مارشال مک لوهان

هربرټ مارشال مک لوهان، د کاناډا ویاړ درلودنکی (د ۱۹۱۱ کال د جولای له ۲۱ – د ۱۹۸۰ کال د ډسمبر تر ۳۱) یو کاناډایی فیلسوف ؤ چې کار یې د رسنیو نظریې د مطالعې بنسټ جوړوي. هغه په مانیتوبا پوهنتون او په کمبرج پوهنتون کې زده کړې وکړې. هغه د متحده ایالاتو او کاناډا په یو شمېر پوهنتونونو کې د انګلیسي ژبې د پروفیسور په توګه د استادی خپل مسلک پیل کړه او وروسته په ۱۹۴۶ کال کې ټورنټو پوهنتون ته لاړ او هلته د ژوند تر پایه پاتې شو.  [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

مارشال مک لوهان
مارشال مک لوهان
مارشال مک لوهان

د شخص معلومات
پيدايښت۲۱ جولای ۱۹۱۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه31 ډيسمبر 1980 (69 کاله)[۱۴][۱۵][۱][۲][۳][۴][۶][۷][۸][۱۰][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ټورنټو [۱۶]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره
تابعیت کاناډا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه
اولاد
عملي ژوند
تعلیم
تعلیمی اسناد
ڈاکٹری شاگرد
نامتو زده کونکي
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۱۹][۲۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه
کار ورکوونکی
ويبپاڼه
ويبپاڼهد تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مک لوهان د "رسانه پیغام ده" عبارت او د نړیوال کلي اصطلاحات وړاندې کړل او نږدې ۳۰ کله مخکې له دې چې نړیواله شبکه (World Wide Web) اختراع شي، د هغې وړاندوینه وکړه. هغه د ۱۹۶۰ کلونو په وروستیو کې په رسنیز خبرو اترو کې سابقه کار ؤ، خو  د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کې د هغه نفوذ په کمېدو شو. د هغه د مړینې څخه وروسته کلونو کې په ​علمي حلقو کې یو جنجالي شخصیت پاتې شو. که څه هم د انټرنټ او نړیوالې شبکې په راتګ سره د هغه په کار او لید کې علاقه بیا پیل شوه.   [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

ژوند او مسلک  

مک لوهان د ۱۹۱۱ کال د جولای په ۲۱ د آلبرټا په اډمونټن، کې زیږېدلی او د خپلې مورنۍ انا کورني نوم، مارشال ورباندې کېښودل شو.  ورور یې، موریس دوه کاله وروسته وزیږېد. مور او پلار یې دواړه په کاناډا کې زیږېدلي دي: مور یې، ایلسي نائومي (د زیږون نوم یې هال ؤ) په باپټیسټ ښوونځۍ کې ښوونکې وه، چې وروسته ممثله شوه او پلار یې، هربرټ انرنسټ مک لوهان یو مېتودیسټ ؤ او په اډمونټون کې یې د معاملاتو لارښونې سوداګري درلوده. کله چې سوداګري د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې سقوط وکړ، د مک لوهان پلار د کاناډا په اردو کې شامل شو. هغه د یو کال خدمت وروسته انفلونزا ونیو او په کاناډا کې له لومړۍ کرښې څخه لرې پاتې شو. په ۱۹۱۵ کال کې د اردو څخه د هربرټ له شړلو وروسته ، کورنۍ یې د مانیتوبا، وینیپیګ ته لاړه، هلته مارشال لوی شو او ښوونځي ته لاړ او په کیلوین تخنیکي ښوونځۍ کې یې زده کړې وکړې، وروسته په ۱۹۲۸ کال کې په مانیتوبا پوهنتون کې شامل شي.   [۳۴]

د لیسانس زده کړې 

په انجینري کې له یو کال زده کړو وروسته، هغه رشته بدله کړه او په ټولنیزو علومو کې یې د لیسانس سند ترلاسه کړ (۱۹۳۳) او د هنر او ساینس په برخه کې یې د پوهنتون د سرو زرو مډال وګاټه. هغه خپلو زده کړو ته دوام وکړ او په ​​۱۹۳۴ کال یې د پوهنتون څخه په انګلیسي ژبه کې د ماسټرۍ سند هم ترلاسه کړ. هغه له ډېرې مودې راهیسې هیله درلوده چې په انګلستان کې د ماسټرۍ زده کړو ته دوام وکړي، خو د آکسفورډ روډس سکالرشپ په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی او د کمبرج پوهنتون ته ومنل شو.  [۳۵]

