وړاندې (د ساتول تولیدوونکي اچیولین ډلې) په پام کې نیول شوې دي. [۳]

د ۱۹۸۰ز کلونو تر لومړیو پورې، داسې انګېرل کېده چې لومړني انسانان د پلیسټوسین (Pleistocene) په لومړیو کې، یا ۰,۸ میلیونه کاله وړاندې، د افریقا په لویه وچه پورې محدود و. ظاهراً د پلیسټوسین په لومړیو کې له ختیځې افریقا څخه بهر کډوالي ډېره لږ وه او د پېښو نېمګړې مخینه یې راپرېښوده. [۴][۵]

لومړنۍ تیتېدنه

له افریقا څخه بهر د هومو-هومینین څخه وړاندې تیتېدنه د ګرېکوپیتیکوس او اورانوپیتیکوس په شتون سره ښودل شوې چې په یونان او اناطولي کې موندل شوی او ۸ میلیونه کاله وړاندې ته ورګرځي، خو ښايي دا هوموینینې (Homininae) نه هومونینی (Hominini). شونې ده چې د تراکیلوس له پلونو (Trachilos footprints) سره تړاو ولري چې په کرېت کې موندل شوې او نږدې ۶ میلیونه کاله وړاندې زمانې ته ورګرځي.  

آسترالوپیتیسینا (Australopithecina) شاوخوا ۵,۶ میلیونه کاله وړاندې په ختیځه افریقا (آفار ډېپرېشن یا Afar Depression) کې راڅرګند شول. آسترالوپیتیسېس (آسترالوپیتېکوس افارېنسیس یا ustralopithecus afarensis) په همدې سیمه کې شاوخوا ۴ میلیونه کاله وړاندې راڅرګند شول. تر ټولو پخوانۍ پېژندل شوې دستکارې شوې وسیلې د کینیا هېواد په لومېکوي سیمه کې موندل شوې او ۳,۳ میلیونه کاله پخوا د پلیوسین دورې وروستیو زمانو ته ورګرځی. دا ښايي د آسترالوپیتېکوس کارهي یا پارانتروپوس اېتېپوکوس تولید وي چې دواړه د اوزارو سره معاصر پېژندل شوي هومینیز دي. داسې انګېرل کېږي چې د هومو نسل و نسب ۲,۸ میلیونه کاله پخوا رامنځته شوی دی، او هومو هابیلیس (Homo habilis) د کینیا هېواد په لېک تورکانا سیمه کې موندل شوې دي. له آسترالوپیتیکوس څخه د "انسان" د نسل او نسب، هومو، سکښت یوڅه متنازع مسئله ده نو د 'هومینین' برتره اصطلاح ځکه کارېږي چې دواړه په کې راځي. په تخنیګی توګه، شپمانزي او له انسان وړاندې ډولونه چې ۱۰ میلیونه کاله زوړتیا لري هم په "هومینین" کې شاملېږي (د هومینی او ګوریلیني سره د هومینینې توپیر کول). [۶]

د افریقا څخه بهر د هومینین ترټولو پخوانی شتون نږدې دوه میلیونه کاله وړاندې ته ورګرځي. په ۲۰۱۸ز کال کې یوه څېړنه د داسې ثبوت ادعا کوي چې د ډبرینو مصنوعاتو درلودونکي ترټولو ټیټ پټ د مقناطیسي سټراټیګرافیکې نېټې ټاکنې. (magnetostratigraphic dating) پر بنسټ ۲,۱۲ میلیونه کاله وړاندې د مرکزي چین په شانګچین سیمه کې انسانان شته و.[۷]

دا خبره هم مطرح کېږي چې هومو فلورېسانسیس (Homo floresiensis) له دې ډول لومړنۍ تیتېدنې څخه نشئت کړی دی. دا جوته نه ده چې آیا هغه لومړني هومینینز چې افریقا یې پرېښوده، هومو هابیلیز وبلل شي، که د  هومو لومړنۍ بڼه او یا وروستی استرالوپیتېکوس چې له هومو هابیلیز سره نږدې تړاو لري او یا د هومو ارېکتوس (Homo erectus) یوه ډېره لومړنۍ بڼه. په هر حالت کې، د هوموفلورېسانسیس مورفولوژي له استرالوپیتېکوس سېډیبا، هومو هابیلیز او ډمانیسي من (Dmanisi Man) سره زښته ډېر ورته والي لري او دا شونتیا ډېروي چې د هومو فلورېسانسیس پلرونو او نیکونو د هومو اریکتوس له راڅرګندېدو څخه وړاندې افریقا پرېښې ده. په ۲۰۱۷م کال کې خپور شوی یو فیلوجینیټیک تحلیل کاږي چې هومو فلوریساینسیس د داسې یوه ډول (ښايي استرالوپېتېسین) له نسل څخه منځته راغلی وي چې د هومو هابیلیز پلرونه دي او یا د هومو هابیلیز یا لږترلږه د هابیلیز-ایرکتوس-ارګاستر-ساپینز پرګنې "خور ډول" دی، او نسل یې له هومو اېرکتوس څخه پځوانی دی. د دې ډلبندۍ پر بنسټ، هومو فلورېساینسیس داسې انګېرل کېږي چې تردې وخته د افریقا څخه بهر د نامعلوم او خورا ابتدايي کډوالۍ ښودنه کوي، چې ۲,۱ ملیونه کاله پخوانی تاریخ لري. د شانګچېن د تر ټولو پخوانیو مصنوعاتو لپاره د ۲,۱ میلیون کلونو پځواني تاریخ ورته پایله ښودل شوې ده. [۸]

