له ماشومانو ناوړه ګټه اخیستنه

له ماشوم نه ناوړه ګټه اخیستنه یا له ماشوم سره ناوړه چلند د ماشوم یا ماشومانو فزیکي/ځاني، جنسي او/یا رواني ناوړه چلند یا غفلت دی، په ځانګړې توګه د مور او پلار یا پالونکي له خوا. د ماشوم نه ناوړه ګټه اخیستنه کېدای شي د مور او پلار یا پالونکي له خوا د یو عمل کړلو یا په کې پاتې راتللو لامل وي چې په پایله کې یې ماشوم ته حقیقي یا احتمالي زیان رسوي اود دې د پېښیدو امکان د ماشوم په کور، یا سازمانونو، ښوونځیو یا ټولنو کې شته چې ماشوم ورسره اړیکه لري.

له ماشوم نه د ناوړې ګټې اخیستنې او له ماشوم سره د ناوړه چلند اصطلاحات ډېری وخت د یو بل سره مترادف/ د تبادلې وړ په توګه کارول کیږي، که څه هم ځینې څېړونکي د دوی ترمنځ توپیر کوي او د ماشومانو سره ناوړه چلند د غفلت، استحصال او قاچاق پوښلو لپاره د یوې عمومي اصطلاح (یوه داسی اصطلاح ده چې د یو ځانګړي توکي پرځای د شیانو پراخه کټګورۍ پوښلو لپاره کارول کیږي.) په توګه کاروي.

تاریخ

د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، د کارمندانو او ښوونکو له خوا له ماشومانو سره ظلمعام او پراخ و، او په ډېرو هېوادونو کې جسمي سزا(وهل او ټکول) دود و. خو، د ۱۹ پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې، رنځپوهانو په فیلیسایډ (د والدینو/ مور او پلار له خوا د ماشومانو وژل) باندې څیړنې وکړې او په راپور شویو پیښو کې یې د ماشومانو د مړینې یوازینی لامل د مور او پلار غصه، تکراري فزیکي ناوړه چلند، لوږه، او جنسي تیری یاد کړ. د ۱۸۶۰ کال په یوه مقاله کې، د فرانسې د عدلي طبي یوه لوی کارپوه اګسټ امبرویس ټارډیو د داسې ۳۲ قضیو لړۍ راټوله کړه، چې له دې جملې څخه ۱۸ یې وژونکې وي، هغه ماشومان چې د لوږې او/یا تکراري فزیکي ناوړه ګټه اخیستنې له امله مړه شوی وو؛ په دې کې د اډیلین ډیفرټ قضیه هم شامله ده، چې په ۸ کلنۍ کې د هغې د نیا او نیکه له خوا بیرته خپلې کورنې ته راستنه شوې وه، او ۹ کاله یې د مور او پلار له خوا شکنجه تر لاسه کړې وه - هره ورځ وهل شوې وه، په خپلو ګوتوسره را ځړول شوې وه،  په میخ شوي تخته وهل شوې وه، په ګرمو سکارو سره سوځول شوې وه، د هغې ټپونه په نايټريک اسيد مینځل شوي وو، او د لښتي/ لرګی په واسطه پاک شوي وو. ټارډیو د ماشومانو کورونو ته ورغی او پر ماشومانو یې شته اغېزې ولیدلې؛ هغه ولیدل چې کله دوی تر ساتنې لاندې راغلل نو خپګان او ویره د دوی په مخونو کې ورکه شوه. هغه وايي: "کله چې موږ د دې بې وزلو بې دفاع انسانانو نازک عمر ته پام وکړو، چې هره ورځ او نږدې هر ساعت د وحشي ظلمونو، نه منلو وړ شکنجو او سختو محرومیتونو سره مخ کیږي، د دوی ژوند د یوه اوږده شهادت په څېر دی - او کله چې موږ د دې حقیقت سره مخ شو چې د دوی ځورونکي د دوی خپلې میندې دي، چا چې دوی ته ژوند ورکړی، موږ د یوې خورا ویرونکي ستونزې سره مخ شو چې کولی شي د اخلاقیاتو روح یا د عدالت ضمیر ګډوډ کړي".[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

