ماګما

ماګما (له لرغوني يوناني ژبې د (magma) ټکي څخه اخیستل شوی چې معنا يې ده ډبله خميره) ويلې شوې يا نيمه ويلې شوې طبيعي مواد دي، له کوم څخه چې ټولې انګاري ګارې جوړېږي. ماګاما د ځمکې د سطحې لاندې موندل کېږي او په نورو خاورينو سيارو او ځينو طبيعي سپوږمکيو کې هم د ماګما د شتون شواهد موندل شوي دي. د ويلې شوي ګارې تر څنګ، شونې ده چې په ماګما کې خپاره شوي کريسټالونه او ګازي پوکاڼۍ هم موجودې وي.[۱][۲][۳][۴]

ماګما د بېلا بېلو «ټيکټونيکي» جوړښتونو د پوښ يا قشر په ويلې کېدو سره تولېديږي، په کوم کې چې په ځمکه د سولېدو سيمې، قاره يي چاود سيمې، د سمندر په منځ کې موړې (غونډۍ) او تودې نقطې شاملې دی. د پوښ او قشر ويلې شوې، د قشر له لارې پورته لور ته ځي، چېرته چې ګومان کېږي دا بيا د ماګما په خونو کې زېرمه کېږي، يا له قشر څخه ورهاخوا په کريسټال غني خميره سيمو کې زېرمه کېږي. په قشر (پوستکي) کې د ماګما د زېرمې پر مهال، شونې ده چې د نيمه سختېدو، د قشر په ويلې کېدو سره د ککړېدو، د ماګما د ګډېدو او ګاز د وتلو له امله يې جوړښت يو څه بدلون ومومي. د قشر له لارې د پورته راتګ څخه وروسته، شونې ده چې ماګما اورشېندي پیاوړي کړي او بيا د لاوا په شکل کې بهر ووځي، او شونې ده چې د ځمکې لاندې سخت شي، څو ننوتونکې ګاره جوړه کړی، لکه يو بند، درشل، لاکوليت، پلوټن، يا يو باتوليت.[۵][۶][۷][۸][۹]

په داسې حال کې چې د ماګما مطالعه د لاوا په بهېدو کې له لېږد وروسته د ماګما پر کتنې پورې تړلې ده، ماګما په يو ځای کې درې ځلې د جيو ترمل کېندلو پروژو پر مهال مخ ته راغله، دوه ځلې په اسيلينډ کې (وګورئ د انرژۍ په توليد کې) او يو ځل په «هوايي» کې.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

فزيکي او کيمياوي خصوصيات

ماګما  له مايعو پرښو څخه جوړه وي، کومه چې عموما تيت شوي سخت کريسټال هم لري. څومره چې ماګما سطحې ته نږدې کېږي او د زيات بوج فشار کمېږي، د منحل شويو ګازونو پوکاڼۍ له مايع څخه راوځي، نو له همدې امله له سطحې سره نژدې ماګما له خاورې، مايعاتو او ګازي برخو په څېر موادو څخه جوړه وي. [۱۴][۱۵]

ترکيب (د جوړښت اجزاء)

ډيری ماګما په «سليکا» (يو ډول ډبره ده) غني وي. ډېرې کمې هغه ماګما چې سليکا نه لري، شونې ده چې د سليکا نه لرونکو کاني سيمه ييزو زېرمو له ويلې کېدو څخه جوړه شي، يا په دې ډول چې ماګما په جلا جلا ډول په هغو مايعاتو کې ووېشل شي، کوم مايعات چې نه ګډېدونکو دي، سلکيټ يا غېر سليکيټ وي.[۱۶][۱۷][۱۸]

سليکيټ ماګماګانې ويلې شوي ګډولې دي چې اکسيجن يا «سليکن» پکې پياوړی وي، کوم چې د ځمکې په قشر کې تر ټولو زيات موندل کېدونکي کيمياوي عناصر دي، يوه کمه اندازه المونيم، کلسيم، ماګنيسيم، وسپنه، سوډيم او پوټاشيم لري، په ډېر کم مقدار کې د نورو عناصرو لرونکې هم ده. ګاره پېژندونکي عموماً د سليکيټ ماګما جوړښت د وزن يا د سترو عناصرو د اکسايډونو (له اکسيجن پرته) د اوبه شوې مادې د برخې واحد ته په کتنې سره څرګندوي، کوم چې په ماګما کې موجود وي.[۱۹]