هومو ایرکتوس

هومو ایرکتوس (Homo erectus) یواځې دوه ملیونه کاله مخکې راڅرګند شول. لومړني هومو ایرکتوس به ښايي په ختيځه افريقا کې د هومو هابیلیز سره مخامخ نږدې نيم ميليون کاله ژوند کړی وي. تر ټولو زاړه هومو ایرکتوس فوسیلونه، له دوه میلیونه کاله وړاندې، په افریقا او قفقاز کې تقریباً د یوې زمانې ښکاري. تر ټولو پخوانی د نسبتاً کره نېټې درلودونکې اورآسیایی سیمه په گرجستان هېواد کې دمانیسی ده چې په ډاډه ډول ۱,۸ میلیونه کاله وړاندې ته ورګرځي. په ډمانیسي کې موندل شوې کوپړۍ په خپله د زړو خلکو د ساتنې ثبوت دی. دا کوپړۍ ښیي چې دغه هوموایرکتوس په عمر زوړ و او له مرګ څخه یو څوکاله وړاندې یې ټول غاښونه لوېدلي و او یواځې یو غاښ یې پاتې و او ښايي شونې نه وي چې دا هومینډ (hominid) دې یوازې ژوندی پایېدلی وي. خو دا اوس معلومه نه ده چې دا د پاملرنې کافي ثبوت دی - د ګومبي په زېزمو کې څه ناڅه فلج شوی شیمپانزي د کلونو لپاره پرته له مرستې پایېدلی شوی و. د افریقایي هومو ایرکتوس په تړاو تر ټولو لومړني پیژندل شوي شواهد چې د هومو ایرګاسټر په نوم یادیږي، یو منفرد اوکسیپیټل هډوکي (KNM-ER 2598) دی، چې "H. erectus-like" یې بولي او نږدې ۱,۹ میلیونه کاله وړاندې زمانې (د هومو روډولفینسیس یا Homo rudolfensis هممهاله زمانې) پورې اړه لري. ورپسې یوه فوسیلي خلا، او بیا په هغه پسې د KNM-ER 3733 فوسیل دی چې یوه کوپړۍ ده او ۱,۶ میلیونه کاله وړاندې زمانې ته ورګرځي. په شمالي افریقا کې د پلیسټوسین لومړني ځایونه، د ختیځې افریقا او ګرجستان جغرافیایی واسط حد، په خرابو سټراټیګرافیکو شرایطو کې دي. تر ټولو پخوانی هغه یې د شمالي الجزایر په عین هانچ کې دی (۱,۸ - ۱,۲ میلیونه کاله وړاندې)، چې د اولدووان درجې پټه (Oldowan grade layer) ده. دا ځایونه ثابتوي چې هومو اریکتوس د شمالي افریقا له معمولاً ګرمو او وچو سیندونو څخه راپورې وتلي دي. شاوخوا ۱,۸ میلیونه کاله وړاندې سوېلي قفقاز ته د هومو ایرکتوس او احتمالاً ختیځې او سوېل ختیځې آسیا د هومو اریکتوس د راتګ تر منځ لږ وخت دی. د چین په یوان-مو سیمه کې د هومو ایرکتوس شواهد شته چې ۱,۷ میلیونه وړاندې نېټې ته ورګرځي. همدا ډول ورته شواهد د اندونیزیا په جاوا سیمه کې دي چې ۱,۶ میلیونه کاله زوړتیا لري. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

فیرېنګ او همکاران (۲۰۱۱) یې دا خبره مطرح کوي چې هومو هابیلیس (Homo Habilis) لویدیځې آسیا ته ورسېد او لومړني هومو ایرکتوس هلته وده وکړه. هومو ایرکتوس وروسته له له لویدیځې آسیا څخه ختیځې آسیا (پکنګ من یا Peking Man)، سویل ختیځې آسیا (جاوا من یا Java Man) ته، او بیا بیرته افریقا (Homo ergaster) او اروپا ته (Tautavel Man) تیت شوي دي.[۱۸][۱۹]

سرچينې