دغه لومړنۍ فرانسوي څیړنې د ژبې خنډ څخه په تېریدو کې پاتې راغلي او نور ملتونه د ماشومانو او کوچنیانو د ډېری دردناکو زخمونو د لامل نه بې خبره پاتې شول؛ نږدې سل کاله به تېر شي مخکې له دې چې انسانیت په سیستماتیک ډول د ټارډیو "ویرېدونکي ستونزې" سره مقابله پیل کړي. په شلمه پېړۍ کې، څېړونکو د رنځپوهنې او د ماشومانو راډیوولوژي څخه د شواهدو راټولول پیل کړل، په ځانګړې توګه د اوږدمهاله فرعي هیماتوما‏( د یوه ټپ له امله د وينې ټوټي کېدل یا لخته کېدل) او د غړو ماتولو په اړه:  سب ډیورال (یو جدي حالت دی چېرې چې وینه د سر او دماغ د سطحې تر منځ راټولیږي)  په زړه پورې دوه ډوله وېش لري، په ماشومانو کې ایډیوپتیک (هغه ناروغي چې هېڅ ښکاره علت نه لري) او په لویانو کې صدمه وه، په داسې حال کې چې د ناڅرګنده هډوکو پریوسټیټ(دا د پریوسټیم د سوزش له امله رامنځته کیږي، د نښلونکي نسج یوه طبقه چې د هډوکي شاوخوا ګرځي) شکل ېې هغه اوږدو هډوکو ته ورته ده چې د برچ (دم غوزه) له استخراج وروسته واقع کیږي. په ۱۹۴۶ کې، جان کیفي، د پیډیاټریک رادیولوژي امریکایي بنسټ ایښودونکي، د اوږدو هډوکو ماتولو او اوږدمهاله فرعي هیماتوما تر منځ اړیکې ته پاملرنه وکړه او په ۱۹۵۵ کې، دا ولیدل شوه چې د تېري کوونکي، نابالغ او ذهني / احساساتي ناروغه والدینو د پاملرنې څخه لرې شوي ماشومان هېڅ نوي زخمونه نه لري.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په پایله کې، په ۱۹۶۰ لسیزه کې د دې موضوع په اړه مسلکي تحقیقات بیا پیل شول. د " بیټرډ چائلډ سنډروم" د ۱۹۶۲ کال د جولای د مقالې خپرول چې په اصل کې د ماشومانو د رواني ناروغیو ډاکټر هنري کیمپ له خوا لیکل شوې او د امریکایی طبي اتحادیې په ژورنال کې خپره شوې د هغه شیبې استازیتوب کوي چې د ماشومانو ناوړه چلند د عامه پوهاوي اصلي جریان ته ننوځي. د دې مقالې د خپریدو دمخه، د ماشومانو ټپونه - ان د هډوکي تکرار ماتیدل - په عام ډول د قصدي/ عمدي صدماتو د پایلو په توګه نه پیژندل کېدل. پرځای یې، ډاکټران ډېری وختونه د هډوکو د ناپیژندل شوو ناروغیو په لټه کې وو او یا به یې هم د والدینو هغه بیانونه منل چې ګواکې ماشوم غورځېدلی او یا هم د ګاونډیو ځورونکو له خوا ځورول شوي.[۱۶][۱۷]