که څه هم لا دمخه یې په مانیتوبا پوهنتون کې خپل لیسانس او ماسټري ترلاسه کړې، کیمبرج غوښتل چې هغه د لیسانس "افیلیت" محصل په توګه نوم لیکنه وکړي او د درې کلونو پرځای یو کال د لیسانس سند لپاره درس ووايي، ترڅو دوکتورا زده کړو ته لاره پیدا کړي. هغه  د ۱۹۳۴ کال په مني کې د کمبرج ترنېټي هال ته لاړ، هلته یې د آی. اې. ریچاردز او اف. آر. لیوس تر نظر لاندې زده کړې وکړې او د نوې نیوکې (New Criticism) ادبي مکتب تر اغېزې لاندې راغی. کلونه وروسته، هغه له فکر کولو وروسته پوهنځۍ استادانو ته په "ادراک روزنه" او همدارنګه د ریچارډز د "ورسته کتنې" یا "feedforward" نظریې په څېر مفاهمو باندې د دوی د ټینګار له امله د خپل د راتلونکي کار په مسیر د نفوذ کولو اعتبار ورکړ. دې مطالعات د ټکنالوژیکي بڼو په اړه د هغه د وروستیو نظرونو لپاره یو مهم بنسټ جوړ کړ. هغه په ۱۹۳۶ کال کې د کمبرج څخه د لیسانس لازم سند ترلاسه کړ او د ماسټرۍ برنامې ته ننوت.   [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

کاتولیکیزم ته اوښتل 

مک لوهان په مانیتوبا پوهنتون کې د دین سره خپله لانجمنه اړیکه وڅیړله او ادبیاتو ته یې مخه کړه ترڅو " حقیقت او ښکلا ته د خپلې اروا اشتیاق پوره کړي"، وروسته یې دې مرحلې ته تجاهل پالنه (agnosticism) وویل. په کمبرج کې د درییز درسونو ( ګرامر، منطق او بدیع بیان) یا (trivium) زده کړې پر مهال، هغه د جي. کې. چیسټرټون د مطالبو په لوستلو پر بنسټ په ۱۹۳۷ کال کې کاتولیکزم ته د خپلې وروستۍ اوښتنې په لور لومړي ګامونه واخیستل. خپلې مور ته یې په ۱۹۳۵ کال کې ولیکل:  [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

که زه د چیسټرټون سره نه وی مخ شوی، زه به لږترلږه د څو کلونو لپاره تجاهل پاله پاتې شوی وم. چیسټرټون زه په دیني عقیده قانع نه کړم، خو هغه عادت ته یا د انسان څخه کرکې ته زما د ناهیلۍ بدلېدو مخه ونیوله. اروپایی کلتور ته یې زما سترګې خلاصې کړې او زه یې وهڅولم چې له نږدې نه یې وپیژنم. ماته یې زما په وجود د هغه ټولو شیانو لاملونه را زده کړل چې دا یوازې ړنده غوسه او بدمرغي وه.   

مک لوهان د ۱۹۳۷ کال د مارچ په پای کې د دین اوښتنې سوکه خو جامع بهیربشپړ کړ او رسماً کاتولیک کلیسا ته ومنل شو. پلار یې د کلیسا له یوه مشر سره تر مشورې وروسته د هغه د دین اوښتنې پرېکړه ومنله. که څه هم مور یې احساس وکړ چې د زوی دین اوښتنه به یې د هغه مسلک ته زیان ورسوي او تسلي نه ورکول کېده. مک لوهان د خپل ژوند په اوږدو کې دیندار ؤ، خو دین یې شخصي موضوع بله. هغه په ټول ژوند کې د درې عدد (د بېلګې په توګه، درېیز درسونه، تثلیث)  سره لیوالتیا درلوده او ځینې وختونه یې ویل چې پاکې مریم  له فکري پلوه هغه ته هدایت کړی دی. د خپل مسلک تر پایه یې د لوړو زده کړو په کاتولیک مؤسیسو کې درس ورکړ.  [۴۵][۴۶][۴۷]

