له افغانستان نه د شوروي ځواکونو وتل

له افغانستان نه په بشپړ ډول د شوروي ځواکونو د وتلو بهیر، د ۱۹۸۸ ز کال د مۍ میاشتې په ۱۵ نېټه پیل او د ۱۹۸۸ ز کال د فبروري په ۱۵ مه نېټه د ډګرجنرال بوریس ګورموف تر مشرۍ لاندې پای ته ورسېد.

وروسته له هغه چې میخایل ګورباچوف د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه وټاکل شو، له افغانستان نه د شوروي اتحاد د وتلو پلان ډېر ژر پیل شو. د ګورباچوف تر مشرۍ لاندې شوروي اتحاد هڅه وکړه، په دغه هېواد کې د افغانستان د خلکو د دیموکراتیک ګوند واک پیاوړی کړي، په پیل کې دغه هڅې د هېواد (افغانستان) د ثبات په موخه وې، خو وروسته د ځواکونو د وتلو پر مهال د یو شمېر څېرو د ساتلو لپاره وې. په دغه مهال کې د شوروي اتحاد ځواکونو او استخباراتي بنسټونو د محمد نجیب الله له دولت سره په ګډه کار وکړ، څو د کابل حکومت او یاغي ډلو د مشرانو ترمنځ اړیکې ښې کړي.

د شوروي اتحاد او متحده ایالاتو ترمنځ دیپلماتیکو اړیکو هغه مهال وده وکړه، چې دا څرګنده شوه چې په کابل کې د نجیب الله د حکومت د پیاوړي کولو په موخه د شوروي اتحاد پالیسي د اوږد مهال لپاره په دغه هېواد کې د خلکو د دیموکراتیک ګوند واکمنۍ ته لار نه برابروي. د ۱۹۸۸ ز کال د اپریل په ۱۴ مه نېټه د جینوا هوکړه د شوروي اتحاد، متحده ایالاتو، پاکستان اسلامي جمهوریت او د افغانستان جمهوریت (په ۱۹۸۷ ز کال کې یې نوم بدل شو) د استازو له خوا لاسلیک شوه چې د شوروي اتحاد د ځواکونو وتلو چوکاټ یې رامنځته او د لاسلیک کوونکو ترمنځ یې د افغانستان په راتلونکې کې د نړیوالې ټولنې د مشارکت اړوند څو اړخیز تفاهم رامنځته کړ. له دغې هوکړې ډېر ژر وروسته د ځواکونو وتل پیل شول او د ۱۹۸۹ ز کال د فبروري په ۱۵ مه نېټه، له افغانستان نه ټول شوروي ځواکونه ووتل.[۱]

هغه موضوعات چې د نظامي وتو لامل وګرځېدل

ګورباچوف په افغان جګړه کې د ښکېل کېدو له امله، د شوروي اتحاد اقتصادي ستونزې او پېچلی نړیوال حالت درک کړی و، هغه «پرېکړه کړې وه چې له افغانستان نه خپل ځواکونه وباسي او د دغې چارې لپاره یې [د ۱۹۸۵ ز کال تر اکتوبر پورې] یې د کمونیست ګوند د سیاسي دفتر ملاتړ ترلاسه کړی و». هغه وروسته د شوروي حکومت په لوړ پوړې کچه کې، د خپل سیاسي دفتر او ملاتړو په پیاوړتیا لاس پورې کړ. ګورباچوف تمه لرله، له افغانستان نه په وتو به داخلي او خارجي تمې پوره او د بریا نورو پوړیو ته به ورسېږي.[۲][۳][۴]

په کور دننه ګورباچوف مجبور و، څو جګړه غوښتونکی پوځي او صنعتي بنسټ، پوځي رهبري او استخباراتي بنسټونه راضي کړي (وروسته ګورباچوف د ملګرو ملتونو استازي دیګو کوردیز ته ویلي و چې: د جګړې لپاره د لابي کولو اغېز نه باید زیات وي، کوردیز زیاتوي چې: د ګورباچوف مشاورین په دې اړه سره یوه خوله نه وو، خو ټولو دا باور درلود چې له متحده ایالاتو او پاکستان سره اختلافات او په کابل کې واقعیتونو د وتلو په ځنډ کې مهم رول درلود). له هېواده بهر ګورباچوف دا هڅه لرله، څو په درېیمه نړۍ کې د خپلو متحدینو په سترګو کې خپل اعتبار وساتي. هغه، له ځان نه د وړاندې نورو شوروي رهبرانو په څېر یوازې ابرومندانه وتل منل. دغې چارې په افغانستان کې د ثبات ټینګېدو ته اړتیا لرله، چې شوروي اتحاد له ۱۹۸۸ نه تر ۱۹۸۹ ز کال پورې د خپلو ځواکونو د وتلو پر مهال هڅه کوله، څو ثبات رامنځته کړي. د ګورباچوف له خوا  درې موخې: داخلي ثبات، د بهرنۍ لاسوهنې محدود کول او د نړیوالو له خوا د افغانستان د دیموکراتیک کمونیستي جمهوریت په رسمیت پېژندل، د وتلو لپاره د اړینو شرایطو په توګه په پام کې نیول شوې وې.[۵][۶]