په متحده ایالاتو کې د ماشوم د ناوړه ګټه اخیستنې څېړنه په 1970مه لسیزه کې د یوه اکادمیک ډسپلین په توګه رامنځته شوه. الیزابیت ینګ برهل وویل چې د ماشومانو د مدافعینو د ډېریدونکي شمېر سره سره او د ماشومانو په ساتنه کې رامنځته شوې لېوالتیا، د ماشومانو په ډلبندي (ځورول شوي) او (نه ځورول شوي ) کې یو مصنوعي توپیر رامنځته کړ چې دې کار د ماشومانو د حقونو مفهوم په ساده ډول د ناوړه چلند څخه د ساتنې لپاره محدود کړ، او په ټولنه کې په عمومي توګه د ماشومانو په وړاندې د تبعیض په اړه یې د څیړنې مخه ونیوله. د ینګ بروهیل په وینا د ماشومانو د ناوړه ګټه اخیستنې او غفلت د څېړنې د طریقې یو بل تاثیر دا و چې په دې اړه غور کول بند کړي چې دې ماشومانو خپل درک د ناوړه چلند څخه څه دي او د دوی په وړاندې د لویانو چلند څومره ارزښت لري. ینګ -برویل لیکلي چې کله په ټولنه کې د لویانو په وړاندې د ماشومانو په ارثي کموالي باور شتون ولري، ټول ماشومان ځورېږي او غیر له دې چې دوی ځورول شوي او کنه دوی د "ناوړه ګټه اخیستل شوي" په توګه لیبل کیږي.[۱۸]

تعریفونه

هغه تعریفونه چې د ماشوم نه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه شوي دي د متخصصینو او د ټولنیزو او کلتوري ډلو او د وخت په تېریدو سره توپیر لري. د ماشوم نه ناوړه ګټه اخیستنه یا د ماشوم سره ناوړه چلند اصطلاحات اکثراً په ادبیاتو کې د تبادلې وړ په توګه کارول کیږي. د ماشومانو سره ناوړه چلند کېدای شي یوه عمومي اصطلاح واوسي چې د ماشومانو ناوړه ګټه اخیستنه او د ماشوم غفلت ټول ډولونه تر پوښښ لاندې لري. د ماشومانو د ناوړه چلند تعریف په موجوده کلتوري ارزښتونو پورې اړه لري ځکه چې دوی د ماشومانو، د ماشوم وده او ماشوم پالنې پورې اړه لري. د ماشومانو سره د ناوړه چلند تعریفونه د ټولنې په ټولو برخو کې توپیر لري چې د دې مسلې سره معامله کوي، لکه د ماشومانو د ساتنې ادارې، حقوقي او طبي ټولنې، د عامې روغتیا چارواکي، څېړونکي، متخصصین، او د ماشومانو مدافعین. څرنګه چې د دې مختلفو برخو غړي د خپلو تعریفونو کارولو ته لېوالتیا لري، د ډیسپلینونو په اوږدو کې دا اړیکه را محدوده کېدای شي، چې د ماشومانو د ناوړه چلند د پیژندلو، ارزونې، تعقیب، درملنې، او مخنیوي هڅو مخه نیسي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په عموم کې، ناوړه ګټه اخیستنه (معمولا په قصدي توګه)  تر سره شوو عملونو ته اشاره کوي په داسې حال کې چې غفلت هېر شوو کړنو ته اشاره کوي. ځینې ​​​​روغتیایي متخصصین او لیکوالان غفلت د ناوړه ګټه اخیستنې د تعریف یوه برخه ګڼي، په داسې حال کې چې نور یې نه ګڼي؛ دا د دې لپاره چې زیان ممکن غیر ارادي وي، یا دا چې پالونکي د ستونزې په شدت نه پوهیږي، کوم چې کېدای شي د ماشوم د روزلو په کلتوري باورونو سره پای ته ورسیږي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ماشومانو ناوړه ګټه اخیستنه او له ماشومانو سره ناوړه چلند داسې تعریفوي: «هر هغه فزیکي او/یا احساساتي بد چلند، جنسي ناوړه ګټه اخیستنه، غفلت یا په غفلت سره چلند یا سوداګریز یا بل ډول استثمار، چې د مسوولیت، اعتماد یا ځواک په یوه چوکاټ کې د ماشوم د سلامتیا، پایښت یا حیثیت ته د ریښتیني یا بالقوه زیان لامل ګرځي.» د روغتیا نړیوال سازمان دا هم وايي: «د ماشومانو په وړاندې هر ډول تاوتریخوالي کې تر ۱۸ کلنی ټیټ عمر لرونکو لپاره د تاوتریخوالي ټول هغه ډولونه شاملیږي کوم چې د مور او پلار یا نورو سرپرستانو، همکارانو، رومانتیکي ملګرو، یا اجنبیانو له خوا تر سره کېږي.» [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې