لویدیځ "غربی" کلتور

غربي کلتور چې د لويديځ تمدن، اقليمي کلتور، يا غربي ټولنې په نوم هم ياديږي، د لويديځې نړۍ د ټولنيزو نورمونو، اخلاقي ارزښتونو، عنعنوي دودونو، عقيدوي یا سياسي نظامونو، هنري آثارو او تکنالوژۍ ميراث دی. غربي ارزښتونه د غربي ټولنو د کلتور لپاره چې د واک له لارې د غالب ذهنیت سمبول ګرځي. دا اصطلاح د اروپا څخه بهر په هغو هیوادونو او کلتورونو باندې هم تطبیق کیږي چې تاریخونه یې د کډوالۍ، استعمار، یا نفوذ له لارې په کلکه له اروپا سره تړلي دي. د بېلګې په توګه:غربی کلتور د امریکا او اوشینیا هېوادونو کې شامل دي. لويديځ کلتور تر ډېره د يوناني فلسفې، روم قانون او عيسوي کلتور تر اغېز لاندې دی.[۱][۲]

د ختیځې مدیترانې په هیلنیسټیک نړۍ کې د یوناني کلتور پراختیا، د یونان او نږدې ختیځ کلتورونو تر مینځ د ترکیب لامل شوه او په ادبیاتو ، انجینرۍ او ساینس کې لوی پرمختګونه  او د لومړني مسیحیت پراختیا او کلتور ته وده ورکړه. د یونان نوې عهد نامه په دې دوره کې له روم سره یوځای روانه وه او تعقیب شوه، کوم چې د قانون، حکومت، انجینرۍ او سیاسي سازمان په برخه کې مهمې مرستې کړې.[۳][۴][۵][۶][۷]

د لوېدځې نړی کلتور، د يو لړهنري، فلسفي، ادبي او حقوقي موضوعاتو او دودونو له مخې پېژندل شوى دى. د یهودیت په څېر عیسویت هم په لومړي سر کې د روم کاتولیک کلیسا او وروسته پروتستانتزم لږ تر لږه د څلورمې پیړۍ راهیسې د لویدیځ تمدن په جوړښت کې مهم رول لوبولی دی. د غربي آند بنسټ ډبره، په لرغوني یونان کې پیل او د منځني پیړیو او عصری کولو سره جوغت روان دی، د ژوند په مختلفو برخو کې د عقلیت مفکوره ده چې د هیلنیسټیک فلسفې، سکالستیزم او انسانیت له خوا رامینځته شوې. تجربې وروسته ساینسي تګلارې، ساینسي بدلون او روښانه عصر ته وده ورکړه.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

لوېدیځ کلتور د منځنیو پیړیو په اوږدو کې په اروپایی ټولنه کې د عیسویت پراختیا ته دوام ورکړ، هغه اصلاحات چې د دولسمې او دیارلسمې پیړۍ د رینسانس "د منځنۍ دورې څخه عصري دورې ته د لیږد" له لارې د الاندلس او سیسلي له لارې د اسلامي نړۍ تر اغېز لاندې راغلل (د ټیکنالوژۍ لېږد په شمول. د ساینس او فلسفې په اړه د عربي متنونو ختیځ، او لاتیني ژباړې) او د ایټالوي رینسانس په توګه یوناني پوهان چې د قسطنطنیې د مسلمانانو له فتحې وروسته د بیزانتینی سترواکۍ له سقوط څخه وتښتېدل کلاسیک دودونه اوفلسفې را وړې. دا لوی بدلون د لویدیځو هېوادو پرته، نورو هیوادونو او د هغوی د استوګنو لپاره د عصري کولو په برخه کې د پرمختګ ښکارندوی دی. د منځنیو پیړیو عیسویت ته د عصري پوهنتون، عصري روغتیایي سیسټم، ساینسي اقتصاد او طبیعي قانون (چې وروسته به د نړیوال قانون په جوړولو اغېزه وکړي) د جوړولو اعتبار ورکړل شوی دی. عیسویت په کافرو ټولنو کې د عامو رواجونو په پای ته رسولو، لکه: د انسان قرباني، غلامۍ، ماشوم وژنې "سقط جنین" او څو ګونو ودونو کې رول لوبولی دی. اروپایی کلتور د منځنیو پېړیو د فلسفې، پوهې پالنې "پوهاویزم"، تصوف او عیسوی او سیکولر انسان پالنې پېچلې لړۍ ته وده ورکړه. هغه نظریات چې دعصري لویدیځو ټولنو د تعریف لپاره راغلي دي، د سیاسي ټولنې مفهوم، انفرادیت، د مهمو فرعي یا ضد کلتورونو (لکه د نوي عصر حرکتونه) او د نړیوال کېدو او بشري مهاجرت په پایله کې د کلتوري همغږۍ زیاتوالی دي.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

اصطلاح پېژندنه

لويديځ د يوې جغرافيايي سيمې په توګه په څرګنده توګه نه دی تعريف شوى. ډېری وختونه د یو دولت د اوسیدونکو نظریه هغه څه دي چې د لویدیځې ټولنې د ډلبندۍ لپاره کارول کیږي. د قومونو د ډلبندۍ په اړه اختلاف شته. د ختیځ روم (بیزانتینی) سترواکۍ ډېری برخې د ډیرو پوهانو لخوا د لویدیځ او ختیځ څخه جلا ګڼل کېږی، دا چې د بیزانتین سترواکي په لمړنیو کې د ایران او عربستان سره د نږدېوالي او کلتوري ورته والي له امله د ختیځ له دودونو څخه اغیزمنه وه. د افلاتون، ارستو او یونانی ریاضی پوه (ایوکلید) په شاوخوا کې د پوهاوي دودونه په لویدیځ کې هیر شوي او د ایټالویانو له خوا د رینسانس په جریان کې د ختیځ روم (بیزانتینی) سترواکۍ له سقوط څخه د تښتېدلو پوهانو لخوا بیا کشف شوي. په دې توګه، د ختیځ او لویدیځ له لوری پیژندل شوی کلتور په خپله د وخت او ځای سره له پخوانۍ نړۍ څخه عصری نړۍ ته اوړی په ننۍ جغرافیه کې لویدیځ (په ځانګړې توګه هغه هیوادونه چې په ټولیز ډول اروپایي اتحادیه جوړوي)، انګلستان، ناروې، او سویس په ګډه د انګلیسي ژبې نړۍ او په پراخه کچه  هسپانیداد، لوسسفیراو فرانکوفوني داروپا اضافي سیمې دی. څرنګه چې شرایط خورا متعصب او په حالاتو پورې تړلي دي، د "لویدیځ" لپاره کوم ځانګړي تعریف شتون نه لري.[۳۸]

سرچينې