د ملي پخلاینې پالیسي

د لوئنید بریژنیف له مړینې وروسته، په افغانستان کې د پاتې کېدو اړوند سیاسي اراده کمزورې شوه. په هېواد کې د پوځي بریا په موخه د شوروي ځواکونو کچه کافي نه وه او یوازې یې کولای شول، د افغانستان له دیموکراتیک دولت سره د جګړې په ډګرساتنه کې مرسته وکړي. شوروي اتحاد په تدریجي ډول له افغانستان نه د خپلو ځواکونو اېستل، د افغان کمونیست ګوند د عمومي منشي په توګه د محمد نجیب الله له ټاکل کېدو وروسته پیل کړ، ځکه دوی په نوموړي کې د شوروي اتحاد له جدي مرستې پرته د واک چلولو وړتیا لیدله. د شوروي اتحاد مشرتابه، له نجیب الله نه مخکنی ولسمشر ببرک کارمل د نظامي وتو او دیپلماتیکو چارو پر وړاندې خنډ باله.[۷][۸]

په داسې حال کې چې شوروي ځواکونه، دیپلماتیک او استخباراتي بنسټونه د نجیب الله د ګومارلو په اړه یوه خوله نه و، خو هغه د داسې یوه رهبر په توګه ګڼل کېده چې کولای یې شوی، د خبرو اترو له لارې له شوروي اتحاد سره په ګډه یوه حل لار ومومي. په شوروي اتحاد کې د ننه بدلونونو ته په پام سره، «د مارکسیستي لارو چارو له مخې د افغانستان د بدلولو [،] د اقتصادي انګیزو له مخې د خلکو راغونډولو او یو ګوند او دولت جوړولو پرځای» د شوروي اتحاد هڅو، «د یاغي قوماندانانو په جلب کولو سره د سولې په رامنځته کولو» تمرکز درلود. په ټولیز ډول هغه پالیسۍ، چې په افغانستان کې شوروي اتحاد او د هغو متحدینو د ببرک کارمل نه نجیب الله ته د واک له لېږدولو وروسته په پام کې لرلې، د ملي پخلاینې د پالیسي په توګه یادېږي.[۹]

پخلاینې ته د لاسرسي په موخه، شوروي اتحاد له یاغي ډلو سره د نجیب الله د حکومت د اړیکو ټینګولو په برخه کې جدي هڅې وکړې، د مرستو بې مخینې ټولګې یې ورته ولېږلې او ژمنه یې وکړه چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته به «ټول نظامي تاسیسات د افغانستان د دیموکراتیک دولت د وسله والو ځواکونو په واک کې ورکوي». نجیب الله د دولت د امنیتي سیسټم د پیاوړي کولو او د دولت دننه د خپل واک په زیاتولو کې ګڼ شمېر بریاوې لرلې. کېدای شي دغه چاره هم د دې لامل شوې وي، څو شوروي وهڅوي چې په نجیب الله له حده زیات باور وکړي او خپلې لومړنۍ موخې ته چې په معنا لرونکې توګه د نجیب الله مخالفین د ده په ملاتړ ودروي، ورسېږي. کالینوفسکي لیکي:

د KGB د ادارې لومړي مرستیال وادیم کیرپیچینکو وروسته ولیکل چې، په کابل باندې د کنټرول او د دولت په یو شمېر نورو برخو کې د نجیب الله بریاوې دوی دغه باور ته ورسول چې یوه حل لاره یې موندلې او کېدلای شي، د افغانستان په ټولو برخو کې تکرار شي: په نجیب الله باور او د هغه د نظامي بنسټونو باوري والي د KGB په مشرۍ کې یو شمېر غلط باورونه رامنځته کړل ... له ګواښونو ډک دغه باورونه د دې لامل شول، چې حقیقت ته پام ونه شي او د څو کلونو لپاره یې له دغه هېواد نه د شوروي ځواکونو وتل وځنډول».[۱۰]

د پخلاینې اړوند د شوروي اتحاد هڅې د دواړو شوروي اتحاد او افغان لوري د منځنۍ کچې پوځي قوماندانانو له خوا پېچلې شوې. په داسې حال کې چې د شوروي اتحاد سیاسي او پوځي مشرتابه د نجیب الله له حکومت سره د یاغي او قبیلوي مشرانو د همکاریو د کچې د زیاتوالي په موخه کار کاوه، د شوروي اتحاد «د منځنۍ کچې افسرانو ځینې مهال نه شو کولای، د خپلو عملیاتو سیاسي اهمیت درک کړي» او افغان ځواکونو نه شو کولای، څو خپلو مخالفینو ته د «قاتلانو د ډلې» «امپریالیزم د غلامانو» او «کوپړۍ وینځل شوو» له ویلو ډډه وکړي، خو له دې سره د شوروي اتحاد د استخباراتي ادارو، پوځ او دیپلماتانو د هڅو له امله له مخالفو ډلو سره د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې یو شمېر لاسته راوړنې ترلاسه شوې. تر ټولو پېژندل شوې بېلګه یې، د مخالفینو د مخکښ قوماندان احمدشاه مسعود سره ازمېښتي همکاري وه.[۱۱][۱۲]

سرچینې