لومړنی مسلک، واده او ډوکتورا 

مک لوهان په کاناډا کې د مناسبې دندې د نه موندلو له وجهې، له انګلستان څخه راستون شو ترڅو د ۱۹۳۶ – ۱۹۳۷ تعلیمي کال لپاره په ویسکانسین – مډیسن پوهنتون کې د تدریسي مرستیال په توګه په دنده بوخت شو. هغه په سنټ لوئس پوهنتون کې له ۱۹۳۷ کال څخه تر ۱۹۴۴ کال پورې انګلیسي ژبه تدریس کړه (کمبرج ته د راستنېدو له امله دا بهیر د ۱۹۳۹ کال څخه تر ۱۹۴۰ کال پورې له ځنډ سره مخ شو). هلته یې د شکسپیر په اړه کورسونه تدریس کړل، په نهایت کې یې د والټر جې. اونګ سره استادي او ملګرتیا وکړه، والټر وروسته په هغه موضوع کې چې مک لوهان یې پام  ورته اړولی ؤ، د خپلې دوکتورا مقاله ولیکه او همدارنګه د مخابراتو او ټیکنالوژۍ په برخه کې یو مشهور نظرخاوند شو.   [۴۸][۴۹]

مک لوهان په سنټ لوئس کې له کورین لوئس سره چې یوه ښوونکې او ممثله او د تګزاس له فورټ ورت څخه وه، وکتل او د ۱۹۳۹ کال اګست په ۴ یې ورسره واده وکړ. دوی ۱۹۳۹ – ۱۹۴۰ کال پوري په کیمبرج کې تیر کړل، هلته مک لوهان د ماسټري سند ترلاسه کړ ( چې د ۱۹۴۰ کال په جنوري کې ورکړل شو) او د توماس ناش او کلامي هنرونو په اړه یې د ډوکتورا په مقاله باندې کار پیل کړ. کله چې د مک لوهان کورنۍ په انګلستان کې وه، په اروپا کې دوهمه نړیواله جګړه پیل شوې وه. له همدې امله یې اجازه ترلاسه کړه چې خپله مقاله بشپړه کړي او د شفاهي دفاع لپاره کمبرج ته د راستنېدو پرته یې له متحده ایالاتو څخه وسپاري. مک لوهان او مېرمن یې په ۱۹۴۰ کال کې  سنټ لوئس پوهنتون ته راستون شو او هلته یې د تدریس په دوام سره یوه کورنۍ پیل کړه. د ۱۹۴۳ کال په ډسمبر کې یې د فلسفې ډوکتورا سند ترلاسه کړ.  [۵۰][۳۹][۵۱][۵۲]

راتلونکی مسلک او شهرت 

هغه بیا د ۱۹۴۴ کال څخه تر ۱۹۴۶ پورې د انټاریو په وینډزور کې په اسمپشن کالج کې درس وکړ، بیا په ۱۹۴۶ کال کې ټورنټو ته لاړ او د سنټ مایکل کالج چې د ټورنټو پوهنتون یو کاتولیک کالج ؤ، له استادانو سره یو ځای شو، هلته یې هیو کېنر یو له محصلینو څخه ؤ. کاناډایي اقتصاد پوه او مخابرات پوه هارولډ انیس یې د پوهنتون همکار ؤ، هغه کس چې د مک لوهان په ​​کارونو یې زیاته اغېزه درلوده. مک لوهان په ۱۹۶۴ کال کې داسې لیکلي: "زه خوښ یم چې زما خپل کتاب، د ګوتنبرګ کهکشان (The Gutenberg Galaxy) ته د رواني او ټولنیزو پایلو په اړه د انیس د مشاهدو لپاره د شرحې په توګه، لومړی د لیکلو وروسته د چاپ کولو فکر کوم."  [۵۳][۵۴]