له دې امله چې د ماګما ډېری خصوصيات داسې ليدل شوي چې د سليکا له موادو سره اړوند دي،سلکيټ ماګماګانې د سليکا د منځپانګې پر بنسټ په څلورو کيمياوي بڼو وېشل شوي چې هغه ډولونه دا دي: فيلزيک، انټرميډيټ، مافيک او الټرامافيک. [۲۰]

فلشيک ماګما

فلشيک يا سليسيک ماګماګانې له ۶۳٪ څخه زياتې سترې سليکا محتوا لري. په دوی کې «ريهوليټ» او «ډيسايټ» ماګما ګانې شاملې دي. د سليکا له دومره سترې محتوا سره، دا ماګماګانې ډېرې زياتې ټينګې وی، ټينګوالی د تودې ريهوليټ ماګما لپاره چې په ۱،۲۰۰ درجه حرارت سانتيګراد (۲،۱۹۰ فارنهايت) وي له 108 cP (105 Pa⋅s) څخه نيولې، بيا په ۸۰۰ سانتيګراد (۱،۴۷۰ فارنهايت) تودوخه کې د يخې ريهوليټ ماګما لپاره يې ټينګوالی  1011 cP (108 Pa⋅s) ته رسېږي. د پرتلې لپاره، اوبه نږدې 1 cP (0.001 Pa⋅s) ټينګوالی لري. د دې زيات ټينګوالي له امله، فلشيک لاواګانې عموماً د انفجار په ډول چاودنه کوي، څو ټوټه ټوټه کېدونکې (تيت پرک شوی/ټوټه ټوټه شوي) زېرمې اخراج کړي. په هر حال، ريهوليټ لاواګانې کله کله په سختۍ سره چاودنې کوي، څو د لاوا ستنې، د لاوا ګومبدې، يا تنګې درې جوړې کړي (کوم چې د لاوا ډبل او لنډ جريان وي). څومره چې لاوا بهر راوځي، هومره په ټوټو وېشل کېږي، او د بلاکونو په ډول د لاوا جريان توليدوي. دا چارې عموماً ابسيډين لري.[۲۱][۲۲][۲۳]

فلشيک لاوا د ۸۰۰ سانتيګراد (۱،۴۷۰ فارنهايت) په تودوخه کې هم چاودنه کولای شي. عموماً توده (>950 °C; >1,740 °F) ريهوليتي لاواګانې، شونې ده چې لسګونه کيلومتره لرې واټن پورې وبهېږي، لکه د شمال لوېديځو متحده ايالاتو د «سنيک ريور پلين» په سيمه کې. [۲۴][۲۵]

انټرميډيټ ماګما

انترميديټ يا انډيسي ماګما ګانې ۵۲٪ څخه تر ۶۳٪ پورې سليکا لري، د المونيم اندازه پکې کمه او عموماً د فلشيکي ماګما په پرتله له ميګنيشيم او وسپنې څخه يو څه زیاته غني وي. انټرميډيټ ماګماګانې انډيسي څوکې او بلاک ته ورته لاواګانې جوړوي او شونې ده چې په ولاړو منظمو اورشېندو کې پېښې شي، لکه د «انډيس». دا عموماً د ۸۵۰ څخه تر ۱۱۰۰ سانتيګراد (۱۵۶۰ څخه تر ۲۰۱۰ فارنهايت) تودوخې په اندازه کې هم ګرمې وي. له دې امله چې دوی کمه سليکا لري او د تودوخې درجه يې لوړه او چاودېدونکې ده، دوی عموماً تر ډېره بريده کمې ټينګې وي، په ۱۲۰۰ سانتيګراد (۲۱۹۰ فارنهايت) تودوخه کې يې عام ټينګوالی 3.5 × 106 cP (3,500 Pa⋅s) وي. دا په ټينګوالي کې د بادام د نرمو کوچو څخه يو څه اندازه زيات وي. انټرميډيټ ماګماګانې د «فينوکريسټ» د جوړولو زيات خصوصيت لري. لوړه وسپنه او د ميګنيشيم ژورې سيمې د يوې تورې ځمکې د کتلې په څېر راڅرګندېږي، د «ايمفيبول» يا «پايروکسين فينو کريسټ» په ګډون.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

مافيکي ماګماګانې

په مافيکي يا بسالتي ماګماګانو کې د سليکا مواد له ۵۲٪ څځه تر ۴۵٪ پورې وی. د هغو بڼه (قسم) ټاکنه د لوړو وسپنيزو ميګنيشيم موادو په مټ کېږي او عموماً د ۱۱۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ سانتيګراد (۲۰۱۰ څخه تر ۲۱۹۰ فارنهايت) تودوخې درجه کې چاودنه کوي. په پرتليز ډول يې ټينګوالی کم دی، له ۱۰۴ څخه تر ۱۰۵ cP (۱۰ څخه تر ۱۰۰ Pa⋅s) پورې، په داسې حال کې چې دا ټينګوالی اوس هم له اوبو څخه زيات سختوالي ترتيب لري. دا ټينګوالی د روب سره ورته دی. بسالتي لاوا د ښکته شاخص سپر ډوله اورشېندي يا بهېدونکي بسالت پيدا کوي، دا ځکه چې مايع لاوا په اوږد واټن کې له سوريو څخه بهېږي. د بسالتي لاوا ډبلوالی، په ځانګړي ډول په کم پيچومي کې، شونې ده چې په يو وخت کې د خوځنده بهېدونکې لاوا څخه يې ډبلوالی خورا زيات وي، ځکه شونې ده چې بسالتي لاواګانې د يو سخت قشر لاندې د لاوا په مهيا کولو سره «پړسېدای» شي. ډېری بسالتي لاواګانې د بلاک د لاوا پر ځای يا خو « ʻAʻā» او يا « pāhoehoe» وي. د اوبو لاندې دوی پيلو لاوا پیدا کولای شي، کومې چې په ځمکه له «اينټريل» ډول «پاهوهو» لاواګانو سره يو شان دي.[۳۰][۳۱][۳۲]

الټرا مافيک ماګماګانې

الترامافیک ماګما، لکه پيکريټيک باسالت، کوماټياټ او د لوړ ميګنيشن ماګماګانې کوم چې «بونينيټ» جوړوي، جوړښت او د تودوخې درجه تر وروستي حالت پورې رسوي. ټول يې له ۴۵٪ څخه کم سلیکا لري. کوماټايټس کې له ۱۸٪ څخه زيات ميګنيشيم اکسايډ وي او باور دا دی چې په ۱۶۰۰ سانتيګراد (۲۹۱۰ فارنهايت) د تودوخې درجه کې چاودنه کوي. د تودوخې په دې درجه کې په عملي ډول د کاني موادو يو ځای کېدل صورت نه مومي، بلکې په لوړه کچه ګرځنده مايع پيدا کوي. فکر کېږي چې کوماټايټ ماګماګانې له ۱۰۰ څخه تر ۱۰۰۰cP (له ۰.۱ حخه تر ۱ Pa.s) پورې کم وي، چې دا د موټرو د نرمو تيلو سره ورته والی لري.  ډيری الټرامافيک لاواګانې له «پروټيروزوک» څخه کم عمره نه وی، د منځنۍ امريکا د «فانيروزوک» يو څو الټرامافيک پېژندل شوې ماګماګانې، د کومو نسبت چې تاوده مينټل پلوم ته کېږي. کومې نوې «نکوماټي» لاوګانې نه دي پېژندل شوي، دا ځکه چې د ځمکې قشر دومره زيات يخ شوی چې نه شي کولای د لوړې کچې ميګنيشين ماګماګانې توليد کړي.[۲۳][۳۳]

سرچينې