مک لوهان د ۱۹۵۰ لسیزې په لومړیو کې د ټورنټو په پوهنتون کې د فورډ بنسټ په مالي کښټ د ارتباطاتو او کلتور سیمینارونه پیل کړل،. د شهرت په زیاتېدو سره یې د نورو پوهنتونونو څخه زیات شمېر وړاندیزونه ترلاسه کړل. هغه د دې دورې په جریان کې خپل لومړی مهم اثر، میخانیکي ناوې (The Mechanical Bride ) خپور کړ (۱۹۵۱)، په دې اثر کې یې په ټولنه او کلتور باندې د اعلاناتو اغېزې وڅېړلې. مک لوهان او اډمونډ کارپنټر د ۱۹۵۰ لسیزې په اوږدو کې د اکتشافاتو (Explorations) په نوم یو مهم علمي جورنال هم خپور کړ. هغه، کارپنټر، هارولډ انیس، اریک اې. هاولوک او نورټروپ فرای د ټورنټو د ارتباطاتو د نظریو مکتب د وتلو کسانو په توګه پیژندل شوي. په دې موده په اوږدو کې، مک لوهان د نوي پالې لیکوالې، شیلا واټسن د وینډهام لیوس په هلکه د ډوکتورا مقالې څارنه وکړه. د ټورنټو پوهنتون بل انسټیټیوټ ته د هغه د تګ د مخنیوي لپاره په ۱۹۶۳ کال کې د کلتور او ټیکنالوژۍ مرکز (Centre for Culture and Technology ) یا (CCT) جوړ کړ.  

مک لوهان له ۱۹۶۷ کال څخه تر ۱۹۶۸ کال پورې، د برونکس په فورډهام پوهنتون کې د بشري علومو په برخه کې د البرټ شوایټزر څوکۍ ته وټاکل شو. کله چې په فورډهام کې ؤ، تشخیص شو چې بې خطره دماغي تومور لري او په بریالیتوب سره یې درملنه وشوه. بېرته ټورنټو ته راستون شو او د خپل ژوند تر پایه یې په ټورنټو پوهنتون کې درس ورکړ او په ویچ ووډ پارک کې چې په غونډیو کې محصوره یوه کلیواله سیمه چې ښار ځنې لیدل کېږي، ژوند کاوه او هلته یې آناتول راپوپورټ یې ګاونډی ؤ.  [۵۵][۵۶][۵۷]

مک لوهان په ۱۹۷۰ کال کې (Order of Canada) ویاړ چې د کاناډا له ملي نښانونو څخه ؤ، ورسېد. دالاس پوهنتون په ۱۹۷۵ کال کې له اپریل څخه تر مې پورې د هغه کوربه ؤ او هغه یې د مک ډرموټ څوکۍ ته وټاکه. مارشال او کورین مک لوهان شپږ ماشومان: اریک، غبرګوني مریم او تېریسا، سټیفاني، الیزابیت او مایکل درلودل. د یوې لویې کورنۍ اړوند لګښتونو بلاخره هغه د اعلاناتو کار ته اړ کړ او د IBM او AT&T په ګډون د لویو شرکتونو لپاره یې د مشورو او خبرو لیدنې منلې. 

د ووډي آلن د ایني هال (۱۹۷۷)  ډرامه چې د اوسکار ګټونکې شوه، مک لوهان خپل فرعی نقش په خپله ولوباوه. په فلم کې، یو تکړه علمي شخص د سینما په کتار کې د آلن سره بحث کوي، په دې وخت کې مک لوهان ناڅاپه راځرګند کېږي او د دې جملې په ویلو سره "تاسو زما د آثارو په اړه هېڅ نه پوهیږئ." هغه چوپ خوله کوي. دا هغو کسانو ته د مک لوهان یوه له ډېرو تکراري بیانیو څخه وه، چې د هغه سره یې مخالفت کاوه.  [۵۸]

مړینه 

مک لوهان د ۱۹۷۹ کال په سپتمبر کې له مغزي ټکان سره مخ شو چې د هغه د خبرو کولو وړتیا یې اغېزمنه کړه. له دې لږ وروسته د ټورنټو پوهنتون د عالي تحصیلاتو برخې هڅه وکړه چې د هغه څېړنیز مرکز وتړي، خو د پام وړ لاریونونو له امله په ځانګړې توګه د ووډي آلن له خوا يې مخه ونیول شوه. مک لوهان هېڅکله د مغزي ټکان څخه په بشپړه ډول روغ نه شو او د ۱۹۸۰ کال د دسمبر په ۳۱ په خوب کې مړ شو. هغه د کاناډا د آنټاريو په تورنهيل کې د هولي کراس په هديره کې خاورو ته وسپارل شو.  [۵۹]

سرچينې